(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تاریخ په روایت

[08.Jul.2020 - 21:25]

تاریخ په روایت لنډه کیسه

لیک:همایون دوست

۱۵۴۰م. د مې ۱۷ نیټه وه، چې د څپاند ګنګا سیند په غاړه، «هردوی» په سیمې کې افغان ځوانانو د مغولو څلویښت زره کسیزه لښکر په ګونډو، همایون بابر یې جګړی له ډګر څخه په مڼډو وځغلاوه او هند د نیمې وچې سیاسي واک په ګدۍ (د نوی هندوستان بڼسټ ایښودونکی) امپراتور شیرشاه سوری کیناست، ده همایون بابر ته یو کال مهلت وټاکه چې هند له ټغر څخه دې خپل د ټبر پښې ټولې کړی؛ مات پادشاه پاره سخته وه چې ډهلې د تخت له مزایاو څخه، په اسانې لاس واخلی، یو کال د هلو،ځلو په ترڅ کې یې په ګڼو صوبه‌دارنو راجاګانو، نوابانو... د لاسنیوی غږ وکړ ، خو د چا نه خوښیده چې د پښتنو سره ځان مخامخ کړی، بلاخره یې د ژوندیوی سردارانو څخه د مرستې تمه وءشکوله د فقیدو او ژوندوی میاګانو او سیدانو په کراماتو پور یې ګڼډه کړه، (سیلاو وړې ځګ ته هم لاس اچوی)په زیارتونو، ولییانو او فالبینو به ګرځیده، رنګ په رنګ دم او چوف شوی د تعویزونو پڼډوکی نه امیل جوړ او هغه یې په غاړه کې واچاوه، بر سیره له دی هم زړه یې صبر نه کاوه او روزمره به له بل مړی یا ګوډګر څخه قدرت د ستنولو سوال غوښته، دی سوالونو او تعویزونو که په کومه پیمانه تسکیناوه، په همهغه پیمانه به د مهلت ټاکل شوی موده لنډوله او پادشاه به لا پسې مأیوسه کیده. د ده د دمې ورستنی تم ښار لاهور ؤ چې له هغه ځایه یې د قاصدینو ډله د شیرشاه سوری ته په دی عذر ولیږله که د پنجاب صوبه ده ته پریږدی او سری هند په منځ کې پوله وټاکې، نو د دهلې تاج و تخت د داعیې نه لاس اخلې، خو شیرشاه سورې په هیڅ بیه د خپل واک په سر چا ته سیاسې بډې نه ورکولې، مازې دومره ژمنه ورکړه چې، کابل در ته پریږدم، چیرته چې د خپل ورور (کامران) له ویری تللې نه شو، نو بیشمیره اندیښنو پادشاه د پریشانۍ ډڼډ ته ټیلوهه او له پاسه پړانګ او ډانګ غبرګو ګواښونو ګواښه، کټ مټ همدا مهال ؤ، چې د سیکانو دویم ګورو، ګورو «انګد دیو» خپل حرم د «کراترپور» څخه «قدور» ته انتقال کړ او همایون بابر ته هم چا د تصادف له مخې مشوره ورکړه، چې دعا ورڅخه واخلې، همایون بابر کله چې د دوی حرم ته ننوت، نو ګورو په سجده پروت ؤ، سجده اوږده شوه، همایون بابر یې په مریدانو ټینګار وکړ، چې له سجدی پاڅوی، لاکن چا زړه کولې نه شو، چې ګورو له سجدی پورته کړی، همدم پادشاه بیسده کیږی او توری ته لاس تیروی چې ګورو باندی برید وکړی، لاکن لاس یې د توری په لاستی نښلې او توره په تیکه کې بنده پاتې کیږی، چې پادشاه بیرته په هوښ راولی، په همدی کې ګورو هم له سجدی پورته کیږی او همایون بابر ته پیغور ورکوی چې د یو پادشاه له پاره غوره صفت نه ګڼل کیږی، د افغانانو له توری د تاوده جنګ له ډګر څخه پښې باسی او غچ یې بیا د خدای عاجز او حقیر بنده څخه اخلې.

په دې خبره د پادشاه غنم رنګی مخ د پیښمانې په سور رنګ و شرمیده، په داسې حال چې سر یې ټیټ نیولې ؤ،‌ نو د ګورو نه یې بخښنه وغوښته. د دوې لیدنې په پایله کې ګورو، پادشاه ته سپارښتنه وکړه، چې د بیرته پادشاه کیدو، خیال دی له سر څخه وغورځوه، تا ته د کړانو ډک سفرونه در په غاړه دې، چې باید یې وزغمې، پس له هغې ته یو وار بیا هندوستان پادشاه کیږی؛ له دی وړاندویینی ۱۵ کاله واوښت چې همایون بابر دویم وار له پاره، هند د سلطنت واک تر لاسه‌ کړ او د سیکانو ټولنې ته یې په یوه پیغام کې هیله څرګنده کړی وه چې، غواړی هغه ګورو وګوری او د هغه د قدر وړ خدمت وکړی، لاکن دا وخت هغه ژوندی نه ؤ او د هغه ځایناستې دریم ګورو، ګورو «عامر داس دیو» پادشاه په ځواب کې احوال ورلیږه چې، په هندوستان کې، د عدالت پلې کول د هغه ارمان ؤ، که هغه ژوندی هم وای، نو همدا غوښتنه در څخه کوله، که دا کار دی وکړ، نو د هغه تر ټولو غوره قدر، عزت خدمت به دی کړی وی او روح به یې در څخه خوشاله شی.

-
بېرته شاته