(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روژه ماتی

[07.Jul.2020 - 15:16]

روژه ماتی/ له درده ډکه کیسه

لیکوال: عطا محمد میاخېل

د سبا ورځې روژه ماتي لپاره یې په کور کې هېڅ نه درلودل، خپلې مېرمنې ته یې مخ ور واړاوه او ورته وې ویل: مېرمنې! هغې ځواب ورکړ : څه وایې! ګوره مېرمنې د سبا روژه ماتي لپاره په کور کې هېڅ نه شته او د کار او غریبۍ هم درک نه لږېږي څه به کوو؟ مېرمنې یې په سړه سینه ځواب ورکړ او ورته وې ویل: الله (ج) مهربان دی، له خپلې دې جملې سره یې یوه بله هم غوټه کړه او وې ویل: سړیه! له هغې بلا څخه مه وېرېږه، چې شپه یې ترمنځ وي.

شپه تېره شوه سبا سهار وختی یې د کور ور وټکېده، په منډه ورغی او د کلا دروازه یې خلاصه کړه، ګوري چې شین ګل آکا دی، له روغبړ وروسته شین ګل آکا ورته وویل: والکه! د ورځې مزدور کاري مې درته پیدا کړې ده، لږ کار یې دروند دی خو پیسې یې ډېري دي او د شپې له خوا به خپل کورته هم راځي او دغه راز د هر ورځې مزد به دې د هغې ورځې په پای کې درکول کېږي، څنګه دې خوښه ده؟ ده د هو په ژبه سره وخوځاوه، شین ګل آکا ورته وویل: اوس دې چې خوښه شوه نو د کار کالي دې واغونده او د کار په لوري وخوځېږه، لنډه دا چې دا ورځ پای ته ورسېده او د دې ورځ د کار پیسې یې هم تر لاسه کړې او په ډېرې خوشالۍ روژه ماتي ته د خوراکي توکي د اخیستلو په موخه د بازار په لور وخوځېده، کله چې بازار ته ورسېده لږ یې خرما واخیستله غوښتل یې چې د نورو خوړنیزو توکو د هټیو په لور ګامونه پورته کړي، چې په دې وخت کې یوه زوروره چاودنه رامنځته شوه، په کوم لاس کې یې چې خرما نیولې وه د چاودونې له امله له تنه جلا او دخرما له پاکټ سره یې یوځای د آسمان په لوري مزل پیل کړ، څو شېبې وروسته د چادونې له تورو لوخړو سره بېرته د ځمکې لورته را ښکته شو، څو شبېبې وروسته خلک راغلل ګوري چې

له څو نورو ملکي کسانو سره د ده لاس پرې شوی او سر غوڅ شوی جسد هم پورت دی او د روژه ماتي ارمان یې د تل لپاره له ځان سره تورو خاورو ته یوړ.

-
بېرته شاته