(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شیخ صاحب

[05.Jun.2020 - 15:11]

شېخ صاحب

سره له دې چې ږيره برېت يې پاك خرييل خو د محلې خلكو به شېخ صاحب باله. ده دشېخ جنرل سټور په نوم په محله كې تر هر چا غټ دوكان درلوده. د دوكان په سر يې ځان ته دذاوسيدو لپاره مناسب كور جوړكړى وذچې دى او دده ښځه پكې استوگن وو. شېخ د اولاد له نعمته بې برخې و. دوكان ته يې دوه تنه شاگردان نيولي وو. هغه د محلې له خلكو سره جوړ په خیر په ورين تندي كوله، خو د محلې د خلكو په دې ښه نه ايسيده چې شوم سړى و. تنخوادارو ته به يې تر تنخوا په پور هم سودا وركوله. كه پوره وړي به په ټاكلي نېټه پور پرې نه كړ، نو دشيخ صاحب د پور وصولولو لاره به بدله شوه. داسې هم نه چې د پوروړي نه دې په بدرنگ پور وغواړي. فقط په پورذپسې به يې سود وتاړه. پوروړى به مجبور و،كه په دې تنخواكې نه و، نو بلې ته خو به يې خامخا پورورپرې كړى و

شېخ صاحب د پريم چند هندو زوى و. پلار به يې په همدې دوكان كې تيل مالگه خرڅوله. په دوكان كې څو زاړه ټيمان او شكورونه اوس هم له هماغه وخته پراته وو. مسين لوښـي به يې اخيستل او خرڅول. په پورتنۍ المارۍ كې يوذمنگى، يوه كوزه او يو چيلمچي د هغه د وخت يادگار وو. شېخ صاحب به د پنځه شپږ كلونو و، چې مور يې مړه شوه او دا اوس چې د پيرصاحب د كور تر شا د شېخ صاحب كوارټرې دي، دا پخوا لوى ميدانى و، چې په همدې ميداني كې يې وسوځوله.

شېخ صاحب به لا ماشوم و چې د پلارسره به يې په دوكان كې پوره لاس كوو. د ماشومتوبه يې ځيرك اموخته كړى و. د هندوستان د تقسيم په وخت شېخ صاحب پوره زلمى شوى و. خط او برېت يې راغلي وو. د ملا نه به يې يوه چاړه تړله او لاس كې به يې كړۍ اچولې وه. د پاكستان د جوړيدو نه لږه موده وروسته يې پلار مړ شو او شېخ صاحب يوازې شو. دا داسې وخت و چې د هندوانو اومسلمانانو ترمنځ كركه سيوا شوې وه. څوك هندوستان ته لاړل او څوك پاكستاني شول. شېخ صاحب هم ايمان راوړ. نور يې نو سيالۍ او دوستۍ هم له مسلمانانو سره شوې. په هغو كسانو كې چې دشېخ ورسره رقابت و، يو هم پير صاحب و. پيرصاحب هم په ټوله محله كې پيژندلى شوى سړى و. د لرې لرې نه به خلك ورته راتلل ښې پيسې يې راټولې كړې وې. د پراخه انگړخام كور يې درلود. په يوه كونج كې يې دوه كوټې وې چې په يوه كوټه كې به پيرصاحب استراحت كاوه او په بله كې به يې عقيدتمندو ته تاويزونه وركول. د انگړ په منځ كې يې د توت يوه ونه ولاړه وه چې سيوري ته به يې پنځه شپږ تنه خاص خاص مريدان هر وخت ناست وو. د شيخ صاحب سره يې په دې نه لگيده چې دده په باب به يې زهرجنې خبرې كولې. كه څوك به د لرې ځايه د پيرصاحب په پته راغلل اوتصادفاً به يې د شېخ صاحب نه پوښتنه وكړه،  شيخ صاحب به ورته وويل

هغه جعلي پير! هغه فراډي! وروره كه پيسې درباندې زياتې شوي وي، چېرته خوار غريب سره مرسته وكړه، خو د دې فراډي پير په دام كې ځان مه گېراوه.

پير صاحب به هميشه د محلې سپين ږيرو ته د شېخ صاحب نه دا گيله كوله چې عقيدتمندان يې له لارې ستنوي. او دا به يې هم ويلې چې څو، څو وارې مې ورته د مهربانۍ تاويزونه هم كړي دي او دا هر څه يې د ده د تاويزونو له بركته پيدا كړي دي.

په پيل كې د پير صاحب او د شېخ صاحب په اختلاف څوك نه رسېدل، خو يوه ورځ چې شېخ صاحب د نورو مخ ته په ارمانجنه لهجه وويل:

" ډير ښه ماركيټ په كې جوړېدى شي، خو دا پيرگوټى يې په هيڅ شان نه خرڅوي. څو، څو وارې مې ورپسې اجنټان ليږلي دي، خو دا پيرگوټى ورته غاړه نه ږدي.

پير صاحب چې په دې پوه شو، چې شېخ صاحب ترينه نه اوړي، نو د دوه تنو مريدانو په لاس يې د شيږېخ صاحب په دوكان كې غټې، غټې مږې خوشې كړې. سهار چې شيخ صاحب دوكان خلاص كړ پوه شو چې مږو يې په دوكان كې ښه خواري كړې ده او ځنې قيمتي څيزونه يې له خرڅلاوه ايستلي دي. په دې ورځ شېخ صاحب چاته څه ونه ويل. بله ورځ چې مږو خپل فعاليت لا تند كړى و، نو د شېخ صاحب فرياد ټولې محلې ته ورسېده. پير صاحب راغى او شېخ صاحب ته يې وويل:

" شېخ صاحب، په دوكان كې دې يوه توره پيشو وساته، د مږو به بيا مخ هم و نه وينې. خو دا يوه خبره ښه په غور واوره چې په خېټه به يې مړه ساتې. پيشو چې په خېټه مړه وي، د خاوند د مال ښه ساتنه كوي.

شېخ صاحب د پير صاحب مشوره خوښه كړه. يوه توره پيشو يې راوړه او په دوكان كې يې خوشې كړه. تېر ماخوستن يې په يوه كاسه كې نيم غوښن هډوكي راوړه او پيشو ته يې مخې ته كېښودل. دوكان يې وتاړه او نېغ كور ته وخوت.

شېخ صاحب ډوډۍ خوړلې وه او د چايو له پيالې نه يې په مزه مزه يو يو غړپ كاوه چې ناڅاپه يې د دوكان له لوري د كړنگ كړونگ آوازونه تر غوږو شول. نېغ پورته شو، د كوټې كړكۍ يې خلاصه كړه، سر يې ور وايست او د دوكان پورو دروازو ته يې وكتل. قلفونه يې له نظره تېر كړل، چې په دې كې بيا د لوښو د جنگيدا غږونه پورته شول. شېخ صاحب په يوه منډه له كوره ووت او چيغې يې جوړې کړې:

"غل دى! غل دى. يه خلكه! په دوكان كې مې غل غلى شوى دى.“ په لږه شېبه كې د محلې ټول خلك د شېخ صاحب د دوكان مخې ته راټول شول. د شېخ صاحب فرياد لا نه و غلى شوى چې د محلې خلكو هم د بندو دروازو تر شا د لوښو د جنگيدا آوازونه واوريدل. دوه تنه د خلكو له منځ نه د شېخ صاحب سره د دوكان دروازو ته ورنږدې شول او وار په وار يې د وره په چول كې وليدل. په دوكان كې يو مسين منگى د دوكان په څلورو كونجونو كې د فوټبال په څېر له الماريو سره لگېږي او د دوكان سامان سره ګډوډوي. شيخ صاحب چې دا حال وليد، سړه لرې پرې راغله، ټول وجود يې لكه د پاڼې رپېده، هغو دوو تنو په تعجب سره يو بل ته وكتل، د خلكو په منځ كې هم زوږ پيدا شو ډېر په دې عقيده وو چې سړى سود خور دى، نه به يې دا دنيا خداى روزي كوي او نه هغه

د خلكو تر منځ لا گونگوسي روانې وې، چې پير صاحب په داسې جلالي انداز كې راښكاره شو، لكه كوم چرسي چې تازه تازه د چيلم له سرۍ نه پوره نيم گز لمبه ايستلي وي او له سترگو نه يې د اور سيندونه لارې كوي، ويې ويل:

" شيخ صاحب ! بيا څه پېښه شوې ده چې دا خلك راټول دي؟ "

شيخ صاحب به لا ځواب ته خوله جوړوله، چې له دوكان نه د لوښو د جنگېدا غږونه راغلل. شېخ صاحب وويل:

پير صاحب! خداى پوهېږي، دغه حال دى. فكر كوم چې د دوكان ټول سامان مې له كاره ووت.

پير صاحب وويل: اخر څه خبره ده؟

شېخ صاحب وويل: نه پوهېږم، خو هغه مسين منگى په دوكان كې كونج په كونج لگېږي او له الماريو نه سامان غورځوي.

_ د خداى بنده، وخت ناوخت څه خير خيرات وباسه، ټول عمر دې په شومتيا كې تېر كړو. څه خو د الله باچا د درويشانو خيال ساته. دا ټوله ستا د گناهونو نتيجه ده، په دوكان دې د تورې بلا سيورى شوى دی.

_ پير صاحب هر څه چې كېږي ، په خداى به شي او په تا به شي، خو څومره ژر چې كيږي له دې بلا نه مې خلاص كړه.

_ خلاص به شې، خلاص به شې، خو،

_ د (خو) ځاى دې په كې نه پرېږدم پير صاحب! انشا الله خوشحاله به دې كړم.

پير صاحب په داسې حال كې چې وريځي يې نيمايي تندي ته رسولې وې، په برندو سترگو يې شېخ صاحب ته وكتل او د دوكان په لور يې درانه درانه قدمونه واخيستل. څنگه يې چې د دوكان ور نيم كښو كړ، منگى راغى او د پيرصاحب په سينه مظبوط ولگېده. پيرصاحب ستوني ستاغ پرځمكه پريوت او د منگي له خولې نه يوه توره پيشو په كراره راووته او په يوه منډه د خلكو له نظره پنا شوه. په دې وخت كې شېخ صاحب وويل:

" ما به تاسې ته نه ويل چې دا جعلي پير دى، فراډ كوي، د ساده باده خلكو جېبونه په چل ول تشوي، دا پير نه دى، د فساد جړ دى. راځئ چې ټوله محله ورته يوه خوله شو او له دې محلې نه يې وباسو. كه كور بهانه كوي، نو زه حاضر يم چې په دوه چنده قيمت يې ترې واخلم. خو چې دا له دې محلې نه ورك شي. ومو ليدل چې په منگي كې پيشو ننوتې وه او ده لا څه څه ويل.“

پير صاحب چې د شېخ صاحب خبرې په سړه سينه واورېدې، نو د حق ياهو نارې يې له خولې وايستلې او ويې ويل

" شېخ صاحب! زه خو دا منم چې په منگي كې پيشو ننوتې وه خو ته دا ومنه چې په پيشو كې هم څه ننوتي وو.

د شېخ صاحب سر چې د پير صاحب په خبره پوره خلاص شوى و، سترگې يې پر ځمكه وگنډلې او غوږونه يې بوڅ ونيول چې په دې كې پرې پير صاحب ورغږ كړ:

_ شيخ صاحب! گوره چې زما شېريني دې له ياده ونه باسې.

05.06.2020

لهنامریي ځواکه:

پيښور لالي باغ

-
بېرته شاته