(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خان شهید

[18.Aug.2020 - 16:01]

خان شهيد او سامراجي لاسپوڅي.

 

د خان شهيد دا خبره ما د ډېره وخته څېړل چې خان شهيد وايې،

 

عزت د تربور په بې عزتۍ که نه دی ، عزت د خاوري په ګټلو کې دی .

 

هم دغه تاريخي جمله چي خان شهيد د ټولنيز زده کړو په نتيجه کښې کړېده داسې ده ، چي د  1860 څخه بيا تر 1950 پوري چي کله فرنګی پښتونخوا وطن ته راغلی ځای پر ځای سو ، نو په ټول پښتونخواوطن کې پښتانۀ ورسره په ښکر سوه . د خپلواکۍ وسلواله مبارزه يې د انګرېز سامراج په خلاف روانه کړې وه . انګرېز په ټول هندوستان کې د نورو قامونو د وګړو څخه دومره نه وو ازار لکه پښتانۀ چې يې پر زهريله نيښ پښه ور ايښې وه . War of art بيا د جنګ يو ټېکټيک دی چي د جنګ بڼي يا شکلونه بدلوي نو انګرېز په سېمه کې د جنګ نوي هنرونه رامنځ ته کړه ، چي يوقوم په بل بڼه يا شکل  مستعمره او غلام وساتي . شاهي جرګه يې رامنځ ته کړه او په هغه کې يې لوړ مراعات وټاکل ، بيا يې د ښه خدماتو په نتېجه کې غير ابادي مځکې ورکولې ، د نولسمي صدۍ په اخري لسيزه او د شلمي صدۍ په اوله لسيزه کې نوکرۍ سردارۍ، خانۍ ، نوابۍ او ګڼ شمېر خطابونه ور کول کېدل. ورسته به يې هم پر دغه يادو مراعات په خپل منځ کې سره وجنګول ، پر سردارۍ شخړه پر نوابۍ شخړه ، پر ملکۍ معنا پرمشرۍ يې  شخړي را منځ ته کړې. ټول پښتون وطن يې سره اخته کړی ؤ، د ډيوائيډ اينډ رول تګلاره خو يې په ټول هندوستان کې پر وګړو تپلې وه . دلته يې هم په پښتونخوا وطن کې موږ پښتانۀ داسي سره وجنګولو چي په کلو کلو به قبيلوي بد مرغۍ رواني وې . هر هغه کس به ډېر زورور ؤ چي چا به خپل غازي يا مبارز تربور انګرېز ته په لاس ورکړی ؤ ، او انګرېز به په ظلم وژلی ؤ. که د خير محمد عارف صېب کتاب " زموږ غازيان او شهيدان " مطالعه شي نو دا به ښکاره سي، چي زموږ شهيدان چي انګرېز کړي دي، د خپل پښتانۀ لاس به خامخا ورسره وي ، فيض محمد ترين ، خيرو اڅکزی ، شاجهان ژوبی ، ساوڼ موسخېل، داسې نور ډېر په سلهاوو شهيدان دغه د خپل تربور د غدارۍ پس منظر لري ، انګرېز سامراج او زورواکي دومره زورور و چي جمهوري قامي سياست ته يې پښتانۀ نه پرېښول ، او د قام د مخکښو مشرانو دپاره د کفر فتوې په بازارونو کې خرڅېدلې۔ د هم دغه کورني جبر په نتيجه کې خان شهيد دا خبره و خپل پښتانۀ ته کول، چې دا خپل تربور مه وژنه بچيان يې مه يتيمان کوه ، ښځه يې مه کونډوه، مور يې مه بوروه ، په دغه کار ستا هيڅ ګټه نسته ، ګټه د انګرېز ده ، چي ستا خاوره يې نيولې ده ، او ته يې غلام کړی يې ، نو د تربور په بې عزتۍ کې ګټه نسته ګټه د خاوري په ګټلو کې ده ‌ . دا خاوره به ګټو تر څو تربور مو په عزت سي او موږ په عزت سو . نو که د پښتونخوا وطن نيم قرن تاريخ پرله واړو هم دغه زموږ د قام او خاوري الميه ده . چي لا اوس هم هغه کسه روانه ده . چې خپل نازولی د بل دپاره وژنو او عزت غواړو نو د خان شهيد دا خبره به په ياد ساتو چې عزت د تربور په بې عزتۍ کې نسته ، د خاوري په ګټلو کې دی

      مړ يې مه بوله ژوندی دی خان شهيد 

        خان شهيد وونۍ 

        

     7/7/1907     2/12/1973

ليک.     فضل اشنا 

 

عزت د تربور په بې عزتۍ که نه دی ، عزت د خاوري په ګټلو کې دی

خان اودل سمد خان ( خان شهید)

خان شهید وونۍ

#Khanshaheedweek

-
بېرته شاته