(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طاهر کاڼي

[30.Jun.2020 - 15:57]

د پښتو ژبې د شاعر، ليکوال او ژباړن  محمد طاهر کاڼي لنډ ژوندليک 

 

 زما دفیسبوک په ملګرو کې  نن دهغه لیکوال، شاعر  او ژباړن لنډ ژوند لیک خپروم چې خپلې مورنۍ ژبې ته یې ډیر څه کړي دي او ډیر شمیر کتابونه یې چاپ شوي دي..دغه علمی شخصیت ښاغلی محمدطاهرکاڼی دی .د ښاغلي محمد طاهر کاڼي اصلي او پلرنی ټاټوبی د پکتيکا ولايت د يحياخېلو ولسوالي ده، خو پخپله دی د ۱۳۴۴ لېږديز لمريز کال په پسرلي کې د کندوز ولايت د دښت ارچي ولسوالۍ د شېر خان جم په يوه بزگره کورنۍ کې زېږېدلی دی. د پلار نوم يې نظر شاه سرکار سلېمانخېل، د نيکه نوم يې عبدالکريم او د غورنیکه نوم يې خوشال دی. لومړنۍ زده كړې يې د دښت ارچي ولسوالۍ په دوران كلي ښوونځي كې تر نهم ټولگي پورې ترسره كړې دي. د ۱۳۵۸ ل كال په وروستيو كې د دوران کلي ښوونځی هم د ولسوالۍ د نورو ښوونځيو په څېر وسوځول شو او محمد طاهر كاڼى دې ته اړوت چې له خپلې كورنۍ سره يو ځاى پلازمېنې کابل ته وكوچيږي او هلته خپلو زده كړو ته دوام وركړي. پر ۱۳۶۰ ل كال د کابل د رحمان بابا لېسې په نهم ټولگي كې شامل او پر ۱۳۶۳ ل كال د دغې لېسې له دولسم ټولگي څخه فارغ شو. د ۱۳۶۳ ل كال په مرغومي مياشت کې پوځي خدمت ته د سرتېري په توگه جلب شو. د كابل د تورې ډبرې (سياه سنگ) په پېنځمه شمېره نقليه غونډ كې تر يونيم كال پوځي خدمت وروسته پر ۱۳۶۵ لمريز كال د لوړو زده كړو لپاره د شوروي اتحاد د اوکراين جمهوريت د لووف ښار پوهنتون ته واستول شو. پر ۱۳۷۰ ل (۱۹۹۱) زېږدي كال يې نوموړى پوهنتون د روزنپوهنې (پيداگوجۍ) او کولتورپوهنې په څانگه كې پاى ته ورساوه او د ماسټرۍ په پوهنيزې درجې سره يې سور بريليك تر لاسه کړ.  

طاهر كاڼي د ښوونځي په اتم ټولگي كې په شعر ليكلو پيل كړى وو، څو کاله يې په شعر لیکنه کې لارغه راغله، خو له ۱۳۶۶ ل كاله راهيسې بیا كله كله شعر ليكي. له ۱۳۷۶ لمريز (۱۹۹۷ ز) كاله راهيسې يې شعرونه، ليكنې او ژباړې په بېلابېلو افغاني خپرونو كې خپريږي.  

محمد طاهر كاڼى پر ۱۹۹۳ ز كال له اوكراين څخه روسيې ته ولاړ او په پلازمېنه مسکو کې مېشت شو. هلته يې تر ۱۹۹۶ زېږدي كاله د پلورونكي په توگه كار كاوه. د ۱۹۹۶ ز كال له پيله د ۱۹۹۷ ز كال تر ورستيو پورې پنډي (جوالي) وو او د يوې گولې ډوډۍ د پيدا كولو لپاره يې دغه درانه كار ته اوږه وركړې وه. د ۱۹۹۷ ز کال پر پاى او د ۱۹۹۸ ز كال په پيل کې څه موده په روسيه کې د مېشتو افغانانو د «اواز» په نامه ورځپاڼې پازوال چلوونكى وو. په ۱۹۹۹ ز كال کې يې هم له مسكوه د خپرېدونكې «كابل» اونيزې د پازوالۍ چارې پرمخ بېولې، هممهال يې تر ۲۰۰۴ ز كاله په روسيه كې کله کله د مېشتو افغانانو د ښادۍ په غونډو كې د ټنگ ټكور چارې هم پرمخ بېولې

محمد طاهر کاڼي د ۲۰۰۳ ز كال د اپرېل له ۸ نېټې د ۲۰۰۶ ز كال د اپرېل تر ۳۰ پورې د مسكو ولايت د كډوالو په اداره كې د ژباړونكي په توگه دنده درلوده. د ۲۰۰۷ ز كال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۱۴ ز کال د ډيسمبر تر ۲۵ يې د روسيې غږ راډيو د افغانستان په څانگه كې د وياند او ژباړن په توگه دنده ترسره كوله. نوموړی د ۱۳۹۵ ل کال د غويي پر ۱۴ (د ۲۰۱۶ ز کال د می پر ۳) له روسيې څخه هېواد ته راستون شو او د ۱۳۹۵ ل کال د تلې له لومړۍ نېټې راهيسې يې درې مياشتې په ملي راډيو ټلویزیون کې د اديتور په توگه دنده ترسره کړه. د ۱۳۹۵ ل کال د مرغومي له لومړۍ نېټې راهيسې د ملي راډیو په ارشيف کې دنده لري

بايد وويل شي چې طاهر كاڼي په ۱۳۶۸-۱۳۶۹ لمريزو كلونو کې په راډيو افغانستان او ټلويزیون کې درې سندرې ثبت كړې دي. په ۱۳۶۸ ل کال کې يې لومړنۍ سندره په ټلويزيوني دېرې (حجرې) مجلس کې ثبت کړه چې شعر يې د عزيز تحريک او سربيت يې داسې وو: «چې ستا په ښکليو سترگو مې نظر ولگېده - په تامې خاموشي مې خود شرر ولگېده». دويمه سندره يې هم په همدغه کال کې په راډيو افغانستان کې ثبت کړه چې د سلېمان لايق يوه غزل وه، طاهر کاڼي کمپوز کړې او سربيت يې داسې وو: «بيا مې ساقي ولید د خيالونو په خوبونو کې - بيا د جنت حورې راته ناڅې په جامونو کې». درېیمه سندره يې هم پر ۱۳۷۰ ل کال په راډيو افغانستان کې ثبت کړه. د دغې سندرې شعر او کمپوز د استاد گلزمان وو او داسې پيل کېده: «راشه چې د خوږ زړگي حالونه تاته ووایم - هيڅ درته نور نه وايم، هيڅ درته نور نه وايم». د «بيا مې ساقي وليد...» غزل يې د راډيو افغانستان د ملي ارشيف په ۵۲۰۲ شمېره فيته او د «راشه چې د خوږ زړگي حالونه...» سندره يې د همدغه ارشيف په ۵۳۱۲ شمېره فیته کې خوندي ده

همدا راز يې پر ليکوالۍ سربېره پر ۲۰۰۰ ز کال دوه هنري فېلمونه «ټايټانېک» او «د اسلام ظهور» په پښتو ژبه ژباړلي دي. پر همدغه ۲۰۰۰ ز کال يې د ژويو ژوند د لړۍ يو شمېر مستند او پوهنيز فېلمونه لكه زمريان، د کايوت لېوه، گوربتان، کپېړ، د بېزوگانو نړۍ او ځينې نور پښتو ته راژباړلي دي

د محمد طاهر کاڼي مورنۍ ژبه پښتو ده خو پارسي (دري) او روسي ژبې يې هم زده دي او پښتو ژبې ته ترې ژباړې کولای شي.  

اړينه ده وويل شي چې په جرمني كې د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې پر ۲۰۰۴ ز كال محمد طاهر كاڼي ته د اړینو او ارزښتناكو نښيرونو د ژباړې له كبله د «بېنوا» د ژباړې ډالۍ (جايزه) وركړه. همدا راز د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې محمد طاهر کاڼي ته دوه ستاينليکونه هم ورکړي دي

د افغانستان د فرهنگ په بډاينه کې د ښې او اغېزمنې برخې اخيستو په پار، د ۱۳۹۶ ل ل کال د غويي مياشتې پر ۱۳ (د ۲۰۱۷ ز کال د می پر ۳) د افغانستان اسلامي جمهوريت د هېوادمشر محمد اشرف غني له لوري محمد طاهر کاڼي ته د غازي میربچه خان دولتي مډال ورکړ شو

چاپ شوي نښيرونه يې:  

محمد طاهر کاڼی له ۱۳۷۹ لېږديز لمريز (۲۰۰۰) زېږديز کاله راهيسې د ژباړې او ليکوالۍ پر چارو بوخت دی، چې تر دې مهاله يې دا لاندې نښيرونه چاپ شوي دي

۱- افغانستان زما وروستۍ جگړه، ليکوال جنرال محمود احمدوويچ گارېېف (له روسي ژبې  څخه پښتو ژبې ته ژباړه)، ۶۰۳ مخه، د ۱۳۸۰ ل ل (۲۰۰۱) ز كال پېښور چاپ.  

۲- کوچنی شاهزاده، ليکوال انتوان دي سینت اکسيوپېري (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۲۴ مخه، د ۱۳۸۱ ل ل (۲۰۰۲) ز كال مسكو چاپ.  

۳- افغانستان له شخصي دوسيې څخه، ليکوال ولاديمير الېکساندروویچ کريوچکوف (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۰۳ مخه، د ۱۳۸۲ ل ل (۲۰۰۳) ز كال پېښور چاپ

۴- د ماسكو لاس، ليکوال ليونيد ولاديميروویچ شېبارشين، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۷۳ مخه، د ۱۳۸۲ ل ل (۲۰۰۳) ز كال پېښور چاپ

۵- د جرمني امپراتورۍ افغاني جگړه، ليکوال يوري نيکولايوويچ تيخونوف (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۴۶۴ مخه، د ۱۳۸۳ ل ل (۲۰۰۴) ز كال پېښور چاپ

۶- افغانستان او د پامير پر سر شخړه، ليکوال الېکسی ولاديميروويچ پوستنيکوف، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۳۸۸ مخه، د ۱۳۸۴ ل ل (۲۰۰۵) ز كال پېښور چاپ

۷- په منځنۍ اسیا کې لويه لوبه، اوډونکې تاتيانا نيکولايونا زاگارودنيکووا، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۳۸۹ مخه، د ۱۳۸۵ ل ل (۲۰۰۶) ز كال پېښور چاپ

۸- د افغانستان د شمال لوېديزې پولې ټاکل، روسي او برتانوي امپراتورۍ، ارشيفي لاسوندونه، ۳۲۷ مخه، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، د ۱۳۸۸ ل ل (۲۰۰۹) ز كال پېښور چاپ

۹- د افغانستان له لارې هند ته د فرانسې او روسيې د لښکرکشیو پلانونه، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۶۱ مخه، د ۱۳۸۹ ل ل (۲۰۱۰) ز كال پېښور چاپ

۱۰- د امير دوست محمد خان دربار ته د روسي سفير سفر او پر هرات باندې د پارس ناكام يرغل، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۶۷ مخه، د ۱۳۸۹ ل ل (۲۰۱۰) ز كال پېښور چاپ.  

۱۱- په تشيال کې لومړني افغان، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۴۰ مخه، د ۱۳۹۰ ل ل (۲۰۱۱) ز کال چاپ

۱۲- سردار عبدالرحمان خان او روسان بېلابېل، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۷۲ مخه، د ۱۳۹۱ ل ل (۲۰۱۲) ز کال لاهور چاپ

۱۳- پاکستان د نړیوالې ترهگرۍ ځاله، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۴۰۴ مخه، د ۱۳۹۲ ل ل (۲۰۱۳) ز کال کابل چاپ، د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز

۱۴- واوره او توپان، ليکوال لېف نيکولاېويچ تولستوی، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۷۶ مخه، د ۱۳۹۴ ل ل (۲۰۱۵) ز کال جلال اباد چاپ، مومند خپرندويه ټولنه

۱۵- په افغانستان کې د شوروي پوځونو ظلمونه او جنايتونه، بېلابېل ليکوال (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۴۶ مخه، د ۱۳۹۴ ل (۲۰۱۵) ز کال د خيبر خپرندويې ادارې چاپ

۱۶- په افغانستان کې زما پوځي دنده، ليکوال جنرال لېف نيکولاېوويچ گورېلوف، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۸۷ مخه، د ۱۳۹۷ ل ل (۲۰۱۸) ز کال کابل چاپ، اکسوس چاپخونه

۱۷- د افغان او انگرېز دويمه جگړه، ليکوال بريد جنرال ليونيد نيکولاېويچ سوبولېف، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۶۰۴ مخه، د ۱۳۹۷ ل ل (۲۰۱۸) ز کال چاپ، کابل بهير چاپخونه

۱۸- په ۱۸۹۷ ز کال کې د برتانوي ښکېلاک پرضد د ختيځو پښتنو پاڅون، ليکوال گريگوري ايوانوويچ نوستيڅ، (له روسي څخه پښتو ژبې ته ژباړه)، ۲۱۰ مخه، د ۱۳۹۸ ل ل (۲۰۱۹) ز کال کابل چاپ

۱۹- پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل او په کابل کې کودتا، بېلابېل ليکوال، (له روسي څخه پښتو ژبې ته ژباړه)، ۲۰۸ مخه، د ۱۳۹۸ ل ل (۲۰۲۰) ز کال کابل چاپ، دانش خپرندويه ټولنه

پنځونې او څېړنې

۱- تنكۍ پاڼې (د شعرونو غونډ)، ۷۰ مخه، د ۱۳۷۹ ل ل (۲۰۰۰) ز كال مسکو چاپ.  

۲- اعليحضرت ازاد خان افغان، (څېړنه) ۲۴۷ مخه، د ۱۳۹۰ ل ل ( ۲۰۱۱) ز کال چاپ

۳- کيميايي عنصرونه (څېړنه، په دوو ټوکو کې)، ۱۲۸۵ مخه، د ۱۳۹۴ ل ل (۲۰۱۵) ز کال کابل چاپ، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت

۴- بهرني ليکوال (څېړنه)،۴۹۳ مخه، د ۱۳۹۴ ل ل (۲۰۱۵) ز کال کابل چاپ، د افغانستان د علومو اکاډمي

۵- له باران سره خبرې (دويمه شعري ټولگه)، ۱۹۲ مخه، د ۱۳۹۷ ل ل (۲۰۱۸) ز کال جلال اباد چاپ، جهان چاپخونه.  

ناچاپ نښيرونه يې:    

۱- د ماشومانو لپاره د پښتو ليک لوست درسي کتاب

۲- د هايډروجن مرکبونه (څېړنه). 

۳- کيميايي عنصرونه د انسان په بدن کې (څېړنه). 

۴- عضوي تېزابونه (څېړنه). 

۵- اميني تېزابونه (څېړنه).

-
بېرته شاته