(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صالحه اسحاقزۍ

[20.Jun.2020 - 14:40]

لیک ډاکتر لطیف ېاد/ هندوستان

په هیواد مینه پښتنه هم د پښتو ژبې لیکواله ده هم شاعره ، هم تکړه ژورنالیسته او هم دراډیوویانده . دغه مشهوره ژورنالیسته او ویندو یه آغلې صالحه اسحاقزۍ خالقي ده .

آغلې صالحه اسحاقزۍ خالقي له آره د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍاوسیدونکي ده چې په ۱۳۳۴ لیږدیز /هجري کال دننګرهار ولایت دمرکز جلا ل آباد په ښارکې په یوې عالمې او فاضلې کورنۍ کې زیږیدلې ده ، خو کورنۍ یې وروسته له کونړه ننګرهار ته لیږدیدلې ده . آغلې صالحه اسحاقزۍ خالقي ددولسم ټولګي پورې د ننګرهار په الایي لېسه کې زده کړې وکړې اوپه ۱۳۵۳ لمریزکال کې یې د کابل پوهنتون، د ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم په څانګه کې په زده کړو پیل وکړ او بیا په ۱۳۵۶ زیږدیز کال کې ترې فارغه شوه .آغلې صالحه اسحاقزۍ خالقۍ پخپله وايي:

((ژورنالیزم مې په دیارلسوه شپږ پنځوسم کال پای ته ورساوه، او د دیارلس سوه اوه پنځوسم کال د غوایي میاشت کې د هېواد په ملي را‌‌‌‌‌‌ډیو ټلوېزیون کې د ویاندې او پرودیوسرۍ په دنده وګومارل شوم، خو له څه باندې یوکال کار وروسته د وخت د رژیم سره د مخالفت له وجې د هېواد پرېښودو ته اړ وتم او جرمني ته راغلم.

دغه هېواد ته له راتلو وروسته مې په 1980 م کال واده وکړ، چې اوس د درېو اولادونو مور یم. زما کلتوري او مسلکي فعالیتونه د ښوونځی له وخته پېل شوې د ي، لا په لسم ټولګي کې وم، چې د زده کونکو لپاره مې اوونیزه خپروله او له دې سره هممهاله د ننګرهار ورځپاڼې، اوونۍ کې مې یو ځل د ښځینه وو لپاره مقالې او مطالب خپرول، چې زه یې مسووله وم.

په ملي را‌‌‌‌‌‌ډیو ټلوېزیون کې مې د وېندویۍ پرته د کورنۍ او ټولنې په نوم د ښځو لپاره ځانګړې خپرونه برابروله، خو جرمني ته له مهاجرت سره سم مې د امکاناتو د نه شتون له وجې، مسلکي فعا لیتونه په ټپه ودرېدل، خو اته کلونه وروسته مې د یو شمېر افغانانو سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه په هامبورګ کې د مېشتو افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوالو لپاره په پښتو او دري ژبو ټلوېزیوني خپرونې پېل کړې، چې دا وېلی شم، پخپل وخت، د ملي ټلوېزیون پرته په بهر کې لومړنۍ ټلوېزیوني خپرونه وه، چې [ هندوکش] نومول شوې وه.

ددې خپرونې موخه له ژبې او کلتور سره د افغان ځوانانو آشنايي او همدا راز د هېواد اړوند سیاسي مالومات و، چې افغانانو ورته هغه مهال ‌‌‌‌‌‌ډېر لاسرسی نه درلود او له دې لارې یې کولای شول، د هېواد په باب کره معلومات ترلاسه کړي. دا خپرونه مې لس کلونه وچلوله اوپه دې لړ کې مې دننه د جرمني په بیلا بیلو ښارونو او بهر کې پخپلې مورنۍ ژبه وېناوې کړي او د ګڼو مهمو غونډو ګ‌‌‌‌‌‌ډونواله هم وم. همدا لامل و، چې د هېواد له ‌‌‌‌‌‌ډېرو سیاسي څېرو سره آشنا شم اوپه دې وتوانیدم چې له هر یوه سره د هېواد د کړکېچنې وضعې په اړوند ځانګړې مرکې وکړم. همدا راز په دوه زره یم م کال، د اېټالیا په پلازمینې روم کې د ولسي جرګې د تدویر غون‌‌‌‌‌‌ډې ګ‌‌‌‌‌‌ډونواله هم وم، چې د ملت د بابا اعلحضرت محمد ظاهر شاه لخوا رابلل شو ې وه او 

همدا ګ‌‌‌‌‌‌ډون ددې لامل شو، چې زه دې آزادۍ را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وپېژندل شمه . د آزادۍ را‌‌‌‌‌‌ډیو کې مې لس کلونه مسلکي فعالیت وکړ. چې ددې را‌‌‌‌‌‌ډیو ګران اورېدونکي زما د هر اړخیزو فعالیتونو شاهدان دي. اوس هم له بې بې سي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره د افغانستان اړوند مرکې یا راپورونه خپروم، خو تر ‌‌‌‌‌‌ډېره مې فعالیتونه په جرمني کې د کم عمره افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ځوانانو پالنې ته ځانګړي شوي دي او له دوو کلونو راهبسې په هامبورګ کې دغه دنده ترسره او په پام کې لرم، چې له کلونو وروسته خپل مات ګو‌‌‌‌‌‌ډ لیکل شوي شعرونه سره راټول کړم او همدا راز که خدای وس راکړ، نورې لیکنې به هم وکړم.))

زه په خپل فیسبوک پاڼه کې دآغلې صالحه جانې اسحاقزۍ خالقي پر ملګرتیا ویاړم او دوی او ددوی درنې کورنۍ ته دلازیاتو بریاوو او خوشالیو هیله کوم.

ډاکتر لطیف ېاد

-
بېرته شاته