(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اذيت علتونه

[27.Apr.2020 - 20:45]

د اذيت علتونه

لیک: طیب خان

د ښاغلي شاهد قماش کتاب ,,اذيت,, د انتظار د يو عجيبه اذيت سره مخ کړي وو, څه د نصيبونو برخي او څۀ د کرونا جبر دا اذيت ښۀ پورا اذيت کړو, راشد ختک خو شاهد قماش زمونږ نه او دوه څلور وارې مخامخ اورېدلې وو خو لوستلې ئی نه ووځکه زما د انتظار اذيت جدا وو, د شاهد په کتاب کښې ما د پاره ډېر څه نوي نه وو ځکه د هغه شاعري ما اورېدلې او لوستلې وه, شاهد ښه شاعر دی دا ماته پته ده, د ښه شاعرۍ د پاره د ښه سړيتوب څه ناڅه برخه چې پکار وي د هغې په اړه به يواځې دا ووائيم چې د بلها فکري او عملي اختلاف سره سره چې ئی تر اوسه ما سره خپل تعلق هم هغسې ساتلې څنګه چې وو نو دومره لري, ښه شعر او ښه ذوق ئی راته معلوم وو خو چې کتاب به ئې ښه وي او که نه؟ زما د انتظار دا کيفيت وو, انتظار ښه تږي کړو خو چې کتاب لاس ته راغلو نو داسې وشو لکه په سړي چې يخې اوبۀ واوړي.

دا مې وړاندې هم ليدلي چې څومره ښه شاعر وي کتاب ئې هغومره ښه را نه شي دا بېله خبره ده چې دغه شاعر بيا هم ښه وي خو په دې کتاب کښې به دومره تېروتنې وي دا مې بيخي طمع نه وه, عن تر دې چې شاهد ما ته يو غزل ليکلی او ما ته ئی اورولی هم وو دا خو يوه جدا خبره ده چې شعر پېچلې وو او زه پرې هغه وخت هم نه وم رسېدلی چې دا ئی زما صفت کړې که غېبت, خو حيران په دې شوم چې کوم ئی ماته اورولی وو په کتاب کښې هغسې نه وو, ما وې که چل ئې کړې خو چې مقطع مې ولوسته نو پوهه شوم چې چل خو شوې دی ځکه چې دغه د دۀ خپله خبره وه, مقطع داسې وه

 

شاهده زه راوړم غزل سپین

خلقو ته کیږي ترې ابلاغ تور

 

په کتاب کښې داسې ليکلی دی

 

شاهده زه راوړم خلق سپین

خلقو ته کیږي ترې ابلاغ تور

 

اوس ددې شعر نه څه ابلاغ کيږي, نو يا خو دا خپل ,تالو, يادوي که نه نو د سپينو خلکو نه تور ابلاغ کوي, هم دغسې بلها شعرونه دي چې فني غلطۍ لري لکه سکتې او داسې نور,, دا زۀ نه شم منلی, ځکه چې د شاهد سره زما د وخت نه ډېر فکري اختلاف دی خو په فني طور مې بېخي منلی دغه مو د تعلق د مزو تر اوسه د نه شلېدو د ټولو نه لومړې علت هم دی, ما ددې کتاب ډېر شعرونه دۀ نه اوريدلي او د فن او هنر نه ئی ښۀ خبر يم ځکه زيات تره فني غلطۍ راته د کتابت کمزورۍ ښکاره شوې, دا خبره داسې ښکاره کول داسې لويه توره هم نه ده او نه پرې د علميت دعوه کووم ځکه چې وړاندې دغه خبره داسې په ډاګه شوې ده چې د ذوق ماشوم چڼی هم پرې پوهېدې شي, په يو يو غزل کښې دوه دوه قافيې, د قافيو, رديفونو رد او بدل لکه د  کتاب په ۳۳ مخ د غزل مطلع ده,

څه يم خبر چې اسلام څنګه عيسائيت څنګه وي

مګر پوهېږم چې انسان او انسانيت څنګه وي

ورپسې شعر دی,,

په نفرتونو کښې لوے شوے سړے څۀ پيژني

چې محبت څه وي او خوند د محبت څۀ وي

په ۴۷ مخ غزل دی

د ګناهګارو هغه څه ايمان وي

زمونږ د خوارو هغه څه ايمان وي

په دې غزل کښې ورپسې شعر دی

ايمانداري د بې ايمانه وايه

د ايماندارو به لا څه ايمان وي

په دوه دېرشم ۳۲ مخ دا غزل خو نه پوهېږم چې د قافيې د غېبېدو سره نور هم څه ستونزه لري,

څوک دې نه خرڅوي ما باندې ستا عکس

د نظر په کېمره اخلم دې وېړيا عکس

دا زما د مخ کاسه غربت کړه وچه

که هېنداره کښې ښکاريږي د بل عکس

په شپېتم ۶۰ مخ د غزل دوه شعرونه په اخلي قافيه دي او نور غزل په خرڅوي, هم داسې اخېستل, خرڅول او لړل تپل په کښې ځائی په ځائی په نظر راځي چې د کتابت تېروتنې په ګوته کوي.

د کتاب په لومړي مخ ليکلي,

زير کتنه ,,سجاد ژوندون, په دې لړ کښې د سجاد ژوندون نه يواځې دغه ګيله کېدې شي چې د نوم ليکلو دا ذمه ئې ولې په سر اخېستی؟ چې په بازار ئی خرڅولې ژړېدې ولې نه؟؟

په دې کتاب کښې داسې شعرونه هم شته چې زما ورسره کلک اختلاف وو او دی, د مثال په توګه شاهد يو شعر ليکلی وو,

هغه څوک چې لم يلد و لم يولد دے

څۀ خبر دے څۀ ته غم د اولاد وائي,

عظمت خټک ورته وې, ستا په دې شعر د طيب خان تحفظات دي,

ما ورته وې, تحفظات نه بېخي مې پرې کلک اعتراض  دی, شاهد ئې ماته تشريح او مانا شروع کړه, ما ورته وئيل, تشريح ئې ماته ځکه مه کوه چې زه دې پېژنم ستا په عقيده او ايمان زما هيڅ شک نشته. په لم يلد او لم يولد ستا په يقين هم زما اعتراض نه دی, خو دا کوم ذات چې ته لم يلد او لم يولد منې نو دا عليم او خبير هم دی, په دې شعر کښې په دويمه مصرعه کښې د,,څه خبر دے,, دا شاعرانه کارول بې ځايه دي او نيغ په نېغه د ,خبير,, سره ټکر خوري, دا خبره ئې شائد زما د خاطره منلې هم وه او دا شعر ئی لر کړې وو خو په کتاب کښې شته دې نو دا ئی په خپلو حقونو کښې راځي.

په دې کتاب کښې داسې شعرونه او غزلې هم شته چې شاهد ليکلي او ما ورته هم په هغه ځائی په ترنم وئيلي علت ئې په دغه شعرونو کښې موجود موسيقيت او ترنم وو, د مثال په توګه شاهد ته هم معلومه ده چې دې غزل پسې ماته د کتاب کتلو ضرورت نشته,

ناليدلی يار دې غواړه ژاړه, ژاړه,

درد و غم په غزل ژباړه ژاړه, ژاړه,

په دغه غزل کښې يو شعر دی,

په ژړه مې ورته ووئيل څه وکړم؟

په خندا ئې وئيل ژاړه ژاړه, ژاړه,

په دې شعر کښې دا بې ساختګي او موسيقيت, د خندا ژړه دا شاعرانه تضاد او د ژړه دا حسن تکرار, داسې قسمه شعرونو ماته د شاهد د شعر فني ښکلا او د هنر زور ډېر وړاندې ښودلی دی, د دۀ د شاعرۍ داسې بلها مثالونه زه ددۀ د کتاب نه بغېر هم راوړلې شم خو دا اوږده قيصه لوستونکو ته پرېږدم چې خپله ئی ولولي, خو په ډېره خواشينۍ دا خبره کووم چې دې کتاب د بې غورئ, يا ناراستئ او يا د ډېر لالهانده ژوند د ناوزګارتيا د لاسه د شاهد د شاعرئ حق نه دی ادا کړې نو څوک خو به ددې قصوروار وي, شاهد که زر وارې دا ووائي چې زه شاعرئ ته دومره اهميت نه ورکووم خو دې سره زه متفق نه يم, دا منم چې د شعر هنر د خدائی ورکړه ده خو دغه د خدائی ورکړې ته چې څوک اهميت ور نه کړي نو هغه شعر کله ليکلی شي, دومره اسانه خبره هم نه ده.

 

طيب خان 

اسلام اباد 2020-04-27

-
بېرته شاته