(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مالټوس او نیو..

[21.Apr.2020 - 19:16]

مالټوس او د نیو مالټینیزم

لیک: شیر یحی 

دا  ۱۷۸۹ کال. وو چي د شرقي هند کمپۍ یو مرموز کشیش  دThomas Robert Malthus توماس  رابرټ مالټوس   په نامه ددغي کمپۍ په پوهنتون کي چي د   Haileybury Coolege  په نامه یادېده  په کار و ګماره او هغه هم  د ملي اقتصاد د استاذ په حیث که څه هم دغه سړی نه استاذ وو او نه یې په ملي اقتصاد سر خلاصېده . دی فقط یو عادي کشیش وو .

 

تر دې وروسته دغه کمپنۍ دې ته اړم سوه چي له توماس مالټوس څخه یو قهرمان جوړ کړي  او دده لیکنه   An Essay on the Principle of Population, as it affects the Future Improvement of Society   د علومو سرتاج و ګڼله  چي دغه سړی ناببره  په ټوله دنیا کي مشهوره سو . خو  دغه لیکنه د مالټوس نه وه بلکه دی یو نقال ووده دغه لیکنه له یوې مجلې څخه لیکلې وه . په هغه مجله کي  د  ایټالیا د وینییز  یوه سړي د بنجامین فرنکلین د ایډیال نفوسو تیوري باندي  انتقاد  کړې وو او د هغه سړي لیکنه مالټوس په خپله نامه کړه او د هند شرقي کمپنۍ دی د هغي په واسطه په ټوله دنیا کي مشهوره کړ . دغه مجله  د ۱۷۷۴  کال  کي چاپ  سوې  وه   او دغه ایټالوی    چي دا لیکنه یې کړې وه                          Giamammaria  Ortes  نومېدیمالټوس ددغه اوورټیس  لیکنه د خان په نامه کړه او دلته او هلته یې یو څه ور زیات او کم کړهاو په دې توګه د مالټوس  د  « تصاعد هندسي قانون ! »   منځ   ته رغلی !

 

دغه قانون ! وایي چي عذایي مواد یووستړي arithmetic  او د نفوسو         تصاعد  exponential  یا غبرګ  دی  . مانا دا چي نفوس له دو څخه ځلور ، له څلورو اته او له اتو ۱۶   .....  کیږي په داسي  حال کي چي غذایي مواد  یو ، دوه ، درې  او څلور .... توګه زیاتیږي  . مالټوس پر دغه بنا دلایل وایي او وایي چي  نفوس په چټکی تر غذایي موادو تر ډېرښت  ، زیاتیږي ځکه نو  غذایي مواد همېشه لږ او د خلګو شمېر زیاتیږي  او دا ددې باعث ګرزي چي موږ همېشه د خواړو  له ستونزو سره مخ سو . دی وایي چي په انساني لحاظ دغه فقر د منلو نه دی خو  د علمي لحاظه  یې باید و منو

 

د مالټوس  له خوا قبول سوی فقر په حقیقت کي سیاسي وو او نه علمي او طبعي

 

فقط یو څو کاله وروسته تر مالټوس یوه الماني عالم کیمیاوي سره کشف او زراعت یې انقلابي کړ . د مالټوس  پر مهال په دنیا کي یو میلیارډ انسانانو ژوند کاوه او مالټوس او انګلیسي امپریالیزم دا ادعا کوله  چي  فقر طبعي دی او هغه ته یې ډول ډول قوانین اختراع کوله  او دنیا دغه کسان نه سي مړولای ... اوس همدغه دنیا ده چي اووه نیم میلیارډو اسنانو ته کافي اندازه خواړه تهیه کولای سي .

 

که د بشریت شمېر څلورلسو میلیارډو انسانانو ته هم ورسیږي بیا هم فقط د استرالیا براعظم ددغو خلګو له پاره کافي د اوسېدلو ځای لري  او که درې ساحې ددنیا یاني د برازیل پرتو پلاټا ، د ګنګا  ډلټا په بنګه دېش کي او یا د نیل وادي په سوډان کي و کرل سي بیا هم دغه پنځلسو میلیارډو انسانانو ته کافي اندازه خواړه تهیه  کېدای سي  که په نوره ټوله دنیا کي هیڅ هم ونه کرل سيخو په  دې  شرط چي  د انګلیس  د ملګې  مېړه  Prince Philip د.                 World Wide Fund for Nature  د حیوانانو  له پاره له هغه څخه ملي پارکونه جوړ نه کړي .

 

که د افغانستان مثال در کړم ښایي موضوع به یو څه زیاته روښانه سي . موږ په افغانستان کي هر کال  له ۸۰ څخه بیا تر ۹۰ میلیارډه مکعب متره اوبه لرو د اوبو د ډنډونو او بندونو د جوړولو له لاري موږ د افغانستان  د رود خانو دغه موجوده اندازه اوبه   و  ۱۵۰ میلیارډه  مکعب مترو شاوخوا ته  په کال کي رسولای سو . ددې خبري مانا داده چي دغه کوجنی او غریب افغانستان   چی د کرهڼي له پاره فقط ۱۳ میلیونه هکټاره مځکه په اختیار کي لري  ، خپل ځان او ټول پاکستان هم ورسره په نس مړولای سي  .

 

د امریکا په متحدو ایالتونو کي په کرهڼه کي نوی انکتشافات ددې باعث سوه چي د مثال په توګه په دغه هیواد کي   په ۱۹۳۰ مو کلونو کي ۲۵٪ خلګو په زراعت کي کار کاوه  او ددوی خالص ملي عاید د کرهڼي له لاري ۱۰۰ میلیونه ډالره وو  خو نن ورځ فقط ۲٪ د امریکایانو په زراعت کي کار کوي او ددوی خالص ملي عاید ۱۴ میلیارډه امریکایي ډالره دي . دلته هم د مالټوس خبره مطلق سرچپه ثابته سوه . د غذایي موادو ډیرښت  د نفوسو  څخه دمخه سو

 

د تیري عیسوي پېړۍ په دوهمه نیمایي  ۱۹۷۴  کي بیا دغه مرموز انګلېسی کشیش را ژووندی کړه سو .   په دغه کال کي د امریکا د حکومت  عالیرتبه   مامورین په ډاګه  او په فخر وویل چي  دوی  نوی مالټوسیان   Neo-Malthusian  ديکه دوی څو کاله دمخه دا خبره کړې وای نو نورو به ډرۍ ځني جوړه کړې وای او په توکو او چکچکو به له ښاره شړلی وای

 

په دغه کال  کي  چي  د تیلو  بندیځ   خپل اوج  ته رسېدلی وو  د امریکا د ملي امنیت سلا کار او خارجه وزیر ، هنري کسینجر د امریکا د حکومت یو  میمورنډوم  لاسلیک کړ  چي د امریکا خارجه سیاست   له هغه وخته بیا تر اوسه  په اساسي توګه  ټاکي . دغه میمورنډوم د National Security Study Memorandum 200 په نامه یادېدهددغه میمورنډوم عنوان  Implications of Worldwide Population Growth for U.S. Security and Overseas Interests (NSSM200) دییو کال وروسته د امریکا د هغه وخت اولسمشر جرالډ فورډ هغه تایید کړ . دغه     NSSm200    د لومړي ځل له پاره د امریکا په تاریخ کيMalthusianism  د امریکا د امنیتي سیاست   بنسټ جوړوي . او هغه هم دداسي سړي له خوا چي پخپله یو المانی یهود وو لکه هنري کسینجر  چي د بشریت د تباهۍ ډول یې غاړي ته واچاوه        که څه هم دده خپل اولس د المانانو له خوا تقریبآ محوه سوی وو .

 

دغه راپور د امریکا جیو پولیټیکي اهداف په ۱۳ هیوادونو کي په نظر کي نیسي چي د مصنوعي لوږي ، خسي کولو ، جنګونو .... له لاري باید ددوی نفوس را کښته کړه سي .

دغه هیوادونه عبارت وه له : هندوستان ، بنګله دېش ، پاکستان ، نایجریا ، مکزیکو ، اندونیزیا ، برازیل ، پلیپین ( فلیپین ) ټایلنډ ، مصر ، کولمبیا ، حبشه او ترکیه وه .

 

دغه میمورنډوم دا دلیل وایي چي  په غریبو هیوادونو کي نفوس ورځ تر بلي زیاتیږي  او دا د امریکا ملي امنیت ته  یو غټ خطر دی !

 

ولي د دنیا د نفوسو زیاتوالی امریکا خپل ملي امنیت ته خطر ګڼي ؟

 

د لوېدېځ والو یوازنی توفق د غریبو هیوادونو په مقابل کي  دادی چي دوی د خپلو وسلو په زور او همدارنګه ددوی له خوا پر موږ حاکم سوو اجنټانو په مرسته زموږ اوومه مواد که اوسپنه ده ، که مس ...  که تېل ، ګاز ...او نور  دي د هیڅ په بیه رانیسي او بیا یې بیرته په لوړو قیمتونو پر موږ خرڅويدوی پخپله هیڅ هم نه لري .

 

دوی د خپل اقتصادي او همدارنګه سیاسي قیمومیت  د ساتلو  له پاره هم  زموږ دغو  اوومومو ادو ته ضرورت لري او هم زموږ مارکیټونو ته  . خو که په غریبو هیوادونو کي د نفوسو شمیر زیاتیږي نو بیا  غربي کمپنی له دغو  اومو  موادو او مارکیټونو څخه هغسي لکه چي دوی غواړي ګټه نه سي اخستلای . ځکه نو دوی له مختلفو لارو دا کوښښ کوي چي د غریبو هیوادونو  نفوس لږ او تر خپلي ادارې لاندي یې راولي .

 

دغه لاري  لکه مخ کي مو چي اشاره ورته وکړه عبارت له لوږي ، جنګ ،او بېسوادۍ   څخه دي  . د خسي کولو  پخوانی لو څه ساده عملیاتو خپل ځان د واکسینېشن له لاري د ښځو او نارینه وو عقیم کولو ته پرېښود

 

خو د  جنګ په مرسته       د    Judtice Now  له قوله  ،    په تیرو ۲۷ کالو کي امریکایانو  او ددوی غربي متحدینو  په افغانستان ، عراق ، سومالیا ،  سوریه ، لیبیا ، یمن ، او پاکستان کي  ۳۳۰۳۲۸۷  انسانان وژلي دي . یاني هره ورځ  ۳۲۹ تنه د ۲۷ کالو په اوږدو کښي .

 

 که دغه مړي  د دوهم عمومي جنګ تر ختمېدو  وروسته په ټوله اسیا ، افریقا او لاتینه امریکا کي و شمیرو نو ۴۰ میلیونو مړو ته رسیږي چي غربیانو په مختلفو خو درواغجنو بهانو وژلي دي .

 

د نفوسو د کنټرول تر ټولو ښه او انساني لار د سواد زیاتول   او د ژوند د سټانډارډ لوړول دي .

 

د مثال په توګه د ایران توالد او تکاثر د نفوسو ۱،۸ په سلو کي دی کټ مټ لکه د امریکا په شاني او علت یې هم د سواد لوړه سطح ده په دغه هیواد کي   ده . خو د سواد لوړېدل  د خلګو د سیاسي شعور د پورته تللو په مانا هم دی چي  بیا هم ددوی له پاره غټ خطر دی  .

 

زه هر افغان ته دا مشوره ورکوم چي که مو استقلال ، ارضي تمامیت او حق خودارادیت غواړی نو هسي د کوچنیانو زیږولو ته ملا و تړئ ! د زیاتو کوچنیانو تولد زموږ د استقلال متضمن دی .

 

که امریکایان په دې پوه سوه چي زموږ نفوس ددوی تر کنټرول وزي  نو به دوړه په پسې او زموږ له هیواده به ووزي!

شیر یحیا

-
بېرته شاته