(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مامرالقدافي وړاندوېنې

[31.Mar.2020 - 11:02]

د معمر قذافي له وژل کېدو شپږ کاله تېرېږي؛ خو هغه ځینې وړاندوینې کړي دي غواړم له تاسې سره شریکې کړم:

مامر قذافي وایي زه به هیڅکله یو بهرني هېواد ته فرار (تېښته) ونکړم. زه دلته زېږیدلی وم او دلته به مرم.لیبیا د یوې دښتې په څېر وه، او ما ترې ځنګل جوړکړ، دا هغه ځای دی چېرته چې هرڅه وده کولای شي.

ددې هېواد له وګړو پرته هیڅوک ددې هېواد سره زیاته مینه نه لري.

که اروپا او امریکا تاسې ته وایي چې موږ درسره مرسته کوو؛ نو محتاط اوسئ، دوی له تاسې سره نه بلکې ستاسې د تېلو او ستاسې د هېواد د شتمنیو سره مینه کوي

دوی تاسې سره مرسته کوي چې زما په وړاندې وجنګېږئ، خو دا به تاسې ته سخته وي چې ددوی په وړاندې مبارزه وکړئ، ځکه دوی هڅه کوي چې ستاسې پرمختګ او راتلونکی ویجاړ کړي.

نوموړی د لیبیا ولس ته په یوه پېغام کې وایي

دوی تاسې ته د همکارۍ او ډاډ سینه ډبوي چې ما ووژنئ؛ خو تاسې به غمجن شئ او ددې کار لوړه بیه پرې کړئ.

هغه په یوه بل پېغام کې اروپا او امریکا ته په خطاب کې وایي:

تاسې به ما ووژنئ؛خو بیا یو نه ختمیدونکي دترورېزم په نامه یو بلې جګړې ته ځان هم تیار کړئ.

معمر قذافي بیا خپلو هېوادوالو ته وایي

مخکې له دې چې پوه شئ تروریستان به تاسې دخپلو  دروازو په خولو کې وولي.

قذافي د نایجریا او برتانیا له حکومتونو وغوښتل چې نایجریا په دوه برخو (Moslems) او (Christaince) وویشي چې د لیبیا ګاونډیان شي.

 

هغه پوښتنه ښایي چې ډېرو ته بې ځوابه وي دا ده: ولې معمر قذافي ووژل شو؟

راځئ هغه ۱۶ لاملونو ته یوه لنډه کتنه وکړو:

۱-د لیبیا اوسېدونکو ته د بریښنا وړیا ورکونه، په ټوله لیبیا کې برق وړیا و او د حکومت له لوري کوم بېل پرې نه راته.

۲-د بانک په قرضه کې د سود نشتون، د قانون له مخې د لیبیا ټولو وګړو ته به بانکونو له لوري پیسې له کوم سود پرته ورکول کېدې.

۳-په لیبیا کې هر تن ته د کور ورکړه، قذافي ژمنه کړې وه، تر هغې به خپلو والدینو ته کور ورنکړي ترڅو یې چې د هېواد هر وګړی د کور څښتن کړی نه وي.

۴-ټولو هغه نویو واده کړای شو جوړو ته به 000, 50$ ورکول کېده، ترڅو پرې ځان ته یو اپارتمان وپېري.

۵ -په لیبیا کې د تعلیم او صحي درملنې وړیا کېدنه، له قذافي وړاندې یوازې ۲۵سلنه وګړي باسواده و؛ خو وروسته دغه کچه تر ۸۰ سلنې ورسېده.

۶- لیبیایانو به د خپل ژوند به اوږدو کې دهقاني کوله،  دوی ته به ددهقانۍ لپاره ځمکې، کورونه، غلې دانې، اسباب او نور اړین توکي په وړیا توګه ورکول کېده.

۷-که به کومو لیبیایانو ته د تعلیم او روغتیا اړینې اسانتیاوې نه پیداکېدې؛ نو دوی به د حکومت له لوري بهرنیو هېوادونو ته لېږل کېده.

۸-که یو تن به موټر اخیسته، نو د موتر نیمه (50)سلنه بیه به یې حکومت ورکوله.

۹-په لیبیا کې د یو پترول لیتر بیه 14, 0$ ډالره وه.

۱۰-لیبیا د کوم بهرني هېواد پوره وړې نه وه، خو بیا یې هم 150بیلونه ډالر ترلاسه کول.

۱۱-که کوم لیبیایي به له فراغت وروسته دنده نه درلوده، نو دولت به نوموړي ته د دندې تر پیدا کېدو په اوسط ډول پیسې ورکولې.

۱۲-د لیبیایانو د تیلو خرڅونکو برخه به مستقیماً د هغوی د بانک اکاونټونو (حسابونو) ته لېږل کېده.

۱۳-که یو لیبیایي ماشوم به د مامر قضافي په حکومت کې وزېږېد،نو یاد ماشوم ته به  5000$ ورکول کېده.

۱۴-په لیبیا کې د ۴۰ ډوډیو بیه 0,5 ډالره وه.

۱۵-د قذافي د حکومت پرمهال به ۲۵سلنه لیبیایان له پوهنتونه فارغېدل.

۱۶-قذافي د نړۍ ترټولو لویه د اوبو خړوبونې پروژه پرمخ بېوله چې (Great Man Made Project) نومېده،چې د هېواد ټولو دښتو ته اوبه ورسوي

په پای کې لیکوال وایي

که دا دیکتاتوري وبولو؛ نو زه حیران یم،  دېموکراتان څه ډول رهبري لري؟

ژباړه: اجمل غروال

-
بېرته شاته