(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دتارېخ پاڼه

[21.Apr.2020 - 19:01]

دتاريخ پاڼه 

دستګير پنجشيرى، مورذاتي ماجراجو، دسيسه ګر او فراکسيون باز

دستګير پنجشيرى په 1312 کال دپنجشير په رخه کې دملک داد په کورنۍ کې زېږېدلى، وروسته يې دادبياتو فاکولته سرته وروسوله او په مختلفو دولتي څانګو کې يې دنده اجراکړه. پنجشيرى په پښتو خبرې نه شي کولى ، خود ايراني فارسي دلغاتو په استعمال کې لاس څه چې پښه هم لري،لکه دادګاه، فرودګاه، زايشګاه ، دانشګاه او داسې نور. پنجشيرى دپرچميانو  په منځ کې "دبچه ملک داد" او دپنجشيريانو په منځ کې په" شفتل خورک "مشهور و . نوموړى په سر کنجى، په يوطرف لکه دلغه باښه ګوډپه لاره ځي او ذره بيني او دمرمۍ ضد عينکې په سترګوکوي، پزه يې چنګګداره ده چې دعينکو ټينګولو کې ښه کار ور کوي. نوموړي دخپل زړه نه تل شکايت کاوه او هغه يې نامرده او ناځوانه باله، خو متاسفانه چې دغه خاين زړه په 87 کلنۍ کې هم سم کارورکوي، يووارې داسې نه شو چې دغه خاين زړه دتل لپاره ودرېږي چې پخواني ګونديان او عام خلک ترې ارامه شي.په 1357 کال کې دثوروسلوال پاڅون نه وروسته دمعارف وزير او وروسته دفوايد عامي وزير شو، دروسانو دنظامي تجاوز نه وروسته دګوند په مرکزي کمېټه کې دتفتيش او کنترول دکمېسون مشر وټاکل شو ، وروسته يې نوروظايف هم اجرا کړل، دنجيب الله دزمامدارۍ په اخيرو وختو کې زنداني شو. پنجشيري دافغانستان دخلکو دېموکراتيک ګوند په موسسه ګنګره کې په 1343 کال کې ګډون وکړ او د 27 رايو نه يې د 16 رايو په ګټلو سره دګوند مرکزي کمېټې ته انتخاب شو.

کله چې ببرک کارمل په 1346 کال کې دخلکو دموکراتيک ګوندباندې دتوطي د لارې انشعاب تحميل کړ او ګوند په دوو ډلو ووېشل شو يعنې خلق دنور محمد ترکي په مشرۍ او پرچم دببرک کارمل په مشرۍ. دستګير پنجشيرى دببرک کارمل تر قيادت لاندې دپرچم په ډله کې مبارزه کوله. په 1348 کال کې دستګير پنجشيري دولسې جرګې د ديارلسمې دورې په انتخباتو کې حادي کريم پرچمي لپاره دپنجشير په انتخاباتي حوزه کې کمپاين کاوه، دولسې جرګې داتنخاباتو په بهير کې دواړه پرچميان زندانى شول. پنجشيري ته داعقيده پيدا شوه چې دده په زنداني کېدلو کې کارمل لاس درلود، ځکه چې له ېوې خوادکارمل پلار يو مقتدر جنرال و او دشاهي کورنۍ سره يې تاوده مناسبات لرل او له بلې خوا په دغه وخت کې نوراحمد اعتمادي صدراعظم و او دپرچم او کارمل نه يې سخت ملاتړ کاوه. هماغه وه چې پنجشيرى دکارمل او پرچم نه په 1348 کال کې جداشو او ګروه کار( خلق کارګر) يې جوړ کړ. په دغه وخت کې خلقيان دکميت او کفيت په لحاظ تر نورو ټولو ګوندو ته ځواکمن شوي وو. پنجشيرى په 1949 کال دقوس په مياشت کې بېدون دقيد او شرطه بيرته خلقيانو ته راغى او خپل پرچميتوب او کارمليتوب يې انتقاد کړ او پښېماني يې وښودله، خلقيانو دده ددغه دريځ په مقابل کې ده ته په خپله مرکزي کمېټه کې ځاى ورکړ. هغه وخت چې نورمحمد تره کي او ببرک کارمل په 1356کال کې ګوندي وحدت وکړ، پنجشيرى په اصطلاح دواحد ګوند دسياسي دفتر غړى شو. پنجشيري دحفيظ الله امين سره سخته کينه او رقابت درلود او له حفيظ الله نه سخت ډاريده، خو دحفيظ الله امين سره يې په هيڅ لحاظ دررقابت توان نه درلود، نه په پوهه کې، نه په نطاقي کې اونه په جرئت کې. دخلق او پرچم دوحدت په بهير کې چې دواحد ګوند سياسي بېرو ټاکل کېده، پنجشيري دخپل نورو ملګرو سره دمرحوم  امين پرضدتوطيه وکړه او سياسي بېروته يې دهغه دانتخابېدو مخنيوى وکړ.

دننګرهار دولايتي کمېټې دمنشي له قوله، دداودخان دجمهوريت په وخت کې پنجشيرى ننګرهار ته راغلى و او له ماسره يې وکتل، بېدون له مقدمې نه يې دامين په تخريب شروع وکړه (( په هغه وخت کې امين په مرکزي کمېټه کې دننګرهار دګوندي چارو مسوول و))، ما پنجشيرى مخاطب کړ اوورته ومې ويل، چې دغه مسايل مخامخ دامين سره په مرکزي کمېټه ولې نه حلوې؟ نوموړى غلى شو. کله چې زه کابل ته لاړم ، داموضع مې له مرحوم تره کي سره مطرح کړه، بله ورځ مرحوم تره کي  پنجشيرى راغوښتى و او له هغه نه يې دامين دتخريب ددليل پوښتنه کړې وه، خو پنجشيرى په خپلو خبرو بېخي له سره منکر شوى و

دپرچم سره له وحدت نه وروسته پنجشيري او ملګرو يې دپرچميانو سره لاس يو کړ او مرحوم امين ته يې دګوند دضديت په نامه ېوه جعلي او دروغينه دوسيه جوړه کړه { دخورم دقتل مسله} چې هغه له ګوند نه اخراج کړي، په دې اړوند ما مستند اسناد راټول کړي چې په بله ليکنه کې به يې نشر کړم. خو همدغه توطيه ګر او ماجراجو پنجشيري دثور وسلوال پاڅون په شپه مرحوم امين ته چاپلوسۍ شروع کړه او ويل يې:."واقعآ چې دميدان سړى يې اودنوموړي ژوند يې ژغورلى".ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ دپنجشيري دغه دروغ ردوي چې وايي، کارمل ددوادخان سره د باانعطافه برخورد طرفدار و. کاکړ صاحب ليکي، .چې مرحوم تره کي او امين دواړو دداودخا وژل نه غوښتل او هغه سره يې پوهاوى غوښته او غوښتل يې چې داودخان سره په افغانستان راډېو کې وګوري. په دې اړوند يې لا ارواښاد خيال محمد ګتوازي ته دنده ورکړې وه چې ېوه مناسبه کوټه دپاکو څوکيو او مېزونو سره چمتو کړي او هغه هم داسې ېوه کوټه چمتو کړې وه، خو متاسفانه چې داود خان دپوهاوي پر ځاى دتشدد لاره نيولې وه، هغه وخت چې دداود دمرګ  خبر رادېو  افغانستان ته راورسېد کارمل او او پنجشيري په هورا هورا بدرګه کړ.

 

دستګير پنجشيري دابتدانه ترانتها پورې ستمي تمايلات او خصوصيات لرل، دطاهر بدخشي او ستميانو سره يې ګرم مناسبات، راشه درشه او خصوصي روابط لرل. هغه په خپل اثر" ظهور وزوال حزب دموکراتيک خلق افغانستان" کې او په خپل اوسنيو ليکنو کې  په دغو اړيکو اعتراف کوي او دطاهر بدخشي او ستميانو دسکتارستي نظرياتو نه ټينګه دفاع کوي. دثور وسلوال پاڅون وروسته پنجشيرى دمعارف وزير شو، په نوموړي وزارت کې يې بدخشى دتاليف او ترجمې ريس مقررکړ.عيني شاهدان وايي چې هميش به دپنجشيري دفتر کې بدخشى ناست و او کله به چې خلقيان دپنجشيري ليدوته ورتلل، په کينه اميزه توګه به يې تره کى او امين ورته تخريبوه

کې جې بې دستګير پنجشيرى د رېچارد په شفري نوم يادکړى او داهم وايي چې نوموړى ددوى دمعلوماتو ښه منبع وه، دشوروي دکمونست ګوند دبهرنيو اړيکو مشر پونامايورف د1979کال په جولاى کې افغانستان ته سفر کوي، په افغانستان کې د کې جې بې مشر ايوانوف په واسطه دپنجشيري او پوناماريوف ملاقات کېږي، پنجشيرى په دغه ملاقات کې دتره کي او امين نه شکايت کوي او وايي: دګوند په سياسي بيرو کې د دونفره لخوا دتره کي او امين لخوا تصاميم نيول کېږي ، او دانور ټول تماشا چيان دي او هيخ څوک داجرئت نه لري چې دتره کي او امين پرضد خبرې وکړي.

دشپږم دجي نه وروسته پنجشيري په وياړويلې، کوم وخت چې دى دمعارف وزارت نه دفوايدعامې وزارت ته تبديل شو نو شورويانو ته يې ويلي و چې انقلاب دخپل اصلي مسير څخه اوښتى او دوى بايد مستقيمه مداخله وکړي. نوموړي داهم په ډېر خوند ويلې چې دتره کي او دامين ترمنځ دانفاق اصلي محرک هم دى و، چې څلورياران او نور نظاميان يې دهغوى پرضد بالخوص دامين پرضد لمسول. کوم وخت چې مرحوم امين  جمهورريس شو ، پنجشيرى سمدستي مسکو ته دتداوي په بهانه لاړ، ده خپله ويلي چې مسکو کې يې لوړپوړي شورويان په افغانستان باندې نظامي ايرغل ته هڅولي. داچې ده په مسکوکې دپرچميانو اوڅلوريارانو سره ملاقاتونه کړي اوکنه، په دې هکله معلومات نشته. خو په مسکو کې کې جې بې ده ته ويلي وه چې دسوب يعنې دښورا دغوړلو نه خودداري وکړي، ځکه چې کې جې بې پلان درلود چې په ښوروا کې زهر واچوي. په شپږم دجدي1358کال کې دتاج بيګ په مانۍ کې دمرحوم امين په مشرۍ دسياسي دفتر جلسه داېرېږي، له جلسې وروسته دخوراک په وخت کې دسياسي بېرو نور ټول غړي ښورا خوري او زهرجن کېږي، يو پنجشيرى په دې دبهانه ښورا نه خوري چې هغه غوړه ده او دى ډاکټرانو دهغې نه پرهيېز کړى.  

وګورئ چې پنجشيرى محمد اسعمايل اکبر ته د1358 کال له شپږم دجدي نه وروسته په يو ملاقت که څه وايي:

"من بعد از آنکه نظامیان ِ حزب را علیه بیگ شونیست ها (منظور او نورمحمد تره کی و حفیظ الله امین بود) بسیج نموده و آنها را علیه یکدیگر بر انگیختم، بعد از سقوط تره کی درست روز اول حکومت حفیظ الله امین از کشور خارج شدم و بعد از قناعت دادن دوستان شوروی برای فرستادن قطعات محدود نظامی به افغانستان جهت دفاع مطمئن از انقلاب و جلوگیری از انحراف در حزب، دقیقاً روز آخر حکومت امین به کابل آمدم. به مجرد رسیدن به خانه، تلفن امین را دریافت نمودم که مرا برای صرف غذا در منزلش واقع تپه تاج بیگ دارالامان دعوت نمود. من ساعت یک بعد از ظهر زمانیکه سفره غذا آماده شده بود آنجا رسیدم، اما چون می دانستم که این غذا سرنوشت امین و همراهانش را تعیین می کند، به بهانۀ اینکه باید قبل از صرف غذا، دوا مصرف کنم به غذا دست نزدم، فقط یک برگ کاهو را گرفته خود را با آن مصروف ساختم. گزارش مختصری به امین دادم و درباره برنامه های آینده اش معلومات کوتاهی به من داد و بعد منزل او را ترک گفتم. شبانه تمام رفقایی را که نمرات تلفن شان را داشتم اطلاع دادم که امواج رادیویی کشورهای آسیایه ی میانه، تاشکند و دوشنبه را گوش کنند و منتظر خبر مهمی باشند"

 

هغه وخت  چې پنجشيرى دمسکو نه کابل ته راځي ډاکټر صالح محمد زرى او انجينر صالح محمد پيروز يې پزرايي ته هوايي ميدان ته ورځي، پنجشيرى انجينر صالح پيروز ته وايي چې تاته مې له مسکوه غټه تحفه راوړې ، دهمدې ورځې په شپه انجينر صالح پيروز بيا دپنجشيرى کورته ورځي، بيا پنجشيرى هماغه خبره تکراروي چې تاته مې له مسکوه خټه تحفه راوړې ، خوهغه مې دفتر کې له ياده وتلې. دشپږم دجدي ورورسته انجينر پيروز دپنجشيري ددغې غټې تحفې په کنايه پو هېږي چې هغه دشور اتحاد نظامي اېرغل و

بريد جنرال دولت وزيري ليکي:"دشپږم دجدي وروسته صالح محمد زيري او پنجشيري ښې دندې ترلاسه کړې او خوشحاله وو. زه دمرحوم شامحمد حصين سره  په څلورسوه بستريز روغتون کې په يوه کوټه کې بستر وم، پنجشيرى او هنر غيرت يې پوښتنې ته راغلي وو. شاه محمد حصين په هيواد کې دروان حالت اوپه چارو کې دشوريانو دلاس وهنو شکايت وکړ او لدې سره يې په ډېرومسايلو کې پرچميان پړه وګاڼل. پنجشيري په ځواب کې وويل : ته حصين له پخوا څخه دپرچميانو ضد او يو فريکسيون بازګوندي وې او يې، ته نه غواړي چې په افغانستان کې سوسياليزم جوړ شي. پنجشيري زياته کړه: دلته شورويان راغلي دي، په هره بيه چې وي دوى په افغانستان کې سوسيالېزم جوړوي اوزه په دې باورلرم، که دچا خوښه وي او کنه وي خوښه، دلته په افغانستان کې شورويان سوسيالزم جوړوي. پنجشيري دشورويانو له راتګ څخه په کلکه ملاتړ وکړ. هنر غيرت هم دسر په ښورولو دپنجشيري خبرې تايد ولې. له دې وروسته پنجشيرى دحصين پو ښتنې ته رانغى." ددې لپاره چې دپرچم دغړيو تعداد وروسته دشپږم دجدي نه په مصنوعي ټوګه لوړ لاړشي، روسانو او کارمل ته يې خدمت کړاى وي، دستګير پنجشيري ستميان او دګروه کار غړي په پرچم کې مدغم کړل.

محمد عثمان عمر ساپى دپکتيا پخوانى والي ليکي: دشپږم دجدي نه وروسته دپکتيا ولايت له دندې نه دګلابزوى په امربرطرفه شوم، کابل ته راغلم په مرکزي کمېټه کې مې دکنترول او نظارت مشر پنچشيري ته خپل ګوندي معرفي خط ورکړ، پنجشيري وويل چې څو ورځې بعد مراجعه وکړه، څو ورځې بعد چې ورغلم، راته يې وويل چې ستا معرفي خط دظهور رزمجو په دستور حفظ شو.

دنجيب الله په زمامدارۍ کې کې جې بې يوه بله دسيسه پکار واچوله، هغه داوه چې نجيب يې دخلقيانو پرضد تحريکوه او هغه ته يې غلط راپورنه ورکول هغه يې په اردو او خلقيانو بې باوره کاوه، هماغه وه چې نجيب الله کارمليان په ځان راتو کړل، ببرکيانو او کې جې بې دواړو نجيب دخلقيانو وهولو ته تشويق کړ، نجيب الله چې ټول عمر په جاسوسۍ کې تير کړى و ،توطيه يې درک نه کړه ، ده داسې فکر کاوه  چې دده ولي نعمت به دده پسر دنور سره دخلپو ګټو په خاطر معامله نه کوي، او په داسې اعمالو يې لاس پورې کړ چې نورداردو خلقي افسرانو ته د تحمل وړ نه و،. دبلې خوا کې جې بې دستګير پنجشيري ته دنده ورکړې وه چې خلقيان او خلقي افسران دنجيب الله اعمالو ته په کتنې سره دنجيب پرضد تحريک کړي او په اور باندې تيل واچوي اودواړو ډلو ترمنځ نظامي ټکر حتمي کړي .اردو اوخلقي افسران په نجيب الله له منځه يوسي ، چې دروسانو لخوا د راتلونکي واکمنۍ لپاره په نظر کې نيول شويو ګوډاګيانو يعنې درباني او مسعود په وړاندې خنډ نشي. هماغه وه چې نجيب الله په اردو مرګونى ګذار وکړ، داردو ډېر شريف افسران يې شهيدان، بنديان، ترور، دندې او وطن پرېښېدو ته مجبور کړل. نجيب الله په دې کودتا کې په ظاهر کې بريالى راووت خو په حقيت کې  يې خپل کفن په خپل لاس وګنده. نجيب الله نور دکارمليانو لاس ته وغورزيده ، هغوې دکې جې بې دنده  په بري سره اجرا کړه، په نجيب يې کودتا وکړه، دملل متحد دسولې پلان يې شنډ کړ، دنجيب الله دتېښتې مخه يې ونيوله. يعنې هغه يې پړى په غاړه ددار څلې ته وخېږوه او طالبانو فقط دنجيب الله له پښو نه ددار مېز راکش کړ

دهيواد نامتو ليکوال، ژورنالست او دشفيق دکابينې داطلاعاتو او کلتور وزير کشککي وايي:" ستم ملي چې نژادطلبه متعصبه پښتني ضد ډله ده اتهام لګوي چې پښتنو دزور او اختناق دلارې په نورو نژادې ګرپونو بالخصوص ازبکو، ترکمنانو او بعضې تاجکو ډلو باندې تسلط پيداکړى اوخپل سلطې اوزمامدارۍ ته دوام ورکړى. دافغانستان دخلق دموکراتيک خلق ګوند ځيني غړي لکه سلطان علي کشتمند دشوروي دګوډاګي حکومت صدراعظم اوغلام دستګير پنجشيرى دکمونست ګوند يو برجسته غړى ،دتره کي اوامين په حکومت کې دمعارف او فوايد عامې وزېر په ستمي تمايلاتو مشهور وو".

دصالح محمد زيرى داثر په استناد: په 1992 م کال کې کابل ته دشورانظار په راتګ سره پنجشيري درباني او مسعود سره او دهغوى دقومندانو سره ګرم ملاقاتونه کول او لازمې مشهورې يې ورکولې. پنجشيرى اوس هم درباني-مسعود، دجمعيت او شورانظار نه په خپلو مرکو او ليکنو کې په کلکه ملاتړ کوي، ددشورا نظار او جمعيت قاتل او چپاولګر مشرانانو ته ملي قهرمانان او اوداړه مارو اشرارو ته يې پلنګينه پوشان هندکوش خطاب کوي.

په درناوى

ډاکټر ارمان صفي

ماخذونه

صباح الدين کشککى ،دهه قانونى اساسى،182 مخ

اقبال وزيري،159،167، 160 او 238-241 مخونه

پوهاند محمدحسن کاکړ، دثور کودتا او دهغې ژورې پايلي، 71-72 مخونه

، ميتروخين، کې جې بې په افغانستان کې،72-73 مخونه

جمعه نو پرور، ازموج تا توفان، خاطرات وديدګاهايې از تاريخ حزب دموکراتيک خلق افغانستان، 75-76 مخونه

دافغانستان دخلکو دموګراتيک ګوند لنډ تاريخ،1357 کال، 46-47 مخونه

دافغانستان کالنۍ، دثوراوومه، 1358 کال، ګڼه 44

تورنجنرال دولت وزيري، دافغانستان دوسلوال پوځ تاريخ 508-509 مخونه

محمد عثمان عمر ساپى، دثورنظامي پاڅون او دخلقي ګونديانو هيلې،247 مخ

صالح محمد زېرى، دنېمې پېړۍ خاطرې

دستګير پنجشيرى،ظهور وزوال حزب دموکراتيک خلق افغانستان، اول جلد 161 مخ

کابل پرېس ، محمد اسماعيل اکبر

-
بېرته شاته