(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپیسو نړیوال صندوق

[20.Jun.2020 - 14:51]

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) پور 

لیک: مشتاق رحېم

د غریبو هیوادونو لخوا له نړیوالو ادارو قرض اخیستل کومه نوې او غیر عادي خبره نه ده. د نړۍ ډیر هیوادونه دي چې دغه قرضې اخلي او خپلې چارې پرې مخ ته وړي. خو دې کې هم شک نشته چې نړیوالې ادارې د همدې قرضونو په مټ د هیوادونو کورنیو چارو کې د مداخلې واک هم ترلاسه کوي او څومره چې یو هیواد ډیر قرضداره وي، په هماغه تناسب یې د کور دننه د چارو د تنظیم واک له لاسه وځي. یو استدلال ښايي دا ويي چې اوس نو چیرته له باندنیو مداخلو خلاص یوو. دغه استدلال ته مې ځواب دا دی چې اوسنۍ مداخله مقطعي ده خو د نړیوالو مالیاتي ادارو سره د واک ویش بیا که عمري نه وي نو ډیر اوږد مهال وي

 

را به شو افغانستان ته؛ افغانستان که نن نه وي، سبا او که سبا نه ويي بل سبا اړ دی چې په دې اغزنه لار لاړ شي. د مرستندویه ادارو مرستې تل پاتې نه دي، او که وي هم دغه مرستې مشروطې دي او د مرسته کونکو هیوادونو په خوښه باید مصرف شي. بله خوا د افغانستان د سواګرۍ کسر، د بودیجې کسر، په عایداتي ادارو کې پراخه مالي فساد او د مالي سرچینو محدودیت له کبله افغانستان د هیواد مشینري چلولو جوګه نه دی، او د هیواد چلولو دپاره اړینه ده چې پورونه واخیستل شي. دا اوسنی پور خو بې له سوده او په آسانه شرایطو دی، له دې وروسته، که زړه مو ښه وي او که بد، پورونه به په سختو شرایطو راکول کیږي او مونږ به یې په ترلاسه کولو جشنونه هم کوو

 

بحث کوم ځای کې دی؟ 

 

زه به د نړیوالو ادارو څخه د پور اخیستونکو هیوادونو دوه نمونې درسره شریکې کړم او بیا بحث پای ته ورسوو

 

یوه نمونه د سویلي کوریا ده. د سویلي کوریا دکتاتور او وروسته منتخب ولسمشر پارک چونګ هیي چې کله واک ترلاسه کړ نو سویلي کوریا د اوسني افغانستان سره له اقتصادي، سیاسي او ټولنیز اړخونو ډیر توپیر نه درلود. ولسمشر پارک ټول تمرکز په اقتصادي رغونه او پرمختګ وکړ؛ له نړیوالو ادارو یې پورونه واخیستل او پورونه یې په بیخ بنايي پروژو ولګول. سترو تولیدي کارخونو کار ته یې زمینه مساعده کړه او بیخ بنايي پروژو په مرسته یې د هغوي تولید نړیوالو ماریکټونو ته د رسولو زمینه مساعده کړه. په ولسي کچه یې سیمو لیو ډونګ (زمونږ ملي پیوستون پروګرام د دغه برنامې ډیره بدرنګه کاپي وه) په څیر پروګرامونه پيل کړل ترڅو په ولسي کچه پراختیا ته لار پرانیستل شي. د هیواد تولیدي وړتیا لوړولو دپاره یې لومړیتوبونه وټاکل او په دې لړ کې یې د پولادو د تولید فابریکه پاسکو د پور په پيسو په پوهانګ کې جوړه کړه، د پولادو د تولید زیاتونې په څیړنه یې پانګونه وکړه. دغه چارې نړیوال پانګه وال وهڅول چې په سویلي کوریا کې پانګونه وکړي، د خصوصي او حکومتي سکتور ملګرتیا پر مټ لا نورې پروژې جوړې شوې، پانګونه لا پراخه شوه. د دغه پروژو په ګټه ولسمشر پارک هم سود پرې کړ، او هم لږ لږ پور او ورسره یې د هیواد مامله هم روانه وساتله. د پنځه ویشت کلونو په اوږدو کې سویلي کوریا له غریب هیواد څخه د پرمختللیو هیوادونو صف ته ننوته. د سویلي کوریا دغه پرمختګ ته نړیوال معجزه (Development Miracle) وايي

 

دویمه نمونه پاکستان دی. نیمه پیړۍ وشوه چې په قرضونو پايي. د هر کال په پیل کې آی ایم ایف ته زاري کوي، د کال په اوږدو کې د آی ایم ایف څخه د قرض ترلاسه کیدو جشنونه کوي او د کال په پای کې بیا سوال! د پاکستان صدراعظمان ورته وخت ناوخت آی ایم ایف ټاکي (معین الدین قریشي، شوکت عزیز)، د مالیې وزیر اکثره یا د دغه ادارې کس وي او یا هم د دوي په خوښه ټاکل کیږي (د اوسني مالیې وزیر عبدالحفیظ شیخ شالید ولټوئ). کور دننه په خوار ولس ټیکسونه د آی ایم ایف شرایطو سره لګول کیږي، اقتصادي پلانونه او برنامې د دغه ادارې د خوښې خلاف نه شي پلي کیدی

 

اوس خبره دا ده چې که ژاړو او که خاندو، قرض خو به اخلو، او په سودونو به یې اخلو! بحث باید دا وي چې دا اوسنی قرض د څه دپاره اخیستل کیږي، ولې اخیستل کیږي، او بیرته خلاصون برنامه یې څه ده؟ ولې حکومت ولس ته وضاحت نه ورکوي؟ هغه ادعا چې د مایک پامپیو لخوا د یو ملیارډ ډالرو قطع کولو پر مهال شوې وه چې کور دننه امکاناتو نه دغه تاوان پوره کوو، اوس چې امریکا هغه ایسارې کړې پیسې راکوي، ولې کور دننه سنجول شوي امکانات په کار نه اچول کیږي ترڅو، کم تر کمه، د اوس دپاره له پور اخیستو وژغورل شو؟

 

دا اوس هیڅوک نه پوهیږي چې پور د څه دپاره دی. عام تاثر دا دی چې دا پور د کورونا سره د مبارزې دپاره اخیستل کیږي په داسې حال کې چې د کورونا مبارزه نوره د حکومت له واکه وتلې او ولس تک تنها دغه وبا سره د مبارزې پنجه نرموي! که د هرات د کورونا دپاره رغول شوي روغتون په شان تجربې تکراریږي، هغه بیله خبره ده

 

زما هیله به له ملګرو دا وي چې د پور اخیستو دفاع په ځای، د مخالفت کونکو د خولو چوپ کولو په ځای او توجیه لټولو په ځای په ګډه حکومت سره د پالیسي د کچې بحث دپاره ځانونه چمتو کړو. د حساب ورکوونې او اخیستنې بحث باید مطرح کړو. د وضاحت ورکولو او د برنامې د شریکولو دپاره باید مباحثې ایجادولو ته زمینه سازي وکړو

 

وروستۍ خبره: دا پورونه اخلي حکومتونه خو پرې کوي یې ولسونه!

-
بېرته شاته