(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روان لیونی

[07.Jul.2020 - 15:21]

{{{{{ شابخت روان ليونے }}}}}}

جانانه لاړې اسماني شوې

آسمان چې زمکې له راځي قيامت به وينه/ ليک:- رشيد احمد

 

دا ډيره پخوانۍ خبره ده  چې کله پيدا شوم اوپه ښه بد پوهه شوم نو چې ما دے څنګه ليدلے وو ترمرګه هغه شان وو۔ په سخته ګرمۍ کښې به ئې اووه اتۀ جوړې کميصونه اغوستلي وو اوښۀ غټ به ښکاريدلو۔ چاے ډؤډۍ به ئي غوښتل، دچا نقصان به ئي نه کولو۔اوهرچا به ئي عزت کولو۔ ددۀ نامه شابخت روان وه اوپه شابخت روان ليوني مشهور وو۔ زمونږ نه ډير مشر وو۔ دسر ويښته به ئې مونډيان وو شيلۍ ږيره ئي وه اوخوشے به ګرځيدلو۔ په ونه چيت ووپه رنګ تور رنګے وو۔ ددۀ په حقله ډيرې خبرې مشهورې وې۔ زمونږ دکلي يو دوکاندار پرويز به ورله ډير خدمت کولو چاے ډوډئ او بسکټ هرڅه به ئې ورکول۔ اوهغه به ورته دعاکوله۔ پرويز به عجيبه عجيبه خبرې کولې۔ کله به ئې وئيل چې سحر جمات ته تلم نو ما اوليدل چې دشابخت روان سر يو ځاے پروت دے،تنه بل ځاے اوپښې بل ځاے اوپه دې به ئې قسم هم خوړلو۔ وې به ئې دا رسيدلے دے۔زمونږ خلک رسيدلے چاته وائي اودرسيدلي معيار څه دےپدې ترننه پوهه نه شوم اونه څه شرائط را معلوم شو۔ځکه چې زمونږ خلک هغه ليوني چې جامې نه اغوندي ،مونح نه کوي، چرته لامبي نه اوصفائي نه پيژني هم رسيدلے وائي اوچې ډير نيم متقي اوپه شرعه برابر ژوند تيروي هم رسيدلے ګڼي اوډير خلک هغه خلک چې سترګې ئي تورې کړي وي،دعطرو ښيښه ئي په ځان اړولي وي او څو تنانو ترمينځه ناست وي اوخلکو نه پيريان اوباسي،علاجونه اودم چپ اوداسې نور غيرشرعي کارونه کوي لوئي اورسيدلے پيرګني۔ نو دغه رنګ شابخت روان ليوني ته به هم خلکو رسيدلے وې اوپرويز دوکاندار خؤ پرې هرڅه خورول وئيل به ئي چي دا رښتونے عاشق دے اورسيدلے دے۔ دچانه غلا نه کوي، دچا بد نه کوي ، دچا غيبت نه کوي اوداسې به ئي ورله ښه ډير صفتونه کول۔

شابخت روان نه به  د کلي ډيرو خلکو ديوې مصرعې يا ټپې سوال اوکړو اوفال به ئې پري نيولو اود دعا به ئي ورته وئيل خؤ هغه چاته په ژوند کښې دعا نه وه کړې وئيل به ئي دعا دعا ده۔ شابخت روان چې به مصرعه اوکړه نو خلکو به ترينه خپل تاويل کولو۔ يا به خوش بينه شول چې کار مو اوشو او يا به ئې ورته دبلې ټپې سوال کولو که دهغه په زړه به جوړه وه نو بله به ئې اووئيله اويا به ئې هم هغه تکرار کړه اوکله به پاڅيدلو اوبه تښتيدلو او داسې د ډيرو خلکو پرې يقين ووکه نور څه نه وو نو فال خؤبه ئي ضرور دده په وئيلې مصرعه نيولو ۔

دشابخت روان په حقله مشهوره وه۔ چې ده به دکلي په پټو کښې به  ګډي اوڅاروي څرول او د يوبل کلي يوه پيغله به راتله هغې به هم هلته د دۀ سره څاروي څرول او ډيره موده د دوئ ملګرتيا وه يو ځاے به ناست وو 

خبرې به کولې اوماښام به خواره شول خپلو کلو ته به تلل۔ يوه ورځ شابخت روان لاړ شو ورځ تيره شوه خو هغه جينۍ رانغله اونه ئې څاروي ښکاره شول۔ په سبا له هم داسې اوشول په دريمه ورځ شابخت روان څاروي پريښول اودهغه جينۍ کلي ته ورغلو۔ چې معلومات اوکړې چې څه پيښ شوي دي۔ کله چې شابخت روان کلي ته ورغلو اوتپوس ئې اوکړو نو چا ورته اووې چې هغه خو هغه بله ورځ وادۀ شوه اوفلاني کلي ته په ډؤلۍ کښې ناوې لاړه۔ شابخت روان هيڅ غږ غوږ او نه کړو اوبس لاړ ۔ خلک وائي چې يوځاے دکلي خلکو بې هوشه بياموند۔ کلي ته راوړے شوپه هوش کښې راغلو خو خبرې ئې نه کولې اوپه خوشو ګرځيدلو سر شو۔ په پټو اوميرو به ګرځيدلو او په غرۀ کښې به يوځاے بل ځاے پروت وو ۔ خوراک به ئې ګډ وډ کولو د خلکو سره ئې خبرې بندې کړې۔ تل به غلے اوخاموشه وو۔ که چا به څه ورکړل اوبه ئې خوړل ګني نو سوال به ئې نه کولوپه لارو کوڅو کښې به لکه د سودايانو ګرځيدلو۔ د ځان سره به ئي خبرې کولې، خاندل به ئې اوکله کله به ډير موسکے موسکے کيدلو۔ خلکو چې به هرڅه ورکړل نو هغه به ئې خپلې خور کره وړل ځکه چې مور پلار ئي پخوا مړه وو اودے زمونږ په کلي کښې دخور کره ميشته وو۔

شابخت روان پټ مئين وو چرته ئي چاته د خپلې مينې حال نه وو وئيلے اونه داپته اوليګيدله چې دهغه جينۍ سره د دۀ څه تعلق وو که نه وو خو چې دهغې دوادۀ نه په دريمه ورځ خبر شو نو ليونے شو۔ مونږ ماشومان پيدا شو لوئې شوخو شابخت روان چې څنګه وو نو هم هغه شان وو په ا خر کښې ئې په سر کښې سپين لګيدلي وو۔ دکلي ډيرو خلکو به کوشش کولو چې څه مصرعه پرې اوائي اوفال پرې اونيسي۔ دغه رنګ زما هم شوق پيدا شو۔  نو ماچې ورته په اول ځل دمصرعې يعنې ټپې اووئيل نو داټپه ئې راته اوکړه

جانانه لاړې اسماني شوې

اسمان چې مځکې ته راځي قيامت به وينه

 

څه موده ترمينځه تيره شوه تقريباَ تردوه دري کاله وروستو يوه ورځ په لاره کښې مخې له راغلو ما ورته بيا د مصرعې فرمائش اوکړو چې يوه ټپه اوکړه۔ نو هم دغه ئې اوئيله وئ خاندل اوپه منډه لاړ۔ داسې يو څو کاله پس مې بيا اوليدو چې ماورته دټپې اووې نو هم دغه ټپه ئې تکرارکړه۔ اوس په اول ځل چې ترينه ما تپوس کړے وو نو ځه په لسم جماعت کښې ووم اوپه اخر ځل چې مې ليدلے وو نو ما ايم ايس سي کړے وو او لاريډيو ته نه ووم راغلے او دغه وخت په پيښور يونيورسټې کښي ووم کميسټري کښې مې ايم فل کولو۔ ډيره موده پس په لار کښې مخې له راغلو  دا ځل ئې پخپله زما په ليدو هم دغه ټپه اوکړه ماته ئي مسکي مسکي اوکتل اوبيا ئې خاندل او په مخه لاړ۔ دغه زما دموصوف سره وروستي ليدل کتل ووددې نه پس مې اونه ليدو۔

اوس دې ته که تاسو هرڅه وائيې اوهرڅه مطلب ترينه اخلئ خو داحقيقت دے اوهم داسې شوي وو۔ شابخت روان ته چې به چا فرمائش کولو چاته به ئې نوې مصرعه اوټپه کوله اوچا ته به ئي زړه تکراروله ولې ماته ئې دغه يوه ټپه هر وار کوله۔ يوځل ئې ما دخورئي مشال نه تپوس اوکړوچې شابخت روان مې ډيره موده اونه ليدو نو هغه راته وې چې ډيره موده اوشوه چې مړ شوے دے۔ انا لله وانا اليه راجعون۔

شابخت روان ليونے چې مونږ ليدلے وو نو ليونے وو خو هغه دچا خبره چې د بربرو ليونے نه وو،څوک ئې په کاڼو نه ويشتل اونه ئې چاپسې منډې وهلې بس د دې اوسنو توهم پرستو په ژبه کښې مجذوب وو خبرې به ئې ډيرې کمې کولې دخلکو په غوښتنه يا فرمائش به ئې مصرعې يا ټپې کولې چې ډيرو خلکو به پرې فالونه نيول اوداسې به هرچا نه کول۔ مابه دشغل لپاره ترينه تپوس کولو۔ چاته به ئې اوخاندل اوچاته به ئې ټپه اوکړه اوپه مخه به لاړ۔ مجذوب وو اوليونے وو مونځ اودس ئې چرته نه وو کړي اوکه دليونتوب نه اګاهو ئې کړي وي نو ځه ترې نه يم خبر ولې د کله نه چې ماپيژندلے وو نو مونځ اودس ئې نه کول، خېرن خچن به ګرځيدلو۔ زۀ په ذاتي توګه په فالونو يقين نه لرم اونه ئې کووم خو دهغه نه به مې دشغل لپاره تپوس کولو د دې طمعې سره چې که څه د خوش بينۍ مصرعه ئې په خله راشي خو هغه به دغه يوه مصرعه تکراروله۔ ولې د دې مصرعې سره نه پوهيږم چې ولې زما ډير يادونه تړلي دي۔ هسې خو يوه مصرعه ده

جانانه لاړې اسماني شوې

اسمان چې مځکې ته راځي قيامت به وينه

ولې زما چې کوم کار يا خواهش نه دے پوره شوے نو داهميشه زما مخې ته اودريدلې ده ۔ دا محض اتفاق دے۔ خو چونکې دغۀ ليوني زما په وينا هرځل هم دغۀ مصرعه کړې وه۔ بله ئې نه وه وئيلې اوداهم اتفاق دے چې دژوند سره تړلي ډير کارونه مې هم داسې پاتې شوي دي۔ اوهغه دچا خبره چې هر ارمان مې هم داسې نيشت نيمګړے پاتې شوے دے۔ نور چې مې هرکار ته لاس اچولے دے نودالله په فضل وکرم سره شوے دے۔خبره هغه دتدبير او تقدير شي۔چې ياخو ما تدبيرونه سم نه ووکړي نو چې څه کرې هغه به ريبې۔او يا دغه به زما لپاره ښه نه وو ځکه چې مونږ دالله نه چې هرڅه غواړو نو دخېر سره ئي غواړو اودغه چې زما نيشت نيمګړي ارمانونه شول نو زما دپاره به پکښې خېر نه وو اوالله ته هرڅه معلوم وي نو ځکه۔۔۔۔۔۔۔ ولې دکومو چې زما په ژوند ډيره اغيزه ده او بالکل زما دذات سره تعلق لري هغه نيمګړي پاتې شوي دي اويو کار پوره کيدلو ته مونږ ارمان اوخؤاهش هله وايو چې پوره نه شي چې پوره شي نو هغه ارمان نه وي۔ هغه دچا خبره

ډير راباندې ګران خو اوس ستاليدل ګران شوي دي

ياره مهربانه چې داڅه درباندې شوي دي

ته داسمان ستورے شوې اسمان ته درختل ګران دي

اوته دهما سيورے شوې سات لاندې ودريدل ګران دي

 اويا لکه غازي سيال خبره

ارمانونه چې لوګے شول زما زړه کښې

اسويلي شو چې راغونډ مې شو په خله کښې

زمونږ دکلي يوې زنانه راته پخوا قيصه کوله چې وئيل ئې بچي مې نه پائيدل۔ چې کيدل به څه ورځې وروستو به مړه شول۔ نو وئيل ئي يوه ورځ مې شابخت روان کوڅې ته راغلو واړه ئي راوليږل چې وږے يم۔ نو وئيل ئي وې ماورله پراټې چرګ اوچاۓ پاخه کړۓ چې وئې خوړل نو ماورته ددعا دپاره اووئيل ۔نو وې هغه مسکے شو اويوه مصرعه ئي اوئيله نو ماترې ښه شګون واخيست اوچې بچے مې اوشو نو اوپائيدلو او ورستو ترينه دوه نور اوشول۔  دغه رنګ د ايم ايس سي نه وروستو چې ما کله شابخت روان ليدلے وو نو هغه ټپه يې اوکړۀ او زما لالے لاړ اسماني شو۔ او زمکه اسمان چرته يوځاے شوي دي او چې چرته يو ځاے ښکاري نو هغه محض سراب دے حقيقت نه دے۔

هسې په دې فال پورې راياد شول ميرويس بابا چې کله د ګرګين خلاف پاڅون کولو نو درحمان بابا په ديوان ئې فال ايستلے وو او  ښۀ شګون ئې ترينه اخيستلے وو داسې وئيلے شي چې احمد شا بابا کله په هند حمله کولۀ دمرهټو دوهلو لپاره نو هم ئي درحمان بابا په ديوان فال ايستلے وو۔ داسې د يوسفزو په حقله هم مشهوره ده چې کله به ئې کوچ کولو اويا به په جنګ اوغزا يا څه مهم پسې وتل نو شيخ عثمان بابا ته به ئې وئيل چې دعا اوکړه او مشوره راکړه اودهغه خبره به ئې فال ګڼلو اوښۀ شګون به ئې پرې کولو۔ ديوسفزو په سيمه ډيرې مځکې اوسيرۍ داسې وې چې شيخ عثمان بابا ته منسوبې وي۔ اوپه هغې به چا غم غرض نه کولو۔ شېخ عثمان بابا هغه سړے دے چې ملک سليمان شاه سره به ملګرے وو اواول ئې ورته د الغ بيګ د وژلو وئيلي وو اوبيا ې ورته ديوسفزو د تباهۍ پيشګوئي کړې وه اوپه اخر وخت کښې ئې ملک سليمان شا ته مشوره ورکړې وه چې الغ بيګ ستا خبره مني سوال ورته اوکړۀ۔ ولې شيخ عثمان بابا نه خو مجذوب وو اونه ليونے۔ ښۀ په شرعه قايم سړے وو مونځ اودس ئې اوکول ،روژيې نيولې اوښه با عمله عالم پابند شرعه وو اوډير پوهه وو۔

اوس دا ټپه زما د ژوند برخه ده زۀ که هرڅو د سائينس قائيل يم اوپه هغې کلک ولاړ يم ، توهم پرست نه يم ولې بيا هم د شابخت روان کړې داټپه يا مصرعه زما نه هيريږي اودهرې ناکامۍ په شا راته دانيغه مخې ته ولاړه وي۔ چې څه سوچ کوم نو داټپه مې مخې ته اودريږي۔اوس هم فکر کووم بايد که چرته غلطه اوخېژي

جانانه لاړې اسماني شوې

اسمان چې مځکې ته راځي قيامت به وينه

 پېښور(۱۴جون۲۰۲۰

-
بېرته شاته