(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعصمت قانع

[07.Jul.2020 - 15:09]

“(زما د بریتونو کیسه)

عصمت قانع

په پېښور کې د پسرلي د وږمو څپې ښه په زور کې وې، تودوخه ورځ په ورځ زیاتېدله، اخوا د عربو کاروانونه وو چې را روان وو او هدف یې د جلال اباد فتحه وه.

موږ ټول په دې باور وو چې جلال اباد په همدې اوو ورځو کې د مجاهدینو لاس ته ورلوېږي. د حوت ۲۹ مه ده او ۱۳۶۷هه ل کال پای ته په رسېدو وو، اوازې وې چې د جلال اباد له نیولو سره سم به شپاړس اسلامي هېوادونه او حتی امریکا هم د مجاهدینو موقت حکومت په رسمیت و پېژني.

په پېښور کې د مجاهدینو د میډیا او اطلاعاتو ګروپ ښه مصروف وو، د بهرنیو ژورنالیستانو بهیر ډېر ګړندی را روان وو، مصاحبې وې، مرکې وې او تلویزیوني ویناوې وې، چې جهادي رهبرانو به کولې.

هر یو د بري پر نیلی سپور وو. مولوي محمد نبي یوه عرب ژورنالیست ته په مرکه کې وویل، کله چې له افغانستان څخه را مهاجر کېدلم، نو پاکستان ته مې دا لنډۍ ویله:

پیزوان مې خړو اوبو در ووړ

په غم شریکه یاره نیسه ګودرونه

اوس چې له پاکستان څخه ځم، نو دا لنډۍ ورته وایم:

سبا مې بیا د کډو وار دی

پر سر به پلنډې چلوم پر زړه غمونه

مولوي محمد یونس خالص چې ټوکمار او کلاسیک پښتون ملاوو، د ملا محمد نبي د لنډویو په ځواب کې وویل، چې ملا وروره، والله که دې یا کډه بار شي یا ګنډه وچلوې.

د خالص تبصره ټکي په ټکي رښتیا شوه، ملا نبي په پېښور کې پاتې شو او د کابل هوا بده پرې لګېده.

په پېښور کې خلک په اندېښنه کې وو چې پر جلال اباد به چور ګډ شي، ځکه د تورخم او لنډي کوتل ګنډې مارانو هم له ځانه سره رسۍ او ترنګړونه اخیستي وو، چې جلال اباد فتح کېږي.

اخوا د پاکستان پوځ هم لړزېدلی وو او د جلال اباد فتحه یې د کشمیر ګټل بلل. د پاکستان په سیاسي صحنه کې د بوټو مخالفینو مسلم لیکیانو، جماعتیانو او د ضیاء الحق ملاتړو شعار ورکاوه چې:

تم نی بنګال دیا

هم نی کابل لیا

یعنې تاسو بنګال ورکړ،((وبایلود، موږ کابل واخیست یعنې کابل مو وګاټه)).

پاکستاني ستراتیژیستانو په کابل کې د اوږدې مودې لپاره د وینو او اورونو لوبې ته نقشې او دسیسې جوړولې. افغاني هوښیار سیاسي څارونکي په اندېښنه کې وو چې پاکستان د افغانستان کورنۍ جګړې ته لمن وهي، خو پاکستاني سیاسیون بیا په دې عقیده وو چې د روسانو تر وتلو وروسته اوس افغانستان زموږ خپل مال دی.

د پاکستان د پوځ کمانډو غونډ چې دوی ورته SSG ویل، ((د ځانګړو خدماتو چټک ګروپ)) لنډي کوتل او جمرود ته راکوچېدلی وو او تر نیمایي زیات یې د جلال اباد په فارمونو کې ځای پرځای وو.

په همداسې یوه شپه چې د حوت ۲۹ وه، زه له څو بهرنیو ژورنالیستانو سره جلال اباد ته ولاړم، چې د فرانسې لوموند ورځپاڼې ته یې کار کاوه او د یوه نوم يې سب ایستن وو.

مجاهدینو عربي داوطلبانو او د پاکستان د پوځ کمانډو ګانو په پرله پسې توګه پر جلال اباد سکر۲۰، آر پي جي اوه او د دوه اتیا ملي میتري توپونو ډزې کولې. پر دې سربېره نور عصري وسایل او جنګي ابزار هم وو چې د جلال اباد هوایي ډګر مرکز او ټوله سیمه یې لویشت لویشت په ګولیو ویشتله.

څه سر دې ګرزوم محشر وو، قیامت وو، داسې قیامت چې زوی له موره بیزاره وو او مور له زویه.

د جلال اباد په فارمونو کې یوه جهادي مشر اعلان وکړ، هر څوک چې د لسو تنو شهیدانو قرباني ورکړي، نو یوه عراده دوه سیټه ډاتسن به وګټي یعنې د لسو تنو افغان مجاهدینو د سر قیمت یو ډاتسن دی.

سهار وو چې د افغان وطن غرور په ایشېدلو شو یعنې جوش یې وخوړ، بس شګې، څوځان مځکه، اسمان، تېرېږي او لوټې هر څه وښورېدل او لکه د غیبو چې لښکر راغلی وي، یو ځل د پاکستان د تهاجم پر ضد هر څه سره راپورته شول جګړه سخته شوه او د پاکستان د سپېشل سروسز ګروپ د کمانډو لښکر چې د مجاهدینو پکولونه یې پر سر وو داسې تارو مارشول لکه د اوړي په ګرم موسم کې چې د پاخه توت څانګه په لغته ووهې. ټولو د پر شاتګ منډه شروع کړه، ما او فرانسویانو هم رامنډه کړه.

موږ د پهلوان سید محمد له مجاهدینو سره تللي وو، خدازده زموږ ساتونکي وسله وال کوچیان پر کومه ولاړل؟ خو موږ تر لنډې منډې وروسته یوه پوسته ولیدله چې درې واړه عسکر په کې وژل شوي وو.

فرانسوي ژورنالیست غوښتل چې د افغان عسکرو د جسدونو عکسونه واخلي. پوستې ته ورغلو، څه ګورو چې درې تنه بریتور ځوانان په وینو کې لږند پراته دي. یوه پر تندي ګولۍ خوړلې، بلې یې پر ټټر لګېدلی، دا بل یې تر ټټر لږ څه را لاندې لګېدلی وو. د یوه وینه د ریګ پر بورۍ را توې شوې وه، ددې بل وینه د پوستې په منځ کې سره غونډه شوې وه او د درېیم د وینې فواره د پوستې پر دروازه را بهېدلې وه.

زما پر اوږو د ناستو ملایکو خبره ومنئ زما ګنانګار دا مه منئ، دومره ښکلا ما په ژوند نه وه لیدلې لکه په هغه ورځ چې ما د وینې ښکلا ولیده. ته وا د جګدلک سره یاقوت دي، ته وا د کندهار د پخو انارو د دانو سوروالی دی، ته وا د ناورې د خپړې په نکریزو سور رنګ دی واه واه.واه واه دا د قربانۍ رنګ دی.

د پوستې په منځ کې درې تنه بریتور ځوانان پراته دي او پس له مرګه د افغان فرهنګ په رسا ژبه د تاریخ له موزیک سره دا لنډۍ زمزمه کوي:

زما پر قبر لاړې تف کړئ

که مې د ننګ ګولۍ پر شا خوړلي وینه

اخوا د جنوب په لور مغل تښتي او هلته د خیبر دره د خوشحال خټک دا شعر وایي:

ننګیالی د ننګ لپاره په هرڅه لګوي اور

سر په دار لک شوی ښه دی، نه لک شوی په پېغور

زما تر سترګو پر پر اوښکې توئیدې، فرانسوي راته وویل، زړه دې خوږ شو؟ ما ورته وویل، نه! اوښکې نور نه تویوم غواړم د دغو بریتونو تقلید وکړم، د دوی د قربانۍ تصویر د افغان غرور، افغان شرف، افغان عزت او افغان ننګ له رنګ سره ګډ کړم او ابدیت ورکړم. های زما کمزوریه قلمه، دا ستا د وس خبره نه ده، دا کار ستا کار نه دی!

د پوستې د درو تنو

Esmat Qani Essa Mohammad

-
بېرته شاته