(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فراق اپریدی

[10.May.2020 - 17:23]

فراق اپريدی د خپل ځمب په ائينه کې

ليک: امان الله نصرت

چې کشور د افغانانو معطر شي

د هر بيت مصرعې مې زلفې د خوبان کړې

عبدالرحمان مومند بابا

ځمب د ښاغلي فراق اپريدي شعري ټولګه ده چې په عام اخباري کاغذ کې د پنځه سوو ټوکو په شمير په اعراف پرنټرز، محله جنګي، پېښور کې چاپ شوې او د شعر او ادب مينه والو لاسونو ته رسېدلې ده۰

ددې کوچني کتاب کمپوز ثاقب اپريدي کړي، د مخپاڼې ډېزاين او اوډون ېې ضيا ارټسټ او د چاپ چارې ېې ښاغلی ايازالله ترکزي پر مخ وړی چې دا ټول ښاغلي د مننې او ستاينې حقدار دي۰

د کتاب تړون شاعر د خپلې مور په نوم کړی او ليکلي ېې دي چې ( د خپلې خوږې ادې مور په نوم چې د چا په وساطت زه د الف ، ب، پ سره اشنا شوی يم ) او دا شعري ټولګه ېې د خپلې کورنۍ نږدې غړو ته په لاندې الفاظو ( د خپل پلار ارواښاد حاجي عبدالامين اپريدي، د خپل مشر تره زوی ارواښاد فضل خان اپريدي او د خپل کشر تره زوی ځواني مرګ بلال تاغير اپريدي ) ډالۍ کړی دی۰

په ځمب لومړنی ليک د ښاغلي ثاقب اپريدي مخې ته راځي چې د فراق اپريدي په ژوند او ښو اخلاقو او پښتنو خويونو غږېدلی او د هغو په بېلابېلو اړخونو ېې رڼا اچولې ده۰

ثاقب اپريدي صيب د فراق په فکر او فن په لنډو ټکو کې خپل نظر وړاندې کړی او د خپلې تبصرې په لړ کې ېې داسې ليکلي چې ( په دوه زره ئيم مېلادي کال کې ېې د شاعرۍ باقاعده اغاز کړی دی، خپله د شاعرۍ څوک استاد نه لري ، البته دده د شاګردانو حلقه ډېره پراخه ده او ګڼ شمير شاګردان لري، د معيار او مقدار توازن ېې برابر دی په ځينو ځينو شعرونو کې ېې مشکل او سخت ټکي هم په نظر راځي همدې وجې نه زه ورته کله کله کاظم خان شيدا ( د تخيل افرينۍ په بنياد نه د مشکل پسندۍ په وجه ) ووايم نو په خندا شي)۰

ورپسې د ښاغلي عمر عايل نظر تر سترګو کېږي چې هغه هم د فراق د فن او هنر په ځای د هغه په ژوند او ادبي هلوځلو او کار او زيار رڼا اچولې او داسې يي خپل نظر له مونږ سره شريک کړی دی: ( په غزل کې نوی خيال او نوی رنګ د فراق صيب هنر دی او هم دغه هنر د هغه د استاذې ثبوت ورکوي، ددې نه علاوه هم په فراق صيب کې نورې ډېرې خوبيانې دي يوه پکې داده چې ما ډېر داسې ادبي ملګري ليدلي وو چې د جمود له کبله ېې د ليکلو نه ډډه کړې وه خو د فراق صيب په کوښښونو باندې ما هم هغه ملګري وليدل چې په مخه به ېې په ادبي غونډو کې برخې اخيستې او بيا ېې د شاعرۍ مجموعې هم چاپ شوې ) ۰

قندهار اپريدي صيب په ځمب خپل نظر په لاندې ټکو کې څرګند کړی دی

 ( د فراق صيب په شاعرۍ کې د عشق او رومانيت نه علاوه قامي، انساني او طبقاتي موضوعات هم شته دی دده شعر له سپېڅلو جذبو او ولولو خالي نه دی او دغه شعري لوازمات ورکې په نظر جوت ښکاري د ټولنې هم داسې فنکار ته ضرورت وی چې لو ستونکيو او اورېدونکيو ته د تفريح او عشق نه علاوه د سوچ او فکر او د زړه درد هم ورکړي د معاشرې په حواله او هم دده داخلي کيفياتو په حواله ۰۰۰۰  ) 

په دې کتاب وروستۍ ليکنه ډاکټر شيرزمان سيماب صيب کړې چې د خپل تنقيدي جاج په يوه برخه کې ېې داسې ليکلي: ( څو پورې چې د فراق د شاعرۍ تعلق دی نو فراق مين دی، عاشق دی او د جمال پرستار دی ما چې څومره ولوستو نو جمال پرست دی خو په جمال پرستۍ کې د فرقت لمبه زار نه تېر شوی دی او ځکه فراق دی. دغه فراق دی چې څنګه ېې دده ټول شخصيت په خپله غېږ کې اخيستی دی نو داسې ېې دده ټول فن هم لمبه لمبه کړی دی او په شاعرۍ ېې د فرقت لمبې او انګارونه په نظر راځي ولې داسې هم نه چې دې شاعري خالص د خپل بېلتون او شوګيرو د دفع کولو د پاره کوي باشعوره دی او د دې زمانې د شعور لرلو او حساسيت په بنياد هم د شعر د ښاپېرۍ سينګار کوي ) ۰

ښاغلي فراق اپريدي د ځمب د شعرونو پيل په حمد باري تعالی کړی او په روايتي ډول ېې د کتاب په سر کې د حمد او نعت د راوړلو سنت ژوندي او خوندی ساتلي دي۰

فراق په خپل خوندور حمد کې د پروردګار عالم د جمال او جلال خبرې کړي او د ستر ذات په وقار او اختيار غږېدلی دی۰

نوموړی وايي:

جلال لرې جمال لرې وقار لرې خالقه

په واړ کائيناتو خپل اختيار لرې خالقه

خالق، مالک، رازق، رحمان، رحيم ېې لوي خدايه

نومونه که هر څو قهار جبار لرې خالقه

چې ما د ستا د رحم او کرم نه لرې باسي

له داسې ګناهونو ما کنار لرې خالقه

پنهان دي که عيان دي، دغه ټول تا ته څرګند دي

قدرت ته په هر څۀ او په هر کار لرې خالقه

ستا کوم کوم صفت وستايمه زۀ فراق عاجز يم

تۀ دومره صفتونه بې شمار لرې خالقه

د اسلام له ستر لارښود او لوی پيغمبر سره د خپلې ژورې مينې او عقيدت اظهار يي په ډېرو خوږو لفظونو او خوندورو ټکو کې داسې کړی چې وايي:

چې لوستی ېې هم چا تر کومه حده محمده

منلی ېې د زړۀ نه ېې احمده محمده

هر څو ېې که بللی په قران کې په خپل نوم ېې

خو ډير زيات رب ته ګران ېې محمده محمده

د ستا په نامه هر څۀ ته په ځان باندې تيار يم

ته ګران ېې دومره ما وته بې حده محمده

دنيا هم تر هغې پورې فراقه ده ، تر څو چې

د يو بنده په نوم د ستا نامه ده محمده

د فراق په شاعرۍ کې غزل او نظمونه جوړه روان دی او دواړه يو شان ادبې ښکلا او رنګونه لري چې په لوستو ېې د ادب مينه وال د خوښۍ احساس کوي او برابر خوند او مزه ترې اخلي۰

فراق اپريدی د خپل ديني رسالت له مخې د حق، عدالت او انصاف پلوي ښکاري او د ظالم په مقابل کې ښه په نره او ښکاره د مظلوم خوا نيسي او د هغه غږ او ساندې په خپلو شعرونو او نظمونو کې رانغاړي، بدرګه کوي ېې، ژبه ورکوي او د خلکو غوږونو ته ېې رسوي۰

هغه په خپل يوه ښکلي نظم کې داسې وايي:

په دې خبره دې باور وشه چې

په دغې ساندې ساندې دور کې هم

ما دې ګونګو تورو له ژبه ورکړه

ما دا ګونګي لفظونه وګڼول

د هر مظلوم د خولې نه وتې سانده

فراقه دغه مې سندره کړله

فراقه سانده مې سندره کړله

څرنګه چې شاعر د خپل قام او ټولنې د استازي، وياند او عکاس دنده په غاړه لري نو هغه څه چې په خپل چاپېريال کې ويني او پېښېږي شاعر هغه خپل قلم ته سپاري او د خپل شعر په لمن کې ېې رانغاړي۰

فراق اپريدي د خپل وطن ويرجن او غملړلي حالات په لاندې بيتونو کې په ښکلي انداز بيانوي او زمونږ مخې ته ېې ږدي:

زاغ ونو کې جالې چې د بڼ کوي

ځکه بلبل ژاړي شور چڼچڼ کوي

يا فراقه دا خلک د کوم ځای دي

مونږه ساندې وايو دوی اتڼ کوي

فراق اپريدی صيب په حسن او ښکلا ميئن شاعر دی او د هغه په شاعر زړه کې د حسن پرستۍ سرشارې جذبې په غورځنګونو ښکاري هغه ته خپل يار د ګل او ګل د خپل يار په شان ښکلی او زړه راښکونکی برېښي او د خپل محبوب ښايست او خوږوالی ورته د حمزه بابا د غزل په رنګ ښکلی او رنګين ښکاري۰

که ورته پام وکړې ښکلا کې يو د بل په شان دی

يا خو دا ګل د يار په شان يا يار د ګل په شان دی

چې د ستا چم ته زۀ درځم نو ترينه مات سر راځم

ياره جانانه دا ستا چم سم د کارګل په شان دی

ستا په فراق کې مې په تا پسې زړۀ څنګه دی خو!

مړه بس خاص د پېښور يا د کابل په شان دی

غزالې سترګې، دراز قد لکه د نظم په شان

فراقه يار سم د حمزه صيب د غزل په شان دی

فراق د خپل قام او خلکو په درد دردمن پښتون دی او د خپل مظلوم ولس په مړژواندي او نيمه خوا ژوند په زوره زوره ژاړي او لپې لپې اوښکې تويوي، د خپل وطن او پښتنې خاوري مينه د هغه په وينه کې ورګډه ده همدا لامل دي چې خپل هېواد او ټاټوبی ورته د خپل ځان نه هم ګران او نيږدی دی او نوموړی ېې په بدو ورځو او ناخوالو د ژور خفګان او پرېشانۍ احساس کوي او د يوه حساس انځورګر په توګه دا ترخه او درد درد حالات په خپل يوه خوندور غزل کې په لاندې ډول انځوروي او د تاريخ پاڼو ته ېې سپاري

مونږ که اغيار له د راتلو ورکړې لارې نۀ وې

په پېښور کې به نن دا د وينو دارې نۀ وې

دا مونږ پخپله يو بل نه پرېږدو چې مخکې ولاړ شو

ګنې ازل نه خو زمونږه برخې خوارې نۀ وې

زما په سترګو کې ځلا به اخر څنګه راتله

چې زما سترګې لا د اوښکو نه اوزګارې نۀ وې

په محبت مې ستا په زړۀ کې لارې وويستلې

ګنې په کاڼو کې اسانې خو څۀ لارې نۀ وې

د فراق اپريدي د شعر ژبه رنګيه ساده او روانه ده خو يو نيم ځای ېې له مشکل پسندۍ نه هم کار اخيستی چې لوستونکي ټکني کوي او په ورکو پسې ېې لټون ته مجبوروي ۰

نوموړي په هره وينا کې د فکر او فن دواړو خيال ساتلی دی او د نوی مضمون، نوی موضوع او نوي رنګ او نوښت کوښښ ېې کړی همدا لامل دی چې غزل او نظم ېې لوستونکو ته تکراري او ستړی کوونکی نه وي او د خپل کلام هنرې ښکلا ېې له تتېدو، پېکه کېدو او کم رنګه کېدونه ژغورلې ده۰

هغه په خپل يوه ښکلي غزل کې داسې وايي:

وصال دې که په ما باندې سکون نۀ راوستو

فراق به دې په ما باندې جنون نۀ راوستو

تر څو چې بلال نۀ کوو اذان تياره خوره وه

خدای هم په کائيناتو سباوون نۀ راوستو

هغه خلک په خپلو کې اوس هم مشت او ګرېوان دي

زمونږ په منځ کې چا چې به سمون نۀ راوستو

جنت که مورې ستا په پښو کې نۀ وی نو فطرت به

بيا داسې ښکلی خوب ستا په زنګون نۀ راوستو

کوم قام به چې خپل حال بدلول نۀ غوښتل پخپله

نو خدای به ېې په حال کې هم بدلون نۀ راوستو

پخپله ېې په خپلو پښو ګوزار د تبر وکړو

ګنې نو دې مقام ته چا پښتون نۀ راوستو

حالات به راته هرڅو که خنډان شول خو فراقه

بيخي به ېې اثر زما په يون نۀ راوستو

د ښاغلي فراق اپريدي شاعري په هغه کنډه تلل پکار دي چې د ښو او پخو شاعرانو شعرونه پرې تلل کېږي ځکه چې دې ځوان شازلمي په خپله شاعرۍ کې د شعر ټولې اړتياوي او غوښتنې په پام کې نيولې او د موضوع او د فن دواړو خيال ېې ساتلی دی۰

فراق اپريدی له خپل قام سره د خپل قام په ژبه غږېدلی او د خپل ولس د ژوند او حالاتو ترجماني او انځورګري ېې په ډېر امانت او ښه توګه کړې نو ځکه ېې شاعري زړه ناستې او د ولس د پام او خوښۍ وړ ده، او په هره وينا کې ېې ملي او ولسي رنګونه جوت او په ځلېدو ښکاري چې د لوستونکو پام ځان ته را اړوي۰

د فراق په شعرونو کې د حسن او ښکلا، عشق او مينې، وطن دوستۍ او قام پالنې ، پښتنې رواياتو او دينې رجحاناتو او ټولنيزو او انساني افکارو او اقدارو بېلابېل رنګونه او ښايستونه مخې ته راځي چې د دده شاعري ېې درنه، خوږه او اغېزمنه کړي ده او د ښه شعر تنده پرې ماتېدای شي۰

زه په پوره باور سره وايم او ډاډه يم که دا تاند او هڅاند زلمی خپل ادبي سفر همداسې تېز او ګړندی وساتي او خپل شاعرانه پروازونه ټکنې کېدو ته پرېنږدي نو ډېر زر به د شعر لوړو پوړيو او رنګينو او ګلاليو پړاوونو ته ځان ورسوي او پښتو ژبې او ادب ته به د تلپاتې او ارزښتمنو خدمتونو مصدر شی۰

په شاعرانه مينه

۴/۵/۲۰۲۰

پېښور Amanullah Nasrat

-
بېرته شاته