(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تسلي مه راکوه ېاره

[30.Jun.2020 - 15:27]

د پیښور یادونه:

اسد دانش ساپی

تسلي مه را کوه یاره،

لاسونه را کړه سمندر مې ډوبوينه!

 

«کیسه ستاسې د قضاوت لارې څاري، تر پایه يې را سره ولولئ

 

د خدای نظام دی انسان هر وخت په یوه حال نه وي، کله په موټي کې ځایېږي او کله په ګرده غېږ کې نه ځایېږي...

چې هر وختې په یو حال وي بیا یی وګڼه چې خدای دی

او که نه چرې انسان دی کله څنګه کله څنګه!

 

زه هم د وخت یوې داسې بې‌خونده څپې ووهلم چې يادول یې اوس هم ګران راته تمامېږي، نه پوهېږم د چا ازار به و چې خدای راته خپل قهر د یو چا په دوو سترګو کې داسې وښود چې ټول ژوند به مې تېر شي، خو د هغو سترګو نظاره کله هېریږي.

ما خو نه دي څوک بې وجهې ازار کړي

خدای چې ما ازاروي ازار د چا دی

 

لېونی او مجنون شوم، زاړه زخمونه مې بیا را تازه شول، وګرېدل، دردونه یې پیل کړل، خبره دې حدونو ته راغله چې ټول ملګري مې یوازې په پاکو جامو او نظافت غلطول! نور بره چت کې مکمل ګړبړ موجود و، ټول تارونه شارټ شوي ول!

مړه به شې شمعې یوه شپه به ستا رڼا وي

خندا که په ژړا وي دا ژوند پکې تېرېږي 

 

د ژوند خوندونه وترول شول، خوب، سکون او ارام ژوند مې له تنه کډه وکړه...

ډاکتر ته ولاړم خپله کیسه مې ورته وکړه، ډاکتر ظالم زما له کیسې خوند اخيست، ویل يې، کاش! زه ستا په شان لېونی شم! کومه پېرزوینه چې خدای پر تا کړې دا په هر چا نه کېږي!

اخر مې مجبور کړ په ډېر زحمت یې د خوب ګولۍ راکړې، ګولیو هم چندان خوند ونکړ، بل وخت بیا ډاکتر ته ورغلم دا ځل یې راته ویل، لږ دې شاوخوا چاپیریال او ملګري بدل را بدل کړه! موسیقي، تفرېح او مشاعرو ته وخت ورکړه، لږ ځان خوښ او بوخت وساته!!

خدای چې درته پېښه کړي، نو چاره څه وي! هنرمندان مې هسې هم له ډېر پخوا په دوه- درې عالي او لوړو عادتونو خوښ ول، نور مې نو ورسره کلی کور شو!!

دوی مې په دې کارونو او عادتونو خوښ ول:

لومړی؛ دا چې کله یو سندرغاړی سندرې بولي، د موسیقۍ له الې سره ډېره مینه کوي، وایي، دا زموږ د رزق ګټلو وسیله ده، نو په احترام یې کښته پورته کوي.

دويم؛ چې محفل کې وګوري تر ده بل تکړه استاد ناست دی، په ډېر ادب لومړی اجازه ترې اخلي او بيا سندرې  پيلوي.

درېیم؛ خپلو کې مړی- ژوندی ډېر ښه پالي، خپلو هم‌صنفیانو او هم‌مسلکانو ته ډېر پابند او ژمن دي

څلورم؛ د خلکو خوښیو ته خوښېږي، دعا کوي چې ټول ولس ته دې الله خوښي ورکړي.

پېنځم؛ ډېر خاکسار، عاجز او بې غرضه مخلوق دی.

 

د هر چا خپله کنډه او تله وي، زما دا تله وه! ما دوی پدې تله تللي، که د چا را سره اختلاف وي زر ځله د اختلاف اجازه ورکوم، اختلاف د هر انسان فطري حق دی!

خپلې خبرې ته به راشم، زما روحي ناروغۍ عجيبې کانې او پېښې را باندې وکړې چې چېرته به تبله‌مار، باجه‌مار، ربایي او سندرغاړی و، بس زما به یار شو!

ښکلي او سنګین دوستان پکې خدای راکړل، د غزل بې‌تاجه بادشاه -خیال محمد استاد- مې هم پکې ملګری شو، راته به یې ویل:

هر یو ګل دی پاڼې پاڼې نشته ساه یوه غوټۍ کې

په سپرلي کې هم خزان دی ویر ژړا ده په ښادۍ کې

 

د استاد ګران زوی -انور خیال- به پخپله خوشحاله او خندانه خوله راته د مینې او محبت خواږه ډالۍ کول.

ګلزار عالم استاد به زموږ لپاره لومړی دا غزل پیل کړ:

چې پکې ګل شي ستا د غونډې زنې شنه خالونه

هغې سپرلي ته انتظار وکړه

 

هارون باچا به -چې یاران یې له مینې باچاجي بولي- زما د ارواښاد دوست ډاکتر صابر د لنډ بحر یو ښکلی غزل دومره په مینه او د زړه له تله وایه چې سړی به یې بل ځای ته له ځان سره کش کاوه:

ښه لګي خواږه لګي

ستا کاته په زړه لګي

عشق لکه د بنګ بوټی 

کله کله ولګي

له بلخوا به مې ګران دوست سردار یوسفزي را غږ کړ چې:

هم مې بېره ده ساتلې هم مې ټال دی 

راشه ستا لېونی اوس هم پخپل حال دی

 

ښاغلي نعیم خان توري به له هنره ډکه يوه کړیکه ووهله، غږ به یې کړ:

چې کښېني نورو وطنونو له زلمي لویوي

مېندې لېونۍ دي نادانې دي

 

ډاکتر کرن خان صاحب به پکې د ماهیپر له سره چیغه کړه او کله به لغمان ته هم پکې راغی:

زه د لغمان په لوري ځمه 

ساه مې لنده لنده کېږي

لارې اوږدې دي

شاه محمد استاد به د لغماني محمد نور بابا له خوا غږ را وکړ چې دوبار به نه کرم د سین غاړې ګلونه

چې لږ را لوی شي راته یوسي سیلابونه

ایاز خان به د سوات له شنو او ګلورینو سردرو توده ناره پورته کړه... د دوی ټولو د عالي او لوړ هنر مینې او درناوي تعریف زما ددې څو کرښو د توان او وس کار نه دی، دوی ماته داسې دي لکه زما ځان، سړی د ځان تعریف نشي کولای، دوی دې راته ژوندي وي، هر یو مې نژدې ملګری او دوست دی...

 

د ټکر د کیسو ځانله خوندونه دي چې په تورات، انجیل او قرآن کې به درته اوږده لیکچرونه درکړي او لګیا به وي چې لغمانیه اوس نو غوږ راته ونیسه چې ودې پوهوم

د شهید انورګل استاد به څه ووایم، څه به یې هېر کړم، ماس خان استاد، ساده خېل ماما، مدین استاد، حشمت خان تبله‌مار، ارواښاد رحیم غمزده استاد، توریالی غمزده او نور ګڼ استادان مې وپېژندل، یاران مې شول، دلته د ټولو نومونه نشم لیکلی، کله کله به مو له دوی سره لیدل- کتل کېدل...

منیر خان تبله‌والا د قمر ګلې اپه وراره دی، د مرګي دې هېر شي، له ماسټر علي حیدر سره دوی زما ښه ملګري شول.

احمد ګل استاد یوه ورځ راته ویل، اسد جان لالا! زما په زړه یو ارمان دی چې ما له ځان سره کله کابل ته بوځې! زه د افغانستان په ټلوېزیون کې درې څلور سندرې ريکارډ کړم، دا ارمان زما هم هغسې پاتې شو، لکه د استاد چې داسې پاتې و، ویل به یې:

نه مې دلبري نه دلداري وکړه

هسې مې د ژوند سره خواري وکړه

ناروغي خو پرېږده چې اوس له دې دومره لوی ګروپ سره یارانه څنګه وپالم! نومونه خو مې د ډېرو لږو یارانو واخيستل، دا کیسه تر دې ډېره اوږده ده!!

 

حشمت تبله‌يي به اکثر راته ویل، دانش لالا! هر کله چې کابل ته ځې ما له ځان سره کابل بوځه! زما به یو څه غریبي وشي او ستاسې خو د هارمونیم غږولو والا شوقي ملګري ډېر دي، تبلې‌والا مو نه وي، د تبلې تشه به زه ډکوم!

موږ ته یې هم خوند راکاوه، کله به ترې پټ راغلم، کله به مې راووست!

عجیب تصادف و، یو وخت تورخم ته را روان یو، کارخانو اډې کې له ټیکسي کوز شولو، د تورخم ټیکسي‌والا چې زموږ ساز و سامان ولید هغه د کندهاریانو په اصطلاح ډېره انتیکه یې وکړه، ویل يې، استادانو! راځئ زه مو تورخم ته ښه خوشحاله رسوم! د نعیم خان توري په نامه یو نوی شوقي سندرغاړی پیدا شوی، کسم دی خوند به درکړي! کېسټ کې اسد جان او سایل صیب هم ورسره با قاعده ناست دي!

ما حشمت ته وکتل، اشاره مې ورته وکړه چې چوپ شه! ورسره کښېناستو، کېسټ یې ټیپ ته ور دننه کړ، کېسټ کې نعیم خان توری -چې یو ښه شعر راشي- غږ وکړي، اسد جان! واوره ډېر غور طلب شعر دی!!

بل ځای همداسې غږ پر ښاغلي سایل صاحب هم کوي...

ډرېور وایي، وګوره ما نه ویل چې اسد جان او سایل صیب هم پکې شته!

موږ ورته ویل، بېشکه چې سم مو ویلي ول!

تورخم ته چې ورسېدو کرایه مو ورکړه، زما د ملګري طاقت ونشو ویل يې، هغه اسد جان -چې نعیم توری غږ پرې کوي- دا سړی دی!!

په غم واوړېدو!! بیا یې پیسې نه اخيستې، ويل يې کرايه مو واپس واخلئ! بالاخر مې ورته وویل، ګوره! هېڅ امکان نلري! ځان مو په دې ترې خلاص کړ چې دا ځل کوم پروګرام وي تا به راولو! د موبایل شمېرې مو یو بل ته سره ورکړې.

 

بل وخت له دې پورته یادو شویو استادانو یو استاد را سره کابل ته راغی، یو نمبر یې راکړ، ویل يې، دا سړی راته پیدا کړه!

نمبر ته مې فون وکړ چې ستا یو دوست راغلی غواړي له تاسې سره وګوري!

ویل يې، فلاني وزارت ته یې راوله!

ما فکر وکړ دا به یو عادي مامورګوټی وي، وزارت او زما د دفتر واټن دومره ډېر نه و، په لس متټو کې ور ورسېدلو، بیا مې ورته ټليفون وکړ، ویل يې، فلاني منزل ته راشه! هلته چې ورغلم نور مې حوصله ورته تنګه شوه، فون مې وکړ چې وروره ته په موږ ريشخند وهې! دلته مو نور پولیس نه در پرېږدي! دا پېښوری را سره دی، له رنګه هم تور دی، په جنجال مو وا نه وړې!

ویل يې، پولیس ته موبایل ورکړه!

پولیس چې هیلو کړل کتل مې د پولیس رنګ بدل شو، ویل يې، راځئ راځئ!

بس ورغلو، ګورم چې سړی د وزارت معین دی!!

زه خپل زشت برخورد ته هم یو څه خپه وم چې له دفتره یې کله را وتلو استاد ته یې دوه درې سوه ډالر هم ورکړل، بېرون مې ورته وویل، وه سړیه! دا خو غټه بلا ده! پېښور کې کسم دی که داسې سړي ته څوک سلام کولای شي! دا څنګه پېژنې؟!!

ویل يې، دا خو زموږ ډېر یار دی! موږ ته چې کله مېجر عامر صاحب د موسیقۍ بلنه راکړي چې ورشو دا سړی هلته مهمانِ خصوصي وي!! هر وخت ناوخت هلته ناست وي!!!

ما ویل اممممم!! ښه نو دا غورې دي!!

 

ملګریو!

دا سړی بیا زموږ د هېواد په یوه داسې مهم ځای کې په دنده شو چې زما او ستاسې د ژوند او مرګ فیصلې او د ټول هېواد بنسټیزې پرېکړې او تصمیم نیونې کې کلیدي او ځلانده څېره وه!

تاسې فکر وکړئ چې دا وطن زېبا وطن، دا وطن زما وطن، دا مې د بابا وطن!!!

کیسه ما وکړه نوره فیصله تاسې خپله وکړئ!

 والسلام

بقلمِ خود!!

-
بېرته شاته