(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غوث خیبری

[30.Jun.2020 - 15:59]

غوث خيبري چې خپل اره نوم یې غلام غوث خيبري دی، د خدای بښلې پاينده ګل خان زوی او د شيخ عبدالرحمان لمسی دی، په ۱۳۱۲ لمریز لیږدیز کال د ننګرهار ولايت د کامې د ولسوالۍ د سنګر سراي په کلي کې زیږېدلی دی

غوث خيبري خپلې لومړنۍ زده کړې د خپلې سیمې په لومړني ښوونځی کې او منځنۍ زده کړې يې د کابل ښار په تجارت ليسه کې تر سره کړې

کله یې چې په هندوستان کې رسمي دنده لرله' نو په همدغه مهال کې د ډهلي پوهنتون په ډهلي کالج کې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه شامل شو، له همدې کالج نه یې د بی ای لسانس ديپلوم په بری سره ترلاسه کړ.

هدغه راز غوث خیبري د ژورناليزم يو کورس چې د مطبوعاتو په مستقل رياست کې د امريکایي پروفيسور جالف له خوا جوړ او خداي بښلې استاد صباح الدين کشککي یې مرستندوي و، په بریاليتوب او د لوړې درجې په اخيستلو سره پای ته ورساوه. خيبري په ۱۳۳۸ لمريز کال واده کړی، دوه زامن او څلور لوڼې لري.

 

دندې او دولتي کارونه:

۱ـ  ښاغلی غوث خيبري لوړو زده کړو نه وروسته په کابل کې د کرهڼي او لاسي صنايعو د بانک د کتابخانې د امر په توګه په کار پیل وکړ.

۲ـ د ۱۳۳۵ لمریز لیږدیز کال د لړم د مياشتې په لومړۍ نیټه د مطبوعاتو د مستقل رياست د داخلي خپرونو د مراقبت مدير په حیث وټاکل شو.

۳ـ په ۱۳۳۸ لمریز لیږدیز کال د مرحوم عبدالروف بینوا په وړانديز چې هغه مهال یې د کابل راډيو د ريس په توګه دنده سر ته رسوله، د هغه وخت د کابل راډيو د رياست د خپرېدونکي ارگان (پښتون ږغ) مياشتنۍ مجلې د مسؤل مدير په توگه وټاکل شو.

۴ـ  په ۱۳۴۸ کال د ننگرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شعبې مشر او دغې دندې په خوا کې یې د ننگرهار ورځپاڼې مسؤل مدير دنده هم په غاړه وه.

۵ـ د مرحوم داوخان تر کودتا وروسته کله چې د جمهويت په نامه ورځپاڼه خپرېده، ښاغلی خيبری ددې ورځپاڼې د تدقيق د شعبې مدير اود ليكونكي ډلې غړى وټاکل شو.

۶ـ د پښتون ږغ له مجلې نه وروسته ښاغلي خيبري ته د مطبوعاتو د مستقل رياست د کورنيو خپرونو د څارنې او سانسور دنده ور تر غاړې شوه.

۷ـ ښاغلي خيبري د هندوستان د حکومت په موافقه د افغانستان د حکومت د اړونده ادارې لخوا د هندوستان آل انډيا راډيو چي د نړۍ په مختلفو ژبو له هغه جملې په پښتو ژبه هم خپرونې لري، د پښتو څانگي د وياند او تاريخي افغاني فيچرونو د ليکوال په توگه وټاکل شو. ښاغلی خيبري نژدې اوه کاله په هند کې د آل انډيا راډيو د پښتو خپرونې وياند او د تاريخي او ادبي مقالو ليکوال په توګه کار وکړ.

۸ـ له نږدې اوه کلونو  وروسته هيواد ته له راستنېدو سره سم د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د پښتو د پرمختيا د رياست مرستيال وټاکل شو. پدې وخت کي د دې رياست د رئيس دنده د ښاغلي محمد ابراهيم خواخوږی او د اطلاعاتو او کلتور د وزير دنده دښاغلي ډاکتر عبدالرحيم نوين پر غاړه وه.

 

د سردار محمد داود خان د جمهوري رياست په دوران کې د هغه لخوا د يوه فرمان په صادرېدو سره په مطبوعاتو او فرهنگی ټولنو کې قومي او قبېلوي تخلصونو او لقبونو استعمال منع اعلان شو، چې غوث خيبري هم خپل تخلص له خيبري نه په (شهامت) تبديل کړ او د ننگرهار د ورځپاڼي چلول ئي د غوث شهامت په نامه پيل کړل، دغه تخلص د کندهار د طلوع افغان د ورځپاڼې د مسوليت پر وخت هم پر خپل حال پاتې شو، د سياسي دايرة المعارف کتاب هم د غوخ شهامت په نوم چاپ او خپور شو. د جمهوريت د ورځپاڼې په دوهم مخ کې هم غوث شهامت وليکلو.

بينوا صاحب د غوث خيبري له يو بل پټ راز نه هم پرده داسي پورته کوي او ليکي:

«ښاغلي غوث خيبري لومړۍ پټاني تخلص درلود وروسته بيا خيبري شو، او ځيني مقالې يې په مستعارو نومونو لکه (آرزومند، آشوب، هنگامه) نشر شوي دي

کله چي د سردارمحمد داود خان پر ضد پوځی کودتا وشول او دولتي حاکميت يوه سياسي گوند ترلاسه کړ، د کندهار په ولايت کې د غوث شهامت يا غوث خيبري پر ځاي د حاکم گوند له اړوندانو څخه يو نفر پدې دنده وگمارل شو او غوث خیبري په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د بهرنيو خپرونو د مدريت غړی او وروسته د دې ادارې لوي مدير وټاکل شو.

 

اثار:

ښاغلي خيبري د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د پښتو د پرمختيا د رياست مرستيالۍ په مهال د همدغه رياست لخوا د ده تاريخي مهم او ارزښتناک ناول «ابدالۍ توره» او تر هغه وروسته سياسي فرهنگی کتاب «سياسي جېبي دايرة المعارف» چې له اردو ژبې څخه پښتو ژبې ته یې ژباړلی و، چاپ او خپاره شول. تر دې دمه يې دوه ټوكه مستقل كتابونه، چې يو يې «ديوانه» او بل پښتو تاريخي ناول د «اور لمبې» په نوم ول، د پښتو ټولنې له خوا چاپ او خپاره شول. په دې كتاب باندې سريزه استاد ګل پاچا الفت ليكلې او يادونه په كې پوهاند رښتين كړې ده. په همدې وخت کې د يوه تاريخي مطلب پر سر باندي چي د روهيله د پښتنو د يوه ستر شخصيت په هکله و، د پوهاند صديق الله رښتين او غوث خيبري ترمنځ قلمي شخړه د هيواد ورځپاڼې په څو گڼو کي چي د جليل وجدي په مدريت خپرېدله، په پرله پسې ډول راښکار شوه.

د غوث خيبري ځيني ليکنې او چاپي اثار د نړۍ نورو ژبو ته هم د هغو هيوادنو د پوهانو او اديبانو په مټ ژباړل شوي دي، د بیلگې په توگه د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوي ناول «د اور لمبې» په نوم د پخواني شوروي اتحاد د علومو د اكاډمۍ د غړي استاد صولت شاه مهرګن اوف له خوا په روسي ژبه وژباړل شو او په مسكو كې د حكومتي خپرونو د ادارې له خوا چاپ او خپور شو.

 

خپاره شوي اثار:

۱ـ لکه های خون (په دري ژبه) د تاريخي لنډو کيسو ټولګه (د انگريزانو په ضد د پښتنو مبارزې) د چاپ کال ۱۳۳۵ لمریز لیږدیز.

۲ـ طوفانها – (په دري ژبه) تاريخي ناول (د استعمار په ضد د پښتنو مبارزې) – چاپ کال ۱۳۳۶لمریز لیږدیز.

۳ـ تفنګداران خيبر - (په دري ژبه) تاريخي ناول (د انګرېزانو پر ضد د پښتنو مبارزې) د چاپ کال ۱۳۳۷لمریز لیږدیز.

۴ـ  ديوانه – (په دري ژبه) د مینې ټولنيز ناول. د چاپ کال ۱۳۳۷لمریز لیږدیز.

۵ـ د اور لمبېتاريخي ناول د چاپ کال لمریز لیږدیز.۱۳۴۲

۶ـ  ابدالي تورهتاريخي ناول (په هند کې د ستر احمد شاه بابا د جګړو يوه ګوښه) د چاپ کال ۱۹۷۴زیږدیز

۷ـ  اراکوزۍ پېغله او مقدوني سکندرتاريخي ناول (د سکندر سره د يوې پښتنې اتلې جګړه)

۸ -- هغه وژړلد تاريخي لنډو کيسو ټولګه د چاپ کال ۱۳۴۴لمریز لیږدیز.

۹ـ  پردېسد کډوالو د ژوند يو انځور (د لنډو کيسو ټولګه) د چاپ کال ۱۳۶۶ لمریز لیږدیز.

۱۰ـ د کندهار ناوېتاريخي ناول (د انګرېزي ښکیلاک په ضد د يوې پښتنې جګړه) ۱۳۵۳لمریز لیږدیز.

۱۱ـ د ګوګا منډه لیواند لنډو کيسو ټولګه.

۱۲ـ پاکه وينهتاريخي ناول (په هند کې د لودي پښتنو په اړه دی).

۱۳ـ  قهرمان ميميردتاريخي ناول (د برتانيوي ښکیلاک په ضد د پښتنو مبارزه).

۱۴ـ  د مرګ سندرهتاريخي ناول (د برتانيوي ښکیلاک په ضد د پښتنو مبارزه) د چاپ کال ۱۳۵۰لمریز لیږدیز.

۱۵ـ  لوی افغان شېرشاه سوريتاريخي څېړنيز اثر د چاپ کال۱۳۵۱لمریز لیږدیز.

۱۶ـ  د تيراه جګړهتاريخي څیړنيز اثر (د انګرېزانو سره د پښتنو جګړې).

۱۷ـ سياسي دايرة المعارف علمي، سياسي له اردوژباړه

۱۸ـ  نوميالي افغانان يا د هند په تاریخ او مدنيت کې د افغانانو برخهتاريخي څیړنيز اثر ، د چاپ کال ۱۳۶۰ لمریز لیږدیز.

۱۹ـ په افغانستان کې توپان - تاريخي سياسي څېړنيز اثر (په افغانستان کې د سياسي تاريخي پیښو بهير) د چاپ کال ۱۳۷۸لمریز لیږدیز.

۲۰ـ پښتانه د کلتوري ښکېلاک په زنځيرونو کېتاريخي سياسي څیړنيز اثر د چاپ کال۱۳۸۱ لمریز لیږدیز.

۲۱ـ  پښتانه د برهما، زردښت، بودا او اسلام په پېرونو کېپوهنيز سياسي اثر  د چاپ کال ۱۳۸۵لمریز لیږدیز.

۲۲ـ  پښتانه د افغانستان په افسانوي داستاني تاريخ کېتاريخي سياسي څیړنيز اثر، د چاپ کال ۱۳۸۷ لمریز لیږدیز.

۲۳ـ  پښتانه د آريانا په کيسو کېتاريخي څیړنې او ګروېږنې –  د چاپ کال  ۱۳۸۸ لمریز لیږدیز.

۲۴ـ  پښتانه د ایران د پاچايي پر تخت، د دانش خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شویچاپکال ۲۰۱۱ زیږدیز.

۲۵ ـ جيبي سياسي دايرة المعارفد پښتو د پراختيا د رياست لخوا چاپ شوې (د شهامت په مستعار نوم يې خپور کړی).

 

ناچاپ اثار:

۱ـ د هند يادښتونهتاريخي، سياسي، ټولنيز او څېړنيز اثر .په هند کې د ليکوال د اوسېدنې د وخت ياداښتونه.

۲ـ د آزادۍ سندرهد لوېديځ ادب د ځينو ټوټو ژباړه،  په ۱۳۶۸ کال د ادبي لومړی درجه جايزې گټونکې

***

 

ماخذونه:

۱ د غوث خیبري ژوند لیک د حبیب الله غمخور لیکنه.

۲ ویکيپېډیا

https://16.lomritob.com/%D8%BA%D9%88%D8%AB-%D8%AE%DB%8C%D8%A8%D8%B1%D9%8A/

-
بېرته شاته