(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زابل

[15.Aug.2020 - 15:08]

"زابل فرصت مرکز د علم او پوهې په کور بدل شوی دی."

کله چې په لومړي ځل ما په افغانستان کې د فرصت مرکزونو مفکوره پلې کوله، نو هدف مې دا و چې یو بې ساری او رښتینی څه رامنځته کړم، چې د افغانستان خلک یې خپل کور وبولي، ترڅو زما مرکزونه د خلکو شتمني وګرځي ځکه چې ما دا مرکزونه د خپلو خلکو لپاره رامنځته کړي دي.

خو د هیلو او هدف ترمنځ لویه فاصله موجوده وي. د همدې دواړو ترمنځ ګڼ شمیر ګامونه وي چې باید په واقیعت بدل شي.

همدا علت دی چې باید د زابل فرصت مرکز ولایتي مسوول سردارولي سرحدي فعالیتونه وپیژندل او وستایل شي. د سرحدي فعالیتونه د زیار، نوښت، زړورتیا او استقامت ښکارندويي کوي

د افغانستان تیر ۴۰ کلن تاریخ ته په کتو سره چې موږ یې تولید یو، دې نتیجې ته رسیږو چې هیڅ رهبر او حتی یو ولسمشر هم په فردي توګه نه شي کولی چې زموږ د نن ورځې ټولنې  ټولې ستونزې حل کړي.

 

زما په نظر څه چې لازم دي هغه یو فکري ټولنیز رینسانس دی. زه دې ته (افغان رینسانس) وایم. دا به زموږ هغه رینسانس وي چې اسلامي او افغاني ځانګړتیاوې ولري.

په لاتیني ژبه کې رینسانس بیا زېږون ته وايي. اروپايي رینسانس په ۱۵ او ۱۶ مو پیړیو کې رامنځته شو. دا رینسانس د اروپا  ایډیالوژيکي بیا زېږون ته منتج شو. نوي مفکرین پکې راوټوکیدل. نوې مفکورې پیدا شوې، چې په پایله کې یې صنعتي انقلاب رامنځته شو چې دغه انقلاب بیا د غوره حکومتولۍ، زدکړو، ساینس، ټکنالوژي او نوښتونو په برخه کې نوي انقلابونو ته ژوند وروباښه.

د اروپايي رینسانس سره د زیار ګاللو اصول هم رامنځته شول او هر فعالیت خپل هدف درلود، چې پایله یې څلور صنعتي انقلابونه وو چې د پرمختللې نړۍ د ښاروندانو ژوند یې تغیر کړ.

موږ اوس څلور صنعتي انقلابونه لرو، چې نن ورځ موږ په څلورم صنعتي انقلاب کې ژوند کوو کوم چې په ۲۰۱۳ کال کې رامنځته شوی دی.

د اروپايي رینسانس څخه اساسي درس دا اخیستل کیږي چې دغه انقلابونه د یو شخص د نوښتګرو مفکورو په پایله کې نه دي رامنځته شوي، بلکې د متعددو اشخاصو د نوښتګرو مفکورو په پایله کې رامنځته شوي دي. دا ټول اشخاص په خپلو تجربه لرونکو برخو او اړخونو کې رهبران وو.

همدا سبب دی چې زه دې پایلې ته رسیږم چې نن ورځ په افغانستان کې متعددو رهبرانو ته اړتیا ده چې په خپلو برخو او ساحو کې مثبت تغیرات راولي.

نن ورځ زابل فرصت مرکز د کوچنیو خو موثرو ګامونو په اخیستلو سره د افغانستان راتلونکې ودې او پرمختیا لپاره یو کوچنی ماشین ګڼل کیږي. نن ورځ زابل فرصت مرکز د نویو نظریو او نویو فعالیتونو کور دی.

د سردارولي سرحدي تر رهبرۍ لاندې، نن ورځ زابل فرصت مرکز هغه ځای دی چې زابلي ځوانان یې خپل کور بولي.

زابل فرصت مرکز، د دې ترڅنګ چې د انګلیسي ژبې، مالوماتي ټکنالوژي، کانکور چمتووالي او قران کریم تجوید برخو کې زدکړې وړاندې کوي؛ د مطالعې شپې، اونیز سیمینارونه، فرهنګي پروګرامونه او مشاعرې هم لري. دا مرکز خپل کتابتون هم لري، چې زابلي ځوانانو ورسره سلګونه ټوکه کتابونه مرسته هم کړې ده

د زابل فرصت مرکز له ګڼ شمیر وروستیو لاسته راوړنو څخه یوه یې د کانکور چمتووالي پروګرام و چې د زابل د لیرې پرتو ولسوالیو په شمول پکې ۳۵۰ تنه زده کوونکو ګډون کړی و. دغه زده کوونکي د زابل له بیلا بیلو ولسوالیو څخه راغلي وو چې شپه یې هم په همدې مرکز کې تیره کړه. زموږ ټیم دوی ته خواړه هم چمتو کړي وو او افغاني مبلمه پالنه یې هم کړې وه

زموږ په پروګرام کې د زابل مرستیال والي ښاغلي عنایت الله هوتک، د پوهنې رییس نصرالله زاهد، د میرویس نیکه پوهنتون رییس رحمت الله کاکړ او نورو ګڼ شمیر وګړو هم ګډون کړی و چې زه ترې د دوامداره همکارۍ او ملاتړ له کبله د زړه له تله مننه کوم.

دا هغه مثالونه دي چې نن ورځ ولې او څنګه زابل فرصت مرکز (د علم او پوهې کور) بلل کیږي

دا پورته مثالونه زموږ د لرلید او اهدافو د رښتینوالي ښکارندويي کوي. دا ځکه چې موږ خپلو خلکو ته په رښتینې توګه له خدمت کولو پرته بله انګیزه نه لرو.

دا پروسه په ډاګه کوي چې کله د سردارولي سرحدي په څیر ځوانو رهبرانو ته بشپړ واک ورکړل شي نو نوښت، نوې مفکورې او فعالیتونه رامنځته کیږي

د سرحدي د غوره مدیریت او ټولنیزوالي له کبله موږ ګڼ شمیر زابلي ځوان رهبران سره راټول کړي دي، چې د خپلو نوښتګرو نظریو د وړاندې کولو او زموږ د هڅو پیاوړي کولو زمینه ورته برابره شوې ده.

دا پورتني مثالونه په ډاګه کوي چې یوازې افغانان کولی شي چې په رښتیني هڅو سره غوره او هوسا افغانستان رامنځته کړي.

په درناوي

شوکت زماني

 

د افغان فرصت مرکزونو او افغان ملت جوړونې موسسې بنسټګر

-
بېرته شاته