(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بغدادي کتاب

[15.Jun.2020 - 14:52]

دبغدادي پیر جاج

لیک: نوربادشاه

بیګاه مې د  '' بغدادي پیر '' کتاب ولوستلو، ډېره موده ورسته مې داسې یو کتاب ولوستلو چې ځه ورپسې ګرځیدلم، کتاب دومره خوندور وو چې ماځیګر د پینځه بجو ورته ناست وم او د شپې تر یوولیس نیمو بجو مې په کمپیوټر سترګې خښې نیولې وې

کله چې مې د کتاب په لوستلو پیل کولو نو اول مې پرځان دومره باور نه و چې دا کتاب به ختم کړم، د کتاب اول څلور، پینځه پاڼې زړه ستړې وې  خو بیا پوهه شوم چې کیسه هم له دې ځایه پیل کیږي، د لیکوال لپاره دا ضروری وه چې اول داسې کوم منظره جوړه کړي چې د کیسې ابتدا ترې وکړي

د ډېرو کتابونو، فلمونو، ناولونو د لوستلو زما یوه دا تجربه هم ده چې فلم په اول سر کې د یوې سوړ او بورینګ شان سین نه شروع کیږي او رو رو بیا خوند راپریږدي.

د '' بغدادي پیر '' د کتاب انداز هم ډېر ښایسته وه، داسې پرته د نشې مې نشه نشه لوستلو، کله چې  به مې د کتاب یوه پاڼه اړوله نو بلې پاڼې ته به مې له تلوسه زیاته شوه چې نو مخې ته بیا څه وشو؟ د یو یو ټکي، او مکالمې مې داسې امیګنیشن  کولو چې ګني زه دغلته موجود یم، یا خو خپله '' بغدادي پیر یم او یا ورته مخامخ ناست '' میر ګل اکا'' !

د کتاب د لوستلو پر محال مې ځانته دوه ځله '' دود پتی '' هم جوړ کړو ځکه چې دا مې د کتاب لوستلو پخوانۍ انداز دے او د ګرم چای د یو نري شان '' شوړ '' سره د کتاب لوستلو خوند له هم سیوا کیږي.

سر به مو څه خوږوم  خو د  '' بغدادی پیر  '' کیسه د کال ۱۹۱۹ نه شروع شوې ده. د برطانیه هند د استخباراتو یو افسر چې په اصل کې خو انګریز وي، په رنګ شکل او ویښتانو کې د پښتنو په شان وي. دا افسر ' ډیویډ جونز ' نومیږي  او په پښتو ژبه داسې پاک او کره پوهیږي لکه ما او تا!

د ډیویډ جونز عمر په دغه وخت کې پینځه دیرش کاله وي،  د بنګال نه تر د ایران پورې، د ملتان نه تر د افغانستان د شمال د بدخشان پورې، او ټول هندوستان ورته چپه په چپه معلوم وي ځکه چې په دې ټوله خاوره کې یې د تیرو اوولس کالو نه د برطانیه لپاره کار کړے وي یعنې کله چې  '' جونز ''' د نولس کالو وو نو برطانیه هند ته د دهندې لپاره رالیږل شوې وو

کله چې په ۱۹۱۹ کې د امان الله خان په مشرۍ کې  افغانستان د برطانیه ازادي واخیستله نو  انګریزانو ته دا خبره او ازادی په هیڅ حال د منلو نه وه، د امان الله خان او د افغانستان په اړه د دوي زړونو ډک وو خو د امان الله خان د سیاست، هوښیارتیا په وجه دوي مجبوره وو چې افغانستان د یو ازاد هیواد په توګه تسلیم کړي. دې برطانیه افغانستان د یو ازاد هیواد په توګه تسلیم کړو، خو په زړه کې دننه یې د بدل اخیستلو قهر سوړ نه شو

ډیوډ جونز په کتاب کې لیکي چې د امان الله خان د راتګ سره سم په افغانستان کې یو انقلاب راغے، تعلیم، صحت، تجارت، کارخانه، کرکارونده، وزارتونه  جوړ کړل شو، لرو پرتو سیمو ته د تعلیم د زده کړې لپاره استازان ولیږل شو، پیغلې  او ځوانان ترکیه ته د تعلیم لپاره ولیږل شو

 

د یورپ، ترکیه ، او روسیا سره د تجارت پیل وشو، په ښار کې به هیچا د باچا یعنې امان الله خان پرضد خبره نشوه اوریدلې، د جینکو تعلیم بیخي لازمي شوي وو.

امان الله خان به په ښار کې پرته د ساتونکو ګرځیده،  د ښار په بازارونو کې به یې د خلکو سره خبرې کولې، تجارو ته به یې د تجارت په اړه د وزارت لخوا خاص تربیت او کلاسونه ورکول

ډیویډ جونز وايي چې په کابل کې یې زمونږ د برطانیه د سفارت یو جاسوس سره د ثبوتونو نیولی وو چې پهانسی یې ورته ورکړه، او د هغه جسد یې په تابوت کې بند کړے د برطانیه سفارت ته راولیږه

ډیوډ جونز لیکي چې کله مونږ پوهه شو چې وس په افغانستان کې ګوتې وهل نور هم مشکل شو نو پیښور ته راغلو چې د برطانیه هند برخه وه، هلته مو د سلګونو عربي، فارسی او نورو جاسوسانو سره څو میاشتې د پیرۍ، ملنګۍ او دم ګري تربیت ترلاسه کړو او په ټول افغانستان کې مو خپل جعلی پیران، ملایان خپاره کړل چې خلک د امان الله خان پرضد راوپاروو

ډیویډ جونز  ته د '' بغدادي پیر '' نوم ورکړل شو او د پکتیا په غرونو او سیمو کې ورته زمه واري وسپارل شوه.

کله چې '' بغدادي پیر '' دغه سیمه ته ورسیدلو نو د خپل مکر د لارې یې په ساده پښنتو داسې جادو وکړو چې  تر پاړه چیناره مشور شو، دغه انګریز به لمونځونه هم کول، خطبې یې هم ورکولې، د جرګو فیصلې به یې هم کولې او په خپلو بیانونو کې به یې ډېر په چل ول د امان الله خان خلاف زهر پاشل...........

'' بغدادي پیر '' وايي چې داسې مشور شوم چې  بیا به کله  '' ...زه به پر ځمکه ګرځېدم، خو خلکو به اسمان ته کتل. په هرې سپينې کوترې پسې به يې چيغې وهلې (( پير ګل ته وګورئ، له ځانه يې کوتره جوړه کړې، پر خپلو مريدانو راګرځي...)). چا چې به وليدم، پرځان يې د دوزخ  اور  حرام ګاڼه....

د پیرانو، ملایانو ، ملنګانو او دم ګرو دا پروپګنډه دومره منظمه وه چې اخر یې هم خلک د امان الله خان خلاف کړل او داسې اور یې بل کړو چې تروسه بل دے.

امان الله خان د کتاب په اخره کې 31 کاله پس هم دې ډیوډ جونز سره په اټالیا کې ملاقات وکړي نو ورته وايي چې''

یو ځل سپین ږیري راغلل ، دوي په کابل کې '' ریل ګاډے '' لیدلے وو، غصه یې نه کنټرولیده، وئیل یې ښار ته دې د وسپنې ښامار راوستی دے، خوراک یې اور دے او شیطان یې چلوي

ریډیو یې نه منله، وئیل یې په مینځ کې یې واړه واړه شیطانان ناست دي، خلک له دینه وباسسي

ټیلفون یې نه منلو، وئیل یې د دینه اوښتی یې، له شیطان سره غږیږې.....

د '' بغدادي پیر '' دا کتاب بیخي په لوستلو ارزي، تاسو ته به خپله اندازه وشي یې سل کاله پس هم پښتانه هغه شان دي، بس لیږ شان په ښارونو کې بدل شوي نور په کلو بانډو کې له پسې بدتر شوي..

ما هم د کتاب پاتې اخري لس پاڼې نن ولوستلې، د کتاب د لوستلو روسته رانه دا نه زغمل کیده چې داسې چپ دې پاتې شم، دا کتاب که هر پښتون پیغله او ځوان ولولي ، په ډېر څه به یې سر خلاص شي

له دې کتاب لوستل به بې څه نه وي!

نوربادشاه یوسفزئی

-
بېرته شاته