(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امن پسند ېا

[22.Jun.2020 - 09:10]

امن پسند یا بیغیرته

لیک: سعود بنګش

جنګ د بنی نوع انسان فطرتی او هنری خاصیت دې. د غارونو د انسان نه نیولی تر اوسه جنګ یوازنۍ اغیزمنه وسیله ده چی زان مال او عزت پری سلامت ساتلی شی. پته نشته چی دغه بی ځایه امن پسندی او نرګسیت په پښتنو ولی او د کومی راغی. یو حالت بی امنی ده یو امن ګټل دی او یو امن ساتل دی. تا لا امن ګټلی نه دی نو پيغمبر یی څنګه جوړیږی. مثال زه خیرات ورکوم نو دا ضروری ده چی پينځه روپۍ ولرم کنه.

په دغه ځایی کی می د خپل وطن د صاحب نظر خلکو او شاعرانو نه ‌‌‌‌‌‌ډيره ګیله کیږی. د ملا حوره رسیدلی ده او د دوی جانان. مونږ پښتانه نیم بیا یو خوا یو او نیم بلخوا خو غرض زیار مو یو دی.

انګریزی کی متل دی وایی د زان ژغورنی غوره طریقه جنګ دی. او وایی دا غوره ده چی ته حمله وکی په ځایی ددی چی په تا حمله وشی. لس تنه حمله کونکی شل تنه ‌‌‌‌‌‌لاس په لاس ناست خلک په اسانه قابو کولی شی.

قامی جنګ که قانونی کوی هم ګټه ده او که غیر قانونی یی هم کوی نو تاوان پکی نشته. پښتنو چی جنګ کاوو نو د هندوستان خاوندان وو خو چی امن پسنده شو نو د خپلی خاوری نه هم لاس په سر دی.

افغانستان لویه اردو لری. د نړۍ همدردی لری او تر شا لوی افغان ملت لری.

ولی مونږ د جنګه یریږو. جنګ کی خلک مری هغه خو هسی هم روانه ده. د سر سړی، د کار سړی، د پوهې خاوندان او د دستار سړی یی ټول راله مړه کړل.

د جنګ په حالت کی تر دی ‌‌‌‌‌‌ډيره سیکیورټي وی او ستا مهم خلک ‌‌‌‌‌‌ډير احتیاط کوی

تشی ‌‌‌‌‌‌ډوزې، دهمکۍ، خیری او ژړا د کمزورې درجی خاصیتونه دی. دغه صفاتو ته زنانه خاصیتونه وایی.

په دومره مهمو مخونو یی راته ولیکو چی د شهید ټکی نه می نفرت پيدا شوی دی.

ملیان ټول جنت ته لیږل غواړی او شاعران ری‌‌‌‌‌‌ډ لایټ ‌‌‌‌‌‌ډسټرک ته.

د دوی علاوه هم لږ بږ شپيته میلینه یو.

که مونږ داسی فکر وکو چی زما یوه ساه او یو سر دی نو ګرانه ده خو که په دا زان خبر کو چی اویا میلینه یو بیا کومه ګرانه ده. د دنیا په تاریخ کی اویا میلینه چا وژلی دی؟

زه په دی پوهیږم چی یو څه تاوان به وشی خو چی کوم پاتی شی او کوم چی راروان دی د هغوی ژوند به د حیا شی. نوره خوښه ستاسو ده. هغ د سعود جان په وینا،

......پېغور......

د چا وړاندی دې نور تاو نکړی بریتونه

پښتانه دی له شملو جوړ کړی لنګونه

 

چې بابا باندی ډهلی له تحته ګران وو

دې بی نګو بائیلو هغه اوچت غرونه

 

تور شېطان د دوئ په لاسو سوزولی

د زرها کالو لرغونی تهزیبونه

 

د نفاق په تورا ټول پاره پاره شول

پاره نشول د مغلو ګریوانونه

 

ای سعود ا چې سپڅلی له حرم وو

په بازار کې شوو نیلام هغه خالونه

.....سعود بنګش.....

.....................................

-
بېرته شاته