(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غني لاسته راوړنې

[14.Aug.2020 - 14:28]

#د_ولسمشر_غني_لاسته_راوړنې_خدمتونه:

لیکوال: طارق ننګرهاری

اقتصاد:

١ - اقتصادي وده:

2014 کې اقتصادي وده %0.6 وه، 2017 کې %2.5  او 2019 کې %3 اټکل شوې ده.

 

۲ - د داخلي عوايدو زياتوالى:

په 2015 کې داخلي عوايد 121 مليارد افغانۍ وو او 2018 کې 189 مليارد. په 2014 کې ملي بودجه %71 په بهرنيو مرستو تکيه وه او 2018 کې %51. حکومت 2018 کې په بېسارې توګه زياته (%91) انکشافي بودجه لګولې.

 

۳ - واردات او صادرات:

2015 کې صادرات 514$ مليون ډالر وو، 2018 کې 883$ مليون او 2019 کې به 1 مليارد ډالرو څخه لوړ شي. د توليداتو د قاچاق مخنيوى شوى، چې د هېواد غالۍ، زعفران، جلغوزي او ميوې نړۍ ته اوس د افغانستان په نوم صادرېږي.

 

۴ - د خصوصي سکتور وده:

د خان سټيل او ميهن سټيل د اوسپنې ويلې کولو فابريکې پرانيستل شوې. د اوسپنې په صنعت کې 400 میلیون ډالره پانګونه شوې، د هېواد 70 سلنه اړتیا یې پوره کړې ده. د الکوزي د غیر الکولي مشروباتو فابریکه او په وروستيو کې د بزرګ افشان د جلغوزيو د پروسس او بسته‌بندۍ فابريکه پرانيستل شوې

 

۵ - هوايي دهلېزونه:

د هند، ترکيې، اروپا، سعودي، چين او همداسې نورو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو له لارې سوداګري پيل شوې. له 100 مليونه ډالرو زيات توکي صادر شوي.

 

۶ - ترانزيټ:

د چابهار بندر له لارې د هند سره سوداګري پيلول. د حيرتان بندر د ريل پټلۍ پواسطه د مرکزي اسيا هيوادونو سره نښلول. د هرات د تورغونډۍ او د فارياب د آقينې بندرونه د ريل پټلۍ پواسطه د لاجوردو له لارې ترکمنستان، ترکيې او اروپا سره نښلول. چين سره د ريل پټلۍ پواسطه د وريښمو لارې سره يو ځاى کېدل.

 

د اوبو مدیریت: 

۷ - په وروستيو 4 کلونو کې د اوبو وېش:

د سلګونه نویو کانالونه، سربندونو، د اوبو ذخيرو، شبکو، پلونو او استنادي دېوالونو جوړول په کې شامل دي. په 34 ولايتونو کې د سربندونو او د اوبو د کانالونو 537 پروژې شبکې جوړې شوي، چې 660 زره کسان ترې برخمن شوي دي.

 

۸ - د بريښنا بندونه:

2016 کې د هرات سلما بند، او وروستيو کې د دايکندي سوختک بندونه پرانيستل شول. همداراز د کنړ د ماڼوګي بند هم بشپر شوى. 4 بندونه جوړول عملا تر کار لاندې دي: د بدخشان د شورابک، د کابل شاه او عروس، د هرات د پاشدان او د نيمروز د کمال خان. همداراز د 15 بندونو د ډيزاين، سروې او تخنيکي مطالعې چارې تر کار لاندې دي.

 

 ۹ - وارداتي او لمريزه بريښنا:

تېرو 15 مياشتو کې 9 ولاياتو ته بريښنا رسېدلې، چې بېلګې يې: د بادغيس، لوګر، غزني، پکتيا، خوست او میدان وردګو ښارونه دي. همداراز پنجشير، کنړ، پکتيکا، باميان، دايکندي، زابل، ارزګان، کندهار، غور، نورستان او نيمروز ولايتونو ته په وارداتي بريښنا رسولو کار روان دى. تر راتلونکو 18 مياشتو به د (بريښنا د ملي شبکې) په بشپړيدو سره د ټولو ولاياتو ښارونه بريښنا ولري. همداراز وروستيو کې کندهار کې 30MW لمريزې بريښنا پروژه پرانيستل شوه.

 

بنسټيزې پروژې:

۱۰ ـ د آسیا په څلور لارې د افغانستان بدلول:

دا پروژې تر کار لاندې دي

۱ـ : د TAPI د ګازو نلليکه ـ له دې پروژې هر کال 400$ مليون ډالر د افغانستان څخه پاکستان او هندوستان ته د (حق العبور) ګټه ترلاسه کول او همداراز افغانستان به له ترکمنستان څخه ګاز هم پېري.

۲ـ : CASA1000 – تاجکستان څخه 300MW بريښنا تر لاسه کول او همداراز 50$ میليونه ډالر (حق‌العبور) ګټه ترلاسه کول.

۳ـ : TAP500- له ترکمنستان څخه 1000MW بريښنا ترلاسه کول او همداراز 100$ میليونه ډالر (حق‌العبور) ګټه ترلاسه کول.

۴ـ :  TUTAP – لومړی له ترکمنستان څخه 300MW او پاى کې 1000MW برېښنا تر لاسه کول.

 

۱۱ - د څلور کلن امنيتي پلان جوړول:

تر 2020 پورې د افغان کومانډو ځواکونو شمېر دوه برابره کول، چې شمېر به يې 30000 شي. تر 2024 پورې افغان هوايي ځواک درې چنده کول، چې 300 الوتکې به ترلاسه کړي.

 

۱۲ - د سولې هڅې:

له ګلبدین حکمتيار سره سوله کول، په کابل پروسې مخالفينو ته د بې شرطه سولې خبرو وړانديز. له طالبانو سره په کوچني اختر کې ۳ ورځې اوربند کول، د سولې لپاره د کورنۍ، سیمه‌ییزې، اسلامي او نړیوالې اجماع رامنځته کولو هڅې، په کابل کې د 3000 علماوو غونډې، د 33 اسلامي هېوادونو د غونډې،  او د کعبې د امام له لورې د روانې جګړې ناروا او فتنه بلل.

 

د اداري فساد پر وړاندې مبارزه:

۱۳ - د نويو قوانينو جوړيدل:

له 2015 کال څخه را پدېخوا 390 قوانين تصويب او يا تعديل شوي. د کابل بانک غلا شوې پیسې نیمې یې بېرته راوګرځول شوې. اوس لوړ رتبه چارواکي محاکمه کېږي.

سيسټمونه تر ډېره بريده بايومټريک شوي.

 

۱۴ - د ځمکو د غصب د مخنيوي قانون جوړول:

تېرو 4 کلونو کې 500 زره جريبه غصب شوې ځمکه بيرته راګرځول شوې ده.

۱۵ - د زورواکو د جزیرو له منځه وړل:

ولسمشر د واک جزيرې له منځه يوړې او د جنګسالارانو او غير مسئوله وسلوالو ډلو پر وړاندې ودرېد. د حکومتي چارواکو په ټاکنه کې د پارلمان د وکيلانو لاسوهنه تر ډېره له منځه یوړل شوه.

۱۶ - اداري اصلاحات او ملکي خدمتونه:

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمېسيون کې روڼتيا او اصلاحات رامنځته شوي. ګمارنه اوس د ازادو سياليو په اساس ترسره کيږي. د ټولو ملکي کارکوونکو بايو مټريک کول تر کار لاندې دي. په 2018 کې 30 زره ملکي کارکوونکي ګمارل شوي. دغه بستونه له تېرو 5 کلونو نه خالي وو. په تېر کې به ګمارلو 18 مياشتې وخت نيوه، خو اوس دا وخت 45 ورځو ته راکم شوي.

۱۷ - د ارګ او منبر ترمنځ د واټن له‌ منځه وړل:

په تېرو 4 کلونو کې په 34 ولاياتو کې 330 جوماتونه جوړ شوي. همداراز 712 جوماتونه او د حاجيانو کمپونه بيا رغول شوي دي. په 2019 کې په 34 ولاياتو کې 36 جامع جوماتونو جوړول تر کار لاندې دي.

۱۸ - د برېښنایي پيژندپاڼو د وېش پیل:

د برېښنایي پيژندپاڼو د وېش لړۍ پیل شوې، تر اوسه 250  زره کسانو ته برېښنایي پيژندپاڼې وېشل شوې دي.

۱۹ ـ ښوونه او روزنه:

د کانکور پروسه بريښنايي، بايومټريک او رڼه شوې. د 6000 نویو ښوونځيو جوړول تر کار لاندې دي، چې تر راتلونکو دوه کلونو به بشپړ شي.

۲۰ ـ د ولسي تړون پروګرام ( Citizen Charter):

دا پروژه 2016 کې د ولسمشر له لوري پرانيستل شوه. د ولسي تړون بودجه 3 مليارده ډالره ده، چې خلکو ته د پاکو اوبو، سړکونو، ويالو، بريښنا او تعليم په وړاندې کولو کې کار کوي.

۲۱ - روغتيا:

روغتيايي مراکزو ته لاسرسى د تېرو کلونو په پرتله %87 زيات شوى. 2018 کې 420 روغتيايي مرکزونه جوړ شوي. اوس 3100 روغتيايي مراکز لرو.

۲۲ - ولايتي سفرونه:

ولسمشر غني په خپله 5 کلنه دوره کې له 70 زيات ولايتي او 74 بهرني سفرونه ترسره کړي. 9600 غونډې يې خپله رهبري کړي چې 301 زره خلکو سره يې پکې ليدنې ترسره کړي يعنې په ورځ کې 211 تنو سره. ولسمشر د تدارکاتو د کميسيون 190 غونډې پخپله رهبري کړي چې 47 مليارده افغانۍ پکې سپما شوي دي، 36 ځلې د ولايتونو قل اردو ګانو ته ورغلى.

۲۳ - د اماني دورې اثارو او ماڼيو بيارغونه:

د دارالامان ماڼۍ، د پغمان د بالا باغ 12 ماڼۍ ګانې، د پروان د جبل السراج ماڼۍ، د تاج بيګ ماڼۍ، د کابل عيدګاه جومات بيا ورغول شو، د پل خشتي تاريخي جومات بيارغونه، د دارالامان حکومتي کمپلکس، د کلوله پوشته قلعه، د کابل ماشين خانه، د کابل د بالا حصار قلعه، د هرات تاريخي ګدامونه، د لغمان شاهي کانال، د ننګرهار 1000 بستريز روغتون، د کنړ 200 بستريز روغتون، 34 ولاياتو کې 36 جامع جوماتونه او ټولنيز صالونونه، جلال آباد کې د غازي امان الله خان مزار، د فخر افغان خان عبدالغفار خان مزار، د جلال اباد شاهي ماڼۍ، او همداسې نور جوړيدل تر کار لاندې دي. همداراز د عملياتي ادارې له لورې په 34 ولايتونو کې د پوهنتونونو ليليې، د روغتونو انتظارخونې، د لوبو جمنازيمونه، ټولنيز صالونونه، او همداسې نور جوړيږي. په ټوله کې د جمهوري رياست د عملياتي او پرمختيايي ادارې لخوا د تاريخي ماڼيو او ودانيو د بيارغونې 230 پروژې تر کار لاندې دي، چې 16 مليارده افغانۍ لګښت پرې راځي.

۲۴ - حلقوي سړکونه:

تيرو 5 کلونو کې په زرګونو کيلو مټره حلقوي سړکونه جوړ شوي. د بيلګې په ډول د کابل-لوګر دوهم لاين سړک او په سلګونو همداسې نور.  ( د ټرانسپورټ وزارت) فيسبوک پاڼه وګورۍ.

۲۵ - د نړیوالو سازمانونو غړیتوب:

د 13 نړیوالو سازمانونو غړیتوب ترلاسه کول، کوم چې په دې ډول دي: ISF، ICC، WEGO، OGP، UNHRC، RCC، GC، IWA، IRENA، ICOLD، WCO، WTO، AIIB

-
بېرته شاته