(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زمونږ لیک

[05.Jun.2020 - 15:36]

زموږ د پښتنو لیک او لوست ولې د بل توکم(ملیت) سره پرتله کمزوری دی؟

ولې زموږ ځیني پښتانه د پاړسۍ او ځیني د اردو تر اغېز لاندې دي؟

د دې لاملونه به ډېر وي خو زه غواړم  دوو خورا غوره لاملونو ته یې د لوستونکو پاملرنه راواړوم

 

۱- یو لامل یې د اوسېدلو لپاره دسیمې او ځای ټاکنه ده.

موږ پښتانه تل د ژوند د تېرولو لپاره شاړې، بانډې، دشتونه او غرونه انتخابوو. ښارونه مو سیکانو، هندوانو، تاجکانو پنجابیانو او نورو ته پرېښې وي. ځیني له هغو چې د ښارونو پښتانه دي، هغوی هم له اره (اصله) نور څوک وي خو پښتو یې زده کړې وي.

 

په ټوله پرمختللې نړۍ کې حکومتونه پر ښارخوښونې (urbanization) کار کوي. په ساده ټکو که یې ووایم نو په ښاري چاپېریال کې ژوند او ښاري ثقافت (کلتور) لاس ته راوړل د شاړو او بانډو تر ژوند غوره دي. په ښاري چاپېریال کې انسان مجبورېږي کار وکړي، خپل ځان او کورنۍ ته نفقه ومومي. دا خوارۍ او مزدورۍ د دې سبب ګرځي چې شخص د معاش او یا د اجورې خاوند ګرزي.

دا شخص بیا د دې معاش/اجورې په برکت کولای شي خپل بچیان ښوونځي ته واستوي. په دې توګه له هغې ستونزې ژغورل کېږي چې ډېری پښتانه هره ورځ ورسره مخ دي. دا په دې معنی چې، کله یې بچیان ۱۰یا ۱۲ کلنۍ ته ورسېږي، ښوونځی خو یې دولتي وي او یاسکول یې پرایوټ وي، خو مور او پلار یې مجبور وي چې د ښوونځي پر ځای یې کار ته واستوي، چې پیسې وګټي. کار بیا چېرې وي خو، دومره وي چې وړیا کار زده کړي او یو څه موده وروسته دخپلې تنخا خاوند وګرزي. بیا نو نور عمر یې بې زده کړې پاتې شي. ارمانونه یې له خاورو لاندې شي. هغه بېچاره بیا د خپل پلار په شان له خواریو او سختیو سره لاس په ګرېوان وي.

 

د ښار اوسېدلو نورې ګټې دادي چې هغه بچیان چې په ښاري چاپریال کې اوسېږي د ښار فرهنګ خپلوي. هغوی هر وخت په خپل چاپېریال کې ویني چې ټول خلک په خپل چوپړ بوخت وي. لویان کار کوي او ماشومان ښوونځيو ته ځي. بېروزګاره خلک یې د کور کار پر مخ بیايي. ماښام چې سره راغونډ شي ټول خوشحاله او له ځانه راضي وي، ځکه چې لویانو یې نقدي اجوره راوړې وي او بچیانو یې زده کړه حاصله کړې وي.

 

په ښاري چاپېریال کې ځوانان هڅه کوي چې په یوه ښه ښوونځي کې ځان شامل کړي، د نورو سره په سیالۍ کې کوښښ کوي چې ښې نمرې لاس ته راوړي. په کلیو او بانډو کې خو بیا دا ډول امکانات نه وي، یو ښونځی وي او هماغه به انتخابوي.

کله چې ځوانان ښې زده کړې وکړي نو که ډاکټر او انجینر جوړ نه شي یو ښه معاش او نه ستړیکوونکی کار یا وظیفه خو لاس ته راوړلی شي. د خپلو اولادونو ښه تربیت کولای شي. د ټولنې په ښه جوړولو کې برخه اخیستلای شي. خپل معلومات د لوستلو په واسته ښه بډای کولای شي. دا ډول اشخاص که په ټولنه کې ډېر شي هېواد یې په نړۍ کې له نورو هېوادو سره سیال ګرځي.

 

د ښار خوښونې د مفکورې پر خلاف، زموږ پښتانه وروڼه بیا وايي:

زما جنازه په ښار کې څوک اوچتوي؟ کلی خو ځکه ښه وي چې ټول مې پېژني. یو څوک به راته شهادت ووایي او یو څوک به مې جنازه اوچته کړي. غوا او ځمکه مې دومره شته دی چې له لوږې به نه مرو. تل یې بسنه (اکتفا) اختیار کړې وي. (اکتفا خو به ځکه کوي چې بېچاره بل څه کولای نه شي.)

 

۲-بل لامل یې د سخت ژوند له امله جوړشوی ذهنیت دی.

کله چې د ښار ژوند د نه خوښولو له امله او د ځینو نورو لاملونو له کبله خلک له خواریو او سختیو سره لاس په ګرېوان وي نو همدغه ژوند یې عادت ګرځي او بلاخره یې خپل رواج ګرزوي او خواري ورته طبیعي ښکارېږي. نو بیا وایي

یو یې ګټي او سل یې څټي.

 

دا چې یې ښوونه او روزنه نه وي حاصله کړې نو د 

نالوستۍ په وجه خپلو بچیانو ته له مسلکي تربیې،  چې د کتاب او د ورځپاڼو د لوستلو پواسطه حاصلېږي، عاجز پاته کېږي. هغه وخت مجبورېږي چې د خپلې خوښې تربیه اولاد ته د وهلو په ذریعه انتقال کړي. نو بیا وایی:

 

چې چېرې ډب نه وي هلته ادب نه وي.

 

انجلۍ چې کله اوه کلنۍ ته ورسېږي باید د ګنهګارو او بدو انسانانو له نظره وژرغورل شي. چې یې پت ته کوم نقصان ونه رسېږي. (هغه بد انسانان څوک دي؟ هغوی هم د دغې انجلۍ د ورورنو په شان له ښې تربیې محروم پاته شوي ځوانان دي.)

ځینې مور او پلار بیا یو څه ښه وي، لور تر لس کلنۍ جومات ته د سبق ویلو لپاره پرېږدي چې هلته خپلې بنسټیزي اسلامي زده کړې وکړي. د دې سبق پر لاس ته راوړلو د هغې اخرت خو ښه کېږي اما د عقل کچه یې هماغسې ټیټه پاتې وي. چې لویه شي ټول عمر یې په کورساتلو تېر شي. په ژوند کې یې د تجربې او زده کړې کچه د خپل کور او چم ګاونډ تر بریده محدوده وي. کله چې خطا ځنې وشي نو ورته وايی: د ښځې عقل کم وي. ځینې پکې داسې هم وایي:

ښځه، یا په کور وي یا په ګور

 

نو ښځه به څرنګه د ښه ژوند او پرمختګ خاونده شي؟ 

د ملګرو ملتو د یوه اورګان شعار دی، وایي:

 

هغه ټولنه چې ښځه پکې تعلیم یافته نه وي، نه شي کولای پرمختګ وکړي.

 

له ډېری  لوستي (تعلیم یافته) چې د پښتو د الفبې په اړوند ځنې د ویلو غوښتنه وکړې نو هغه به درته د عربي او یا فارسي الفبا وايي، د پښتو له تورو به داسې په زغرده تېزېږي، لکه ته به وایې چې د پښتو توري لا مور نه دي زېږولي. ولې داسې ده؟ هغه ځکه چې په اوه کلنۍ کې یې بنیادي زده کړې په جومات کې کړې دي او یا یې زده کړه د دريژبو او اردوژبو په ښوونځیو کې لاس ته راوړې ده.

 

هغوی، چې له لیک لوست او زده کړو لېرې پاته وي د اکثره لاسته راوړنو لپاره د مغز پر ځای مټې کاروي. په ژوند کې یې سترې لاسته راوړنې دا وي چې بچیانو ته ودونه وکړي. کور خو یې لا پخوا جوړ کړی وي، څلور دېوالونه یې ودرولي وي. بله لویه لاسته راوړنه یې دا وي چې حج شریف ته ولاړ شي او د کلي د حاجیانو په قطار کې وشمېرل شي.

 

هر افت به له خدایه ګڼي پر ځای د دې چې لامل یې وګوري او يې څېړي. خو دا چې څېړل نه شي کولای پر خدای خو یې اړول اسان کار دی.

نو، زموږ د وروسته پاتې ژوند یو اړین لامل زموږ ذهنیت دی او زموږ د ژوندلاره ده. تر څو چې موږ پښتانه دا ذهنیت لرو په ژوند کې پرمختک نه شو کولای.

 

ځیني لا په موږ کې داسې هم شته چې پرمختګ بد ګڼي او مخالف یې وي، خو د نامشروع پانګې د دحاصلولو لپاره هر څه کوي. هغه وخت یې دین او ایمان هېر وي. دا یو جلا باب دی چې لیکنه پرې وشي.

 

موږ کله کله له خپلو دولتي چارواکو ګیلې لرو، چې پښتو نه وایي. که په دولت کې پښتانه وي نو له یوې خوا خو هغوی د نورو په کلتور او ذهنیت کې ورګډ شوي وي او د هغوی له لارې یې پرمختګ کړی وي. له بل اړخه د دوی ګناه هم نه ده ځکه چې هغوی ښه ژوند غواړي او پښتانه د ښه ژوند او پرمختګ مخالف وي. ځکه یې د دوی ځنې کډه کړې وي.

 

یو توکم به څرنګه پرمختګ وکړي او ژبه به یې بقا ولري چې د اوږدوالي واحد یې د اوښ قدم وي، د ګرام پر ځای د وزن د مقیاس واحد اوربشه او خرما کاروي؟ په دې ذهنت درلودلو سره به موږ څرنګه خپل مرور وروڼه چې دري او اردو وایي راپوخلا کړو؟

 

راځئ چې له ځانو سره ژمنه وکړو چې تر هر څه د مخه مو ذهنیت ښه کړو: هغه دا چې پیسه ګټل شرم ونه ګڼو، د جومات پر ځای بچیان ښونځي ته واستوو، لوڼو او زامنو ته په یوه سترګه وګورو. له ټوپک، جګړو او فتنو څخه ځان وژغورو، پر بخښنې غوښتلو شرم و نه کړو.

محمد کلام مومند

-
بېرته شاته