(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اندېښنه

[15.Jun.2020 - 15:10]

یوه ملي اندیښنه او یوه سیاسي پوښتنه

لیک: عبدالخالق  رشید د نهرو پوهنتون استاد

یوه له هغو لويو ملي اندیښنو څخه چې د اشرف غني له رامنځ ته کیدو او پړکیدو سره سمه رامنځ ته شوې، هغه د ډیورند د مصنوعي او نامنلې کرښې په اړه دده تر« بوسو لاندې اوبه تیرول » تګلاره یا پالیسی ده، په دغه برخه کې د ښاغلي اشرف غني ګونګې او دِ غڼي تار جړې بړې پالیسۍ نه یوازې دا چې پښتانه یې په لراوبر کې اندیښمن کړي ان چې دده ددغې تګلارې په اړه په هندوستان او یوشمیر نورو هیوادو کې هم جدي پوښتنې رامنځ ته شوې دي.

 

اشرف غني په ډیره ماهرانه توګه دا چې د هرچا په اشاره ده په دغه برخه کې ځان غلی نیولی دی او ددغې (دیورند) موضوع په اړه یې د ملت د ارادې خلاف یوشمیر طرحې که څوک ځان پوهوي اوکه نه، له پاکستان سره ترلاس لاندې نیولې دي، هغه طرحې چې دطالبانو له پاره چې ټولو د پاکستان او آی اس آی لاسپوڅي بلل په خپل وخت کې نه دمنلو وې او نه هم د دوی په دوره کې پاکستان د هغو د عملي کولو څه چې د ویلو جرآت ونه کړ.

 

پوښتنه داده چې اشرف خان ولې پاکستان ته اجازه ورکړه چې باید اغزن تار پر پوله باندې وغزول شي ؟

 

آیا ده په دغه لویه توطیه چې له امریکا را پیل شوې خپل ملت خبرکړ؟

 

نه! په دغه اړه موږ له ده او دده له څپ څپانې ادارې څخه په تیرو شپږکالو کې یوه خبره چې هغه زموږ ددغې لانجمنې پولې په اړه وي نه ده اوریدلې ، پردغه لویه او ملي مساله باندې پټه خوله نیول، د هغې پالیسۍ برعکس خبره ده چې کرزي د خپلې واکمنۍ په ترڅ کې تر شلو زیات سفرونه پاکستان ته ترسره کړل، باوردی چې په دغو سفرونو کې په سیاسي لحاظ لویه پوښتنه داوه چې کرزي له شکه پرته دقیقه پاکستان ضد تګلاره درلوده او په عین حال کې یې پاکستان نه پریښود څو داسې یو فرصت پیداکړي چې امریکا او ناتو زموږ په هیواد زموږ د ملي ګټو پرضد وکاروي.

 

دا د کرزي لویه سیاسي او له هوښیارۍ ډکه هڅه وه چې ده پاکستان آرام پرنښود او ان چې امریکایانو ته یې هم په ټولو ناستو او کتنو کې لویه سرټکونه او ستره اندیښنه له پاکستان او آی اس ای څخه وه. (دقیق اوکره اسناد شته)

 

خو دغه اندیښنه د غني په وخت کې دومره سړه شوه چې د پا کستان په اړه یې خپله ټوله هڅّه په دغه ټکي کې خلاصه کړه چې ده ملایي زده کړې، په پاکستان کې بشپړې کړې دي ، هغه زده کړې چې غلطۍ او تېروتنې یې ماشومان ورسموي ؟؟؟

 

په هر ډول اوس خبره داده چې پرون د پاکستان پوځي مشران په یوه نا پلان شوي سفرکابل ته راغلل، مطبوعاتو په دغه ټکي بسنه وکړه چې د پوځ او آی اس آی مشرانو د سولې د پروګرام په خاطر کابل ته تشریف راوړی و، او په کابل کې یې د سولې د وروستیو هڅو په اړه کتنې او خبرې یې کړې دي.

 

په عین حال کې چې د سولې په اړه د ګونګو خبرو یادونه وشوه ، په څنګ کې په وړو کرښوکې داهم یاد شول چې « دواړو لوریو په یولړ سرحدي مسالو باندې هم خبرې وکړې » په دغه اړه نه افغان حکومت او نه هم پاکستانی میډیا څه تبصره وکړه، په داسې حال کې افغانان او یوشمیر ګاونډي هیوادونه او د هغو مطبوعاتو دغه ټکي ته اشاره کړې چې افغان ولس په دغه ټکي پوهیږی چې پاکستان د افغانستان پیاوړتیا، یووالی او ترقي کله هم نه دي غوښتې، آیا د پاکستاني پوځي او استخباراتي مشرانو په دغه سفر کې له سرحدي مسالو څخه موخه او مطلب ډاکتر اشرف غني ته د پاکستاني پوځي مشرانو له خوا د اغزن تار،هغه چې په پټه یې د خلکو د ارادې خلاف له پاکستان سره منلي و د پروژې د بشپړتیا مبارکي وه او که کوم بل څه؟؟

پوهاند عبدالخالق رشید نهرو پوهنتون استا

-
بېرته شاته