(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رېاض سره ملاقات

[15.Jun.2020 - 14:26]

د جرس په ملګرو د خاکو ما دا وړه غوندې هڅه کړي چې زه دې د جرس ادبي جرګې په ملګرو ادبي خاکې اولیکم ، ما اولیکلې چې دوٸ کښې طاهر صیب ، قیصر اپریدی، روښان یوسفزی، ریاض تسنیم ، بادشاه خان قاصر ، افتاب بدر، طاهر بونیری ، نورالاسلام سنګر ، محب وزیر ، ننګیال یوسفزی ، رحمان بونیری فیصل فاران او زه ماښام خټک شامل دي - د کتابيح بڼې په غترض یوه یوه کمپوزؤم او ستاسو د رایو د پاره ېې خپرؤم هم ۔ امید دی چې ستاسو د ذوق د تسکین سبب به اوګرځي - مننه                                                     ----- 

سید ریاض علي شاه

لیک : اقبال حسین افکار

د ریاض سره هم زما اولنی ملاقات د جرس ادبي جرګې په اجلاس کښې په کال١٩٩٢ خواوشا کښې شوی ؤ ، او په اولني اجلاس کښې ېې زه په خپل تنقیدي صلاحیت متاثره کړم چې بیا مې ورسره دغه تاثر د اجلاس نه پسته شریک هم کړو - دغه ورځو کښې د فضل خالق غمګین تالیف شوی کتاب دریاب تازه تازه چاپ شوی ؤ او په وحدت اخبار کښې پرې د تبصرو د لیکلو یو قطار لګېدلی ؤ چې ما هم پرې تازه تازه په مذکوره اخبار کښې تبصره لیکلي وه او د ریاض تسنیم سریزه مې ستاٸیلي وه او هغه سریزه یقیناً د ستاٸیلو وه هم ، نو ریاض راته د اجلاس نه پسته داد هم راکړی ؤ چې ښه تبصره دې پرې لیکلي -

ریاض سور سپين په ونه چګ ، شنې سترګې ، خندا رویه څهره لږ په اوږو کښې راټوغ یو بارعبه ملګری ؤ-

د جرس ادبي جرګې په اجلاس کښې به ېې تنقیدي رویه ډېره جارحانه وه ، هغه به هر لیک د اردو ادب په معیار تللو - هغه د مقدار په ځاېې د معیار پوخ پلوي ؤ - په بل به ېې د زړه د خلاصه تنقید کولو خو په ځان ېې یوه وړه غوندې خبره هم ناقابل برداشت ګڼله وه - غصه کېدو به ډېر زر - د جرس ټول ملګري دده د غزل ګرویده وو- ده به غزل د زړه نه لیکلو او د زړه نه به ېې اورولو ، انداز ېې ډېر روان او لږ جذباتي ؤ - انتخاب ېې ډېراعلی ؤ - څیزونو ته د کتلو انداز ېې ډېر کلٸیر ؤ - په راېې جوړولو او فیصله کولو کښې به ېې د سستۍ نه کار نه اخستو - کومه رایه یا فیصله به ېې که په تادۍ ګښې هم اوکړه خو بیا به پرې ولاړ ؤ که هغه رایه یا فیصله دې غلطه ولې نه وه-

ریاض په پولیس محکمه کښې ؤ او ډېوټي به ېې د شپې د کراچۍ د ساوتھ ضلعې د پولیس لاٸین د اسلحې په ډپو لګولي وه چې دده سره به پرې دوه سپایان نور هم وو او د به په حیث د حولدار ددغه ټیم لیډنګ کؤ خو اکثر به ېې ماته د لسو بجو ته پس په سرکاري فون ، فون اوکړو بیا تاسو خپله پوېې شٸ چې په سرکاري فون خبرې سړی څومره وخت کوي او بیا چې نوکري سرکاري د پولسو وي شپه وي او سړی شاعر او اديب هم وي نو بیا تاسو نور خپله ښه پوهېږی خو د ورځې به ېې په یو پراٸویټ سکول کښې استاذي کوله او خپل تعارف به ېې د چا سره پحیث د پولیس نه کولو بلکې د یو استاذ کولو- ایف - ایس - سي ېې د اسلامیه کالج پېښور نه کړي وه- بي - ای ېې پراٸویټ د کراچۍ یونیورسټۍ نه کړي وه - په کال ١٩٩٥-٩٦ کښې چې ما ایس - لاء کالج کښې په لاء کښې داخله اخستي وه نو زمونږ یو ملګري ممتاز جدون چې دده سره نزدو په سټي ریلوی کالونۍ کښې اوسېدو او زمونږ په کالج کښې زمونږ سره د پښتون سټوډنټ فیډریشن غړی ؤ او دوۍ به بعضې ملګرو ته په فیس معافۍ کښې داخلې کولې نو ریاض ته مو هم فارم ډک کړی ؤ او داخله ې هم شوي وه خو داسلسله ېې د دوو نوکرو له وجې په وړاندې بو نه تله - د ایس - ایم - لاء کالج د اردو یوې مشاعرې ته مو هم په حیث د یو سټوډنټ رابللی ؤ چې صدارت ېې جاذب قریشي کولو، د مشاعرې نه پسته دده وٸیلی شوی غزل د جاذب قرسشي لور ډېر خوښ شوی ؤ او ده ته ېې زما په وړاندې اووې چې میرے ابو بھی جوانی میں آپ کی طرح جذباتی انداز میں شعر پڑھتے تھے -

دی د واده نه وړاندې په سټي ریلوی کالونۍ کښې د روډ په غاړه په یوه وړه بالا خانه کښې په کرایه اوسېدو او دده دغې بالا خانې ته د لرګي سېړی لګېدلي وې چې ترې لاندې یو چمیار ماما به ناست ؤ او دغه چمیار ماما دده داسې اوګڼه چې پرسنل سېکټري ؤ ، دده د تګ راتګ ، بره کمره کښې ریاض شته او که نه ، ده ته کتاب پرېښودل او ده نه کتاب وړل دا ټولې ذمه دارۍ به ده تر سره کولې- ددې نه علاوه په ټوله کالونۍ کښې دی بل هېچا نه پېژندو او نه ده څوک پېژندل -

د ریاض د واده قیصه ډېره عجیبه وه بلکې هغه د پښتنو خبره چې په تېر عمر ېې واده کړی ؤ ، دده کورودانه دده د سکول شاګرده وه خو ده هغې ته د انټر نه پسته رشته وراولېږله چې د ډېر ټال مټول ، ګفت و شنید او شراٸطو د پوره کولو نه پسته قبوله کړی شوه - هغه د چا خبره چې میاں بیوی دواړه راضي وو خو خبره قاضي یا قاضیانو خرابه کړي یا حصاره کړي وه او هغه د جینۍ مور او پلار نه علاوه د جینۍ خپل خپلوان او د جینۍ مشره خور وه چې په لاهور کښې واده وه او خبره په نیمه کښې حصاره شوه او دا هغه ورځې وې چې ریاض تسنیم دا غزل لیکلی ؤ

ما د خپل قد او د قامت نه هم سېوا اوکړه

مینه هم دغه هومره ډېره وه چې ما اوکړه

 

ځمکې ېم يرېښی او اسمان ته مې لاس نه رسیږي

په کوم موسم کښې دې زما د سر سودا اوکړه

 

د جینۍ خپلو خپلوانو او د جینۍ د مشرې خور د جینۍ پلار ته دا عذر وړاندې کړی ؤ چې مونږ سیدان یو او هلک سید نه دی او د سیدانو سره د غیر سید نکاح نه کیږي ، که ده ورته هرڅو خلق یا ملګري کښېنول خو هغوٸۍ نه منل اخر دی ، شاه اسماعیل چې دده سره سکول کښې ملګری استاذ ؤ او په رشته کښې ېې مهم رول لوبولی ؤ او یو کس بل غالباً هغه هم ماته استاذ ښکارېدو ماته ( سټي کورټ ) سیشن کورټ ته راغلو او لکه د ډرامې ې راته دا ټول سیچوویشن مخې ته کېښودو چې موتږ ورته وایو چې دی پلار په نیکه سید دی او دده پوره نوم ریاض علي شاه دی خو نه ې مني - بیا مو ېې حل دا راویستو چې په سټامپ پیپر مو ورته لیکلي ورکړل او د دوو ګواهانو چې دا ورسره راغلي ملکري استاذان وو نه پرې دستخطونه واخستل او هم مو پرې د هغوٸۍ ګوتې هم اولګوې او ورپسې مو باقاعده د اوتھ کمشنر نہ هم پرې دستخط او ټاپه اولګوله هله ېې اومنل او واده ته تیار شول -

بیا د واده ستونزه ېې هم عجیبه وه ، ما چې ده ته د خپل واده کارډ ورکولو نو ده ماته ده هم د خپل واده کار راکړو او د دواړو د رخصتۍ نېټه او وخت یو شان وو ، زما او دده ادبي ملګري مشترکه وو بس دغو ملګرو خصوصاً طاهر صیب دا خبره غوره کړه چې ستا سره فیملي او خپل خپلوان شته ته به ځان سمبال کړې ریاض یوازي دی ملګري به د هغه رخصتۍ ته ورشي ، یو افتاب بدر زما د رخصتۍ رسم ته شادي حال ته راغلی ؤ چې په دغه ورځو کښې ددې دواړو خپلو کښې ناچاقي وه او ریاض خو ضدي سړی ؤ نو د واده ېې ورته نه وو وٸیلي- د ریاض د واده په کړه کوړه کښې رحمان بونیري ورسره ډېر لاس کړی ؤ که زه اووایم چې لکه د ورور ې ورسره منډه ترړه د رخصتۍ د ګاډي ، د حال ، د کور د تیاري او د مېلمنو دا ټول انتظامات هغه سمبال کړي وو نو مبالغه به نه وي - د ریاض د رخصتۍ یعني د ډولۍ یا پالنګ په وخت لوګي میاں چې دغو ورځو کښې کراچۍ ته راغلی ؤ څهره هم اورولي وه چې دغه وخت ملګرو د یوې مشاعرې تابیا کړي وه -

دغه ورځو ګښې هفته وار روشن پاکستان ښه په درز کښې خپرېدو چې زما او د ریاض د ودونو عکسونه ېې هم خپاره کړي وو چې بیا پرې ساٸیل صیب په خپل کالم کښې تبصره هم کړیوه چې ما وې چې دا دواړه به زاړه سړي وي خو دا دواړه خو له ځوانان دي اوس ېې وادونه اوکړل - ریاض واده لیټ کړی ؤ ، د ریاض او د کور واله تر مینځ ېې قریباً قریباً اولس اتلس کاله فرق ؤ - ریاض ته بیا الله پاک بله پسې یوه لور عدینه او زوی داٸم شاه ورکړل خو د هغې نه پسته ېې بیا فل سټاپ اولګؤ او بچے دو ہی اچھے په فارموله ېې عمل شورو کړو - ریاض چې څومره ښه شاعري په پښتو کښې کوله هم هغه رنګ شاعري ېې په اردو کښې هم کوله خو د پښتو د شاعرۍ په مقابل کښې ېې د اردو د شاعرۍ رفتار ورو ؤ - د اردو په شاعرانو کښې ېې د صابر ظفر سره ډېر ښه تعلقات وو

د صابر ظفر په شان ذود نویس او ښه شاعر د شاعرۍ انتخاب او بیا د هغه په شاعرۍ به یو نیم وخت لیکل هم ده کول خو چې کله ریاض مړ شو نو ملګرو به دا محسوسوله او امان اپریدي یو ځل په ډاګه اووې چې دا دده ملګری ؤ چې نه ېې په بیمارۍ پښتنې ته راغلو نه په مړینه او نه جنازې ته ، د پښتنې خو ېې نه شم وٸیلی ولې د جنازې او د لاس نیوې داسې څه وجوهات وو چې صابر ظفر ممکنه ده چې نه وي راغلی

ریاض یو ډېر متحرکه کس ؤ - د قلندر صیب معتقد ؤ او د قلندر صیب د مرګ نه پسته ېې د هغه څلور پنځه کلیزې د جرس د پلیټ فارم نه د ملګرو په کمک او په خپل متحرک ځان اونمانځلې - ریاض ته د اردو د مشهورو شاعرانو ډېر شعرونه یاد وو او مطالعه به ېې هم د اردو د ښو شاعرانو زیاته کوله او هم دغه وجه ده چې دده په شاعرۍ د اردو د شاعرۍ اثرات زیات وو - ریاض به رحمان بابا ته رحمان بابا وٸیل خو خوشحال خټک ته به ې بابا نه وې هغه ته به ېې تش خوشحال خټک وې ولې چې د هغه د بابا ګېری ځانته خپله پېمانه وه حالانکې خوشحال خټک ېې هم د خوښې شاعر ؤ ، بلکې خوشحال شناس ؤ د خوشحال خټک دشاعرۍ ېې انتخاب هم په خپله پېمانه کړی چې د منتخب خوشحال په نوم ې دغه کتاب چاپ کړی ، په خوشحال خټک ېې یوه ډېره ښه مقاله هم لیکلی وه چې د جرس په یوې ګڼه کښې چاپ شوي هم ده ، د خوشحال خټک په ځمکه ېې ډېر شعرونه لیکلي ، خوشحال خټک ته ېې د مخاطبې په صورت کښې یو نظم هم لیکلی ؤ چې ډېر زیات مشهور شوی ؤ چې مشهوره مصرعه یا بند ېې داسې ؤ

پښتنې به زلفې څه اونیسي باد ته

چې ت مشکو په ځاېې بوٸیں تر د بارود ځي

بس خوشحاله ملامت راباندې مه کړه

افریدي اوس افریدو ته خیبر نیسي

د ریاض د اولنۍ شعري مجموعې نوم دا کوم رنګ مې کشید کړی دی ، بیا ېې منتخب خوشحال ، بیا ېې د نثري نظمونو مجموعه چندڼ بیا ېې بیډ نمبر ٢٨ او اخرینی مجموعه ېې زه که دا وارې اوده شوم او په رښتیا ددې مجموعې نه پس داسې اوده شو چې بیا هډو راویښ نه شو له خوابه -

ریاض به اکثر یا بیمار ؤ او یا به ېې ایکسیډنټ کړی ؤ د یوې بیمارۍ حال ېې د رپورتاژ په شکل کښې د بیډ نمبر ٢٨ په نامه په کتابي شکل کښې خپور کړی ، ریاض د پښتو شاعرۍ ته یو نوی رنګ ورکړو او ډېر ځوانان ېې په تقلید کښې روان کړل او دده په سټایل ېې شاعري اوکړه دده لفظیات ، دده ترکیبونه او دده په اسلوب کښې ېې ځانونه رنګ کړل او دده د مریدی تر حده قایل وو او اخر به ېې په پیر بللو -

که ده په غزل کښې د ردیف په توګه پیره توری راوړی نو دده په نقش قدم تلونکو ځوانانو بیا په خپلو غزلونو کښې د پیره توری د راوړلو تجروبې نه بلکې په تجروبو تجروبې کړي ، که ملنګه توری ېې د سابقې په توګه د غزل په هر شعر کښې راوړی نو دده معتقیدنو بیا د ملنګه د ټکي استعمال د زړه د اخلاصه کړی دی ،که پریزاده ېې پکارولی نو بیاېې د پریزاد ګردان په بیا بیا کړی ، د ریاض سټایل ډېرو ځوانانو د فیشن په توګه هم مخ ته راوړو ، هم دغه وجه ده چې ریاض د ادب په ځوان کهول کښې لکه د یو سلیبریټي حیثیت لرلو او ریاض کښې د سلیبریټي خصوصیات وو هم او د هغه چاسره به ېې زیات نزدیکت ،یاري راشه درشه کوله چې چا به دی زیات اورېدو او خوښولو که هغه به د ادب یو وړوکی چڼی ولې نه ؤ -دی په خپل کلام اورولو کښې شوم نه ؤ د هر چا په فرماٸش به ېې خپل کلام ورته اورولو - کله چې فخرالدین هاشمي دلته په کراچۍ کښې په بلال کالونۍ لانډي کښې اوسېدو نو د ریاض شاعري د هغه د پلار خوښه وه نو ریاض به د سټي ریلوی کالونۍ نه قریباً قریباً یوه ګهنټه مزل بلال کالونۍ ته هغه ته خپل غزلونو اورولو ته کولو ما به ورته اوې هلکه ورو ورو ځان ته فین کلب جوړوې او به ېې خندل چې داسې اورېدونکي بیا چرته پیدا کیږي -

ریاض به چې څومره په اسانه د چا سره تعلق جوړولو د هغې نه په څلور چنده به ېې په ختمولو کښې وخت نه اخستو ، د هغه د هرې موقع ، د هرې خبرې ، کار ، بېګار او د ښې او د بدې خپل خپل کسان وو چې ده به ورته مهرې او مرغې وٸیل ، چې په دغو موقعو به ېې ترې کار اخستو بیا به ې پرې ځان ګوڼ کړو او بیا به ېې هله ورته کال کولو چې د کار ستونزه به ورپېښه شوه او چې په دغو کسانو کښې به د چا سره فري ؤ نو په خپل مخصوص سټایل کښې به ېې ورته د نیه د کنځلو نه اغاز اوکړو لکه وه هلکه ستا د نیه ------ او په یو ساعت کښې به ېې نیه ورته د مذکر د توري سره یاده کړه یا د نیکه د مخصوصو اوزارو سره وراوستاٸیله او د عمل نه به ېې تېره کړله - زرجان مداخېل ، زبیر حسین بیدار ، امان اپریدی ، محمد خان عندلیپ ، د عندلیپ ورو ، چې نوم ېې رانه اوس هېر دی د عندلیپ یو بل انډیوال ګلاب چې حجرې ته به ورتلو دغه مېلمستا یو ځل زما او د محب وزیر هم نصیب شوي ده ، جمعه ګل خټک ، حاجي محمد خټک د فرنټٸیر ہوټل واله ، شاه اسماعیل ، میک ، قاسم جان مشر ، او ته په خداېې دې نېکي مل شه حیات سواتی ، او په دې اخره کښې د بیمارۍ په دوران کښې وقاص ترین دده تخته مشق وو - دوۍ کښې حیات سواتی یو داسې خدمت ګار ؤ چې دده د میټروول نه راواخله تر لیبر کالونۍ د شفټنګ ، د کور د چونې ، خټې لوټې رنګ روغن هر څه ېې په خپله ذمه وارۍ اوکړل او د حیات سواتي په خیال ریاض ده ته فل اختیار ورکړی ؤ چې حیات سواتي به ورته د فل اختیار په ځاېې پل اختیار وې - چې کله هر څه ځاېې په ځاېې شول شفټتګ ښه مکمل شو او د څو ورځو نه پسته ورته حیات سواتي بل ورمخ ته کړو نو ریاض ورته اووې ټهیک ده خو دا ټهیک ده بیا کله هم ټهیک نه شوه - حیات سواتي ورپسې ډېرې چکرې اولګوې خو اخر ستړی شو ما به ترې کله کله تپوس کؤ او په خټک واله لهجه کښې به مې ورته ریوض خون وې ، ریوض خون د هغه لانجې دې څه حل ااویستو که نه ؟ په خندا به شو او د خپل د سر د ویښتو د کالمونو پیڅې چې یو څو ډکي په کښې سپین وو ، را اوبه ېې نیول چې دا مې په نمر نه دي سپین کړي مونږ د خلقو نه ---- جوړوو او دی زمونږ نه ---- جوړوي - ریاض به اکثر کار د خلقو نه مفت اخستو او دا خوٸي یا بیماري ورته د پولیس د وباٸي مرض نه لګېدلي وه ، او چې څوک به ېې مفت کار د پاره رضا کړو یا رااونیولو نو داسې کس ته ې په خپله اصطلاح کښې مرغا وې او په کټ کټ به ې اوخندل وې به ېې چې ماښامه ! مرغا بیا پهساؤ دی -

پروپېګنډه ېې ډېره خطرناکه وه چې په چا پورې به یو ځل اونخښتو بیا به ېې تر کوره زغلولو په هر محفل او مجلس کښې به ېې خبره د هغه نه شورو کوله او هم په هغه به ېې ختموله او د ملګرو راېې به ېې هم د هغه خلاف جوړولې بلکې د هغه خلاف به ېې باصابطه مهم چلولو -

خلق د خپلو بدو اړخونو پرده پوشي کوي ولې دی په هغه کسانو کښې ؤ چې د خپلو بدو اړخونو په تکرار یا د تکرار نه به ېې خوند اخستو لکه د رحمان بونیري ددې قول یا ټوقې نه به ېې ډېر خوند اخستو او ده به دا خبره خپله په بیا بیا تکراروله چې رحمان بونیری واٸي چې ریاض تسنیم اول سړی دریاب ته وراوغورځوي او بیا چغې سورې جوړې کړي چې هله خلقه سړی دریاب یوړو

ریاض په کراچۍ کښې په لیبر کالونۍ کښې د سخرانې سره د هغوٸی په کور کښې په بره فلور مېشت ؤ - یوه کمره ٸې د مېلمنو یا ملګرو د پاره مختص کړي وه چې دده زېر مطالعه یا ډېر پکار راتلونکي کتابونه هم په کښې ده په یو بل د پاسه پړی کړی وو ، د قلندر مومند یو عکس یې هم په یو فریم کښې په دغه کمره کښې لګولی ؤ - ما یا ملګرو دغلته ډېر دعوتونه خوړلي خصوصاً چې ځوک شاعر ادیب ملګری به د پېښور یا کوټې نه راغی او ده به مېلمه کړی ؤ -

د کتاب د ورکړې راکړې یاري دوستي ېې بېخي د چا سره نه پاللھ او شاید ددې وجې د ملګرو بیا کتاب نه واپس کؤل وو - زه او ریاض دلته د اردو پښتو یا بین الساني ادبي پروګراونو ته ډېر ځلې شریک تلي یو خو د ډان اخبار د ادارې پروګرام او د اقراء یونیورسټۍ پروګرامونه ډېر یادګار دي - د هزارې نړېولې پښتو مشاعرې او د کابل امن سیمینار او د لر او بر د پښتنو شاعرانو ګډې مشاعرې ته هم ګډ تلي یو - کال دوه زره اووم کښې د کابل د سیمیناردوران کښې به چې دی د هوټل کمرې ته راغلو نو دی به سمدستي اوده شو او په وجود کښې ېې سستي یا د قوت مدافعت کمي محسوسوله چې بیا لږه موده پس د تور زیړي د بیمارۍ تشخیص ېې اوشو ، ددې سرخوړلي او د مرګه تېرې بیمارۍ سره ېې پوره لس کاله جنګ اوکړو ، یوه ورځ چې ماسپښین سټي کورټ ته راغی نو ډېرخوشحاله ؤ ، ډېر په ویاړلي انداز ې وې چې ماښامه ! تور زېړي ته مې ماتي ورکړه دادې اوس اوس مې په سول هسپتال کښې ټسټونه اوکړل او ځان ېې ډېر فتح مند او بریالی محسوسولو او زه هم خوشحاله شوم او ما هم ورته اووې چې اوس ستا وجود هم داسې واٸي چې تاکې څه بیماري میماري نشته خو له بده مرغه څه موده پس ېې په خپل موټر ساٸیکل یو وارې بیا ایکسیډنټ اوکړو نو سپینه وینه ېې بیا په کمېدو شوه او زوړ مرض پرې بیا راتازه شو او د ښه کېدو نه پس په قول دده چې بیا مې قبر په لته اووهلو ، خو نومبر کال دوه زره اوولسم کښې د چکن ګونیا واٸرس یا تبې پرې داسې حمله اوکړه چې بېخي قومه ته لاړو بیا په مینځ کښې راښه شو بلکې ډېر راښه شو زما په خیال د سول هسپتال نه د هغه وړل نه وو پکار ما ېې کور واله ته مشوره هم ورکړي وه ولې چې ټسټونه ېې ټول دلته شوي وو او ډاکټران پرې پوٸې شوي وو دې دوران کښې د صابر شنواري هم زما سره له کابله رابطه شوي وه هغه هم دا خبره کړي وه چې د سول نه بل هسپتال ته نه شي شفټ کېدی نو هغه ته هم ما وٸیلي وو چې دا ښه هسپتال دی اپروچ هم شوی دی او دلته اکثره ډاکټران د ډاٶ یونیورسټۍ پروفیسران دي خو په سبا چې د کورټ نه فارغ شوم او دده د کور واله سره مې رابطه اوکړه نو راته ېې اووې چې هغه مو اوجه هسپتال ته شفټ کړی او اوجه هغه هسپتال دی چې د مریض عزت نفس اول وژني او مریض وروستو او هم دغه شان اوشوه او د هغه ځایه ېې بقول د هغه د کورودانې د هسپتال د عملې د روېې له وجې مو کورته راوړو ډېر بدتمیزه وو ، ددې نه وړاندې د افغانستان کونسل جنرل زما سره تماس اونیو چې مونږ د هغه تپوس ته درځو ما د ریاض کور واله خبره کړه او زما د افس د لاندې د کونسل جنرل ګاډی اودرېدو او زه ېې هسپتال ته د ځان سره یوړم هلته هم د هغوٸی نه د مریض د بل ښه هسپتال ته د شفټنګ مطالبه اوشوه او هغه دوٸی تہ تسلي ورکړه چې زه اسلام اباد سره تماس نیسم بیا تاسو ته وایم او د مالي مرستې ژمنه ېې هم اوکړه او په واپسی کښې زما د وړندې ېې اسلام اباد ته زرتشت شمس ته فون اوکړو چې هغه ورته اوږې زه دا مطالبې کابل ته لېږم امید دی څه حل به ېې رااوځي بیا دغه مالي مرسته او د نورو ملګرو مالي مرستې هم د قصر اپریدي په وساطت د هغه د سخر اکاؤنټ ته راغلي وې- دې دوران کښې خبر شو چې د پېښور د ملګرو فاروق فراق، سلیم صافي  او کرن خان په مرسته ملک ریاض ېې د علاج ذمه واري اخستي او اغا خان هسپتال کښې ېې د تور زیړي یعني د ځیګر د پېونکارۍ د اپرېشن د علاج معالجې بندوبست شوی دی خو د اوجه هسپتال نه کورته د وړلو نه پسته په کور کښې داځل داسې پوخ په قومه کښې تلی ؤ یا بقول د هغه داځلې داسې اوده شوی ؤ چې بیا هډو راویښ نه شو او د کراچۍ په اغا خان هسپتال کښې په څلورم دسمبر کال دوه زره اوولسم کښې په ابدي خوب اووده شو او د شپې د رشید اباد بلدیه ټاؤن په مقبره کښې خاورو ته اوسپارلی شو ، په ګور ېې نور شه -

 
-
بېرته شاته