(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوهاند یون

[22.Jul.2020 - 14:36]

پوهاند ډاکتر محمد اسماعیل یون :

دافغانستان په تاريخ کې دوه ورته پېښې:

روسانو ببرک کارمل راوست، يا روسان کارمل راوستل؛ خو غمونه يې په ډاکټر نجيب ور بار کړل

کرزي امريکايان راوستل، يا امریکایانو کرزی راوست؛ خو د ميليونونو ډالرو د هيست او نيست تر څنګ یې امريکايان په ډاکټر غني ور تاوان کړل.

هغه وخت مجاهدينو ويل چې ډاکټر نجيب سره خبرې نه کوو او اوس طالبان وايي چې ډاکټر غني سره خبرې نه کوو.

هغه وخت هم ايران، پاکستان، جرمني سعودي عربستان او... کې جلسې جوړېدې او اوس هم قطر، مسکو، پاکستان، ايران او جرمني کې جلسې جوړيږي.

هغه وخت کارمل د برېژنېف په ټټر مډالونه ټومبل او شل کاله وروسته کرزي د بوش په ټټر مډال ور وټومبه.

هغه وخت کارمل او سېتميانو نجيب ته خنډونه جوړول، خلکو کارمل هېر کړ؛ خو ډاکټر نجيب ته يې نجيب ګاو ويل.

اوس کرزی، جميعيت او سېتميان غني ته خڼډونه جوړوي او د خلکو کرزی هېر دى؛ خو ډاکټر اشرف غني ته فاشيست او يهودي وايي.

تاریخ د دې لپاره لیکل کېږي، چې عبرت ترې واخیستل شي؛ نه چې لکه افسانه ولوستل شي، تاریخ بیا مه تکراروﺉ او راځئ ددې سړي کلک ملاتړ وکړئ!.

-
بېرته شاته