(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سن که شن

[05.Jun.2020 - 15:33]

(شن) که (سيون) وليکو؟

لیک :همت

د لاتيني ژبي د (شن) تلفظ اوس په انګرېزي ژبه کي (Tion) ليکل کېږي، خو فرانسويان يې (سيون) تلفظ کوي، مثلا (اپوزېشن، کمېشن، اپرېشن، کولکشن) لغتونه په (اپوزوسيون، کميسيون، اپراسيون، کولکسيون) په بڼه ليکي. دا ډول تلفظ او د دې تلفظ په پلوۍ ليکل تر ډېره حده سياسي عوامل لري چي څو عوامل يې په دې ډول دي:

۱: د محمدزيو د دورې يو شمېر سردارانو په فرانسه کي تحصیلات کړي ول چي څو بېلګې يې بابای ملت او شهيد محمد داود ول. دوی چي له فرانسې څخه راغلل، نو يو شمېر فلانسوي لغتونه يې له ځانو سره راوړل او زموږ په رسمي ټرمينالوژۍ کي يې شامل کړل لکه (لیسه، ژاندام، کارته، ميني ژوب، لیسانس، شارژدافېر او داسي نور.

۲: د غازي امان الله پاچا د حکومت پر وخت، ياني په ۱۹۲۲ ميلادي کال په کابل کي فرانسويانو د (استقلال مدرسه) په نوم يو ښووونځی جوړ کړ چي يو کال وروسته يې نوم په (استقلال لیسه) واوښت. د دې لیسې درسونه تر ډېره حده په فرانسوي ژبه وه، څوک چي به له دې لیسې څخه فارغ سو، نو د لوړو زده کړو لپاره به معمولا فرانسې ته استول کېده، يا فرانسوې ته اسانه تلای سوای، تر فراغت وروسته چي به افغانستان ته راغی، نو له ځان سره به يې ګڼ شمېر فرانسوي لغتونه راوړل او رسمي ژبي ته به يې ورګډ کړل، په همدې ډول زموږ رسمي يا دفتري ژبي ته ګڼ شمېر فرانسوي لغتونه ورننوتل

۳: ايرانيان له پخوا څخه په بهرنيو ژبو کي له فرانسوي ژبي سره ډېر اشنا ول او اوس هم په دې ژبه وياړي. مخکې تر دې چي فرانسويان په ايران کي استقلال غوندي مکتب جوړ کړي او ايرانيان فرانسوي ژبه زده کړي په فارسي ژبه ليکل سوو اثارو کي د فرانسوي لغتونو په پرتله د عربي او ترکي ژبو لغتونه ډېر ول. په فارسي ژبه کي د ادبياتو، فلسفې، طب او نورو برخو کي ليکل سوي کتابونه په افغانستان کي ډېر عام سوي دي، خو کله چي په ايران کي کيڼ اړخي جريانونه جوړ سول او بيا په افغانستان کي هم دې ته ورته ډلي جوړي سوې، نو دا کتابونه له ايران څخه افغانستان ته ښه پرېمانه راغلل، په دې اثارو کي نه يوازي دا چي فرانسوي لغتونه ګډ ول، بلکي له فرانسوي ژبي څخه ژباړل سوي اثار هم پکي شامل ول. دا هغه دوره ده چي زموږ خلک يې له فرانسوي لغتونو سره تر هر وخت ډېر اشنا کړل، تر دې وروسته يو شمېر ادبي اثار هم افغانستان ته راوړل سول چي په هغو کتابو کي يا فرانسوي لغتونه ګډ ول او يا له فرانسوي لغتونو څخه ژباړل سوي ول

د پورته دريو پړاوونو په نتيجه کي د لاتيني ژبي فرانسوۍ بڼه (سيون) هم افغانستان ته راغله چي تر اوسه پوري پاته ده. پخوا زموږ د معلوماتو سرچينه فارسي او عربي کتابونه وه، ځکه زموږ د خلکو معمولا همدا دوې سرچينې په واک کي درلودې، خو د تېرو څلورو لسيزو جګړو په نتيجه کي افغانانو د نړۍ هر ګوټ ته مهاجروتونه وکړل، هلته يې زده کړي وکړې، د طالبانو رژيم تر نسکورېدو وروسته ګڼ شمېر محصلین د زده کړي لپاره بهرنيو هيوادونو ته ولاړل او هلته يې زده کړي وکړې، اوس به د نړۍ داسي مشهوره ژبه نه وي چي د افغانانو، په تېره بيا پښتنو دي نه وي زده، دا چي اوس په افغانستان کي د نادولتي ټولنو او نړيوالو ادارو رسمي ژبه انګرېزي ده، نو په افغانستان کي د فرانسوي لغتونو او فرانسوي تلفظ برخه ورو ورو کمېږي او ځای يې انګرېزي تلفظ نيسي

ښه نو کومه بڼه ليکل يې غوره کار دئ؟

 موږ چي څه ليکو باید لر او بر پښتون هېر نه کړو، ځکه ژبه په سياسي کرښو نه سره بېلېږي، د ډيورنډ کرښي ها خوا ته چي څه ليکل کېږي موږ يې لولو او دې خوا ته چي څه ليکل کېږي هغوی يې لولي، اوس خو اليکټرونيکي او سوشل ميډيا د دوی تر منځ واټن نور هم راکم کړی دئ. څرنګه چي د هند په لویه وچه کي انګرېزانو ډېر وخت حکومت کړی، نو هلته د (شن) بڼه دود سوې او د ها غاړي لوستي او نالوستي پښتانه پوره ورسره بلد دي، دې غاړي ته بیا خبره ګډه وډه ده، څوک (شن) او څوک (شن) ليکي، مثلا د انتخاباتو (کميسون) ليکي، خو د دې کمیسيون غړی بيا (کميشنر) بولي، حال دا چي د (کميشنر) کلمه له (کميشن) څخه جوړه سوې ده. اوس پښتانه په تېره بيا ځوانان اکثره (شن) تلفظ کوي او (شن) ليکي، اوس ځوانان د پخوانيو پښتنو غوندي (اپوزوسيون، کانالازازيسيون، ناسيونال، انترناسيونالیزم او اپراسيون) نه تلفظ کوي او نه يې ليکي. بل دا چي ډېری پښتانه د ډېورنډ کرښي ها خوا ته اوسېږي، هغوی ګرسره (سيون) نه وايي، دغه ډول د دې خوا باسواده پښتانه هم په نړيوالو ژبو کي له انګرېزي ژبي سره ډېر بلد دي، نو ښه به دا وي چي د (سيون) پر ځای (شن) وليکو. ښايي د دې قاعدې په منلو سره لومړی ځيني کلمي په معنوي لحاظ له نورو سره ټکر سي، لکه (کمېشن) چي په پښتو ژبه کي بله مانا لري، خو د دې قاعدې په رعايتولو سره لسګونه نور لغتونه سته چي د لر او بر پښتانه يو بل ته نژدې کوي او تر منځ يې پوهاوی اسانه کېږي. د لر او بر پښتنو يووالی يوازي سياسي کار نه دئ، که د چا د يوې کلمې کار هم په توان کي وي، دا هم لوی کار دئ، ليکوال دي همدا کار وکړي چي د لر او بر پښتنو ليکدود دي يو کړي، څوک چي څه کولای سي او ښه يې کولای سي هغه کار دي وکړي، هغه د خوشال بابا خبره: زه خوشال يم زما دا زده.   

-------------------------------

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان

(۱۱۲) برخه

-
بېرته شاته