(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتو کښې مقصوره الف

[07.Jul.2020 - 14:50]

په پښتو کي د (مقصوره) الف استعمال

لیک : عبدالنافع همت

(مقصوره) یا لنډه کی الف په عربي ژبه کي هغه ګرافیم يا توري ته ويل کېږي چي د کلمې په پای کي راځي او د پښتو ژبي د ديفتانګي (ی) په بڼه ليکل کېږي، لکه معنی، مقتضی، منتهی، مجتبی، مرتضی، يحيی، مصطفی، عيسی، موسی، لیلی، محتوی، شوری، کبری، صغری، سفلی، مستثنی، عقبی، اقصی او داسي نور.  

د يوې ژبي هر لغت چي بلي ژبي ته ځي، نو د هغې ژبي د ګرامر تابع کېږي، د لغت مانا، د ليکلو بڼه، تلفظ، نحوي جوړښت او داسي نوري برخي چي په پښتو ژبه کي هم عربي مستعار لغتونه د ژبو له دې فطري قانون او اجتماعي تړون څخه جلا او مستثنا نه دي، مثلا (مکتب) او (برق) که څه هم عربي کلمات دي، خو اوس په عربي ژبه کي دا مانا نه لري، دغه ډول (وقت) او (بيع) هم عربي کلمې دي، خو موږ يې په پښتو کي (وخت) او (بيه) ليکو. (طالبان) په عربي ژبه کي تثنیه صيغه ده چي دوو طالبانو ته مانا لري، خو موږ يې په پښتو کي د جمع مانا ځني اخلو، په انګرېزي ژبه کي بيا طالبان (ټالبان) تلفظ کېږي.  

زما هدف دا دئ چي بايد په پښتو کي مقصوره يا لنډکی الف په ممدوده الف /ā/ وليکل سي، لکه مانا، ليلا، محتوا، شورا، عيسا، موسا، مصطفا، مرتضا، مجتبا... زه د دې بڼي د ليکلو لپاره دا دلايل لرم:

لومړی دلیل: بايد ګرافیمونه یا توري د مورفیم يا اوازونه تابع کړل سي، ياني څنګه چي ويل کېږي باید هغسي وليکل سي، څرنګه چي په پښتو ژبه کي مقصوره الف ديفتانګي يا ده او بیخي بل مورفیم دئ، نو بايد مقصوره الف يې وليکو. بل دا چي موږ يې په ممدوده الف سره تلفظ کوو لکه، ليلا، مانا، شورا، محتوا... لکه څنګه چي يې تلفظ کوو بايد هغسي يې وليکو او په دې ډول ليکلو سره يې په تلفظ او مانا کي هيڅ بدلون نه راځي. بله خبره دا ده چي که موږ وغواړو دا نومونه په فونيمکه الفبا وليکو، هلته مقصوره الف ګرسره نه لرو، مجبوره يو چي په ممدوده الف ياني /ā/ سره يې وليکو.

 

دوهم دليل: که موږ وچ د عربي ژبي د ليکدود تقليد وکړو، نو په عربي ژبه کي لنډکی الف په ديفتانګي يا ياني (ی) سره لیکل کېږي. په پښتو کي چي کله ديفتانګي يا د کلمې په پای کي راسي، نو معمولا نارينه نومونه وي لکه (سړی، زمری، منګی، خټکی). په دې مستعار نومونو کي ټول يې مشهور نه دي، نو که په شعر کي يې سره هم قافیه کوو څنګه به يې ليکو؟ دا خبره سمه ده چي شاعر به يې به مانا پوهېږي، خو لوستونکی به يې څنګه تلفظ کوي؟ که په يوه بیت کي د (ژړا) او (مقتدی) کلمې سره هم قافيه سوي وي، (مقتدی) موږ به يې څنګه تلفظ کوو؟ دلته (مقتدا) مفعول دئ چي د پېشوا او لارښود مانا لري او (مقتدی) بیا فاعل دئ، يا په اصطلاح مقتدي هغه چا ته ويل کېږي چي د جماعت په لمانځه کي د ملا امام شا ته ولاړ وي. په عربي ليکدود کي (مقتدي) په څرګنده يا ليکل کېږي، خو په پښتو کي يې (مقتدی) بولي، که هره بڼه يې مراعت کړو له (ژړا) سره يې نه سو قافیه کولای، خو که مقصوره الف په ممدوده الف واړوو يا ني (مقتدا) وليکو له (ژړا) سره په اسانۍ هم قافيه کېدای سي او لوستل يې هم اسانه کېږي

دريم دليل: په پښتو کي له دغه ډول مستعار عربي کلمو څخه اوس هم له ځينو کلمو څخه مقصوره الف ليري کړل سوی دئ، لکه (ليلا، شورا، مانا، محتوا) او داسي نور، وينو چي کوم ټکر او التباس يې نه دئ پېښ کړی، له دې څخه ښکاري چي دا بهير مخکي لا پيل سوی دئ، نو چي دا بهير پيل سوی ولي دا کار د يوې کُلي علمي قاعدې له مخي و نه کړو، ياني ولي د هر مقصوره الف پر ځای ممدوده الف و نه لیکو؟ منطق يې لرو، هغه دا چي په تلفظ او مانا کي يې هیڅ بدلون نه راځي

 

څلورم دليل: ځيني خلک پر عربي لیکدود کلک ولاړ دي، په تېره بیا د ځينو پيغمبرانو (ع) نومونه لکه حضرت عیسی (ع) حضرت موسی (ع)، حضرت يحیی (ع). ديني علما وايي چي تورات په ليکې بڼه، خو قرآنکريم په شفاهي بڼه نازل سوی دئ، ليکدود عربو کاتبانو يا ليکوالانو ورته جوړ کړی دئ، دوی وايي چي د قرانکريم مانا او تلفظ مهم دئ، نه لیکدود. علما وايي چي د قرانکريم د وحي بڼه تر ډېره حده القاحي ده، نه الواحي. که د حضرت عثمان (رض) د وختونو قرانکريم وګورو، نه ټول عرب ورباندي پوهېږي او نه ټول عجم، ياني د نورو ژبو په څېر د عربي ژبي ليکدود هم بدلون مومي. دلته مهم خبره د قرانکريم د ايتونو سم تلفظ دئ، مثلا که (يحیی) وليکو او (یهیا) يې تلفظ کړو، مانا ته يې زيان رسېږي، که (مصطفی) وليکو او (مستپا) يې تلفظ کړو، بيا هم عربي مفهوم نه ورکوي

پنځم دلیل: د (عيسی)، (موسی) او ځيني نور نومونه عربي نه، بلکي د عبراني او نورو ژبو ريښه لري، په قرآنکريم کي يې معربه بڼه ياده سوې ده. څرنګه چي قرانکريم په عربي ژبه نازل سوی، نو حضرت عيسی (ی) او دې ته ورته نور نومونه هم په معربه بڼه ياد سوی دئ، که نه نو په نورو اسماني کتابونو کي په همدې بڼه نه دي ياد سوي

شپږم دليل: که عربي ليکدود تقدس درلودای او په اسلامي اعتقاداتو کي شامل وای نو ترکان، هنديان، ماليزیايان، اندونيزيايان، امريکايان، روسان او نور هغه مسلمانان چي ليکدود يې له لاتيني او نورو ليکدودونو څخه جوړ دئ، ايا هغوی هم مقصوره الف ليکي؟ دغه خلک څه دليل لري چي بايد ټول عربي ليکدود دي په اسلامي اعتقاداتو کي شامل کړل سي؟ 

اووم دليل: که داسي وګڼو چي د پيغمبرانو (ع) نومونه به نه بدلوو، کټ مټ به يې هغسي ليکو لکه په قرانکريم چي ليکل سوي دي، نو پوښتنه دا ده چي اوس خو موږ دا نومونه پر خپلو اولادونو هم ايښي دي، هغوی خو پيغمبران نه دي، دغه ډول عرب نژاده او عربي ژبي عیسايان هم سته، هغوی هم همدا نومونه لري، هغوی خو بيخي مسلمانان نه دي، نو هغوی په کوم دليل مکلف ګڼل کېږي چي بايد دا عقيده او د ليکدود دا بڼه مراعت کړي؟ 

--------------------------------

ميرزا ډوله خبريالان او لیکوالان

(۱۲۶) برخه

-
بېرته شاته