(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حمد

[15.Jun.2020 - 14:59]

 ګوره هسې کردګار دی رب زما

چې صاحب د کل اختیار دی رب زما

 

همګي بزرګواران چې څوک یې ستایي

تر همه ؤ بزرګوار دی رب زما

 

نه یې هیڅ حاجت په چا باندې موقوف دی

نه د هیچا منتبار دی رب زما

 

له نیستۍ د هستۍ صورت پیدا کا

هسې رنګ پروردګار دی رب زما

 

هم صانع دی جمله ؤ مصنوعاتو

هم سامع د هر ګفتار دی رب زما

 

چې یې هیچېرې نه مثل نه مثال شته

د هغو عطرو عطار دی رب زما

 

هر تعمير چې د دنیا او عقبا دی 

د همه واړو معمار دی رب زما

 

خواننده د نانویسو صحیفو دی 

داننده د هر اسرار دی رب زما 

 

که ظاهر دی که باطن که مابین دی

له همه ؤ خبردار دی رب زما

 

که پیدا که پوشیده دی که اوسط دی

په همه ؤ وقوفدار دی رب زما

 

شریک نه لري په خپله بادشاهۍ کې

بې شریکه شهریار دی رب زما 

 

هسې چې واحدي ده له عجزه

په واحد وجود بسیار دی زب زما

 

څه حاجت دی چې په و بل خوا ته یې غواړم 

په خپل کور کې همکنار دی رب زما 

 

حاجت نۀ لري د هیچا و یارۍ ته

له هغو سره چې یار دی رب زما 

 

هیڅ تغیر او تبدیل نه لري رحمانه

تل تر تله برقرار دی رب زما

رحمان بابا ــ

د ضیاءالحق سیند په زیار

-
بېرته شاته