(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماته ائینه

[15.Aug.2020 - 15:31]

ماته ائینه

د ښاغلي لائق زاده لائق دداسې افسانو مجموعه ده،چې انفرادي رنګ لري. ما په وړومبي ځل په دیر کښې د اباسین د شعري مجموعې «الوت» د مخکتنې په موقع د لائق زاده لائق افسانوي لیکنه اوریدلې وه. زه د هغه علامتي «ښاپیرۍ» د ځان سره ډیر لرې بوتلی وم. غالبأ دومره لرې، چې پخپله لیکوال ته به هم ددغه حدونو احساس نه ؤ. هم دغه وجه ده چې زما پهذهن کښې اوس هم د هاغه ښاپیرۍ عکسونه چورلي.

لائق زاده لائق ،چې د پښتو افسانې ته کوم رنګ ورکړی دی، نو د هغې نه دا بریښي ،چې په پښتنو یو نوی دور راروان دی. د وینو په دې ډنډوکي کښې یو نوی ګل ټوکیږي، چې هغه د لاېق زاده لاېق ادبیات، د هغه شاعري،دهغه دافسانې او ورسره هغه قامي خدمت دی،چې هغه ئې د راډیو د لارې کوي.

 لائق زاده لائق چې د پخوانو سندرغاړو د اوازونو کومه خزانه راغونډه کړې ده، د هغې هډو بل مثال نه شي کیدی. زه چې کله کله دغه اوازونه اورم ، نو د لائق زاده لائق د ادبي او کولتوري خدمت اعتراف کوم.

زه ورته په دغه افسانوي مجموعه «ماته آئینه» مبارکي وایم، ځکه چې دا یو نوی او منفرد انداز دی او ددې تر څنګ ورته ... او بلا نور بریالیتوبونه غواړم

په ویاړ

اجمل خټک

اکوړه خټک، نوښار

-
بېرته شاته