(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونستان

[14.Aug.2020 - 14:14]

ليک : وکاس ايسب زے 

پیرنګي استعمار د فقیر ایپي د ازاد پښتونستان وسله واله مبارزه ختمه نکړی شوه او لاړو. خو د پښتنو وطن یې پنجابي استعمار ته وسپارۀ؛ کله چې پنجابي د ریاست واګې لاسو ته کړې' نو د فقیر ایپي د مبارزې چقولو لپارۀ بېلا بېلې حربې استعمالول پیل کړل!

وړومبي یې قبایلي سیمو کې د کشمیر جهاد اعلان وکړو! زیاترو قبایلو فقیر ایپي پر ځای پرېښؤدو او کشمېر ته جهاد له لاړل. کله چې قبایل د کشمیریانو مال غنیمت او چور تالان نه مستفید شول او څو په ځانونو پوهیدل' نو پنجابي استعمار پخپله نظریاتي لومه کې بند په بند تړلې وو! خو بیا هم دا فقیر ایپي وو چې همت یې درلود, د مبارزې نه پر شا نه کيدو او پنجابي استعمار پر ضد یې وسله واله مبارزه جاري ساتله.

د کال۱۹۵۰ په ۱۹ جنوري کې فقیر ایپي د وسله والې مبارزې پر مټ د وزیرستان په واڼا او میرعلي کې د ازاد پښتونستان بیرغونه وځړول! نو پنجابي استعمار سره ژور غم پیدا شو' نو په کال ۱۹۵۱ او ۱۹۵۲ یې په کراچۍ کې د علماء اسلام کانفرنسونه راوغوښتل؛ د کومو چې صدارت فلسطیني مفتي اعظم «امېن الحسېني» کړی وو ـ په دهغه کانفرنسونه کې د فقیر ایپي د وسله وال تحرېک خلاف هم خبره وچېړلی شوه او پنجابي استعمار؛ امېن الحسېني ته د وزیرستان د ورتګ بلنه ورکړه؛ په دې توګه امېن الحسېني وزیرستان ته لاړو؛ قبایلي ملکانانو سره یې ولیدل, د وزیرو او محسودو ملایانو سره یې وکتل, د فقیر ایپي د تحرېک خلاف یې فتوا هم ورکړۀ او قبایلو ته یې په وینا کې ویل: که د جهاد دومره شوق مو کېږي, نو کشمېر او فلسطین ته جهاد له ورشئ, د اسلام قلا «پاکستان» پر ضد مبارزه مۀ کوئ! ځکه چې د اسلامي هيواد سره جګړه کول په اسلام کې جایز نۀ دي ـ

کله چې فلسطیني مفتي اعظم «امېن الحسېني» د وزیرستان دوره بشپړه کړه او واپس تللو' نو د وزیرستان قبایلي ملکانانو او ملایانو ورته بېلا بېلې ډالۍ ورکړې! یوه پکې ورته ټوپک ډالۍ کړ؛ ویل دا مې د کشمېر جهاد کې د هندي پوځي نه په زور اخیستی دی ـ

ددې دورې نه پس د فقیر ایپي تحرېک نه دا چې کمزوری شو! بلکي په بشپړه توګه ولسي ملاتړ یې هم د لاسه ورکړو ـ پنجابي استعمار په وړومبي ځل فقیر ایپي ته داسې ضربه ورکړه او په داسې رنځ کې یې مبتلا کړو چې په دهغه کشمکش کې په کال ۱۹۶۰ کې یې روح سکوت وکړ؛

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

وکاس ايسپ زے

-
بېرته شاته