(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کله ختمېږي

[31.Mar.2020 - 10:34]

چى دابه کله ختميږي ؟ / لنډه کيسه

لومړۍ برخه، ليک ـ سعادت مشواڼې

نن چى په څه ضروري کار دکلي نه بهر ووتم دوکانونه بند وو هغه ګرم بازار لکه داديرى غلى وو

چى ومى کتل بريالى اکا چى په بى وطنه سره شهرت لري په کمزوري وجود ساه نيولى ديومتر نه په لري فاصله کى مى مخى ته ودريد

دسليک عليک نه پس يي ښکته پورته وکتل لکه چى د حکومت ويره يي محسوسوله

راته وويل ؛ نمايده صيب ښه درته معلومات دى چى نهه کسه کوړمه لرم دګټي وټي زلمى اولاد نلرم پدى کمزورو هډوکو مى خپله خواري او محنت کولو دهيچا خيرات او زکات ته مى لاس ندى نيولى دورځي به مو دومره حلال رزق ګټلو چى ماښام له به پوره وو

اوس چى ددى وبا په خاطر دحکومت له پلوه د دوکانونو او هوټلونو دبندولو حکم شوى دا څويمه ورځ ده چى پکور ددننه ناست يم 

پوله پټي نلرم نقدى پيسى نلرم دکلى دوکان خو کله کله برسيره وينم خو ماله په قرضو او پور سودا نه راکوى ځکه مخکى مى ورسره نقدى معامله وه يعنى وګټه او وڅټه

په قرض شوو او پور شوو پيسو مى دکور دپاره اوړه او نور ضرورى اجناس واخيستل اوس دويمه ورځ ده چى هرڅه خلاص دى فقط دالله ج در ته کاته دى

پرون مى هغه غټکى زوى ګل ولي دکباړ ټولولو دپاره ډيرانونو ته وتلى وو حکومت لا څه کى دکيمپ دځوانانو له طرفه ددغى نه منع شوى دى چى مرض درپسى انخلى دى هلکانو هم دځانه پلاران جوړ کړي دى شاته يي دکمپ مشران ملاتړ کوى ګنى زما بچى خپل رزق ددغه کباړ په راټولو کى ليده او دوى منع کړو خو ځه ديکى به خير وى نو دا وبا به کله ختميږى؟؟؟؟

دبى وطنه اکا دغه خبرى زما په زړه دچړو ګذارونه وو زه ورته لکه دبت ولاړ ووم ځکه ددغو پوښتنو ځواب راسره نه وو بيا يي راغبرګه کړه دابه کله ختميږىـ؟؟؟؟؟؟؟

مافقط دومره وويل مالومات نشته حکومت او رضاکار بوخت دى ددى دکنترول هڅه کوي

ددى په اوريدو دبى وطنه اکا په مخ داوښکو سيلاب رامات شو دخپل زوړ او شليدلى څادر پيڅکه يي اوښکى پاکى کړى

په مات زړه اوغريٶ نيولى غږ يي وويل تاسوددى غريبو دحال راپوريونيسارUNHCR  يا دمهاجرينو کمشنرى ته ندى ورکړى؟؟؟

او رښتيا دلته خو دافغانستان حکومت له خوا کونسلګرى هم شته دلته خو دمهاجرينو دغه مشران په ښکلو او غټو سپينو سپينو قيمتى ګاړو کى راځي دوى حق نلرى چى زمونږ تپوس وکړي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ما ورته وويل؛ وه بى وطنه اکا مونږ په وخت ددغه ټولو مشکلاتو او ستونزو راپور ورکړى

-
بېرته شاته