(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سېنګاپور

[31.Mar.2020 - 11:13]

سنګاپور ، هندي کلیمه ده،سنګ ـ زمری/ پور ـ ښار یعنې د زمري سیمه، ښار !

  by: Rashid yousafzai

د نړۍ تر ټولو پاک، ګرانبیه او نسبتا ښایسته ریاست دی.

 لسګونو کلو راهیسې په نړیواله کچه لومړنی د درناوي وړ پاسپورت لري. ورپسې جاپان او نورو لویدیځو هیوادونو پاسپورتونه راځي.

تاسې ته به تر ښې پلټنې وروسته هم په ټول سنګاپور کې  د سګریټو غرفه ترسترګو نه شي.

د همدې ځانګړنو له امله هم ګرانبیه هیواد دی....

په دوبۍ کې میشت طاهر نومې یو سریلنکایي نړیوال اتومي قاچاقبر چې د دنیا یو سرسخته جرم دی، د پاکستاني قاچاقبر ډاکتر عبدالقدیر خان نازولی دی...په راپورونو کې د ده لپاره AQ Khan's prote‘ge کارول کیږي.

طاهر د ځوانۍ له پیل نه د قدیر خان هرکاره غوندې پاتې شوی دی.

د ډاکتر عبدالقدیر یوه وختینۍ هیله وه چې د طاهر واده په شور و خوند کې نړیوال تاریخ جوړ کړي.

د میلمنو او د هغوی لپاره د اړوندو اسانتیاوو لست جوړ کړل شو او د نړۍ له بیلا بیلو ستوریزو هوتلونو سره اړیکې ونیول شوې ـ نړیوالو ګرانبیو نامتو هوټلونو یې غوښتنو ته د نه رسیدو له مخې معذرت وغوښت....

د سنګاپور یوه هوتل بې له ځنډه د هو ځواب ورکړ ـ 

د پاکستان په اتومي پروګرام لیکل شوی جامع کتاب Decption لیکوالو لیکلي دي چې دا په ګرده نړۍ کې د اړوندې لسیزې تر ټولو ګرانبیه واده و چې ټول لګښت یې د اسلامي بم خالق قدیر خان پخپله ورکړی و ...

درې سوه میلمنو ته یو ډول بي ایم ډبلیو موترې درول شوې وې ...او دا ټوله امادګي د سنګاپور د هوټلونو اتحادیې یوه غړي ترسره کړه ...

دا ډول هوټلونه په سنګاپور کې سلګونه دي ـ په نیویارک کې د نړۍ ۶۳ لوی پانګوال میشت دي، غوره هوټلونه له بې بریده شتمنیو سره اړیکه لري،خو په دې اړه سنګاپور تر نیویارک مخکې دی.

پنځه شپږ لسیزې وړاندې سنګاپور د اوبو چټلو ډنډونو،مچانو ـ ماشیو او ملاریا په بدو نومونو یادیده.خو د یوه نسل پر مهال سنګاپور د درېیمې نړۍ ترټولو ناوړه او غریب ریاست د نړۍ لومړۍ درجې ته وخوت ...دا د نوي تاریخ ښکاره پرمختګ دی ...د دې هراړخیز انقلاب راز اک یو شخصیت دی ـ د سینګاپور بنسټ ګر: لي کوان یېو Lee Kuan Yew...

د سنګاپور اوسنۍ مسلمانې ولسمشرې آغلې حلیمه بنت یعقوب تیرو ورځو کې په یوه وینا کې وویلنړۍ دې په انساني هلو ځلو او خلوص د باور لپاره لي کوان یېو بیلګه وګرځوي....سنګاپور د مالیزیا په پوله دی.

 لي چې کله له وکالت ترسره کولو وروسته له برتانیې بیرته راغی او د خپل هیواد بد وضعیت یې ولید، نو په ۱۹۵۹ کې یې مالیزیا ته وړاندیز وکړ چې سنګاپور د مالیزیا برخه کړي.

مالیزیا یې دا عرض په ډیر حقارت سره رد کړ ...له دې تذلیله ښاغلي هیري لي پند واخیست او د شپې ورځې په یو کولو یې معجزوي شکل وښوده.

د سینګاپور بنسټګر Lee kuan Yew لي کوان یېو  د ضیاالحق په دور کې پاکستان ته سفر وکړ ـ د ماښامنۍ پر مهال ضیالحق وپوښت: جلالتمآب، د خپل پرمختګ راز راسره شریک کړئ چې پاکستان یې هم زده او خپل کړي.

لي په طنزي مسکا سره ځواب ورکړ:

ښاغلی ولسمشر،تاسې د پرمختګ لپاره له سره جوړ نه یاست ـ ستاسې خو پخه عقیده ده چې انسان یوازې د اخرت لپاره پیدا شوی دی ـ نړۍ سره یې هیڅ کار نشته ـ کله چې دې له دې نړۍ سره د نفرت پخه عقیده ده، نو بیا له دنیا او پرمختګ سره یې څه راکړه ورکړه ـ ښاغیله، بس په اخرت او اخروي پرمختګ و خوښیو تمرکز وکه..!"

-
بېرته شاته