(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګناه که عبادت

[14.Aug.2020 - 14:33]

ګناه که عبادت ؟

د ګائیډ یا لارښود څخه چې ددې عکس ارزښت وپوښتل شو نو وئ وئیل "په هر کلتور کې ځینې فولکلوري قیصې وي چې هغه د رسم اؤ رواج څخه ور په اخوا انسان ته د سوچ دپاره نوې نوې زاویې ورکوي اؤ همدغسې یوه قیصه د لرغوني سپین ده"

بادشاه یو سپین ږیري ته سزا واوروله چې ترمرګه به ورته خواړهً نه ورکول کیږي. ترهغې به  په زندان کې پروت وي چې د ولږې د لاسه مړ شوی نه وي.

ددغه بوډا یوه لور وه اؤ هغې بادشاه څخه غوښتنه وکړه چې روزانه باید خپل پلار سره د لیدلو اجازه وړکړل شي اؤ بادشاه دغه غوښتنه ومنله !

کله چې به د سپین ږیري لور زندان ته تله نو په دروازه به یې سخت لټون کیدو ترڅو پلار ته د خوراک څښاک څه سامان په پټه یونه سي ،

د هرې ورځې په تیریدو سره سپین ږیري خپل صحت دلاسه ورکولو اؤ کله چې دغه لور د کمزورۍ څخه راټول شوي خپل پلار ته د مینې په نظرونو وکتل اؤ وئ لیدل چې اوس نو هغه د مرګ کومي ته ور نزدې شوی ،هغې نه پخپله د بې وسۍ یوه پوښتنه جوړه شوه ..ایا زه خپل پلار ته څو نورې ساه ګانې نه شم ورکولی ؟

د نور کله پشان نن هم دغې لور خپله د تي ماشومه کور کې پریښوده اؤ د تالاشۍ د پړاؤ څخه په راتیریدو د زندان تورتم کوټې ته ورسیده.

هغې ولیدل چې د پلار پښې اؤ لاسونه یې په زولنو ورتړل شوي وؤ اؤ په زمکه د بې خودۍ په حالت کې نسکورپروت ؤ.

د خپل غورځیدلي زړه سره لور د پلار مینه اؤ ګناه په یوه تله وتلل.

بیا د یوې نامعلومې جذبې په ګرفت کې په رپیدلو لاسونو هغې د مرګ په کومې کې دپروت خپل پلار خولې ته خپله سینه ورجوخته کړه ...کله به یې خپل رنځور پلار سمبالولو اؤ کله به د دربانانو د راتګ ویره د هغې دپاره د زندان دروازې د پرانستل کیدو غږ جوړشو..

په ماتو ماتو ساه ګانو د یوې کمزورې لور خپل پلار دپاره دغه وروستۍ هڅه وه.

دربانانو ته اندیښنه پیدا شوه چې دغه کمزوری بندي خو اوس باید ډیر له وخته مړ وی خو چې تراوسه ژوندی څنګه پاتې دی؟

د هغه د لور څارنه نوره سخته کړی شوه اؤ بیا یوه ورځ دربان ولیده چې خپل پلار ته د خپلې سینې پۍ ورکوي..لور یې ونیول شوه..ښار کې د لور په کردار خبرې تودې شوې ، علماؤ د کتابونو څخه د کبیره ګناه اؤ عبرتناکې سزا حوالې راوړې .. چې د نیکۍ اؤ بدۍ د خدایانو ترمینځ جنګ ونښتو نو په دغه وخت د غرونو څخه د انسانیت خدایې راکوز شو د لور تندی یې په مقدسو شونډو ښکل کړو اؤ بوډا ازاد کړی شو...

په پیړیو وروستو د سپین هنرمند ایتبان مریلو دغه فولکلوري قیصې "ګناه که عبادت" ته دعکس بڼه ورکړه چې د نړۍ په لویو لویو عجائب خانو کې تر ننه راځوړند دی..

لارښود دغه عکس ته وکتل اؤ بیا غلی شو...

( ژباړه فاروق فراق)

-
بېرته شاته