(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بابړه

[14.Aug.2020 - 14:12]

بابړه ، د پښتنو سیاست او د پښتنو د ازادئ جدوجهد .

——————-

تاریخ خو دادې چې انګریز تقریبا یو نیم سل کاله د پښتنو په علاقه پاتې شوی او دغه ټول وخت د انګریز د پښتنو سره په جنګونو کښی وتلې ، لکه مثال د ملاکنډ جنګونه د امبیلې جنګ ، د چترال جنګ ، د فقیر اییی او د ترنګزو بابا جدوجهد ، لومړې ، دوئم او دریم افغان انګلو جنګونه .

د ډیورنډ د فرضی کرښې نه ښکته دغه جنګونه تقریبا ۲۶ کاله پس د موجوده پښتونخوا پورې محدود شو او هم دغسې د خدای خدمتګارو په شکل کښی د پښتنو جنګ په سیاست کښی بدل شو ، د پښتنو د دغې وسلوالې مبارزو نه واخله د سیاسی مبارزو پورې یو مثال داسې نه میلاویږی چې مونږ ووایو د پښتنو دغه جدوجهد ، مبارزه ، ستړې او کړاونه د پاکستان د پاره وو . بلکې دغه ټولې مبارزې د پښتنو د خپلې ازادئ د پاره وې

 

په تاریخ کښی داسې یو شحصیت د پښتونخوا د خاورې نشته چې هغوی د پښتنو نمائنده ګان هم وو او د مسلم لیګ نمایندګی یا د پاکستان د پاره یی جدوجهد د پښتنو د سیاسی بینر د لاندې کوو .بلکل داسې خلګ ضرور وو چې هغوی د پښتونخوا نه د پاکستان د پاره سیاست کوو خو حقیقت دا وو چې هغوی ته به انګریز پروټوکول ، پیسې او سیاسی لارې چارې ورکولی خو د هغې باوجود ددغه خلګو د پښتنو په جدوجهد کښی یا په ټولنېز ژوند کښی هیڅ کردار نه درلود ...

 

لکه په مثال 

د پاکستان په نصابونو کښی پښتنو بچیانو ته انجکشنې لګولې کیږی چې صاحبزاده عبدالقیوم خان عظیم لیډر وو ، کله چې برطانوی هند په لومړی ځل د ۱۹۳۵ ایکټ لاندې د انتحاباتو اعلان وکړو نو د صوابۍ د خاورې نه سر صاحبزاده عبدالقیوم د انګریزانو په ملاتړ سره د خدای خدمتکار عبدالعزیز خان کاکا د لاسه شرمناک شکست وخوړ .

یواځې صاحبزاده عبدالقیوم خان نه بلکې د هغه سره نور د انګریز منتحب کړی شوو نوابانو او خانانو ته د پښتونخوا پښتنو د خدای خدمتګارو په لاس بدترین شکستونه ورکړل چې د هغوی ګوډاګیانو نامې دا دی ،

 

نواب سر صاحبزاده عبدالقیوم 

نواب محمد مظفر خان —- بنو

نواب زاده اله نواز خان __ ډیره اسماعیل خان 

نوابزاده محمد سید خان 

خان بادر سعدالله خان ( لینډ لارډ )

خان بادر محمد زمان —- هزاره 

خان صاحب اسد الله خان —— ډیره اسماعیل خان 

خان صاحب عبدالمجید خان —- هزاره 

خان صاحب راجه عبدالرحمان ——هزاره 

او خان صاحب محمد عطائ خان —— هزاره .

 

او دغسې یو ځل بیا خدای خدمتګارو د انګریز ګوډاګی مسلم لیګ ته د ممبۍ لاره وښودله او د ټولې صوبې نه یی صفر نشستونه واخستل او د شرمناک شکست سره مخ شو 

د ۱۹۳۷ انتحاباتو نتیجه 

د صوبه سرحد ټوټل ۵۰ نشسته ۱۹ نشسته خدای خدمتګارو د کانګریس د بینر لاندې  او مسلم لیګ صفر نشستونه 

د ۱۹۴۶ د الیکشن نتیجه ټوټل نشست ۵۰.

خدائ خدمتګارو ۳۰ 

مسلم لیګ ۱۷ 

جمعیت العلما ۲ 

اکالی دل ۱

 

همدا زمانه وه چې په یورپ کښی دننه د نازییانو حکومتونه ختم شوی وو او روسی کمیونزم . د مغربی کیپټلزم سره په ټکر کښی وو نو برطانیه هم دغه جنګونو کمزوری کړی وو او د هندوستان نه یی د وتلو لار کتله خو هغوی دا خطره محسوسه کړی وه چې زمونږ د وتلو نه پس به کمیونسټ روس د دنیا دغه د ټولې نه اهم یعنی جنوبی اسیا ته به ورسیږی او دغسې به زمونږ په راتلونکی وخت کښی په مشرقی دنیا اثر رسوخ او تجارت ختم شی نو د یو ګیری سن ریاست جوړولو د پاره یی د کار شروع کړی وو چې دغه ریاست د جنوبی اسیا په مینځ کښی یو بفر زون وی چې نامه یی د مخکښی نه پاکستان تحلیق شوی وه نو هم دغه وجه وه چې د خدای خدمتګارو په مینډیټ پښې کیښودلې شوی او د پاکستان سره یی د الحاق په حق کښی د ریفرنډم تابیعه وکړه او د هغې نه یی د پښتنو د وطن پښتونستان اپشن د مینځه دوړه کړو وجه دا وه چې د پښتونستان په موجودګئ کښی د روس خلاف بفر زون جوړول مشکل وو .

 

خدای خدمتګارو دا ونه منله او د ریفرنډم بائکاټ یی وکړو 

 

د صوبه سرحد (پښتونخوا ) ریفرنډم 

په دغه ریفرنډم کښی نه ۷ قبایلی ایجنسۍ بشمول ملاکنډ ، ریاست سوات ( بونیر ، شانګله ، دیر ، امب  بلکل نه وو او په ۶ ضلعو کښی د ریفرنډم تابیعه وشوه چې کل بادی ۵۳ لاکه وه رجسټرډ ووټ ۵ لاکه د پاسه او ټوټل ووټ ۳ لاکه 

او بیا هم د انګریزانو د درغلۍ او ټګئ باوجود د پاکستان په حق کښی ۵۰٪ ووټونه صرف په شپږو ضلعو کښی وغورځیدل چې دغه ضلعو د تمامو پښتنو نمایندګی هم نه کوله .

 

بحرحال پاکستان یی جوړ کړو او د هندوستان نه راغلو مهاجرو د برطانیه د یو انګریز چې د پاکستان د فوج لومړی چیف اف ارمی سټاف General Sir Frank Walter Messervy په مشرئ کښی د هندوستان نه راغلی مهاجر ، محمد علی جناح ، لیاقت علی او د هغوی نورو هندوستانی مهاجرو ملکرو باچاخان ، ولی خان او د هغه نور ملګری جیلونو ته واچول او د صوبې حکومت یی غیر قانونی طور ختم کړو او د کشمیر نه راغلی خان قیوم یی د پښتنو په وچ کلک زور وزیر اعلی کړو .

 

ددغې غیر قانونی عمل په خلاف پښتنو احتجاجی لاریون وباسو او چې د بابړې مقام ته ورسیدل نو د برطانوی General Sir Frank Walter Messervy ، د هندوستان د مهاجر محمد علی جناح ، لیاقت علی په حکم په دغه جلوس په بې رحمانه طریقه ګولې وچلیدلې او څه د پاسه ۶۰۰ یی شهیدان کړل او د زرو د پاسه زخمیان چې پکښی ښځې او بچی هم شامل وو.

 

د مسلم لیګ سره تر ټولو زیاته ویره دا وه چې د پښتنو خو نه زمونږ اسلام ومنو او نه قران او بیا هم د باچاخان ملګری دی او د راروان پښتون سیاسی طاقت د ویرې یی په بابړه کښی خپله ویره د مدام د پاره ختمه کړه ..

 

څه وخت پس د پښتنو نسل ته پښتانه مشران د نصاب د لارې غداران شو او دا دوکه تر ننه روانه ده چې پښتنو د پاکستان په حق کښی ووټ ورکړی ،،

 

د بده مرغه د بابړې نه پس د پښتنو د سیاست ډایرکشن هم بدل شو او دغه بدل ډایرکشن یوه حلا پیدا کړه او هغه حلا د برطانوی اسټبلشمنټ نه پاتې خلکو په خپلو ګوډاګی ګوندونو پوره کړه او د پښتون نیشنلزم بیخ یی پرې وباسو او دغسې د خدای خدمتګارو په کوښښونو د تیارو نه راوتې پښتون د تباهئ په یو داسې ډګر ودریدو چې د انګریز هغه وارثانو پسې د خپلو ذاتی ګټو د پاره د نړئ د ګوټ ګوټ نه ټوپکمار راوستل او د نړئ جنګوونه یی ورله کور ته راوړل خو پوه نه شو ..

 

ځکه د سیاسی پوهې د کمی او د خپلو مفادو نه نا خبره وو

زه به خپل پوسټ د نورالبشر نوید صیب په دې نظم ختم کړم 

 

لکه مستی چې د شراب نه ووځی

لکه معنې چې د کتاب نه ووځی 

ستا د وجود نه ساه ختل داسې دی 

لکه غورځنګ چې د دریاب نه ووځی 

 

د باچا خان روح ته جنت کښې وایه 

د پښتنو په کور کښې جنګ کیږی 

اوس دې د ګل د تخم خوی بدل دې 

ستا د سپرلی خاوره کښې بنګ کیږی 

 

د شیشم باغ اونو کښې جالې نشته

او ستا زیارت کښې مینجور نه کینی

په تاؤده زمکه ورختل ګران دی 

اوس په کابل کښې پیښور نه کینی 

 

د پښتنو بابا ته دا ووایه 

د مارګلې کرښې دې ورانې ښکاری 

چې چا به ستا په تاریخ فخر کوو 

هغوی ته ستا خبرې ګرانې ښکاری 

 

د ابدالی تُوره چا پټه کړله 

د پښتنو د سر پټکی ورک دې 

مُلا د خدائې په نامه پوزې پریکړې 

د ملالۍ نه میخکې ورک دې 

 

چې خاموشۍ ئې ماتولې د وخت 

هغې میګونو خلو کښې شور چپ شو 

د اباسین د غورځنګونو بهیر 

لکه د ستړی په لاهورچپ شو 

 

اسلام آباد راله رانجه پورې کړی 

خو په سرونو راله خاورې نولی 

ماله خپل نوم د شناخت نه راکوی 

په تاریخونو راله خاورې نولی 

 

ستا د وطن غرونه د زاڼو ډک شو 

ستا د سُورسترګې شهباز سترګې ګل شوې 

ستا په زمرو پرکالی داسې زور شوه 

ټولې ستانې دې د پردې غوبل شوې

 

د سر دریاب چپې دې غریو نیولې 

 د ناګمان د ارمان مخ شین شو 

د هشنغر خاوره دې زوز ټوکوی 

د صوابۍ  د مردان مخ شین شو 

 

د پښتنو سیاست نوې دې اوس

د دوړو ډک دې زوړ تصویر پروت دی 

ستا د کابل نه تر خیبره پورې 

د پښتنو څټ ته زنځیر پروت دې 

 

ستا د لوئې کټ نه غریبان پاڅیدل 

ستا په حجره کښې نوابان ډیر شول

ستا د ښاغلو نه خپل نیت هیر دی 

ستا په جومات کښې امامان ډیر شول

 

زما بابا ته ښه  ریښتیا وایه 

ستا د څادر نه څوک زونډی پریکوی 

ستا د وطن غربت په دې پټوی 

ستا د زلمو نه څټوکی پریکوی 

 

د انقلاب رهنما کور اوده شو 

انقلابیانو ځان له مخ تور کړو 

د نظرېې د سبقونو اُستاذ 

په کتابونو باندې بل اور کړو 

 

زما شاعره خپل بابا ته وایه 

ستا د پښتون نه بګیلې جوړ شو 

د پښتونخوا د وظیفې باوجود 

ستا د یو خان نه کشمیرې جوړ شو 

 

ستا د لوئې ښار د سرماېې دلالان 

ستا د ناموس د پګړۍ ول پرانیزی 

ستا د تاریخ ستا د تحریک وارثان 

ستا د کاله تړلې غل پرانیزی 

 

د اکوړی میدان له سوړ نه دی 

لکه خوشحال به باچاخان یادوی

د هشنغر جاګیر به نه غواړی خو 

هریو پښتون فخرافغان یادوی 

 

د مچ د جیل خټک هم ستا پشان شو 

لکه لاله په زړه کښې داغ ګرځوی 

ستا د خاطره چپ دی هیڅ نه وائی 

اوس هم جولې کښې ولی باغ ګرځوی 

 

ستا د دومې نه بل ملنګ پاڅیدو 

د پښتو زوړ کچکول دی بیا خالی شو 

د پښتنو رباب دې بیا مات شو 

یو نر غریب مئین دې بیا سوالی شو

 

د بیټ نیکه دعا دې بیا ښیره شوه

لښکر لښکر پښتانه بیا مات شو 

د بیلتانه خواسړې ډیرې وشوې 

ټبر ټبر پښتانه بیا مات شو

 

امیر یوسفزی

-
بېرته شاته