(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دحج اراده

[31.Mar.2020 - 10:27]

لنډه کيسه

ـــــــــــــ

هرکال دحج کولواراده کوم

ليک  ــ سعادت مشواڼي

ټولو کليوالو به زرين ګل اکا ته په ښه نظر نه کتل هرچابه ترى ډډه کوله هرچابه ويل ښه شتمن دى مګر دخداي پکور بيت الله کى يي نصيب نشته

دکليوالو دغو خبرو په ما دومره اغيزه وکړه چى مابه پرى پيغمبرى سلام هم نکوو چى کله به راسره مخ شو دقران پاک دا ايت به مى مخى مخى ته کيدو "ولله على الناس حج البيت من استطاع اليه سبيلا ومن کفر فان الله غنى عن العلمين 

نن يي دکوزکلى د ډبى دلوړ چينار په خوا کى دغټ ګټ په سرډډه وهلى وه لکه چى دکرونا په اړه خبرونه يي اوريدل 

ماترى دپخوا پشأن څنډه کوله غږ يي کړى دلى راشه

زه ورغلم دسليک عليک نه پس يي راته ووى ته زمانه ولى خفه يي چى هروخت رانه لارى چپوى؟

ما ورته اصل لامل وښود ته ولى دالله فرضى حکم نه پوره کوى چى حج دى؟

راته يي ووى ته سهى واي ستاپشان ډير خلک په ما بدګومانه دى خو يره الله ج مو دى غاړه نه بندوى دا شلم يا نولسم کال به وى چى زه هرکال دحج کولو کلکه اراده کوم نو په همدغه کال کى داسى يوغريب رامخى ته شى چى مرسته ورسره ضرورى ګڼم دحج دپاره ټوله ايښي بوديجه  دغه ته ورکړم حج پاتى شى دغه شان معامله راسره هرکال کيږى

او زه هم دحج نه داضرورکڼم داځل خو مى کلک عزم کړى وو خو دا اوسنۍ وبا راغله ټول رقم مى پکور ناستو په غريبو تقسيم کړو بس که دحج مطلب دالله رضا وى نو زه دحج نه پدى کى دالله رضا ډيره وينم او تش دنوم دپاره حج نشم کولى 

زما دداسى حج څه فايده چى زما په چم کى غريب دلوږى تندى مرى او زه حجونه کوم 

بس فشار يي يو دم اوچت شو نن سبا خو ټول دنوم حجونه دى او ....,او ،،بس زه پخپلو کړو باندى پښيمانه غلى غوندى کورته روان شوم خداى خبر چى هغه به ترکومه لګيا وو

-
بېرته شاته