(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عسکري خاطرات

[07.Jul.2020 - 15:03]

عسکري خاطرات

نجیب الله نجیب !

 

 عسکری هره ورځ یوه خاطره وی  خو هغه ورځ می د ګلزی په پاڼه د هغه پیلوټ  خاطره ولیده چه رښتنی قهرمان دی  زه نه پوهیږم د ملګری څخه ورته ووایم  که د  کلیوال  نوم ور کړم  خو په حقیقت کی د هغه په هره ورځ لیدو می  د خپل ورور  مینه ماتیده  هغه سره د دی چه افسر ؤ پیلوټ ؤ  خو مونږ ته به یی هر ورځ د  خپل ورور په شان مینه راکوله  ډیر زیات پیلوټان می پیژندل  خو ستار پیلوټ   ته الله پاک د ښایسته ځوانی تر څنګ ښکلی اخلاق هم ورکړی دی ډګروال صاحب د  هغوی محترم پلار د نظامی زده کړی تر څنک دینی عالم هم ؤ هر چا ورته احترام  کول .

 دلته د کابل په هوایی میدان کی  د نظامی هلیکوپترو غندونه  هم ؤ   د سپارلی نظامی طیاری ان ۲۴ ان ۳۲ الوتکو غنډونه هم ؤ . د مخابری او بیا د  رادار هوایی ټولی د کندک مخابره مربوط وی  او زه په د کنډک کی عسکر ومزمونږ دستګاه وی او د طیارو   او هوایی میدان په منځ کی وی  نو ځکه مو  اکثره وخت سره لیدل 

 هسی خو د هغه وخت هر یو پیلوټ دیری کیسی لری  خو د  ستار پیلوټ کیسی څه عجیبه دی د هغه هره یوه کیسه  باندی انسان باور هم نشی  کولی .کله چه طیاره اور واخلی او ټول پکی وسوزی او تاسی ته خدای پاک بیا  ژوند درکړی  دی ته وایی معجوزه ، زه نور څه نه لیکم خو د ستار پیلوټ د  زیاتو خاطرو څخه به یوه شریکه کړم  الله د یی راته تر دیره ژوندی لری

 د نن سبا ړندي بمباري او زما د پيلوټ تره خاطري!

 

هغه مهال چه د خوست ښار او د خوست هوايي ډګر به د ورځي له خوا په سلګونو  مرميو ويشتل کيده نو موږ مجبور وو چه د هليکوپترو د ساتني لپاره طياري د  خوست زاړه ميدان په ځاي د کوماندو په باغ کي کينولي کوم چه د خوست ښار  لويدځ ته په يو دوه دري کيلو متري کي پروت وو موږ د کوماندو له باغه پرواز  وکړ راته وظيفه راسپارل شوي وه تر څو مهمات او يو څه خوراکي توکي د ټنيو  لري پرتي ولسوالي د اول خط پوستو ته ورورسوو او له پوستي زخمي سرباز هم  مزکز ته انتقال کړو

 زموږ دوه هليکوپتري وروسته د لس دولسو دقيقو نه د  ټنيو ولسوالي د اول خط سرحدي پوستو ته ورسيدي ما د دوهمي هيليکوپتري عملي  ته امر وکړ چه زه نشت کوم او تاسي په هوا کي ګرځي راګرځي تر څو زخمي طياري  ته را پورته مهمات او خوراکي توکو ورښکته کړو موږ د پوستي تر څنګ په داسي  حال کي نشت وکړ

 چه دا پوستي د دښمن د توپچي او هاوان د سخت انداخت او  مرميو د باران لاندي وي د طياري انجنير بورد تخنيک دروازه خلاصه کړه د  طياري خواته يو څو کسه ځوانان رانږدي شول يو ځوان چه لوړه دنګه ځواني  درلوده په داسي حال کي طياري ته راوخوت چه ښايسته څڼي يي باد يوي خوا بل  خوا رپولي

 زه له چوکي پورته او له کابينه ورووتم ځوان راته سلام وکړ او  ما ورته وعليک وويل زما له خبرو اترو ورته پته ولږيده چه زه هم خوستوال يم  ډيره پري ښه ولږيده مسکي شو وويل سخت د په ليدو خوشحاله شوم

 خو افسوس  چه کلي مي نه دي چه ميلمه کړي مي واي مننه مي تري وکړه ورنه مي د حالاتو  پوښتنه وکړه راته يي وويل چه ماسخوتن نهه بجي زموږ په پوستو حملي پيل شوي  وي چه د ملا اذانه پوري مو ورسره وډزول يو ملګري مو برسيرن زخمي شوي هم دي

 د شپي له خوا مو دښمن پوستي ته دومره رانږدي وو چه غږونه مو سره اوريدل ناري يي وهلي چه اي کمونستانو د لينين ځامنو تسليم شي

 دي په خبرو کي وو چه زخمي يي هم لاس نيولي طياري ته راوستو نو دي هم پوي  شو چه وخت کم دي خداي په اماني يي واخيسته او له طياري نه په کوزيدو شو  بيرته يي مخ راوګرځولو چه نوم دي هم راته ونه ويلو ځواب کي مي ورته وويل زه  ستار نوميږم ستار پيلوټ

 د طياري دروازه مو بنده کړه له زخمي مي پوښتنه  وکړه چه څنګه يي ځوانه خامخا به په تکليف وي ويي ويل روغ جوړ يم خو لاس مي  ډير درد لري ځوانکي د دښمن سره په مخامخ جنګ دشپي په لاس لږيدلي وو

  موږ پرواز وکړ او د خوست د مرکز خواته په ټيټه ارتفآع کي روان شو مرکز ته  په لاره د تڼيو په صحرا کي مي په يو سپين ګيري او زړي ښځي سترګي خښي شوي چه  د ښار په لور پلي روان وو ما هيلکوپتره بيرته راتاو کړه ددوي نه مي دوه  ځلي راتاوو کړه دوي ودريدل او حيرانه شول چه څه وشول ددوي نه يو څه لري په  يوه هواره کي کيناستو او زه په بيړه له طياري ورښکته شوم لاس مي ورته  ښوراوه چه راځي خو دوي قرار ولاړ وو او نه راتلل زه په منډه خواته ورغلم او  ورته مي پخپله خوستي ژبه وويل وه ادي راځي چه زه مو بازار ته يوسم ادي مي د  لاسه ونيوه او طياري ته راسره راوختل سپين ګيري بابا خپله لونګي لاس کي  ټينګه نيولي وه تر څو باد يي تري يو نسي هواته پورته شو د لږ ځنډ وروسته د  خوست ښار د کماندو باغ ته ورسيدو هلته مو نشت وکړ زموږ په رسيدو هلته تيار د  امبولانس موټر او زموږ د انتقال لپاره د عملي موټر راغلي وو زخمي مو  امبولانس کي کينولو سپين ګيري بابا او ادي مو خپل د عملي موټر ته راپورته  کړل

 سپين ګيري بابا ډير خوشحاله وو او راته يي دعا کوله ښار ته چه نږدي  شو بابا غږ کړ زويه موږ دلته ښکته کيږو موټروان موټر بريک کړ دوي دواړه له  موټره ښکته شول بوډي له خپل پيټي نه يو دسمال راوويست

 او ويي ويل زويه  نور څه راسره نشته دا دسمال درسره واخله ما تري انکار وکړ خو ادي دسمال  راواچولو وآلله يي وکړه چه دا دسمال به درسره اخلي او زياته يي کړه چه زويه  خداي د د دښمن سترګي درباندي ړندي لري

 خداي په اماني مو وکړه موږ خپل استوګن ځاي ته لاړو غرمه نږدي وه کوټي ته د ننه شو اطاق کي د

 خوست راډيو چالانه وه او د مرحوم سندرغاړي خيرمحمد خاندان د يوي مشهوري  سندري خوږه نغمه يي زمزمه کوله د کوټي کړکي مي خلاصه کړه سړه سيلي چليده په  چپرکټ کي اوګد وغزيدم د خوست ښايسته ښاراو د خوست زاړه ميدان خوانه د  ړانده توپونو اوازونه راتلل د هر غريب په کور به چه وربرابر شو

 سوچونو  پسي واخيستم اشپز غږ کړ چه ډوډي تياره ده موږ د ډوډي خوني ته لاړو ټول  ملګري کيناستو په خوړلو مو شروع وکړه يو پيلوټ ملګري چه د بدخشان ولايت وو  او په تغه مشهور وويل لالا مه که به خوست خدمتي ميامدم مادرم بسيار مريض  بود شب در خواب ديدمش نميدانم حالش چيطور باشد

 ده لا خبره نه وه خلاصه  چه سرباز راغي چه بيسيم کي اواز کوي چه ستار پيلوټ راوغواړي زه د ډوډي له  ميزه پورته شوم کوټي ته ننوتم او د د مخابري بيسيم ګوشي مي پورته کړه او غږ  مي کړ ستار پيلوټ

 اورم ماته يي په بيړه سره وويل چه امر شوي چه همدا  اوس پرواز وکړي د يوه ټاکلي ځاي کوردينات يي راته راکړل چه هلته دښمن ځاي  په ځاي شوي دي بايد د هوا نه هلته عمليات وکړي بيسيم قطعه شو ټولو ملګرو ته  مي د بيړني پرواز کولو امر وکړ د عملي موټر موږ بيرته د کماندو باغ ته  ورسولو چيرته چه زموږ دوه باله هليکوپتري ولاړي وي موږ د لږ ځنډ وروسته  پرواز وکړ او د راکړل شوي ادرس يا کورديناتو په طرف په لوړه ارتفاع روان شو  کله چه ټاکلي ځاي ته ورسيدو هلته کوچني کلي يو څو کورونه وو ميږي غواوي  ښځي ماشومان معلوميدل څو دوري مي ووهلي خو د دښمن هيڅ څرک نه ښکاريده د بلي  طياري په عمله مي غږ کړ تغه ايا چيزي را ميبيني ځواب يي راکړ بلي لالا  قريه خورد است زنان و اطفال

 را ميبينم امر مي وکړ چه فير او انداخت  ونکړي موږ په هوا کي څو دقيقو لپاره دوري ووهلي خو د دښمن نښي نښاني مو ونه  ليدلي بيرته راوګرځيدو لاړو او د کماندو په باغ کي مو نشست وکړ بيرته خپل  استوګن ځاي ته راستانه شو هلته چه ورسيدو کشر ورور مي سره د ملګرو ليدو ته  راغلي وو ځکه موږ کلي ته د تلو زيات چانس نه درلود چه حالات په خوست کي  اضطراري وو هره لحظه به د پرواز لپاره اماده ناست وو

 کوټي ته ننوتو  ټوله عمله ملګري پيلوټان هم زما اطاق ته راغلل ښه بنډار مو ګرم وو ټوکي  ټکالي مو کولي چه دي شيبه کي بيا سرباز راغي چه مخابره کي مو قومندان غواړي  ما تغه ملګري باندي غږ کړ چه ته ورشه يو ملګري مو له کلي نه توتان راوړي  وو هغه مو عسکر ته ورکړل چه پاک يي پريمنځي دي وخت کي ملګري پيلوټ تغه  رادننه شو او ويي ويل چه لالا قومندان فرقه شما را کار دارد و به قومنداني  فرقه شما را خواسته بسيار قهر معلوم ميشد زه دستي پوي شوم چه څه خبره ده  بوټان مي واغوستل خپله نظامي نري جمپر مي راواخيست او له کوټي ووتم د عملي  موټروان ته مي غږ کړ چه ما فرقي پوري يوسي ملګرو ته مي وويل تاسي منتظر  اوسي زه بيرته راځم موټروان کوټي ته ننوت او ماته يي وويل لږ صبر وکړه زه  دستي راوځم دي وخت کي يو روسي جيپ موټر راغي او زما مخي ته ودريد سلام يي  وکړ او ويي ويل ستار پيلوټ مي پکار دي ورته مي وويل زه پخپله يم راته يي  ووي قومندان غوښتي يي زه يي خاص تا پسي راليږلي يم زه ورسره موټر ته پورته  شوم او مخ په فرقي روان شو زه له مخکي پوي وم چه موضوع به هتمان د نن ورځي  پرواز وي د فرقي خوا شاه د توپونو مرمي هم لږيدي چه موږ د خوست پنخويشتمي  پلي فرقي ته ورسيدو له جيپ نه راښکته شو او د دفتر په لوري روان شو موټروان  چه عسکري دريشي يي په تن وه لږ چابک غوندي لاړ زه چه ورسيدم دي د قومندان د  دفتر مخي ته ولاړ وو دروازه يي راته خلاصه کړه ما د ننوتو اجازه وغوښته د  ننه شوم او يو ښه عسکري سلام مي واچولو هغه مهال د خوست ولايت لويه ولسوالي  وه او لا ولايت شوي نه وه دي وخت کي د خوست د پنځه ويشتيمي پلي فرقي  قومندان خداي بښلي ارکانحرب اصف شور وه د محمد اصف شور په شان تکړه با  استعداده او پوه جنرالان د ګوتو په شمار وو د اصف شوري تر قوماندي لاندي د  ژغوري عملياتو کيسي به هر چيري کيدلي په شپينيو عملياتو په تکتيک کي يي دا  خبره مشهوره وه چه يوه شپه مخکي له دي چه په ژغوره عمليات پيل کړي تر لسو  پوري خالي موټرو ته يي قومانده ورکړي وه چه شپي د نهو بجو نه تر سهاره پوري  د ژغوري خواته دا لس موټر تلل او له هغي خوانه به مړو چراغونو بيرته راتلل  او بيا بيرته د ژغوري خواته په بلو او روښانه څراغونو تلل تر سهاره دي کار  دوام ورکړي وو سبا سهار د مجاهدينو په مرکز کي اوازه خپره شوي وه چه د شپي  لويه قوه راغلي او ټول په ويره کي وو همدا شان د ځاځي ميدان ولسوالي ته د  قطار تيرول د جنرال صيب د لاسته راوړنو څخه وه زه چه کله دفتر ته ورننوتم  نو قوماندان صيب اصف شور ته يوه لويه نقشه په ميز پرته وه او دوه ميلمانه  هم ورسره ناست وه چه هغوي ماته د امنيت کسان ښکاريدل

 زما نه يي پوښتنه  وکړه چه تاسي ته وظيفه سپارل شوي وه چه په کمين کي ناست دښمن د هدف لاندي  ونيسي کوم چه د شپي له خوا يي په امنيتي پوستو د حملي پلان درلود

 خو ماته راپور راغي چه تاسي هغه هدف نه دي بمبارد کړي او بيرته راستانه شوي ياست

 قوماندان صيب ماته زير زير کتل او زياته يي کړه تاسي خپله درسپارل شوي وظيفه ولي سرته ونه رسوله ؟

 ځواب مي ورکړ ؛ قومندان صيب مخکي له دي چه هوايي قواوو کي دنده شروع کړم  موږ په الهي کلام سوګند ( قسم) ياد کړي چه خپل هيواد خپلي خاوري او خپلو  خلکو ته به په مينه اخلاص او صداقت سره خدمت کوم او د هيواد هيڅ يو کس غړي  وطنوال ته به ضرر تکليف او تاوان نه رسوم قومندان صيب کومه وظيفه چه  راسپارل شوي وه له کورديناتو سره سم مو له هوا نه هغه ساحه کنترول کړه او  ومو ليده چه هلته هيڅ کوم د دښمن اسر نه په سترګو کيده او په نښه شوي ساحه  زموږ د هيوادوالو کلي وو هلته ښځی ماشومان او حيوانات ښکاريدل زه نشم کولاي  چه د خپلو خلکو هيوادوالو په کورونو بمونه وغورځوم چيري چه ماشومان لوبي  کوي او په اباده کلي او کوونو بمبارد وکړم.

 زه نور غلي شوم قومندان صيب اصف شور ناستو ميلمنو ته وکتل او موسکا يي په څيره کي ښکاره شوه

 قومندان صيب راپورته شو او له مانه يي غيږه راتاوه کړه په مخ يي ښکل کړم  ويي ويل د اوس لپاره تلاي شي موظف سرباز ته يي امر وکړ چه دي خپل ځاي ته  ورسوه يو ښه عسکري سلام مي وکړ او له دفتره راووتم جيپ ته پورته شوم له هغي  ورځي نه پوره دوه ورځي وروسته زه بيا قومندان صيب محمد اصف شور وروغوښتم  دا ځلي موږ ټول ملګري عمله پيلوټان ورغلو کله چه ورورسيدو د خوست ټول دولتي  چارواکي ناست وو کله چه دفتر داخل شو د اصولو سره سم مو سلام واچولو زموږ د  احترام لپاره ټول له خپلو چوکيو پورته شول چک چکي يي شروع کړي زموږ ټولو  سره يي په غيږه روغبړ وکړ زموږ لپاره يو ميز جوړ شوي وو موږ ته يي د  کيناستو وويل چه مهرباني وکړي کيني موږ څلور پيلوټان او دوه د بورد تخنيکي  انجنيران وو د لږ ځنډ وروسته يي وويل موږ تاسي ته د ښه خدمت په اساس يو يو  مډال او تحفي برابري کړي چه تاسي ته به درکړل شي ټولو ملګرو ته يي په سينه  مډالونه وټومبل او يوه بسته پاکټ يي هم هر يو ته بيل بيل ورکړ کوم چه پکي  يوه يوه لونګي او يو پټو پکي کيښودل شوي وواخير کي يي زما نوم واخيست زه هم  ورپورته شوم په سينه يي راته مډال ولږولو تحفه يي چه پاکټ کي وه راته  راکړه او اخير کي يي يو خط د مکتوب په شکل چه بند وو راته راکړ او زياته يي  کړه کله چه کابل ته ستون شي نو دا مکتوب به پخپله د هوايي قواوو قومندان  دفتر ته ورسوي زموږ وظايف ډير سخت وو په سختو جنګي شرايطو کي مو پروازونه  کول او وظيفه مو سرته رسوله هره هفته به خبريدو چه فلاني پيلوټ په غزني کي د  اور په لمبو کي وسوزيد د فلاني پيلوت طياره په کنړ کي په ستينګر ويشتل شوي  طياري سقوط کړي او د پيلوټ مړي او ژوندي ورک دي زموږ هوايي قواوو تلفات  زيات شوي وو ځکه دښمن ته د امريکا له خوا د ستينګر او نور پرمختللي توغندي  ورکړي وو هيڅ يو پرواز مو له خطره خالي نه وو زموږ اکثره هم دوره ملګري  پيلوټان د اور د لمبو خوراک شول زموږ د غونډ نه د ګوتو په شمير پيلوټان  ژوندي پاتي دي

 زموږ يوه هفته وروسته په خوست کي خدمت پوره شو زموږ په  ځاي بله عمله ملګري راغلل او موږ کابل ته راغلو تياره ماښام ناوخته کور  راورسيدم کور کي راته ټول ډير خوشحاله شول چه روغ رمټ راغلم

 سهار چه کله راپاڅيدم نو د جنرال صيب اصف شور مکتوب مي راواخيست او ښه په احتياط سره مي خلاص کړ

 مکتوب کي ليکل شوي وو؛ د هوايي قواوو زړور پيلوټ عبدالستار ته د ښه وظيفوي  خدمت په خاطر فوق العاده ترفعي منظوره کړي ملګري محمد اصف شور د لاندي يي  امظأ کړي وه

 موږ د سختو شرايطو با وجود چه وظيفه اجرا کوله ډير به  تقدير کيدو او مډالونه به راکول کيدل خو دا لمړي ځل وو چه په خوست کي ماته  په يوه غير محاربوي وظيفه تقدير او مډال راکړل شو دا ځکه چه ما کله هم د چا  په کور کلي بمونه راکټونه ونه غورځول او د همدي کار او عمل له وجي د  قومندان اصف شور له خوا تقدير شوم موږ د خپل هيواد او خلکو سره ريښتيني  مينه لرله زموږ لوړ رتبه افسران جنرالان او ټيټ رتبه صاحب منصبان په يوه  فکر يوه مفکوره وو چه هغه وطن او خلکو ته خدمت کول وو خپلي وظيفي خپل هيواد  خلکو ته صادق وو

 کلونه تير شول زما طياره د دښمن له خوا وويشتل شوه  زموږ سره په طياره کي څو کسه زخميان او دري کسه ترخيظ شوي ځوانان سپاره وو  چه هليکوپتر کابل ته په لاره د دښمن په راکټ ولږيده هليکوپتري مو اور  واخيست او د اور لمبي په چټکي سره د طياري داخل ته را دننه شوي چيغي او  ناري شوي هليکوپتر له زموږ د سوق اداري اوکنتروله ووتله هر څه کوشش مو چه  وکړ خو نتيجه يي نه وي طياره مو په بي کنتروله حالت کي د ځمکي خواته پخپل  سر روانه وه د څنګ په ملګري پيلوټ مي غږ وکړ چه که ځان بچ کولاي شي نو هيله  ونکړي ما تکمي ته فشار ورکړ او د څنګ کړکي چه په خراب اصطراري حالت که به د  تکمي په فشار سره لويده تکمه ټينګه او کړکي ولويده وايي چه پوره دي نه وي  نو الله ج د په سره اور کي هم ساتي له طياري مي په هوا کي ټوپ کړ چه  تقريبان د لسو مترو په ارتفاع کي به وه طياره هم زما نه پهکمه فاصله کي په  ځمکه ولويده د لږي شيبي وروسته په هوش راغلم د ځپل وجود غوښي مي پخپله  وليدي دريشي مي اور اخيستي ووپه سينه او پاسته نس خيټه مي اور بليدو د خپل  ښي لاس هډوکي او غوښي مي ليدي پورته شوم تر څو د اور لمبو نه ځان لري کړم  دوه قدمه به مي چه واخيستل بيرته به بيا ولويدم څو قدمه به مي اخيستي وي  نور پسي لويدلي يم او بيا په ځان نه يم خبر شوي يوه نيمه مياشت وروسته په  هوش راغلم چه سرته مي مور او کشري ورور چه هغه هم دا مهال د ميګ جيټ طيارو  پيلوټ وو ناست مکمل وجود مي مي پلاستر وو پښي مي ماتي شوي وي د سيني اکثره  هډوکي مي هم مات وه سر مي هم زخمي وو مخامخ ټنډه مي هم سوځيدلي وه ښي لاس  مي تر ټولو ډيره زربه ليدلي وه بلکل د خوزيدو او شور خوړلو نه وم په مور مي  چه سترګي ولږيدي غږ مي کړ موري ادي زه چيري يم ورور مي چه زما غږ واوريد  چيغي يي کړي چه پيلوټ کاکا خبري وکړي مورکي مي په سجده پريوته او ژړل يي په  ځان پوي شوم چه شفا خانه کي يم ډاکټران راغلل ورور ته يي زيري ورکړ چه  انشآالله ستارخان اوس جوړيږي فاميل ملګري دوستان ټول خبر شول چه زه نسبتان  له مرګ بچ شوي يم او د خبرو کولو توان لرم ډلي ډلي ملګري دوستان خپلوان  ليدو او پوښتني ته راتلل

 مرګ او ژوند خو د خداي ج په لاس کي وي خو زما د  بچ کيدو او ژوندي پاتي کيدو سبب ډاکټر صيب ولايت خان وو چه هغه مهال د  چهارصدو بستر شفاخاني مشر وو زه چه کله روغتون ته راوړل شوي وم نو اکثرو  ډاکټرانو نظر ورکړي وو چه زما ژوندي پاتي کيدل ناممکن دي نو ډاکټر صيب  ولايت خان خبر شوي وو چه زه ستار خان زخمي شوي او د مرګ او ژند تر منځ شيبي  تيروم نو خپله ليدو ته راتلو او ټولو ډاکترانو متخصيصينو او پروفيسرانو ته  يي سپارښتنه کړي وه چه دا سړي درنه مړ نه شي دده کوششونه زما د ژوندي پاتي  کيدو سبب شول يواځي موسي وردګ ښي لاس راته ديارلس ځلي عمليات کړي وو بعد  له شپږو مياشتو مي د بدن حالت ښه شو خو د ښي لاس له علاجه مي ډاکټران عاجزه  پاتي شول دولت د تداوي لپاره د روسيي د ماسکو ښار مشهوري شفاخاني بوردينکه  ته وليږلم هلته وروسته د دوو عملياتو ډاکټران وتوانيدل چه نسبتان زما لاس  تداوي کړي د لاس تداوي مي ځکه مشکله وه چه د ښي لاس مفصل او يو څه اندازه  هډوکي له منځه تللي وو له تداوي وروسته کابل ته ستون شوم خو نور مي د بيا  لپاره د پرواز اجازه نه درلوده ځکه پا لاس کي مي هغه پخواني زور او قدرت نه  وو پاتي يواځي مي د دوو کيلو وزن اوچتولو حق درلود وظيفي ته به تلم خو  پرواز مي نه کولو حالات بدل شوي وو حزبي اختلافات زيات اوج ته رسيدلي وو د  نجيب او تڼي او د هغوي د ملګرو تر منځ هم مشکل ډير شوي وو داکټر صيب نجيب د  نظاري شورا جنرالانو تر اعتبار لاندي فريبونو او مکاريو غوليدلي وه همغه  وه چه کودتاه وشوه په دفاع وزارت کي جنرال محمد اصف شور کبير کارواني او  جعفر سرتير په مرميو وويشتل شول او ووژل شول تڼي پاکستان ته وتښتيد او پدي  توګه ډاکټر صيب نجيب خپل ليچه او وزر د لاسه ورکړل چه هغه د اردو تکړه  پښتانه جنرالان او منصب داران وو چه په دوي پوره حساب کيده ټوله اردو قطعات  د داخله وزارت امنيت واګي د نظار شورا ته وفاداره جنرالانو لاس کي واخيستي  ډاکټر صيب نجيب داسي وخت کي پوي شو چه ډير ناوخته شوي وو او بي وسي يي تر  ګريوانه رارسيدلي وه.

 هغه اوس يو تاريخ پاتي شو او تير شو

 زه د نن  ورځي خپل هم مسلکه ځوانو پيلوټانو ته وايم تاسي د وطن سره تعهد او لوظ کړي  چه په صداقت ايمان سره به دنده تر سره کوي د خلکو په کورنو کليو د  هيوادوالو په جوماتونو جونګړو به بمونه راکټونه نه غورځوي تاسي د خداي  هيواد او خلکو په نزد مجرمين يي تاسي د دي هيواد خاوري کور کلي جومات  ساتونکي بايد اوسي نه وژونکي تاسي د خپل هيوادوال په کور د بم غورځولو حق  نلري د ځمکي پهړسر هيڅ قانون تاسي ته د داسي عمل اجازه نه درکوي

 په درنښت  نجیب

-
بېرته شاته