(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روژه

[10.May.2020 - 17:21]

روژہ ماتی تہ ناست ووم د ماشوم ژړا ډیر تنګ کړم پہ دے مخ مِ ورلہ یو څو سپیړے ورکړے چہ تالہ کباب د کوم ځائے نہ  اوس راوړم، مسلہ دا وہ چہ زما پہ ګاونډ کښ زما د ګاونډی د کور نہ د کبابو بوئ راتلو آؤ زما ځوی د مازیګر نہ دغہ یو رټ لګولے وو چہ مالہ کباب ، آو پہ ژړا ژړا ئے دا سترګے تکے سرے شوے وے،  خیر زما څپیړو کہ څہ چہ خوږ کړے وو نو غلے شو ، زما نور بچی ھُم د ھغہ پہ وھلو خفہ شو، آؤ ماشوم تہ قاریدہ چہ مہ ژړا،

مونږ پہ دسترخوان ناست وو کدو مو پوخ کړے وو، دا راتہ نن یو کلی وال راکړے وو د ھغوئ د باغچے پہ خوا روان ووم نو راتہ ویئل کدو درسرہ یوسہ،

ماشومانو چہ مِ کدو تہ اوکتہ نو ھغہ نور ھُم داسے خفہ غوندے شو، چہ آذان ئے اُو ویئل مونږ روژہ ماتہ کړہ آؤ روټئ خوراک مو شروع کړو نو ھغہ نورو بچو مِ ھُم ھسے نمړئ چوکہ کولے خو کدو تہ ئے زړہ نہ کیدو خو زما د یرے غریبان لګیا وو  چہ ھسے نہ مونږ تہ قار نہ شی ، دوہ بچو پکښ روژہ نیول وہ ما ویئل بچو خورئ تاسو خو روژہ وئ ، راتہ ویئل پاپا مونږ ځان موړ کړو مونږ نن ھډو نہ وږی شوی وو نہ تږی شوی وو،

ھغہ ماشوم زوے مِ د پنځہ کالو وو د رور پہ غیږ کښ وږے اودہ وو، پہ خوب خوب کښ بہ ئے زما د وھلو لہ وجے ھټکی کول،

چہ څہ وخت پس راپاسیدو نو ھر څہ ترے ھیر وو زما پہ لاس کښ د سور چائے پیالہ وہ چائے مِ څکو آؤ پہ سوچ کښ ناست ووم چہ خدایہ دا غریبی څومرہ بد شے دے،

آؤ دا راسرہ ھُم غم شو چہ کہ دا ګاونډی زما روزانہ دا کباب پخوی نو زہ بہ دا واړہ روزانہ وھم زکہ چہ دلتہ خو داسے بوئ رازی لکہ چہ زمونږ کرہ پخیږی، خیر کوکو پہ لوبو وو،

مونږ احمد تہ د مینے نہ کوکو وایو، 

ما ورتہ آواز اوکړو کوکو بچیہ دیخوا راشہ رامنډہ ئے کړہ کلکہ غاړئ ئے راکړہ آؤ دا پرواہ ئے نہ وہ چہ اوس وختی ئے پہ درنو څپیړو وھلے ووم،

ما ویئل زویہ زہ بہ تاسو لہ یو ورځ خہ ډیر کباب راوړم خہ خو د نور چا پہ کبابو پسے مہ ژاړہ خہ کوکو ، ویئل ئے داجي کباب مہ راوړہ کباب تراخہ وی زما بدی شی،

ما ورتہ ویئل بیا د پسے ژړل ولے، لکہ د طوطی غوندے پہ وړہ خُلہ ئے راتہ ویئل داجي پہ ھغہ وخت کښ مِ ورتہ زړہ شوے وو اوس مِ بدی شی،

چہ منډہ ئے کړہ نو نور رونړہ ترے راتاؤ شو یو بل تہ ئے پہ غوږونو کښ څہ ویئل ، ما مشری زوی تہ آواز کړو ھغہ مِ خوا لہ راغے د ھغے عمر ۱۲ کالہ دے ما ویئل کوکو درتہ څہ ویئل ، داسے پہ غریو نیولی آواز ئے اُو ویئل داجي ھیڅ ھُم نہ، ما ویئل تہ ولے خفہ یئے ویئل ئے پاپا مونږ د کوکو پہ وھلو خفہ شو ، آؤ مونږ کوکو تہ ویئل چہ کباب د سړی ژبہ سیزی کباب ډیر تراخہ وی آؤ سخا بوئ ترے ځی ، چہ صبا بیا پہ کبابو پسے نہ ژاړی،

زہ پہ دے ټائم کښ بیخی پہ ځان پوھہ نہ شوم آؤ بے اختیارہ مِ لکہ د باران اوښکے روانے شوے، زوے مِ خفہ شو ویئل ئے داجي ولے تہ ولے ژاړے ، بحر حال ھغہ تہ مِ بھانہ اوکړہ، دوئ بیا پہ لوبو شو، 

ما تر پیشمنی پہ خپل خوار نصیب اوژړل د خپلو بچو پہ وړو وړو ارمانونو مِ اُوژړل، 

چہ سحر شو زہ کار تہ روان شوم نو زما کوکو زوے د ھغہ کبابو والا د کور د دروازے مخکښ پہ ګند کښ څہ راټولول زہ حیران شوم چہ دا دومرہ وختی څنګہ پاڅیدلے آؤ دلتہ څہ کوی،

ماتہ ئے شا وہ سامبولے پہ زمکہ جوخت ناست وو، زہ پسے غلے غلے ورغلم چہ مِ کاتہ نو د کبابو نیم نیم خوړلے شوی ککوړی بلھا پہ ګند کښ پراتہ دی ، آؤ زما زوے ترے پہ مزہ مزہ شوکہ وی آؤ خوری یئے،  زما خپے کش اوکړو آؤ کوکو زر شاتہ اوکتل ، کوکو تک زیړ شو ما ویئل څہ کے ویئل داجی زہ خو لوبے کوم، 

ما ورتہ ویئل رازہ چہ کور تہ زو ، ھغہ خړ پړ راپاسیدو د کباب پوټے ئے پټ پہ لاس کښ کلک نیولے وو،

کور تہ مِ را وستو ، ما ورتہ ویئل کوکو زويا بیا د چا د کور خوا لہ مہ ځہ خہ ، ھغہ راتہ زر ویئل داجي زہ خو کباب نہ غواړم،

د ھغہ پہ وخکو پورے د بیګانی سړو کبابو پوټی نختی وو آؤ ھغہ ھُم د ګند ! نو بس دے زړہ مِ سمے سړیکے اوکړے،

آؤ لاس مِ آسمان تہ پورتہ کړہ چہ خدایہ تہ د ھر غریب ھر بے وسہ مدد گار شے مونږ لوئ خو بہ ګُذارہ اوکړو صبر بہ اوکړو نو دا ماشومان بہ څوک پوھہ وی، د دوئ د دے وړو وړو سلګو سرہ بہ څہ کوؤ، د دوئ دا وړوکی وړوکی آرمانونہ بہ پہ څپیړو تر څہ وھو !

خدایہ ستا بندیان یو دا ازغی ازغی آؤ سلګئ سلګئ وختونہ راباندے آسان کړے، آمین

لیک،، ملک سید زمان Malak said Zaman

-
بېرته شاته