(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوراحمد خالدي

[15.Jun.2020 - 14:21]

نوراحمد خالدي

لیک: ډاکتر لطیف ېاد

داځل تاسو ته یوداسې ملي ، دسیاسي مسایلو تحلیلګر او هیوادپاله شخصیت درپيژنم چې دګران افغانستان او دافغانستان دملي یووالي او وحدت په اړوند یې ډیرې لیکنې کړي دي .دي نه یوازې د دري ژبې لیکوال دی، بلکې ددرې دخوږې ژبې شاعر هم دی. دغه په هیواد او خپلو خلکو مین شخصیت ښاغلی دکتور نوراحمد خالدی دی.

ښاغلي دکتور نوراحمد خالدي په ۱۳۲۹ لیږدیز/هجري کال کې چې د۱۹۵۰ زیږدیز/میلادي کال سره سمون خوري دافغانستان دلرغوني ولایت هرات دغوریانو په ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلي دي .لومړنۍ زده کړې یې دهرات دښار د موفق او دکابل په سید جمال الدین افغاني لومړنیو ښونځيو کې سرته رسولي دیي او منځنۍ زده کړې یې دکابل دغازي په لیسه ( ها ی سکول) ، دفراه دابونصر فراهي او دهرات دسلطان په لیسوکې سرته رسولي دي او په ۱۹۶۷ زیږدیز /میلادي دکابل دحبیبیې دلیسې نه فارغ شوی دی.

ښاغلي دکتور نور احمد خالدي بیا وروسته دکابل پوهنتون داقتصادپه پوهنځي کې زده کړې کړي دي او ددغه پوهنځي نه یې خپلې زده کړې په ۱۹۷۲ زیږدیز/میلادي کال کې بشپړې کړي دي او دهمدغه پوهنتون نه یې داقتصاد په څانګه کې یې د (B.A) سند ترلاسه کړی دی. .ده وروسته بیا په ۱۹۸۴ زیږدیز کال کې دهند بمبئي ( مومبای) دپوهنتون نه داحصائیې اودنفوسو دسرشمیرنې Statistics په څانګه کې دماسترۍ (M.A) سند ترلاسه کړې کړې دی.

ښاغلي دکتور نوراحمد خالدي په ۱۹۹۰ لیږدیز/میلادی کال کې په همدې څانګه کې دآسترالیا دملي پوهنتون نه ددکتورا (Ph.D) .سند هم ترلاسه کړی دی.

ښاغلی دکتور نور احمد خالدی تر خپلو زده کړو وروسته لومړی په ۱۹۷۳ زیږدیز کال کې دافغانستان دپلان په وزارت کې او بیا تر هغه وروسته په کابل کې دمرکزي احصائیې په اداره Central Statistics Department کې دنده درلوده . په۱۹۸۵ زیږدیز کال کې کله چې په افغانستان کې حالات خراب شول نو ښاغلي دکتور نور احمد خالدی هم دنوروزرګونو افغانانو په څیرد خپل هیواد پریښودلو ته اړشو اودخپلې کورنۍسره دآسترالیا هیواد ته مهاجر شو..

ښاغلي دکتور نور احمد خالدي له ۱۹۸۹زیږدیز/میلادي کال را پدیخوا دآسترالیا په فډرال حکومت کې د۲۶ کلونو لپاره ځینې رسمي دندې درلودلې چې د دغو دندوترڅنګ یوه هم د۱۹۹۰ دمیلادی کال په نیما یي کې دهغه هیواد دلومړي وزیر(Prime Minister) ددفترد ستر مشاور دنده وه .،دی وروسته دآسترالیا دنیو سا وت ویلز او کوینزلینډ په ایا لتي حکومتونوکې هم مشاور پاتې شوی دی.نوموړي د۱۹۹۰ زیږدیز /میلادي کال په نیمايي کې دپسیفیک دجنوب حوزې دهیوادونو نیوکلودینا کې دنفوسو او سرشمیرنې د متخصص دنده درلودله.

ښاغلی دکتورخالدي په اوسني وخت کې داسترالیا دهیواد دکوینز لینډ ایالت په مرکز بریسبین کې دنفوسو او احصائیې دمتخصص او ماهر په توګه د(KRD) په نامه یو مشورتي دفتر لري .

لکه چې دمخه مې وویل ښاغلی دکتور خالدي پر سیاسي ، تاریخي لیکنو برسیره شاعري هم کوي چې دده لاندینی شعري ټولګې ( مجموعې ) په دري ژبه چاپ شوي دي :

قصه دل، دشت جنون، تخیل او چراغ راه.

له نیکه مرغه دده شعرونه دډیرو افغاني هنرمندانو له خوا زمزمه شوي هم دي چې په دغو هنرمندانو کې د حیدر سلیم، احمدولی، رحیم جهانی، غوث نایل، کمال ناصر دوست، میرویس نصیر، بارق نصیر، ظریف خرم و احمد شاکر نومونه اخیستلی شو.

باید زیاته کړم چې ښاغلی دکتور خالدی دشعر ، تاریخ ، موسیقۍ او دفوټبال دورزش سره زیاته مینه لري .

دده ډیرې مقالې چې په بیطرفانه او دملي لید پر بنسټ لیکلې شوي دي د احصائیې او نفوسو ، تاریخ او دافغانستان دروانو پيښو په اړه دي چې په ګوګل کې یې لوستلی شئ .

ما ددې کرښو لیکوال دښاغلي دکتور خالدی صاحب ځینې علمي مقالې لوستلي دي چې په هغو کې دپښتون او تاجیک دقومونو منشا او دنظار شورا دافغانستان دملي سمبولونو دماتولو په لټه کې مقالې دي چې ښاغلي دکتور خالدي په خوږه دري ژبه لیکلي دي چې یو شمیر مغرضو او پردی پالوعناصرو پرهغو منفي تبصرې هم لیکلي دي .که تاسو غواړئ چې دده علمي مقالې ولولئ نو په ګوګل کې یې لوستلی شئ .زه ټولو هیوادپاله افغانا نو ته سپارښتنه کوم چې دښاغلي دکتور خالدي صاحب مقالې ولولي ځکه دده تحلیلونه په زړه پورې او دواقعیتونو نه سرچینه اخلي .

زه ښاغلي دکتور نور احمد خالدي ته دیو رښتیني ،هیوادپال افغان او یو ملي شخصیت او مشر په سترګه ګورم اوده او دده درنې کورنۍ ته دلا زیاتو خوشالیو او بریاووهیله کوم .

-
بېرته شاته