(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستونزې

[19.Aug.2020 - 16:27]

تحریر ..عظیم افغان

 #پښتنه ټولنه کي چی کوم مسایل او ستونځي پښتنو ته ورپیښي دي او ده چا له لاسه ورپیښي دي ده هغو ستونځو تر هر چا ښه تشخیص په اول ځل له نن څخه نیمه پیړۍ له مخه ارواښاد نور محمد تره کي وکړ 

کوم خلګ چي ده پښتنو ده پر مختګ په لار کي خنډ دي او ده پښتنو خوږ ژوند یی تریخ کړي پښتانه یی ده مذهب، قبایلیت مختلف رسم و رواجات په نامه په زولنو تړلي او غلامان یی ساتلي هغه خلګ تر هر چا له مخه ارواښاد نور محمد تره کي اولس ته ور په ګوته کړي

ملا، پیر ،  خان ، ملک  ، سردار ، نواب  دا هغه کسان دي چي پښتانه یی له پیړیو پیړیو را هیسی غلامان کړي او په پښتنو سلطنت کوي 

ملا ساده پښتانه ده دوزخ له عذابونو  ده قبر له مارانو او له لړمانو ویروي او ده ځان تابع یی جوړوي او خپلي ګټي ځیني اخلي ده خداي کتاب او ده خداي دین ده خپل ځان ده ګټي او ساتني لپاره استعمالوي

پیر ده پښتنو په زهن کي ځان ته (نعوذبالله) تر پیغمبر هم لوړ مقام ګټلي او پښتانه ده پیر خبره له کتابه کمه نه ګڼي 

ځیني ساده بې علمه پښتانه خو پیر ته سجدې هم کوي او ده پیر صاحب په خبره تر ځان هم تیر دي

ملک پښتانه په خپلو منځو کي سره جنګوي او خپله ملکي قایمه ساتل غواړي تر څو پښتانه په خپل منځ کي سره اخته وي او ده هغو اختیار او ده فیصلې واک له ده سره وي او بیا په مرکو کښي مځکي ترې قبضه کړي او ده هغو په مځکو قبضه وکړي

نوابان او سرداران یی له اغیارو سره ده وطن سودا کوي او دوي خواران په درواغو او پروپېګنډو خطا باسي کله یی پر انګریز وطن خرڅ کړي وي او کله یی په پنجاب او کله په نورو 

خو ساده لوحه پښتانه لا تر اوسه پوه نه سول او لا تر اوسه دغه خلګ ده ځان لپاره راهنمایان بولي لا تر اوسه ورته په سجده دي

کله چي غازي امان الله خان استقلال وګاټه نو انګریز ده پښتون له مزاج سره آشنا وو چي پښتون ده مذهب په نامه تیر ایستلاي سو  هغه امان الله خان ته ده یوه ملا په زریعه ماته ورکړه او امان الله خان خپلو پښتنو له وطنه ګوښه کړ

کله چی نورمحمد تره کي په افغان پسمانده معاشره کي یو مترقي انقلاب راوست نو همسایه پنجابي دا نسواي زغملاي چي پښتون دي ترقي وکړي نو پنجابي هم ده انګریز چم وکړ او نور محمد تره کي یی ده ملا په لاس کافر کړ 

که څوک غواړي چي ځان او ټولنه ده ملا ،پیر،خان،ملک،نواب،سردار له واکه خلاصه کړي او ده دغو کسانو له چمونو فریبونو سره ځان اشنا کړي هغو ته پکار دي چي ده ارواښاد نورمحمد تره کي لیکلي ناولونه سنګسار،ده غوایی لاندي،ده بنګ مسافري،ده بزګر لور،سپین،څړه حتماً ولولي چي په لوستلو سره به یی ده دغه کسانو له مزاج او ده دوي له چلونو فریبونو سره اشنا سي ځکه چي اوس یو ځل بیا پنجابیانو یو نوي تدبیر شروع کړي چي ده پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتون ده پیرانو په واسطه ده پښتنو په ذهنو کي بد او غدار او کافر معرفي کړي  پیر صیب ګیلاني ده منظور ده خولي توهین کړي په پکتیکا کي یعني پیر صیب ځان ته سجده خو روا بولي خو ده منظور خولي په سرکول کفر او ناروا بولي

 

نن چي ده  پیر صیب له دغې خبري په سوشل میډیا خبر سوم نو ارواښاد نورمحمد تره کي ته مي زړه دعا وکړه چي موږ ته دي څومره له مخه را پیزندلي وو خو افسوس موږ نه پیزندل 

ده تره کي صاحب روح دي ښاد او یاد دې تل وي(کاپى)

P@w@nd@

-
بېرته شاته