(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

احمد شاه بابا

[08.Jul.2020 - 21:28]

ستر امپراتور احمدشاه بابا رح ، امپراتور عظيم احمدشاه بابا رح !

لیکوطـــــــــــن یــــــــــــــار پژواک

د احمدشاه بابا رح له نامه سره سړي ته معمولاْ د پانی پت جنګ، پر هند باندې حملې، د تورو خرپی، او د میړاني رنګارنګ کیسی وریادیږيدا خبري دومره ذهن ته راځي چې د ده د شعر ویلو او هنري ژوند برخه ټوله د سړي له یاده وځيچاته دا نه وریادیږي چې ده دې د دومره جنګونو، سیاسې اصلاحاتو او د افغانستان د بنسټ ایښودو د کارنامو تر څنګ کله شعر هم ویلی ويپه داسی حال کې چې دی هم د ځینو لویو پاچهانو او سردارانو په څیر د تورې او قوي مټ تر څنګ د ښه قلم او ښې ادبي قریحي خاوند وو او ځانته د نورو شاعرانو په څیر یو بشپړ دیوان لري

 ارواښاد عبدالرووف بینوا د افغانستان نومیالی نومي کتاب په دریم ټوک کې د ده په باره کې لیکي چې د شاعرانو او ادب د مینه والو سره یې مجلسونه کول او د شعر و شاعرۍ څخه یې خوند اخیست په تیره یې بیا د پښتو ژبې له ادب سره یې ډیره مینه درلوده او د پښتو ژبې په تاریخ کې د احمد شاه بابا دربار لومړۍ دربار وو چې د پښتو ژبې لومړنی تدریسي کتاب په کې لیکل شوی دیاحمد شاه بابا خپل زامن هم د پښتنوالی په روح روزل نو ځکه یې د پښتو ژبې خوږ ژبي شاعر پیر محمد کاکړ زوی ته د ښوونکي په توګه ټاکلی وو .  

 پیر محمد کاکړ د احمد شاه بابا رح په امر د شهزاده سلیمان له پاره د معرفت الافغانی په نامه د پښتو تدریسی کتاب ولیکه او د هغه له مخې یې شهزاده ته د پښتو ژبې یو اړ لاری چارې وروښودي

 بده به نه وي چې اوس په دغه اړ ګې د دغه نومیالي افغان پاچا د شعر یوه نمونه چې د ډیلي په تخت ناست د وطن په یاد یې ویلې په ګډه سره ولولو:

 

ستا د عشق له وينو ډک شول ځیګرونه

ستا په لاره کې بایلي ځلمي سرونه 

 

تاته راشمه زړګی زما فارغ شي

بې له تا مې اندیښنې د زړه مارونه 

 

که هر څو مې د دنیا ملکونه ډیر شي

زما به هیر نه شي دا ستا ښکلي باغونه 

 

د ډیلي تخت هیرومه چې را یاد کړم

زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه 

 

د رقیب د ژوند متاع به تار په تار کړم

چې په تورو پښتانه کا ګزارونه

 

د فرید او د حمید دور به بیا شي

چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه 

 

که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا یې

زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه 

 

احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا

که ونیسي د تمام جهان ملکونه 

 

 احمد شاه بابا رح په داسې عصر و زمان کې ژوند کاوه چې د هند د مغلو عظمت او جلال ختم شوی او تش نوم او درباري  القاب او تشریفات ورپاتې ووپه ایران کې د نادر افشار د وژل کیدو نه وروسته د هغه هیواد په هره برخه کې کورنۍ جګړی پیل شوي وي او نور یې د دې توان نه درلود جې ژر دې ځان سره راټول کړيپه شمال کې داسې قوي دولت نه و پاتې چې افغانستان ته د خطر ولري او د بخارا امیر نه یوازې دا چې پر بل چا یې یرغل نه شو کولای بلکه له ځان څخه یې د دفاع توان هم نه درلود

 

   ګواکي په دغه وخت کې د زمان د ټولو وختو پر خلاف چې پښتنو ته به یې یوه بلا له ځان سره درلوده دا ځل دوی ته د ګاونډیو هیوادو څخه ګواښ نه وو او دوی کولای شول چې په بی غمه زړه خپل کورګی آباد کړي

  احمد شاه بابا رح داسې څوک نه وو چې یوازې دی د خپل کورګي په آبادولو قانع شيهغه  ډیر لوړ خیالونه درلودل او غوښتل یې چې د افغانانو  پخوانی برم یو ځل بیا راژوندۍ کړيداسې ښکاري چې دی په خپل دغه کار کې خپلې آرزو ته رسیدلې هم وياو داسې وایي:

 

نن بیا هسې د ګلزار په ننداره ځم

چې له یاره سره خوښ هم کناره ځم

 

چې بر کړی مې خدای لاس په رقیبانو

ترو به زه د هند پر لور په تماشه ځم

 

چې د هند د ملکو فتحه مې روزي شوه

نور ایران لره په توغ په نغاره ځم

 

پر دا کړي داد د خدای نه شي پښیمانه

تر نګین مې ایران لاندې شاهانه ځم

 

معشوقې د ایران ډیرې ترکې شوخې

خدای چې راکي ترکې هند ته دوباره ځم

 

زه تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم

په مدد د حبیب هره خوا تازه ځم

 

چې زما د ولایت فتحه روزي شوه

تروه به څه د یار له نازه کناره ځم

 

احمد شاه دنیا فانی ګڼم چې نشته

دنیا پاته له ایمانه به سره ځم

 

 احمد شاه بابا هم د افغانانو د نورو مشرانو په څیر د خپل قام له بلپاتې بی اتفاقي څخه په تنګ وو او سره له دې چې په خپلو سوبو باندې ویاړي خو په دی هم پوهیږي چې دغه بریالیتوبونه یې د خپلو پښتنو وروڼو په توره بر لاسه کړی دې ، خو بیا هم ګوري چې پښتانه په غلجي او ابدال باندې ویشل شوي ديدی ورته وايي چې ټول غلجي او ابدال یو شان دي ټول وروڼه دي او ښه والى په اصل او نسب کې نه دیښه والی په پاکۍ او سړیتوب کې دی،  میړانه په ښه عمل کې ده، په ښو جامو او دنیا دولت کې نه ده، دی خپله قام ته وایې چې اوس د احمد شاه په هر لور تاختونه دي او لور په لور باندې غزا پیل شوی ده نو باید لاسونه سره ورکړی او په یوه زړه او یو خوله د ده ترڅنګ ودریږئ .

 

قافله د عشق راغلي له کوم خوا ده 

پر زړګي باندې مې شته که څه غوغا ده

 

ټوله یو دي که غلجي که ابدالي دي 

ښه هغه چې یې د زړه شیشه صفا ده

 

چې عمل یې د نیکۍ دي میړه هغه

که اغوستې یې ګدله د خامتا ده

 

پښتانه دې ټوله لاس سره یو کاندي

چې مو نن غزا هر لوري شا و خوا ده

 

بی زحمته راحت چیرې مونده نه شي

د احمد ځکه په هر لوري غزا ده

 

     د احمد شاه بابا د عصر او تر ده د مخه د پښتو ژبې شاعرانو په یوه او بل ډول د تصوف په برخه کې شعرونه ویلي دي او دغه مفاهیم یې کله د زلفو او جانان، کله د وصال او هجران او کله کله هم په څرګنده توګه په خپلو شعرونو کې راوړي دي.

 

  احمد شاه بابا هم ظاهري کثرت له واقعي وحدت څخه ګڼيدغه ظاهري کثرت د وجود مجازي شکل بولي او حقیقت په وحدت کې ګوريد مینې په نړۍ ننوتې هغه یې کبلې ده او بیا په دی جهان کې ځان د زلفو په هر تار جلا جلا ګرفتار بوليپه زړه پورې خو دا ده چې دی ځان د عشق ښکار نه بلکه عشق د خپلې مینې ښکار بولي او کله جې د خپل عمل خبرې ته راخي نو بیا په میکدې کې اوسیدل د قسمت له لاسه بولي.

 

 څه کم نیمه پیړی پخوا د پښتو ژبی د نوي ادب یوه پهلوان عبدالروؤف بینوا د غنمو د وږی په نامه یو اثر له چاپه راویوستد غنمو وږی د پښتنو د سیاسي تاریخ د هغه فصل په باب لیکل شوى چې پښتانه د ایران د نادر افشار د کورنی د استعمارنه د خلاصیدونه وروسته د یوي واحدي رهبری په هڅه او لټه کې وواو بالاخره یې د دې واحدي رهبرى له پاره د کندهار د شیر سرخ بابا په زیارت کې لویه جرګه جوړه کړهد دی تاریخی لویې جرګې په نتیجه کې د پښتنو د تاریخ یوه لویه ستونزه حل شوه، پښتنو مشرانو د رایو په یوه خوله لوی احمد شاه بابا رح د خپل پاچا په توګه وټاکه، او احمد شاه بابا هم د معاصر افغانستان د مؤسس په توګه د پښتنو د پراخو او تیتو پرکو پرګنو په یو کولو لګیا شو

 د شیر سرخ بابا په زیارت کې د پښتنو د خپلواک دولت اساس نه بلکه د یوې لویې امپراطوري اساس کیښودل شو چې د احمد شاه بابا په قول یې هند او ایران تر نګین لاندې وو .

 

  د شیر سرخ بابا په مزار باندې سپین بیرغ رپیږي او د افغانانو د ملت مشران ترې لاندې راغونډ ديیوه خوا او بلی خوا ته آسونه ځغلي، د پښو ګرد یې آسمان ته پورته کیږي، تر شنه آسمان لاندې بورې ځلیږي، مځکه له هیبته ریږدي، د افغانان مشران سره مرکه دي او کشران د خپل کاروان سالار د ټاکل کیدو انتظار باسيدا وخت صابر شاه ملنګ په دی حساس وخت کې د افغانانو د ملي مشرانو او سپین ږیرو تر منځ د توپیرونو او جرګو مرکو د پای ته رسولو په مقصد راپاڅیږي او د احمد شاه بابا په پګړۍ د غنمو وږې ټومتي او د  پاچاهي مبارکي ورکوي ا

 

د صابر شا له دریې وینا څخه وروسته وار د شیر سرخ د جرګې یو بل درانه مشر حاجی جمال خان د بارکزیو د قبیلې سردار ته ورسید، حاجی جمال خان احمد شاه سره بیعت وکړ، د مشرتوب او پاچاهی مبارکی یې ورته وویله هغه ته یې وویل چې نور نو د افغانانو سترګې تاته دي زموږ پر تا باور دی او د خدای په مرسته به پر تا سرلوړي شودا ټاټوبی به ودان شي او زموږ ټولو زړونه په دغه زیري سره ښاد دي

 

  عبدالرووف بینوا د حاجی جمال خان له وینا وروسته د نور محمد خان علی زی وینا راوړي او هغه احمد شاه ته له مبارکی ویلو سره وایې چې ګوندي ستا په برکت د افغانانو زوړ برم راژوندۍ شي او ستا د تیرې تورې له بریښه په دښمن باندې لړزه راشي.  

 

 عبدالرووف بینوا وروسته د قام د نورو مشرانو لکه محبت خان، نصرالله خاه، موسی خان احساساتي او د افغانی غرور څخه ډکې ویناوی یو پر بل پسې راوړي او د جرګې په پای کې په خپله د لوی احمد شاه بابا وار چې د عمر په لحاظ تر ټولو قومي مشرانو کشر دی رارسیږياحمد شاه بابا له یوې خوا د خپل قام د سپین ږیرو د مینې ډکې ویناوی اوري او بلې خواته ګوري چې افغان زلمي په جنګی آسونو سپاره او د تورو ځلا یې د لاهور او پانی پت د وهلو زیری ورکوياحمد شاه بابا هم د مینې دغو ډکو صحنو دی ته وهڅاوه چې د افغانانو سپین ږیرو په جرګه کې وردیږي 

 

 

 د ښار نجونی او ښځې چې د افغانيت له دود سره سم یې د افغانانو په دغه جرګه کې برخه نه وه اخیستې، د دې خبر له اوریدلو سره خوشالیږي او د احمد شاه بابا مور زرغوني انا ته د مبارکي لپاره ورځي، زرغونه انا د دې خبر په اوریدلو له خوشالي په جامو کې نه ځائیږي د خوښۍ اوښکې او موسکا یې سره ګډه ده، د خدای شکر ادا کوي چې داسې زوی یې ورکړی دی چې د ټولو افغانانو ورباندې باور دی او د یوه ملي مشر په توګه يې منې .

 

وطـــــــــــن یــــــــــــــار پژواک

-
بېرته شاته