(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شاعرانه خېالونه

[20.Jun.2020 - 15:01]

ثمينه قادر د خپلو شاعرانه خيالونو په هنداره کې

لیک: امان الله نصرت

ثمينه قادر په ۱۹۶۴ م کال د سوات  د مينګورې د يوسفزو په يوه مشهوره او درنه کورنۍ کې زېږېدلې او د ګلونو او رنګونو په دې شاعرانه ځمکه کې ېې خاپوړې کړي او لويه شوې ده۰

د سوات شنې او رنګينې سردرې چې د طبيعت په بې سارې ښکلاګانو، رنګينيو او حسينو نظارو ښکلې او رنګينې دي، په خپله غېږ کې د پښتو ژبې او ادب ډېر نوميالي او خوږژبي شاعران او اديبان زېږولي او روزلي دي چې پښتو ژبه او ادب ېې ځلولي او پښتو شعر ېې د کمال او جمال ګلاليو پړاوونو ته رسولی دي۰

اغلې ثمينه قادر چې کله په  نړۍ کې خپلې سترګې وغړولې نو نظر ېې د سوات په ښکلو واورينو او زړه راښکونکو غرونواو ګلکڅونو ورخښ شو او د دغې جنت نما سيمې په معطرو وږمو کې ېې سا واخيسته او اروا ېې پکې د خوښۍ او سکون احساس وکړ۰

کله چې ميرمن ثمينه قادر لويه شوه او د پېغلتوب سرشارې او له شور او مستيو نه ډکې مرحلې ته ورسېدله نو په زړه کې ېې شاعرانه احساس او سندريزو جذبو غزونې وکړې  او رنګينو خيالونو، ملي فکرونو او انساني عواطفو ېې يو بل ته سره جوختې غاړې ورکړې او د سوات د اروا خوښونکو سردرو دا حسينه شهزادګۍ ېې شعر ويلو ته مجبوره کړه او د فن او هنر ښاپېرۍ ورسره ملګرې شوه۰

( زنځير له شړنګ ورکوم ) د اغلي ثمينه قادر دويمه شعري ټولګه ده چې د روان عيسوي کال د مارچ په مياشت کې د پنځه سوو ټوکو په شمير په منګل کتاب کور محله جنګي پېښور کې په ښکلي صحافت او مناسب کاغذ چاپ او د مينه والو لاسونو ته ورسېدله۰

ددې کتاب د مخپاڼې اوډون او سرڅڼه ځوان او تاند عدنان منګل ابن اسير منګل کړې او په شاپاڼه ېې د ښاغلي سيد ممتاز علي شاه صيب ليک چې د ثمينه قادر د شخصيت او فن په اړه ېې خپل نظر څرګند کړی چاپ او د کتاب ښکلا يو په دوه کړې ده۰

ددې کتاب تړون شاعرې د خپلې مور او پلار په نومونو کړی او ليکلي ېې دي چې:

( د خپلې خوږې امي او د ګران داجي په نوم چې چې زما ېې د ژوند په هر ګام رهنمايي او حوصله افزايي کړې ده او هم په دغم حوصله افزايي ېې زه د ادب سره سره د مينې او شفقت سره هم بلده کړې يم ) ۰ 

( زنځير له شړنګ ورکوم ) په کتاب پروفيسر ډاکټر ايم اسلام ګوهر د پښتو ژبې او ادبياتو پخواني ډايرکټر او د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې پخواني چيرمين، سيده حسينه ګل، ډاکټر قجير ګل ملکنډ او سيد ممتازعلي شاه صيب ليکنې کړي او د ثمينه قادر د شاعرۍ سره سره ېې د نوموړې په نيکو اخلاقو، ښکلي کردار او ښه شخصيت  خپلې راېې څرګندې کړي او د هغې فن او شخصيت دواړه ېې ستايلي دي۰  

ښاغلی سيد ممتاز علې شاه ليکلي: ( د درنې کورنۍ او ښکلو عادتونو ميرمن د هرچا قدردانه او زړه سواندې مينه ناکه او دعاګويه شخصيت دا ټول اوصاف چې په چا کې دي د هغې نوم ثمينه قادر دی،  زه ېې د ډېر وخت راسې پېژنم ددې د زړه راښکونکی شخصيت هر څوک مداح دي شاعرۍ ېې په کردار کې نوره ښکلا پيدا کړې ده ۰۰۰۰

پروفيسر ډاکټر ايم اسلام ګوهر صيب د کتاب په اړه خپل نظر داسې څرګند کړی دی:

( ۰۰۰ غزل او نظم دواړه ښه ليکي خو ددې کتاب نه دا برېښي چې په نظم او غزل دواړو کې ېې فکراو تخيل لوړ او د فن تاثيريت په بام ولاړ دی۰ د خپل فکر او فن په اعتبار يوه کاميابه ليکواله او شاعره ده ، پښتون سوچ او پښتون مزاج لري شاعري ېې د روايت په لاره ډېره ټينګه ساتلې ده۰۰۰

ډاکټر قجير ګل ملکنډ هم په خپل وار د  ( زنځير له شړنګ ورکوم ) شعرونه او نظمونه  په داسې  ټکو ستايلي دي:

ددې شاعرې په کلام کې نه صرف پختګي ده بلکه روحانيت او فلسفه پکې هم جوته ده، ددوی د شاعرۍ نه به څوک يو او څوک بل مطلب اخلي،  څوک به ترينه د محبوب د ونې ټال او څوک به ترينه د زنې خال مقصدوي خو هر څوک ددې سپيڅلي سوچ ته نه رسي،  ددې د هر شعر نه دا واضحه ده چې دا شاعره د جمال او جلال ميرمنه ده،  د رب ذوالجلال په مينه مسنه او د رب د محبوب رښتينې عاشقه ده )

اغلې سيده حسينه ګل چې د ثمينه قادر سره څو اړخيزه يووالی لري د نومړې په شاعرۍ خپله رايه داسې ښکاره کړې ده:

( بس لنډو ټکو کې وايم چې د مينې او محبت يو ژوندی وجود که وينم نو دغه ثمينه قادر بي بي ده د ژوند د ډېرو تودو سړو، تجربو، سختو نه اخيستل شوی وجود هغه ددې شعر دی۰ زه چې ددې نوې شاعري ګورم

نو ښکاري لکه د پورته ذکر شوو حوالو يو نفيس او مهين يو پوست يو ورېښمين عکس العمل چې مونږ وينو هغه ددې شاعري ده چې د ښځې د ذات او وجود سره تړلې د هرې المېې د غم او د خوشالۍ اظهار دی يوه سنجېدګي، سنګيني او فکري وقار ترې څاڅي۰ د شعر پېښې، حادثات، مينه او جذبه ېې بيخي قدرتي ده چې هغه له خپل مکان او لامکان سره لکه نوک او ورۍ ساتي )

دا کتاب ټول يو سلو پنځه شپېته مخونه لري او تر درويشتم مخ پورې ېې د کتاب نوم، ځانګړنې او د ادبپوهانو راېې او نظرونه ليکل شوي او د کتاب له څلرويشتم مخ نه د ثمينه قادر زنځير له شړنګ ورکوم د شعرونو لړۍ پيلېږي۰

ثمينه قادر چې په خپلو شعرونو کې د مينه نوم هم کاروي په سنتي او دوديز ډول د خپلې شاعرۍ په پيل کې تبرکا حمد باري تعالی راوړی چې د لوستونکو سترګې روښانوي او زړونو ته روحي سکون او ارامي وربښي۰

هغه وايي:

رحم وکړې اې خاوند تعالی مجيبه

لږ فرياد واوره له خپل بنده غريبه

ستا بنده يم تاته ژاړم بل خوا نه ځم

ستا اسرې نه ښه اسره چرته کې وي به

خپل پردي واړه ملګري مرور دی

ګيله منده يم له خپل خواره نصيبه

عمر ټول مې په زړا زړا کې تير شو

دا نصيب چې لا ترڅو مې کړوي به

مينه تاته به مدام ژاړي خالقه

ستا د درنه کوم يو در له خواره ځي به

 

ورپسې پرله پسې دوه نعتونه مخې ته راځي چې ميرمن ثمينه قادر پکې د اسلام د ستر پېشوا او فخر کاينات حضرت رسول اکرم  ص سره د خپلې سپېڅلې مينې او ژور عقيدت څرګندونه کړې ده او د خپلو تودو او خوږو جذبو اظهار ېې په داسې ټکو کې کړی دی:

زړه به مې هغه وخت شادان شي

چې ېې ديدار د روضې شي زما نصيب

 د حبيب

شم به زه هغه وخت خوشاله

چې کرم وکړې ذوالجلاله

کوزه به شم د غم له ټاله

چې مبارک دربار ته زه ېې شم قريب

د حبيب

چې زه ېې ووينم دربار

يوځل د پاک نبي رويدار

ګېله به ونه کوم دوبار

که مې بدن شي بيا په سر پاس د صليب

د حبيب

 

ثمينې قادر د کربلا د شهيدانو په وير او ماتم هم اوښکې توېې کړي او د اولاد رسول د قربانۍ او حق پالنې په لاره کې ېې د هغوی سرخندنې او ځارېدنې ته د خپل عقيدت پېرزوينې وړانې کړي هغه وايي:

د فرات غاړه کربلا او قافله د حسين

د شمر فوځ او ورته مخکې فيصله د حسين

د نېزو څوکې تېرې تورې او بې رحمه زړونه

د مرګ په سترګو کې خندا کړي حوصله د حسين

په ګوټ اوبو پسې تړقېږي د تسنيم مالکان

چې سر ېې پرې شو لا اوچته شوه شمله د حسين

د تخت و تاج دعويداران چې په يرغل راوزي

ورته د لارې خنډ جوړېږي مسله د  حسين

يزيد يو نوم دی د دهشت او د بې رحمه فکر

تر محمده پورې رسي سلسله د حسين

کله چې هم د ژوند په مخ د جبر ګرد پرېوځي

ورله راواخلم د غازي په رنګ لاله د حسين

 

ثمينه قادر د عشق او مينې سندريزې نغمې هم غږولې او د محبت په لاره کې د هرډول ستونزواو ناخوالو منلو ته تياره ښکاري، هغه په يوه ښکلي روماني غزل کې د خپلو رنګينو خيالونو او تودو جذبو اظهار په داسې خوږو الفاظو کوي او وايي:

 

زه د يار سترګو تالاب کې يم غرقاب خوښ 

لکه څه رنګه  ماهی چې وي په اب خوښ

ستا د مخ جلوه مې خوب کې وه ليدلې

ځکه اوس له بيدارۍ نه يم په خواب خوښ

که د ګل نه ګيرچاپېر د غنو شپول وي

د بلبل غوندې زخمي يم په ګلاب خوښ

محبت کې که هر څو په غم اخته يم

ستا په عشق کې دردېدلې په عذاب خوښ

زه په تمه د وفا د خپل جانان يم

دوی په تمه دي د حورو د شباب خوښ

څوک د عشق د اباسين په لاره نه ځي

زه لاهو يمه د عشق په درياب خوښ

 

د ثمينه قادر په فکر او فن د مينې او ښکلا سيوری غوړېدلی ښکاري او په ويښه او په خوب ېې د يار رنګين تصوير سترګو سترګو ته کېږي او کله چې د هغې په خيالونو او سوچونو کې د خپل اشنا غزل غزل کاته او ژوندي ژوندي يادونه غزونې کوي نو په همدغو خوږو او رنګينو تصورونو کې قلم رااخلي او دا خوندور حالت او کيفيت د کاغذ پر پاڼو داسې انځوروي:

 دا څوک دی وايه څوک دی چې خيالونو کې راځي

څه ښکلی تصور مې په يادونو کې راځي

ناصحه ستا منمه ولې ډېره شم مجبوره

تصوير چې د جانان راته جامونو کې راځي

قربان کړه ځان په عشق کې که ديدار د جانان غواړې

منصور ته ديدارونه په دارونو کې راځي

تنها د لېونو غوندې ستا ياد سره مشغوله

تسکين د مينې کله محفلونو کې راځي

 

د ثمينه قادر په هر نظم او غزل کې نوی خيال او نوی رنګ راټوکېدلی او نوی موضوع او مضمون ته پکې ځای ورکړ شوی دی چې د نوښتونو همدغو شعوري هڅو د نوموړې شاعري خوږه او رنګينه کړې ده او انفراديت ېې وربښلی دی۰ راځۍ چې لاندې غزل ېې په شريکه ولولو او خوند ترې واخلو:

چې  ستا د مينې په حصار کې يمه

لکه د ميو په خمار کې يمه

زه دې ديدن ته په تلوار کې يمه

دا زه د زړه د درد مدار کې يمه

عالم دې حسن ته دی ګوته په خوله

لکه د مصر په بازار کې يمه

مينه زما چرته زهيره نه شي

لاس په دعا د رب دربار کې يمه

ثمينه قادر د خبلې ټولنې او خلکو د ژوند په ښو او بدو ژور نظر ساتلی او د قام د يوې ترجمانې په توګه ېې هغه څه ته په خپله شاعرۍ کې ځای ورکړی چې په خپل چاپېريال کې ېې ليدلي او وخت او حالاتو د هغې مخې ته ايښي دي۰

ثمينه بي بي په خپل يوه نظم کې داسې  وايي:

زه ژوندۍ يم خښه شوې

د وختونو قبرستان کې

زه د نور هغه شغله يم

ورکه شوې شبستان کې

زه همرازه د ادم يم

په دې دښته تنهايۍ کې

زه خوږه مور د مسيح يم

په تهمت او رسوايۍ کې

زه ژوندۍ دېوال کې خښه

بې ګناه انار کلۍ يم۰۰۰۰۰

ميرمن ثمينه قادر د خپل قام او ولس دردونه او بدې ورځې او د خپلې خاورې غملړلي حالات او زړه بوګنونکې پېښې او واقعات په پور امانت د خپل فن په لمن کې رانغښتي او هغه ېې د خپل کتاب په پاڼو کې ځای کړې دي چې د پښتو ادب د تاريخ برخه شي او راتلونکو نسلونو ته ېې د يوه امانت په توګه و رسوي۰

اور په سروو پورې شوی چنار هم په سوځېدو دی

دا ګلشن دی لويه خداي که نه ځای د ژړېدو دی

د ساقي نظر حيران دی ميخانه کې خاموشي ده

پيمانې شوې ډکې پاتې او شباب په تېرېدو دی

د خوبونو په کتاب کې رانه لاره ورکه شوې

د وتو لاره مې نشته او کتاب په ختمېدو دی

ثمينه قادر په خپل وطن کې سوله، مينه، امن او سوکالي غواړي او د عدالت او انصاف غوښتونکې ده۰ هغه که له يوې خوا د خوارانو او مظلومانو د ژوند په کړاوونو او خواريو اوښکې تويوي نو له بلې خوا د واک او اقتدار خاوندانو او همدغه راز د ټولنې مالدارو او شتمنو خلکو ته ددې احساس ورکوي چې د غريب او بې وزله ولس د ژوند په ناخوالو سترګې پټې نه کړي او هغوی ته د مرستې او خواخوږۍ لاسونه وروغزوي۰

هغه په دې اړه داسې وايي:

نن څوک دي چې په حال د غريبانو ځان خبر کړي

هر کور هرې کوڅې له به عمر کله راځي

 

په خپله خېټه موړ چې د غريب اسوېلي نه اوري

د موړ سړي په زړه خيال د نهر کله راځي

د اغلې ثمينه قادر په خورو ورو شعرونو کې مونږ د رومانيت، روحانيت، انسان دوستۍ، وطنپالنې او د حسن او ښکلا لوړ خيالونه او فکرونه موندلای او لوستلای شو او شاعري ېې د خپل قام او ولس لپاره ارزښتمن  او اړين پيغامونه لري۰

د ( زنځير له شړنګ ورکوم ) غزلې او نظمونه د شاعرې له زړه نه راپورته شوې هغه زخمي زخمي نغمې او درد درد لفظونه دي چې شاعرې پکې د خپلې خاورې او ولس د نيمه خوا او مړژواندي ژوند حالات او پېښې په ګوته کړي او د خپلې پښتنې ټولنې لوړې ژورې او سړې تودې ېې پکې د تاريخ پاڼو ته سپارلې دي۰

د ثمينه قادر د شعر ژبه خوږه، رنګينه او زړه راښکونکې ده او خپل مطلب او پيغام ېې په ډېرو روښانه او ساده الفاظو د قلم نوکې ته سپارلی چې په اسانۍ پرې لوستونکې پوهېدای او ګټه ترې اخيستلای شي۰

ثمينه قادر پښتو ادب او ثقافت ته د قدر وړ خدمتونه کړي او زه په دې لاره کې ددغې ننګيالۍ پښتنې هلې ځلې او ستړياوې د ډېرو ستايلو او ځلولو وړ ګڼم او دا درنه ميرمن د پوره شاباس او داد حقداره ده۰

نور نو د ثمينه قادر ( زنځير له شړنګ ورکومد شعرونو ټولګه ستاسو په مخ کې ده او تاسو به ېې خپله هم ولولۍ او پريکړه به وکړئ چې ددغې وطنپالې او د ولس په درد دردمنې شاعرې فن او ادبي پنځونې تر کومه حده په تول پوره، کره او معياري دی او دا غزلبوله شاعره څومره په خپل ادبي مزل کې بريالۍ او برلاسې ده۰

تاسو ټول قدرمن دوستان او د شعر او ادب مينه وال  په ستر او مهربان رب سپارم او درنې خور ٍثمينه مينه قادر ته د کتآب د چاپ مبارکي وايم۰

په ډېره مينه او درناوۍ

امان الله نصرت

۳۰/۴/۲۰۲۰

پېښور

-
بېرته شاته