(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژوند خاطرې

[18.Aug.2020 - 15:58]

دوې څېرې او دوې وړاندويني/ زما د ژوند خاطرې

لیک: عبدالنافع همت

(۱۹۸۹) ميلادي کال و، موږ د کوټي په ښار کي اوسېدلو. دا هغه وخت و چې تازه له افغانستان څخه روسي عسکر وتلي او مجاهدينو پر جلال اباد ښار باندي د بريد لپاره ځانونه چمتو کول. د پاکستان جماعت اسلامي مشر قاضي حسين احمد کوټي ته راغی او په لیاقت پارک کي يې خلکو ته وينا کوله

ما په دغه ورځ د کوټي راډيو له مشهور پروډيوسر، شاعر او لیکوال ابوالخير ځلاند سره وعده کړې وه چي د ښاروالۍ مخ ته چمن کي به بانډار سره کوو، لياقت پارک د ښاروالۍ چمن څخه څو ګامه د لمر لوېده خواته پروت دئ. په هغه ورځ ځلاند صاحب نه راغی، ما بايسکل د پريس کلب مخ ته ودراوه او لياقت پارک ته ورغلم

زه لياقت پارک ته داسي وخت ورغلم چي د قاضي صاحب د خبرو نوبت و، قاضي صاحب وويل: مجاهدين پر جلال اباد د بريد اراده لري، ان شاالله چي جلال اباد به فتح کېږي او بيا به د کابل نوبت وي، خو کابليان ډېر وارخطا دي، دوی ډارېږي که مجاهدين کابل ته راغلل، نو د خلکو مالونه به لوټ کړي، عامه تاسسات به ړنګ سي، عامه نظم به ګډوډ سي، د ښځو ناموس به لوټ سي، بیت المال به چور سي او کابل ښار به په کنډوالو بدل سي، خو زه کابليانو ته ډاډ ورکوم چي مجاهدين د چا د مال، عزت او ناموس غله نه دي او نه دومره ساده دي چي په حکومتولۍ نه پوهېږي، دوی په اسلامي روحیه روزل سوي دي، دوی به هلته اسلامي نظام جوړوي، تاسي به يې ووينئ چي څنګه يو پياوړی اسلامي نظام جوړوي، تاسي به په کابل کي يو بل صلاح الدين ايوبي ووينئ!

په غونډه کي دا شعارونه هم ډېر تکرار سول:

ميرا يار، تيرا يار، حکمتيار، حکمتيار.

ماخوستن مي کابل راډيو نيولې وه، ډکټر نجيب الله د قاضي صاحب خبري ټکي په ټکي تکرار کړې، توپير يې دا و چي قاضي صاحب ويل دا کارونه به نه کېږي، خو ډاکټر نجيب الله کابليانو ته ويل که مجاهدين کابل ته راغلل دغسي وحشت به ووينئ!

يوه مياشت وروسته پر جلال اباد ناکام جنګ شروع سو، په (۱۹۹۲) ميلادي کال د ډاکټر نجيب الله حکومت ړنګ او مجاهدين کابل ښار ته ننوتل، څه چي قاضي حسين احمد ويلي وه چې نه به کېږي هغه ټول وسول، آن دا چي هغه څه وسول چي چا يې تصور هم نه سوای کولای

په دې وخت کي مي د قاضي صاحب خبري په ذهن کي يوه يوه راوګرځېده، پر بايسکل سپور سوم او د جماعت اسلامي دفتر ته ورغلم، ځان مي د اسلامي ګوند غړي وښود، ما ويل د قاضي صاحب د ويناوو مینه وال يم، ډيري ويناوي مي يې ثبت کړي دي، خو د دې غونډي وينا يې راسره نسته، که د دې غونډي د وينا يوه کاپي يې راکړئ زما کليکسيون به بشپړ سي، خو هغوی په يوه او بله پلمه ځان راڅخه خلاص کړ، د وينا صوتي کاپي يې را نه کړه

ما غوښته چي د قاضي صاحب د خبرو دا برخه بي بي سي راډيو ته واستوم او ملت ته وښيم چي قاضي صاحب ويل دا کارونه به نه کېږي هغه ظلمونه ټول وسول، دا په دې مانا چي دوی خبر وه چي داسي ظلمونه به کېږي يا د پاکستان اردو دا پلان کړي وه چي کابل به سوځوي او زموږ نظام به ړنګوي، دا څنګه تصادف کېدای سي چي قاضي صاحب ويل دا کارونه به نه کېږي او هغه کارونه ټول وسول او ډاکټر نجيب الله ويل دا کارونه به خامخا کېږي او رښتيا هم هغسي وسول؟

-
بېرته شاته