(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غیرت خان

[30.Jun.2020 - 15:39]

غیرت خان

لیک: هما ظفر احمدزۍ

غيرت خان د حويلۍ له دروازې دوهم ځل راغږ کړل : څه سوې لا دې کيسي نه دې خلاصې . ژر کوه چې لار اوږده ده , په وخت بايد ورسيږو . دې په کمزوره غږ ځواب ورکړ : درغلم . نن يې پلارګنۍ کې پوره هفته تيره شوې وه . دوا يې هم اخيستى وه . حال يې په ښه کيدو وه , خو لا لږ , لږ ګنګسه وه . د خاوند غږ سره يې مور ژر , ژر لور سره مخه ښه وکړه خپله لورکۍ يې په تندي ښکل کړه , هغې هم د چادرۍ څنډه په مخ راکش کړه او له دروازې ووته . تر څو چې موټر روانيده مور يې د دروازې له چاود ورکتل . موټر روان سو او لږ ځنډ نه وروسته د ولايت ( . )لوى لاري ته وربرابر شو . لا لږ مزل يې کړى وه چې غيرت خان موټروان ته د موټر دريدو وويل . له موټر ښکته شو او لاره کې د غټ کمر شاته لاړ . لږ ځنډ نه وروسته بيرته موټر ته راوخوت , موټر کې يې سګرټ ولګاوه او موټروان ته يې هم د سګرټو کوتى ونيوه . خو د موټروان خوله لا پخوا له نسوارو ډکه وه . کور ته د رسيدو لا دوه ساعته مزل پاتي وه

موټروان دوه درې ځله ښيښه ښکته کړه او له نسوارو ډکې خولې نه يې د باندي لاړې ټف کړي . له هر ځل تف سره لاړنې چټکې د شاه لوري نيمه ښکته ښيښې نه چې هغې د سګرټو دود نه په تنګ د ساه ايستلو لپاره خلاصه پريښې وه د چادرې په جال جال روى بند راباد شوې . له دې حال به يې د چادرۍ لاندي زړه تاو او پيچ وکړ خو څه يې نشو ويلي . خاوند يې يو دوه ځله بيا هم وار په وار موټروان ته د موټر درولو وويل ښکته به شو او د کمره تر شاه به بيرته پرتوګاښ په لاس د موټر خوا ته را روان شو . دغه تکرار حال د سګرټو دود او اوږده لاره , ناروغه ښځې ته د موټر له کرکې زړه خولې ته ولاړ وه . هيڅ چاره يې نه کيده دا ځل يې ورو خاوند په اوږه ټپ , ټپ کړ هغه په برګو سترګو شاه ته راوکتل , هغې په کراره اشاره د موټر دريدو ورته وويل . خاوند يې سور او شين واوښت ويل يې لږ صبر وکړه . هغې دوهم ځل په اوږه لاس ورکيښود . خو هغه د دې په ځاى چې موټر ودروي له خپلې مخې سره د موټر سويچ بورډ خلاص کړ او يو پلاسټيک يې راوويست . تر څو يې چې ښځې ته پلاسټيک ورکاوه نو کار له کاره تير وه . ښځې وخته ..... . د ښځې له غږ سره موټروان هم شاته راوکتل . موټروان سره د خپل موټر غم وه شاته شاته يې يو ځل ښځې ته او يوځل ښکته د موټر فرش ته ورکتل خو څه يې ونه ويل . خو د هغې خاوند چې د خپل غيرت غم پسي اخيستى وه , ځان سره برګ برګ غړمبيده . له غريو او غصې ډک غږ يې د ښځې تر غوږو راته : بلا وهلې ده تر کوره لږ طاقت نسي کولى ....

-
بېرته شاته