(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژوند چې شین شي

[05.Jun.2020 - 16:04]

ژوند چې شین شي له خندا نه

لیک: بېکسېار

د ښاغلي، منلي او مساپر ملګري شاعر عزت الله شمسزي تازه له چاپه راوتلې د شعرونو دریمه ټولګه [ژوند چې شین شي له خندا نه ] مې ولوسته، د شمسزي دغه ټولګه څه دوه سوه پاڼې شاعري ده چې سمه نیمايي يې غزلونه او پاتې نیمايې يې بیا نیم په نیمه نظمونه او ازاد شعرونه جمع سپین شعرونه جوړوي . د ټولګې شروع کې د غزلبول شاعر مصطفی سالک سریزه هم راغلې چې ما لا نده لوستې، او کله چې دغه لنډه لیکنه ختمه او د شمسزي د شاعرۍ په باب خپله رایه قایمه کړم بیا به يې لولم، تر هغو يې ځکه نه لولم چې په خپله رایه کې د ښاغلي سالک له نظریاتو متاثره نه اوسم .

شمسزی د شعر د میدان یو پېژندل شوی نوم دی چې له نوم، شخصیت او شعر سره يې لوستونکي بلد دي او زیات تعارف ته محتاج ندی، زما په خیال چې هیله من یم سم واوسي او د ښاغلي شاعر، شعري تاریخ ته څه صدمه و نه رسوي، ښاغلی شمسزی د طالبانو له راتګ سره جوخت په ادبي میدان کې مطرح شو، او له شاعرۍ سره په څنګ کې يې خپل ادبي او فرهنګي فعالیتونه په دیار هجرت کې جاري وساتل .

وطن ته تر بېرته راتګ وروسته يو ځل بیا په فرهنګي، مدني او ټولنیزو برخوکې فعال پاتې شو تر هغو چې د نورو زده کړو په موخه امریکا ته ورسېده او لا هماغلته دی. 

د شمسزي شاعري د ژوند شاعري ده، ده خپل شعر داسې روزلي چې د ژوند هرې غټې او وړې پېښې ته راځي [آمد]، او لکه د ځينو نورو پخوانیو او اوسمهالو شاعرانو په شان ندی چې د مور ورځې، د ښوونکي ورځې، کومې سترې بمي چاودنې او یا دیتیم اوښکو ته منتظر وي .

هغه دوستانو ته  چې د شمسزي له شاعرۍ سره بلد دي، او دده دشعر په خوږو يې لا پخوا خوله خوږه شوي یو نوی زېری دادی چې د ښاغلي شمسزي پدې اوسنۍ شاعرۍ د یوازېتوب، تنهايۍ او مساپرۍ خواږه/ درد هم ور ګډ شوي دي، چې خوند يې څو چنده شوی .

څرنګه چې دغه لیکنه نه د شمسزي پر شاعرۍ کومه سریزه ده، نه کومه کره کتنیزه مقاله ، بلکې د شمسزي د کتاب د چاپ د یوه اعلان او یوه زېري حیثیت لري نو نه غواړم  چې لیکنه اوږده شي او دده پر ټوله شاعرۍ محتوي وي .

هسې غواړم دده یوه غزله تاسو ته وړاندې کړم چې کم له کمه ماته د پښتو شاعرۍ په وېړه لمنه کې نوې وه، دغه هنر ما په کیسه کې لیدلی، په ناول کې مې لیدلی، په فلم کې مې لیدلی چې فلم بیا واپس هماغه داستان یا ناول دی، خو په شعر کې دا لومړی ځل و چې شمسزي صیب ترې ګټه اخیسې، د ملګري صابر شینواري خبره زما خپله خو علم کم دی خو له اورېدو چې دغه تکنیک یا صنعت د  Postmodernisme ادبیاتو یو علامت او نښه ده، چې انسان ازاد پرېښودل کېږي څو په خپل خيال، سوچ او فکر یوې خپلې مطلوبې پایلې ته ورسېږي او پدې وسیله له یوه شعر ، یوه داستان، یوه فلم او د شمسزي ددې شعر اړوند له یوې یوې مسرې دلوستونکو، لیدونکو او اورېدونکو په تعداد تفسیرونه، تعبیرونه او پایلې وزېږي . نور نو که زما منئ نو کتاب تر لاسه کړئ چې ژوند مو شین شي له خندا نه . 

د شمسزي د لا سترو بریا وو په هیله .

 

لاړې، خو ما سره دا غم وي چې ته ...

 بیا به د کوم کال، کوم موسم وي چې ته...

 

 منې کنه اوس د احساس رابطې

 ختلی مانه دلته دم وي چې ته ...

 

 تا راکتلي خو زه بل چېرته وم 

زموږ فکرونه کله سم وي چې ته...

 

 وخت د دیدن لکه د لارې سلام 

لا په بڼو مې پروت شبنم وي چې ته...

 

 شمسزیه ستړي ژوند ته غاړه ورکړه 

زړه به چاودلی لکه بم وي چې ته.. .

[][][][]

یوولسم فبروري ۲۰۲۰

بېکسیارـ ډنمارک

-
بېرته شاته