(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماشوم وم

[07.Jul.2020 - 15:19]

ماشوم وم، په خپل کلي کي به چي کله د لوبو دپاره چا د کوره را ویستلم، نو پوره په ایمانداري به مي شوخي کوله، هلته زمونږ د باغ سره به خیرن ماشومان هم ولاړ وو، هغوئ به لوبی نه کولي، هغوئ ته به مي چي کتل، نو د ځان سره به می قسما قسم سوچونه کول، کله به مي ویل چي دا ماشومان به د پلاسټیکو دي، کله به مي ویل چي کیدائشی دا به بی خدايه ماشومان وي، دا ماشومان تر ډیر وخت زمونږ په کلي کي وو، خلکو به ماجر بالل، چی کله لږ لوئ شوم نو پوئ شم چي دا ماشومان بی خدایه نه وو، بلکه ګاونډیان ورته خدایان ګرځیدلي وو، هغه ماشومان دومره بدقسمته وو چي په ماشوموالي کی ورته د ژوند هیڅ اسانتیاوی نه وی برابری، خو بیا ئي هم ارمان وو چي ځوانان شي نو خپل هیواد به ازادوي او هلته به یو اسلامي نظام راولي

 

زه په مکتب کی وم چی د هغو ماشومانو (ځوانانو) د جملی څخه ئي په یو ځائ د 5 ځوانانو جنازي دته خیل ته راوړلی، او د شګي په هدیري کي یو ځائ ښخ کړل شول، دغه ځوانان په خوست کي هغه وخت وژل شوي وو، کله چي اشرارو په اول ځل په خوست غټ برید کړئ وو، د هغو ماشومانو د جملي څخه ئي یو ځوان د افغانستان څخه د کباړ راوړلو په دنده مصروف وو، روغ ټانک به ئي واخیست او ټوټي ټوټي به ئي که، پنجاب ته به ئي یووړ، هلته به ئي خرڅ که، یو بل ماشوم د حقاني سره قومندان وو، مونږ ته به ئي پیغورونه راکول، ویل ئي چي تاسی مکتبیان یاستئ او زه مجاهد، تاسی به د قیامت په ورځ د کفارو سره پورته کیږئ او مونږ به د سید شهدا سره، څه وخت بعد هغه قومندان پاس په کلي کي دښځي سره وواژه او هغه کباړي په میرانشاه کي چا وژلئ وو او پیسي ئي ورنه وړي وی

 

زه چي کله هغه ماشومان را یادوم، نو اوس بیا هغه تصویر مي مخي ته راشي چي خدائ مه که چي بیا افغانان دداسي ناورین سره مخ نشي، او د تیر وخت غلطي یو ځل بیا تکرار نشي، د افغانانو ګاونډیانو یو ځل د افغانستان سل کلن نظام ړنګ کړو په لکهاوه افغانانو خپل ژوند د لاسه ورکړو، نن ئي بیا ګاونډیان غواړي چي ساده افغانان د اسلامي نظام په نامه وغولوي او یو ځل بیا شته نظام ور ړنګ کړي

 

په ما پسی یو مبارز لګیدلئ دئ چي زه دي اشرف غني ملاتړ کوم، نو زه باید دا اووایم چي په خپل ډیر لنډ ژوند کي مي ډیر څه لیدلي دي، هر هغه هیواد چي خپل نظام او دولت لري، دنیا هم ورته په ښه نظر ګوري، نو زه چي کله د لوئ کور د نظام ننګه کوم، نو ددي دا معني نه دا چي ګني زه دی اشرف غني ملاتړ کوم، بلکه زه په افغانستان کي د نظام تسلسل غواړم، د اشرف غني لری کیدل به افغانانو ته د ډاکټر نجیب په شاني تمام شي، چی ټانکونه او جازونه ئي د کباړ په نوم پنجاب ته رسیدلي وو

 

زني ملګري وائي چي په شته افغاني نظام کي ډیری نمګړتیاوي دې، ددوئ په آند بدامني ده، ګمارني په سمه توګه نه کیږي، فساد دئ، او په حکومت بی باوري ده او نور هم ډیر مسائل دي

 

صحیخ خبره ده، بدامني زیاته ده، ځکه چي ستا د نظام د پیاوړتیا سره د ګاونډیانو ګټو ته زیان رسي، ته به په بجلیو بسیا کیږي، نو دوئ به بجلی په چا خرڅوي، ته به په غنمو او سبزیو بسیا شي، ددوئ سبزي او غنم به څوک آخلي، ته به د پابریکو څښتن شي، ددوئ بابریکی به ودریږي، او داسی نور، نو ځکه ستا د نظام ستنی دوئ جوړولو ته نه پریږدي

 

د ګمارنو په لړ کي چي کومي نمګړتیاوی دي، د هغه سبب دا دئ چي په تیر حکومت کي د کرزي په شمول ټولو سیاسونو ډیر لوئ غبن کړئ دئ، نو کله چي افغان دولت ددوئ ګریوان ته لاس آچوي نو دا خلک د طالب په شمول د هر افغان دښمنی ډلی او هیواد سره لاس یو کوي، نو کله کله افغان دولت د زهرو دا پیاله هم څښي او هغه مفسد سیاستوال ته چوکئ هم ورکوي خو ددی مطلب دا نه دئ چي ګنی معاف به شي که دا ځل نشو په بل ځل کي به د هغه سیاسون سره حساب وشي، ځني ګمارني د مغربی هیوادونو په پیشار کي هم کیږي، ځکه چي په ځنو برخو کي چي دوئ مرستي کوي نو دا ئي شرط وي چي ددوئ د خوښی کس به ګمارل کیږي، او دا هیوادونه دداسي اشخاصو فرمائش کوي چي افغان ملت ته کم او دوئ ته زیات وفادار وي، دوئ داسی کارونه کوي چي د افغان ملت باور په خپل دولت کم کړي

 

په موجوده نظام کي واقعي فساد دئ، د هغي لویه وجه هم دا بدامني ده، ددولت ارګانونه په یو وخت کي د فساد او د امنیت دپاره کار نشي کولئ

 

ځني خلک په خپل دولت ډیر زر بی باوره شي، د هغي لویه وجه دا ده چي د ګاونډیانو نه ئي واخله تر غربي نړئ، او بیا داخلي غله چي همیشه دوئ کوشش کوي چی افغانان په خپل نظام بی باوره کړي، تاسی ټول شاهدان یاستئ چي د تیری اونئ یو رپورټ وو چي طالبانو په دوی اونئ کي زر کسان سرتیری او عام خلک وژلي دي، هیچا هم څه وه نه ویل، تیره ورځ د هلمند د سنګین د پیښی په هکله ویل شوي وو، چي به میلی باندی د هاوان د مرمئ د لګیدو څخه وروستو موټر بم چاودنه هم شوي وه خو نن ټولي نړئ پړه په افغان ملي اردو آچوله، د ملي اردو د مشر خبره چا هم نه آخیسته، ځکه چي نړیوال او داخلي جاسوسان حکومت د بیشار لاندي ساتل غواړي چي د خلکو په خپل دولت باور کم کړي، او دوئ خپل اهداف تر لاسه کړي

 

خو اوس دا خلک هم پوهیدلي دي چي افغانان نور د خپل نظام خلاف نشي پورته کولئ، دښمن ګاونډیان د اقصتادي بدحالئ سره مخ دي نو په داسی وخت کي افغانان باید تر هر وخت زیات د خپل نظام ننګه وکړي، انشاءالله د بریا شپی په رسیدو دي

 

Sohail Noor

-
بېرته شاته