(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیګ

[21.Apr.2020 - 19:12]

بیګ

ليک : ميا وکيل شاه فقير خيل  

  مونږ ته اکثر په لوستو کښې  مخې ته د ځنې نوموړو مشرانو نومونو سره د بيګ لفظ راځي او کله نا کله دې سوچ کښې پريځو چې دا نوموړې خو پښتون دی او نوم سره يې د بيګ لفظ ليکلي وي دا چرته مغل خو نه دی نو غواړم چې د بيګ لفظ مختصر شان جاج واخلم مولانه محمد رفيع فاضل ديوبند سابق اردو سيټريزياسسسټنټ هندوستاني اکيډمي اله اباد او مولوي حکيم ابوالفضل محمد فاضل جامعه احمديه بهوپال فرهنګ فارسي نومې لغت کښې ليکي

بيګ د فارسي لفظ دی معنا امير.صاحب.مالک

بيګزاده(فارسې جديد) معنا اميرزاده.

بيګلر بيګ:معنا سپه سالار.ميرالامرا.

بيګم.: معنا خاتون زوجه امير  

په تاريخ تعارف اقوام کښې خانزاده مرزا فضل واحد ليکي

بيگ یا بیگال کا مطلب سرداراور امیر ھے صفحہ ‌(۵۳)

د بيګ نه مطلب سردار او امير  دی

ددې نه معلومه شوه چې د بيګ مانا او مطلب سردار.امير مالک.صاحب.سپه سالار د مالدار زوي ته بيګزاده يعنې اميزاده بيګلر بيګ سپه سالار. او د دولتمند .لوې افسر.سردارانو .خانانو او نور  خانداني خلقو ښځو ته بيګم وئيلي شي دا بيګم لفظ د هم دبيګ نه اوتې  اوس که دا لفظ مونږ د چا دنوم سره ليکو  نو مونږ د هغې نه مختلفې معنې اخيستي شو هغه که د يو خاندان مشر وي او که د علاقې .که په حکومتي چوکۍ ناست وي او که د لښکر مشر وي نو هغه ته امير .سردار او سپه سالار په طور بيګ هم وئيلي شي او که يو سړی بغير د عهدې نه هسې معزز او محترم وي نو مونږ ورته د صاحب په ځای بيګ هم استعمالولی شو لکه خوشحال خان خټک جميل خان  نومونو سره بيګ لفظ ځنې ليکوال لګوي نو ددې دا مطلب نه دی چې دې مغل دی تاريخ راته دا خبره په ګوته کړي چې خوشحال با با او خاندان يې يو وخت د مغلو ملګرتيا کړي وه د مغلو منصبدار وو د لښکر سالار يې وو نو د مغلو به خپلو منصبدارو ته د بيګ دچغتائي دخان جهان او د خان غوندې مختلف نور لقبونه او خطابونه ورکول نو دغه شان خوشحال خان بابا خټک وو کرلاڼې پښتون وو خو مغلو ورته خوشحال بيګ خطاب ورکړو ورو يې جميل خان خو ددغه وجې جميل بيګ وو لکه چې هغه په يو شعر کښې وايي

کرلاڼي سړبني څو پښتانه دي

زه د ننګ په کار له واړو مشترک يم 

او چې کله يې د مغلو منصداري پريښوده او پته ورته ولګيده چې دا مغل خومونږ پښتانه په خپلو کښې په جنګونو ختمول غواړي نو چغه يې کړه

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګيالې د زمانې خوشحال خټک يم

 او د خوشحال بيګ نه خوشحال خان خټک شو  لکه د پښتنو د لوې قبيلې د داودزي مشر سر ابدال خان داودزې ابن دريا خان د مغلو خاص خدمتګار وو د بهادر خان په خطاب يې سرفراز کړو او د ډيرې خدمتګارۍ په وجه ورته خپل خانداني  چغتايي د خطاب په طور ور کړو.نو مونږ دا نه شو ويلې چې خوشحال خان خټک مغل دی اويا  سرابدال خان داودزې پښتون نه دی مغل دی دغه د لودهي خاندان مشر  د مغلو منصبدار وو نو خان جهان خطاب يې ورکړی وو  دغه شان مرزا.لفظ.ملک لفظ او خان لفظ د مغلو استعمالولواو دا به  مغلو د نوموړو خلقو سره استعمالولو لکه چنګيز خان چغتايي خان. هلاکو خان وغيره اوس چې مونږ د د خپلو نومونو سره خان يا مرزا او ملک ليکو نو مونږ خو مغل نه يو پښتانه يو او پښتون خو په خان او ملک نوم ډير فخر کوي دلته يو خبره دا هم ده چې ترکی النسل خاندانونو کښې داسې خاندانونه هم شته چې په نسلي لحاظ یره يې د قبيلې نوم بل وو خو په مشرانو کې ډير نوموړي مشران وو چې بيګ د په عهدو قائم پاتې شوي وو نو بيا ددغه سلسلې په وجه د تول خاندان شجره کښې بيګ لفظ نوم پسې لګيدلې د نوم نه يې داسې معلوميږي چې ګني دا بيګ چرته خاندان دی چې داسې بلکل نه ده

 

ميا وکيل شاه فقير خېل

ميا وکيل شاه فقير خيل د پښتو ژبې ياد شاعر او محقق او نقاد دے نن د پښتو ادبی واټس آپ ګروپ کښې دوه تحقيقي ليکونه شريک کړل مونږ د ميا صيب د مننې سره يې دلته له تاسو سره شريکَوو ددې سره د ميا صيب په دې ليک د محترم ادريس اثر احمدزي رايه هم دلته راوړو ۔

په لوی خوشال د مغل شک کول لوی پښتون دښمني ده ځکه پې خبره کول ماته لویه ګناه لګي.ذه بیګ باندی خبره کوم.دا د ایرانی ژبي ټکی دی.persian نه ايراني او دا همدوستان ته د صفویانو په راتګ هغه وخت راغی کله چه د پښتنو د باچاي خلاف مغل او سفويان یو شو..ورسره مرذا هم add شو او دا په یو وخت کښ د ottoman خلافت د فوجي مشر د پاره هم استمال شو..دا‌ په بوسنیا کښ هم شته...دري څیذونه safavids هندستان له ورکړي او دری واړه د غلط فهمو سبب شول. {ادريس اثر احمد زے }

 
-
بېرته شاته