(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لاېق شاه

[24.Jun.2020 - 13:08]

ګمنام قلمکار ، شاعر ادیب افسانه نګار او تاریخ لیکونکے 

لیک:زاهد خان شیدا

نوم لائق شاه 

قلمي نوم لائق شاه درپه خیل

د پلار نوم زر بادشاه

د زیږون نېټه کال ۱۶جون ۱۹۳۵ء

کور کلے "درپه خیل شمالي وزیرستان 

د شاعرۍ مجموعه"غرېو" د چاپ نېټه کال فروري ۲۰۰۱ء

کتابت ابنٍ فانی برتهکال

نثري اثار "۱"زندان" ۲"د وزیرستان تاریخ"۳"ملا پاونده رح"۴"افسانې" توچي چپې چپې 

که د نظم که د نثر که د خط دے 

په پښتو ژبه مې حق دے بې حسابه

"خوشحال بابا"

 

لائق شاه درپه خیل یو اعلی باشعوره شاعر ادیب افسانه نګار او تاریخ لیکونکے سړے وو په نظم او نثر دواړو حوالو نهء یواځې د خپلې علاقي تر حده بلکې په ګرده پښتونخوا کښې يي په ادبي حواله خپل رول لوبولے دے هغه که د "زندان"د لیکلو په شکل کښې دے او که "د وزیرستان تاریخ"یا "ملا پاونده " په تحریر کولو چې هغهء کوم کردار لوبولے دے هغه اوس د ادبي تاریخ یو اهم باب او د حوالې حثیت لری بیا د هغهء د شاعرۍ کتاب "غرېو "او د افسانو کتاب "توچي چپې چپې "په خپل ځاي خپل اهمیت لري د موصوف درپه خپل سره زما نهء په ژوند څهء تعلق وو او نهء پس له مرګه د هغهء کوم وارث سره زما تړون او رشته شته د هغهء او زما ملاقات د نن نه درې کاله اګاهو هغه وخت کیږي کله  چې د هغهء کتابونه ماته د یونیورسټې روډ د یو فټ پات نه په ارزانه بیعه ترلاسه کیږي او زهء د هغهء په شعر او نثر لوستو سره د درپه خیل د فن فکر نه مستفید کیږم چا چې د درپه خیل دغه ملغرې کتابونه په کباړ خرڅ کړي وي هغه به هم ځان ته شاعر ادیب وايي هغه به هم د پښتو د خدمت دعوه کوي پکار ده چې یو شاعر ادیب خو د چا ورکړے شوي ډالۍ سره دا لوبه ونهء کړئ د دغه کتابونو بیعه د پنځوس شپیتو او سلو روپو نه زیات نهء دے او کابړې به دغه کتابونه زیات نه زیات په شل روپۍ اخستې وي یعنې د نسوارو د دواه پوڼو په قیمت د پښتو دوه کتابونه خرڅول زمونږ د کتاب سره د مینې قدر په ګوته کوي او دا کارنامه د یو عام سړې نهء شي کیدے دا د یو شاعر ادیب کار دے شاعر شاعر ته کتاب ډالۍ کوی او بیا ورسره هم شاعر دغه رویه کوي دا زمونږ د پښتو سره مینه ده او دا زمونږ  د لیکوال د کردار پیمانه ده د مولانا ګل وامي د وینا تر مخه درپه خیل صاحب ابتدايې تعلیم د خپل کلی د سکول نه او اعلی تعلیم يي د ډیره اسماعیل خان ډګرې کالج نه حاصل کړے وو په کال ۱۸۹۶ء کښې انګریزان په توچي کښې میشتهء شول نو دې سیمې ته يي ټوچې ایجنسې(tochi agency) نامه ورکړه چې ورستو دا علاقه د توچي توچي په نامه مشهوره شوه په"غرېو"کتاب کښې شاعري ده چې نظم غزل او قطعات په کښې شامل دي افسانې يي د همېش خلیل د وینا ترمخه "د مارچ ۱۹۵۸ءنه تر ۲۰اګست ۲۰۰۲ء پورې د حالاتو او واقعاتو ترجماني کوي چې د افسانه نګار د ماضی د یو زور دار بازګشت سره سره په کښې د هغهء د خپل قبائلي ثقافت او دود دستور کړهء وړهء هم لکه د ساه غړېږي فقیر ایپې "رح"د وزیرستان یو معروف شخصیت وو دهء د انګریزانو خلاف تقریباٌ یوولس نیم کاله جهاد کړے دے او په زرګونو ننګیالي د دهء په قیادت کښې شهیدان شوي دي  خلیفه چلګايي داوړ، جرنیل سودیخیل داوړ، پیاوړے پلنګزي وایر او ضمیر شاه داوړ د دهء نامتو غازیان وو هسې خو د دوې شاندارې کارنامې یو تاریخي حیثیت لري ولې د افسانوی خوند ورنګ نه هم پوره پوره ډکې دي "ډاکټر حنیف خلیل د درپه خیل د افسانو په اړه داسې وايي"تقریبا د پنځهء څلوېښت کلنې تیر شوي تاریخ ثقافت او معاشرت قلمي خاکه لیکونکی په افسانوي رنګ کښې زمونږ مخې ته ایښې ده چې هم ترې مونږ خوند اخلو او هم معلومات یعنې دا افسانې په یو وخت کښې د لوستونکو د تفریخ ذریعه هم ګرځې او د هغوي  علمي ذخیره هم وسیع کوي" درپه خیل په خپل یو نظم کښې د "شاعر"د عنوان تر لاندي خپلو بچو ته داسې رقمطراز دے 

 

"شاعر"

تهء چې له مانه مرور يي راته وايي ګله

چې تا زمونږ د پاره هیڅ نهء دي پریښې ابا

هو دا منمه چې د یو څو کتابونو بغی

نهء مې سرهء زر درته پریښې دي نهء سپین په دنی

خو زهء شاعر ومه اے ځویه! شاعري مې کړله

زهء په سمګلنګ او بلیک مارکیټنک باندې څهء پوهیږم

خلقو دولت ګټلو شان يي جوړولو مدام 

زهء د محفل د حاضرینو په واه واه مستیدم

--------------------------------

زما ربه!

 

زما ربه ستا لوې شان

خود پخپله دے عیان

څهء به زهء څهء به يي ستایم

څهء مې پوهه څهء مې توان

-----*-

 

غزل 

 

ستا د مینې موندے نهء شی انتها څوک

که دې څومره شي په مینه کښې فنا څوک

 

له اغازه تر انجامه چې تورتم دے 

ستا په زلفو کښې لیدلے شي رڼا څوک

 

اخر ژبه خو لرم په سپېره خولهء کښې 

کاش که وپوښتې له مانه مدعا څوک

 

د ګوډۍ په څیر مې مزے ټینګ اونیسه

عاشقۍ کښې خوښوي خپله رضا څوک

 

مسافر به تر منزله څهء رسیږي

که زما غوندي رهزن کړي رهنما څوک

 

کله وایم چې ځه وپوښته رقیب هم 

چې به څنګه کړي خوشحال هغه اشنا څوک

 

تهء چې یار ته وفادار وايې لائقه

دا په نیمه شپه شي سر په واوېلا څوک

-------------------------

د لائق شاه درپه خپل نظم د خپل ځانګړې اهمیت په وجه اعلی شعري مقام لری هر نظم يي یو شهکار دے او زهء ورته د نظم شاعر وایم د مقصد په حواله يي نظمونه تاریخي علمي، سماجي،  سیاسي او ادبي  اړخونه لري نظمونه د هغهء په ادبي تاریخي او علمي پوهه دلالت کوی زما ذاتې رايي ده چې که د درپه خپل ټوله شاعري یو خوا ته هم کړو بیا هم هغه د دغه یو نظم په اساس هم زمونږ د پښتو په ادبي تاریخ کښې ژوندے پاتې کیدے شي او د نن وخت نام نهاد سوشل میډیا چینل او د فیس بک د لارې د شهرت بام ته ختلې ټولو شاعرانو شاعري یو تله کښې واچوو او په بله تله کښې د درپه خیل دغه یو نظم کیږدو نو د درپه خیل دا دې یو نظم وزن به درون وی خو په دې خبرو د علم او حکمت خاوندان ښهء پوهیږی چې زهء څهء وایم دا دومره اعلی معیار باوجود د درپه خپل بې قدرې او ګمنامې بلها سوالونه راپورته کوی په موجوده وخت کښې د فیس بک په لاره داسې خلق پیدا شوی دی چې د رحمان بابا او مشرانو د کلامونو ایکسرے کول يي شروع کړی دی هغوي په دې غلط فهمۍ کښې مبتلا دي چې ګنې دا هر څهء د وخت د حساس نقادانو نه  پټ پاتې کیدے شی خو داسې نه ده  د وخت انتظار دي کوي راځې چې د لائق شاه درپه خیل دا نظم ولولو او فیصله وکړه چې هغه د کوم معیار نظم ګو شاعر وو نظم

 

"وزیرستان"

 

دغه لوې لوې اوچت غرونه څهء لغړ څهء ځنګلونه

چرته اوچ سپیرهء دشتونه چرته ښکلي شنهء اړخونه

چا کېژدې دي لکې کړې چا د خټو جوړ کورونه

د فطرت په نندارو کښې د ژوندون اخلي خوندونه

پاک ماحول پاکه فضا کښې لکه ګل د ګلستان دے

دا زمونږ وزیرستان دے دا زمونږ وزیرستان دے 

 

سمې غرونه ښکلې ښکلې، قدرت نوستې نذرانې دي

په قدم قدم يي ښخې د سرو سپینو خزانې دي

له مودو څخه تر ننه راژغورلې زمانې دي 

په لړمون کښې يي دننه حیرتناکې فسانې دي

هر یو کاڼۍ يي په قدر لکه لعل د بدخشان دے 

دا زمونږ وزیرستان دے دا زمونږ وزیرستان دے

 

ټول وګړې يي په عزم باتوران د کُهستان دي

په قوت او شجاعت کښې شنهء زمریان د نخلستان دي

د ایمان زغرې اغوستې نهء په تور ونهء سٍنان دي

د فطرت د مقاصدو په ښهء شان نګهبان دي

سر يي تل په تلې ایښے محافظ د پاکستان دے

دا زمونږ وزیرستان دے دا زمونږ وزیرستان دے

 

په دې ګټو کښې بل شوے روڼ مشال د "پیر روښان"دے

"پاونده مُلا"په توره لکه تندر د اسمان دے 

د جهاد په مئے سرشاره مجاهد"میرزاعلی خان وو

د ادب د اسمان ستورے ځلنده دلته"دهقان "دے

خطا شوے له غلیمه همېشه دلته اوسان دے

دا زمونږ وزیرستان دے دا زمونږ وزیرستان دے

 

نرو ښځې مزدورۍ کړي عشرتونه دلته نشته

ساده ژوند ساده خویونه فېشنونه دلته نشته

حجابونه دې د زړونو نقابونه دلته نشته

زړهء و خلهء سره تړلې فریبونه دلته نشته

زیب د نرو ښځو دلته د صفا زړونو ایمان دے

دا زمونږ وزیرستان دے دا زمونږ وزیرستان دے

 

چا دي خرهء غوایهء لېږلي اوچ لرګې راوړي بازار ته

څوک په ګډو پسې درومې لرې لرې سبزه زار ته

چا پټو کښې دې کرلې په هیله پرودګار ته

څوک ټوپک په لاس روان دي د شوئېدر د غر څو ښکار ته

تصٌور  دمصٌور  يي تماشه کوي حیران دے

دا زمونږ وزیرستان دے دا زمونږ وزیرستان دے

 

درې قامونه په کښې اوسي له یو بل نه قربانیږي

یو وزیر دویم محسود دي بل داوړ پکښې یادیږي

چاته تور د تورو سترګو د شوال سیمه ښکاريږي

ځنې فخر په شورهء کړي څوک توچۍ باندې نازیږي

چې ځاریږي يي له هر ځاي آ لائق شغله بیان دے

دا زمونږ وزیرستان دے دا زمونږ وزیرستان دے 

 

دا وو زمونږ یو ورک قلم کار چې زما په خیال په ړومبې ځل د فیس د لارې يي تاسو سره متعارف کول غواړم زمونږ لیکوال شانداره ماضی لری خو افسوس پښتو نن صرف کسکریانو ته پاتې شوه اصلي او سنجیده قلمکار څوک مړهء شول او څوک د خود دارۍ په وجه د ګمنامۍ په تیرو کښې سره د خپل اعلی فنه فنا شول چې دا د نن وخت لویه المیه ده او زمونږ د بې حسۍ انتها ده د اجمل خټک خبره چې

وخت به درنه داسې لیونې ګورې بیا هم غواړي

 

زاهدخان شېدا

۲۸اپریل ۲۰۲۰

پښتو اصلاحي ادبي تحریک پېښور

-
بېرته شاته