(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شلېدلې چمبه

[24.Jun.2020 - 12:56]

(کيسه ګۍ ) شليدلې چمبه

لیک: هما ظفر احمدزۍ

ګل پاڼې پاڼې سبا دې وړينه

 په سختي مې د دروازې چاود ته غوږ تمبه کړى وه , تر څو زموږ له کور لږ ورهاخوا مخامخ کور نه د ښځو په غږ کې دا سندره واورم . په هغه ناديده , ترينګلي , خړ او خاورين وخت کې دې سندرې زړه ته يو ښکلى احساس ورکاوه . لکه په توره څاه کې د يوسف تر غوږونو هيله بښوونکي آوازونه . لا مې په سختې سندرې پسي هواس او غوږونه وړل چې د ډاډسن موټر د دريدو شنګا او غورنده غږ شو , د موټر له دريدو سره مې زړه د پښو له ګټو ګوتو ووت . ورو مې د کړکۍ کونج نه د پردې يو څنډه پټه شان يو خوا اوچته کړه . هو , زما وهم پر ځاى وه , يوه ډله طالبان له ډاډسنې راښکته شول او د واده او سندرو والا کور دروازه يې په ځرب سره وټکوله د دريا پټ او په سختي اوريدونکى غږ يو دم دپ او ورک شو . يوازي د موټر شنګا زما د ماغزو کې ګوتې څوخولې . له دې وروسته حال ليدل زما د وس خبره نه وه , لږ مخکي مې چې څومره سندرې اوريدو پسي د غوږونو پردې شکولې وي اوس مې خپل ځاى کې يو دوه بالښته هم په سر او غوږونو کلک کيښودل او په زور مې سترګې پټې کړي . شپه په سختي رڼا شوه . سبا سحر مې له ملګري واوريدل چې ميرمن يې هم هلته وه او هغې ورته کيسه وکړه چې طالبان له لښتو سره يو دم د واده په کور راننوتل , لکه د هوسيو په لښکر چې ليوه ورګډ شي . په واده کې ټولې ښځې له وهم نه يوې وړوکې کوټې ته ننوتې . په هغه وړه تياره کوټه کې له وهم نه د چا له خولې سپوڼ نه ووت . د څهرو رنګونو حال خو يې ځکه نشم بيانولى چې د زوړ کور تياره وړه کوټه هغه وخت لا هم تياره شو چې د ډير وزن تاب نه لرلو له امله يو زورور درب سره ښکته زير خانې ته پريوته . لکه هغه وړکۍ کوټه هم چې د طالب له وحشت او وهم د ښځو ډلې سره ښکته لويدلې وي . دا چې د چا لاس يا پښه ماته ده لا معلومه نه وه , خو له ډير وهم نه د ښځو غږ نه پورته کيده او نه يې چيغه له خولې وتله . يوازي په حويلۍ او کور کې له غريو او غوسې ډک غږونه اوريدل کيدل . دا هر څه د دې لپاره چې د واده والا کور د وخت له وړو خدايانو د خپلې ښادي لمانځلو او دريا/چمبه وهولو اجازه نه وه اخيستي 

#تريخ_حقيقتونه

#ولس_او_طالبي_يرغل

-
بېرته شاته