(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صابر او

[19.Aug.2020 - 16:04]

سلطان محمد صابر او هېواد

د ګران ورور او د خپل قدرمن مشر د پښتو ژبې ياد شاعر ،اديب ، محقق ،مورخ ،ژرنلسټ د پښتو اکيډمۍ کويټې باني ارواښاد سلطان محمد صابر د ځوي ښاغلي نجيب الله نوين چيف ايډيټر او خورونکي ورځپاڼه هيواد پيښور يو نړۍ مننه چې د خپل نابعه دا شاهکار په تاريخي معلوماتو اړه دا کتاب ماته را ډالۍ کړو ۔ کور يې ودان ژوند بريا يې په برخه ارواښاد سلطان محمد صابر صيب د کويټې د ريډيو د پښتو خپرونو باني ۔د پښتو اکيډمۍ کويټې باني د اووه ورځني هيواد کويټې ( 1959) باني د اووه ورځني هيواد پيښور ( 1985 ) باني د اووه ورځني هيواد اسلام آباد باني او ورځ پاڼه هيواد پيښور (2004 ) باني دی ۔ د ارواښاد مشر سلطان محمد صابر صيب چاپ کتابونه دادي 

1- مسله قوميت (پښتو ژباړه ) 1957

2- خپلواکي او پاکستان 1964

3- قديم پشتو اور پشتون (تاريخ ) 1977

4- علوم القران (پښتو ژباړه ) 1976

5- د زړه غبار (شاعري ) 1994

6- لويه جرګه (اردو

7- د فتنو سوداګر (پښتو ،فارسي

8- بلوچستان (اردو )

9- بلوچستان د تاريخ په هنداره کښې 

10- زندگی کے قيصے

ارواښاد سلطان محمد صابر صيب په 1925 کښې زيږيدلی وه د يو ژوند او جدوجهد نه روستو په کال 2008 کښې هغه په اسلام آباد کښې وفات شو چې زما د مور بي بي د وفات د فاتحې ړومبۍ ورځ وه چې د صابر صيب کال راغې ويل يې افکار صيب زما طبعيت ډير خراب دی جعفر او ثناءالله (دواړه نمسي دی ) مې اسپتال ته بيايي ستا نه وړاندی مې فرحت الله بابر صيب ته زنګ ورکړو ما ويل چې تا هم خبر کړم ۔ما د خپلې مور د وفات نه صابر صيب نه وه خبر کړی ولی چې هغه ناروغه وه ولی دغه وخت مې ورته وويل چې زما مور وفات ده فاتحې ته ناست يو هغه دعا وکړه او ماته يې هم دده کولو وويل زما د مور د فاتحې دويمه ورځ وه چې ثناء الله او د صابر صيب په ژړا دا خبر راکړو چې صابر صيب وس مونږ کښې نشته ما محترم مشر فرحت الله بابر صيب ته زنګ وکړو هغه تسلي راکړه چې زه د صابر صيب د بچو سره په تماس کښې يم د صابر د وفات نه چې زما خپل خپلوان خبر شول نو بيا به دوه وارې لاس وچتول يو وار زما مور دپاره دويم ځل د ارواښاد سلطان محمد صابر دپاره چې زما کورنۍ خپل خپلوانو به ورته هم بابا ويل الله دې اروښاده لري عليين دې ځاې شي آمين په دې کتاب د ادبي صحافتي او سياسي هلو ځلو په اړه ډير تاريخي معلومات دي بايد چې دا کتاب هر څوک وګوري بيه يې لږه ده 150 روپۍ دا کتاب هيواد پبليکيشن چاپ کړی ده د مختلفو بک سټالونو تر لاسه کيدې شي په 106 مخونو اړه ددې کتاب انتساب د محترم سنيټر فرحت الله بابر په نوم کړی دے۔

 

څو ورځې له مخه راباندې يو چا زيرې وکړه چې محترم مشر ستر اديب ،شاعر، محقق ، مورخ او ژرنلسټ  سلطان محمد صابر صيب ته د اسلام آباد څخه د اووه ورځنيھېوادد اجراء اجازه ورکړې شوه ۔ د پښتون ليکوال په حيث ددې لوې د خوشحالۍ زيرې له ما دپاره نور څه کيدې شو ؟ د محترم مشر سلطان محمد صابر په مشر تابه کښې د اسلام آباد څخه  د پښتو اوونې اجراء د ټولو پښتنو دپاره خوشحالۍ خبر او زيرې دی په خصوصيت په اسلام آباد ميشت پښتانه شاعران اديبان به ددې اخبار نه ډيره ګټه پورته کړي ۔ زه له دې له مخه خبر وم چې محترم مشر سلطان محمد صابر صيب د هېواد د ډيکلريشن دپاره د اسلام آباد چارواکو ته درخواست ورکړې دی په دې هم پوې يم چې محترم مشر  يو وار په يو کار پسې شي نو چې تر څو يې خپل منطقي انجام ته نه وي رسولی نو په قلار نه کيني ۔ د محترم صابر صيب په زړه کښې راغلل چې د کويټې راډيو نه دې د پښتو خپرونې شروع شي نو د خپل ارمان ريژولو د پاره عملي هڅې شروع کړې ۔ د پرله پسې مبارزې روستو يې د حکومت نه د پښتو دغه حق ترلاسه کړو او د پښتو خپرونې يې د کويټې راډيو شروع کړې ۔ ددغې راډيو د خبرونو د اردو نه د پښتو ژباړن او خبرويان (نطاق ) شرف محترم صابر صيب ته ورته دی ۔ د محترم صابر صيب په زړه او ذهن کښې دې خبرې چورلک وخوړ چې بايد د جنوبي پښتونخوا د پښتنو د ادبي کلتوري هلو ځلو دپاره دې يو اداره وي آخير عقوبت د عملي هڅو روستو په دغه هڅه کښې هم بريال شو او د خپلو ځنو ملګرو په مرسته ملاتړ يې د پښتو اکيډمۍ بلوچستان بسنټ کېښود هم صابر صيب ددغې ادارې د باني صدر او سکتر اعزاز ورته دی ۔ دا بيله خبره ده چې دغې ادارې نه خو د هغه په وفات څه د قدر وړ دستوره وکړه او نه يې چرته د هغه تلين د هغه د علمي ادبي شان مطابق ونماځو ۔ ددغې اکيډمۍ يو حال د سياسي مشر په نوم او بل د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ د پخوانۍ سپيکرې راحيله دراني د نوم سره منسوب دی خو متاسفانه د پښتو ددې درويش په نوم ورکښې هيڅ نيشته ډير د افسوس خبره چې زمونږ علم و ادب تاريخ او تنقيد د سياسي ګوندي سياست ښکار دی ۔ صابر صيب د شعر و ادب او تاريخ کتابونه ليکلي ژباړې يې کړي په کتابي شکل کښې چاپ دي خو د نورو منورينو په څير هغه په دې خبر چې د يو قام ذهني وده فکر شعور په جوړولو اخبار مطبوعات څومره ارزښت لري هم دغه د قام د پرمخ تګ او ودې د مسلسل جدوجهد په دې کښې بريالی کړو چې د بلوچستان نه يې د پښتو اوونې اخبار هېواد اجراء کړو چې تر اوسه ژوندې ګړندې دی په کال 1985 کښې د پيښور څخه هم په دغه نوم اووه ورځنې اخبار اجراء کړو ۔ دغه اخبار د خپل معيار په وجه د لر او بر شمال جنوب تر اسلام آباد کراچۍ په پښتنو کښې مشهور او معروف اخبار وه د خيبر پښتونخوا ټولو سرکاري سکولونو يونين کونسلونو ډسټرک کونسلونو د ايف سي ادارو آن تر پي آيي اې تر فلايټونو به رسيدو صابر صيب به ويل چې دې کار کښې زما مرسته ملاتړ ګورنر فضل حق د صوبې چيف سکتر صاحبزاده امتياز او د تعليم سکتر محمد اعظم خان او د هغه ورور محمد عباس خان چې د فرنټير کانسټيبلري کمانډر وه ۔ د صابر صيب به اکثر ويل کاش چې هيواد د پښتنو نماينده ورځ پاڼه شي هم دغه آرمان سره ددې چې څو مخلصه ملګرو چې ستر دانشور دي منع کړو چې هېواد د فرنټير پوسټ جولۍ ته مه واچوه هغوي دا چلول نه بندول غواړي دا کار ستا او هيواد دپاره ګټه ور نه دی آخير هم هغه وشو هيواد ورځ پاڼه شوه خو ډير زر ختمه هم شوه او په خلقو کښې دا خبره مشهوره شوه چې صابر صيب خداې مه کړه په لس لکه روپۍ په فرنټير پوسټ خرڅ کړې دی خو ډير زر صابر صيب د بي بي سي په يو مرکه ددې خبرې واضاحت وکړو هغه شرايط يې ددغې مرکې په وسيله ولس ته وړاندې کړل چې څه په دې ډول وو 

د هېواد ايډيټر به هم ته (سلطان محمد صابر ) وي 

ورسره سټاف د هېواد سټاف هم وي

پاليسي به هم د صابر د اوونې هيواد وي 

تنخوا او استوګنه به د فرينټر پوسټ وي

ډير ورځ پاڼه هيواد بند کړې شو د صابر صيب او د هغه د سټاپ لږ تر لږه د يو کال بقايا جات پاتې شو ددې خبرې زه ګواه يم چې روستو ترې صابر صيب په مختلفو وسيلې بود کړل ۔ صابر صيب ددې روستو اسلام آباد ته راغې او د پيلز ويکلي په نوم يې يو مجله اجراء کړه پروفيسر اشرف علي ورسره ايډيټر وو دا مجله به په درې ژبو اړه وه انګريزۍ ،پښتو او اردو زه اقبال حسين افکار  يې مرستيال وم کله چې په کال 1999 کښې محترم صابر د هيواد اسلام آباد ډيکلريشن ورکړې شو نو 5 مارچ کال 1999 د اسلام آباد په يو هوټل کښې د مخ کتنې دستوره وشوه صدارت د نومياله صحافي د بولان ټايم چيف ايډيتر  فصيح اقبال په صدارت کښې وشوه مشر ميلمه د هغه وخت د بلوچستان صوبايي وزير سرور خان کاکړ مشر وو د ډيرو نومياله صحافيانو شاعرانو اديبانو سره ورکښې محترم اجمل خټک ، لطيف آفريدي ، ډاکټر فضل دين خټک  او د افغانستان د سفارت فرسټ سکتر ښاغلي فيضي صيب هم ګډون کړې وه  ددغې پرتمنې دستورې نظامت ما اقبال حسين افکار کړې وه هم ددغې ورځې نه زه د هېواد اسلام آباد مدير تر مارچ  کال 2004 پورې وم صابر صيب ډير عالم فاضل شخصيت وه ډير درويش قانع انسان وه چې کله به ورسره هيڅ هم نه وو نو ښه به مطمين وو واقعي صابر وه او چې کله به ورسره رقم راغې نو د خداې په مخلوق به يې مصرف کول شوم نه وه انتهايي سخي انسان چې رقم به ورسره د هيچا به يې نه منع کول هغه به ويل زه په قميص کښې مخې ته جيب نه جوړوم ولی چې دا رقم د زړه له پاسه راځي دا ښه کار نه دی ۔ د صابر صيب ددې خبرې سره د حضرت امام اعظم رح يو پيښه راياده شوه وايي امام   صيب رح په يو لار روان وو چې خپل قرضدارې پرمخ ورغې قرضداري چې امام صيب رح وليد نو د لارې بدلولو هڅه يې کوله خو امام صيب رح  هغه را وينو ويې پوښتو تا ولی زما په ليدو دلارې بدلولو هڅه وکړه هغه ستاسو بلا وخت وړاندې قرض رقم اغستې له درکړې مې نه دی ما ويل تاسو به راته په قار يې امام صيب رحمهم الله ورته هغه رقم هم وبخښو او نور رقم يې ورکړو ۔ محترم سلطان محمد صابر صيب د امام نعمان بن ثابت رحمهم الله سره په دوه حوالو روحاني تړون لړي يو په دې چې سيمه يې يوه وه دويم هغه صابر صيب د غزني د مولانا نورالدين چې په ملانو بابا مشهور معروف دی او مزار يې په غزني کښې دی د مولانا نورالدين ملانو بابا د ورور نو ملا نجم الدين دی چې په تاريخ کښې د اډی ملا په نو شهرت لري د محترم سلطان محمد صابر صيب د پلار نوم عبدالغفور وه په کال 1925 کښې په کويټه کښې زيږيدلی دی تر لسم يې سبق ويلی په فوج ،ډاکخانه ،انفارميشن او راډيو کويټه کښې يې لږ لږ وخت تير کړې دی خو د خپل آزاد مزاج ترمخه يې د سرکار د ضابطو نوکرو به خوند نه ورکوو د افغانستان پاکستان په حکمرانې طبقې سره په علمي ادبي صحافتي حلقو کښې يې قدر احترام مقام لرو ډاکټر برايډن يې مشهور نظم دی شاعرۍ يې لږه کړې ده خو قامي رنګ پرې جوت دی د زړه غبار شعري مجموعه يې په کال 1994 کښې چاپ دی د پښتنو تاريخ قديم پشتو اور پشتون  يې په کال 1977 کښې چاپ دی ۔ د مولانا روم رح يو حکايت يې د فتنو سوداګر په نوم چاپ دی چې د فارسۍ نيغ په نيغه ژباړه ده په لويه جرګه يې يو کتاب چاپ دی ۔ مسله قوميت 1975 کښې چاپ دی خپلواکي او پاکستان 1964 کښې چاپ دی ۔ بلوچستان د تاريخ هنداره کښې دغه په اردو ژبه بلوچستان هم چاپ دی ۔ آخيري کتاب يې ژوند ليک دی چې په اردو ژبه چاپ دی دا ډير مهم کتاب تاريخي حقايق لري ۔ د محترم  سلطان محمد صابر سره د تعلق او روحاني تړون ددې نه اندازه ولګوﺉ چې زما مور په 2009 کښې وفات وه دويمه ورځ وه مونږ فاتحې ناست وو چې د صابر صيب زنګ راکړو ۔ افکار صيب زما طبعيت ډير خراب دی ثناءالله او جعفر (د مشرې لور بچي يې ) پولی کلينک روغنتون ته راوستم ستا له مخه مې فرحت الله بابر صيب ته اطلاع ورکړه دويم تاته ما ويل صابر صيب زما مور مړه ده نن دويمه ده ته مې ځکه خبر نه کړې چې طبعيت ټيک نه وه هغه دعا وکړه ۔ په سبا ثناء الله زنګ راکړه ويل يې افکار صيب بابا رانه لاړ انالله انااله راجغون ما زر فرحت الله بابر صيب ته زنګ ورکړه هغه مې تبه تسلي وکړه ويل يې زه دلته يم ته بې فکره وسه ۔ په کال 2004 کښې محترم سلطان محمد صابر صيب د خيبر پښتونخوا پيښور نه د هېواد ورځ پاڼې ډيکلريشن واغست هم په دغه کال يې د خپل ځوي ښاغلي نجيب الله نوين څوک چې وتلی ژرنلسټ او هېواد کويټې او يو بل اخبار ايډيټر دی اجراء کړو ښاغلي نجيب الله يو تکړه فرمانبرداره ځوی دی د خپل لوی پلار لوی آرمان پوره کوي او د پيښور نه د پښتو هېواد ورځ پاڼه اجراء کوي زما يقين دی چې د ښاغلي نجيب الله نوين داهڅه به د محترم صابر صيب اروا ښاده ساتي الله دې هم دغه رنګ ښاده لري نجيب الله دې الله روغه سټه ژوند د خوشحالو ورکړو کور دې ودان وي آمين

رابه شي سپرلی آخير دا ورځې به تېرې شي

ښکل به کړي زاړه ياران يو د بل رخسار آخير

سره  او   زرغونه   به شي دشتې د وطن هما

ريز  به  د  مارغانو  وي  بيا  په لوړ چنار آخير  (صابر )

 

په درناوي : اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته