(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مجسم شاعر

[26.Aug.2020 - 20:37]

 مُجسَّم شاعر  / خاکه

  ليک : ” ګل محمد بېتاب

ډېر داسې شاعران مونږه ليدلي دي چې دَ شعر وشاعرۍ په حواله لوئے نومونه لري۔ په فکري توګه ډير په اعلیٰ مقام دی خو دَ شکل اؤ انداز په حواله عام غوندې وي ولې د دې ښاغلي په هر څۀ کښې شاعري وه ۔ دَ شکل وشباهت، ناستې،ولاړې، لاسونو پښو خوزولو، خبرو اترو ، سترګو خوزولو اؤ د ويښتو پورې هر څۀ نه ئې شاعرانه اظهار کېدلو۔خبره دې حد ته رسېدلې وه چې که چا ناپېژندګلو تن به په وړومبي ځل اوليدو نو بې اختياره به ئې اووئيل دا سړے خو څوک شاعر معلومېږي۔ په لنډو ټکو به دا اووايو چي مُجسَّم شاعر اؤ فنا في الشاعري وو۔د وجود دَ هر اندام نه ئې دَ شاعرۍ اظهار کيدلو اؤ ورسره په فکري توګه کل وقتي شاعر وو۔ دَ شعر په ټولو اصنافو ئې نۀ صرف طبع آزمائي کړې وه بلکه دَ روايتي اؤ غېر روايتي شاعرۍ په چوکاټ کښې دننه ئې نوې تجربې هم کړې وې چې اکثر پکښې کامياب شوے وو ولې دَ هر څۀ نه عجيب وَغريب ئې شخصيت وو چې ډېر دَ دلچسپۍ وړ وو دَ هغۀ ذات پورې ډېر دلچسپ واقعات تړلے شويدي کوم چې دَ هغۀ پېژندګلو خلقو ته ياد دي اؤ دې واقعاتو دَ هغه شخصيت ته انفراديت بخښلے وو۔ ټولو پېژندګلو کسانو ته ئې دَ هوښيارتيا، ظرافت، طنز وَمزاح، شوخۍ، لېونتوب ، نيم لېونتوب ، سادګۍ ، بې وقوفۍ ، حکمت اؤ فلسفې نه ډکې دومره خبرې اؤ واقعات ياد دي چې راغونډول ئې ممکن نۀ دي وجه ئې دا وه چې په هر قدم به ئې يا خو پخپله داسې کارونه کول اؤ يا به ترې غېر ارادي طور کېدل چې خلقو به ترې نۀ صرف خوند اخيستو بلکه يو بل ته به ئې بيا رسول ځکه نو دَ هغه متعلق ګڼ خوندور واقعات اؤ خبرې سينه په سينه راروانې دي۔ زۀ به کوشش اوکړم چې دَ هغه ليدلي، اوريدلي اؤ تر ما رارسيدلې خبرې اؤ واقعات وليکم خو ورسره دا وضاحت ضروري دے چې دا صرف دَ نمونې په توګه دي دَ هغه ټولې دلچسپې خبرې اؤ واقعات نور هم ډېر دي چې هر پېژندګلو تن پکښې ترکافي حده اضافه کولے شي۔

دے په خټه اپريدے اؤ دَ جَم اوسېدونکے وو۔ پلار اؤ نيکۀ ئې دَ کلي علاقې ياد خلق او ملکان ووخو د دۀ په شکل اؤ خوي بوي کښې دَ دې هيڅ درک نۀ لګېدو البته دَ پلار نيکۀ نه دَ پاتې ملکۍ ماجب به ئې باقاعده اخيستو اؤ په هيڅ حال کښې به ئې نۀ پرېښودلو۔ يوه ورځ دَ پېښور صدر سټيډيم سره زۀ روان وم دغلته دَفرنټير پوسټاؤهېواداخبار دفتر وو چې ما پههېواداخبار کښې کارکولو۔ دې سره نزدې دَ خېبر ايجنسۍ دَ پوليټکل دفتر وو۔ دې کښې څۀ ګورم چې ناڅاپه په مخه راغلو۔ ما ورته وې چرته تلے وې نو راته ئې اووې دا زمونږه نيکونو انګرېزانو له خدمتونه کړي وو نو هغوئ ورله ملکي ورکړې وه دَ ايجنسو ملکانو له ئې ماجب مقرر کړے وو تراُوسه دغه ماجب برقرار دے۔ دا دے مونږه پرې مزې کوؤ خو بلخوا مونږه شاعران يو اؤ شاعر ته دَ قام سترګې وئيلے شي خو نۀ راله دَ بدقسمتۍ حکومت څۀ توجه راکوي اؤ نه اولس۔ ټول خوار وزار ګرځو۔ دا دَ يو مړ قام نخښه ده ، په دې خبرو خبرو کښې دواړه دفتر ته اُورسېدو۔ دۀ اُووې راځه چې ډاکټر شېرزمان طائزے صېب اووينو چي هغه دغه موده کښې فرنټير پوسټ کښې کار کولو اؤ د پښتو نظم اؤ نثر به ئې  انګرېزۍ ژبې ته ترجمه کولو۔ کله چې دَ ډاکټر طائزي صېب کمرې ته ورغلو نو دغلته هغه اؤ د ريډيو پاکستان پخوانے ډائريکټر قاضي سرور صېب ناست وو۔ دۀ ورته دَ ټکه اووې ډاکټر صېب ته زما غزل ولې انګرېزۍ ته نۀ ترجمه کوې ، ډاکټر شېرزمان طائزي اووې ځکه چې دَ پښتو غزلونه زۀ انګريزي ته نۀ ترجمه کوم۔ دې سره دے لږ ببر شو وې ولې دا تاچې دَ ډاکټر اسرار صېب غزل ترجمه کړے وو ډاکټر شېرزمان طائزي صېب اُووې ګوره خېبر صېب دَ پښتو شاعري اؤ خصوصًا ستا غزلونه انګرېزۍ ته دَ ترجمه کولو نۀ وي خو دے بيا هم پخپله خبره کلک وو نو آخر ورته ډاکټر شېرزمان صېب اُووې که ستا غزل انګرېزۍ ته ترجمه کړم نو لطيفه به ترې جوړه شي۔ خېبر په حېرانۍ کښې اووې هغه څنګه نو ډاکټر شېرزمان طائزي صېب اُووې ګوره خيبر صېب ستا مشهور غزل دا دے :

اور دَ مينې پورې وو په ما پورې

اور وو آخر پورې شو په تا پورې

د دې انګرېزي ترجمه به داسې وي :Fire on me and fir on you.دې سره مونږه ټولو اُوخاندل اؤ قاضي سرور صېب خو دومره بې اختياره اوخاندل چې دَ کرسۍ نه ښکته پرېوتو۔ خېبر بيا تر ډېره دا انګريزي فقره وئيله Fire on me and fir on you.اؤ ورسره ئې خاندل خېبر په وجود هم شاعر وو لکه نرے نروچکے وو خو خپله به ئې وئيل چې زور راکښې ښۀ ډېر دے۔ سترګې ئې وړې وې چې دَ هغه زيرکتيا ترې معلومېده۔ غنم رنګے وو، دَ مخ کاسه ئې لږ اوږده وه ، دَ تګ چال ئې هم داسې وو چې لکه څنګه د يو شاعر کېدے شي۔ هر وخت به ئې غاړه کښې څادر په يو خاص انداز کښې زوړندو وو۔ په لاره به ئې اوتر اوتر کتل اؤ کله به دَ ځانه جهانه بې خبره په لاره روان وو۔ کله کله به ئې داسې په عجيبه انداز کښې په لاره تلونکو کسانو ته کتل اؤ ورسره به په داسې عجيبه چال روان وو چي کله کله خو به ترې چا تپوس اوکړو ولې کاکا يا ماما څۀ وائي يا څۀ درنه ورک شوي دي۔ سمدستي به ئې ورته اُووې کاکا يا ماما نه خېبر يم او څۀ رانه ورک شوي هم نۀ دي په لاره روان يم خېبر ته به دَ هغه بچو هم دادا، بابا يا لالا نه بلکه خېبر وئيل۔ ډېرو کمو خلقو ته به پته وي چې دَ هغه خپل نوم سيد احمدجان وو۔په مينځ بازار اؤ دَ خلقو په ګڼه ګوڼه کښې به پرې هم دَ شعر آمد کېدلو چې قلم کاغذ به ئې په موقعه راوويستل اؤ هغه به ئې ضرور ليکلو۔ داسې کولو کښې څوڅوځله ټانګو، رکشو، سائيکلونو ، اؤ موټرو وغيره زخمي کړے هم وو۔ اؤ کله کله ئې به شعرونو اورولو سره د دې تفصيل هم بيانولو دَ خېبر دَ ويښتو سټائل ډېر عجيبه وو چې ويښتۀ به ئې لوئے اؤ سپور وو۔ ورسره به درې رنګه وو لکه څۀ تور، څۀ سپين اؤ څۀ په نکريزو سرۀ ، دَ ويښتو پحقله ئې ډېرې لطيفې مشهورې دي۔ لکه ډاکټر اباسين يوسفزے صېب وائي: ماته ئې وئيل چې ځان چرته ښۀ غوندې سائيکاټ ته ښائم نو هغۀ ورته وئيلي وو ښۀ به دا وي چې ځان چرته نائي ته اُوښائي۔ دَ غټو ويښتو په وجه به اکثر نيم لېونے ښکارېدلو ولې چې  ويښتۀ به ئې هوا سره ګډوډ شول خاورې دوړې به ورپورې اونښتې نو ډېر ګډوډ به ښکارېدو۔

ډاکټر اسرار صېب وئيل چې مونږه دَ اباسين يوسفزي صېب دوئ کلي خانپور ته مشاعرې له ډاټسن کښې روان وو۔ زۀ اؤ اندېش شمس القمر صېب وروستو ناست وو۔ دې کښې ما وړاندې دَ ډرائيور طرفته شيشه کښې اوکتل نو دَ چا زلفې هوا خوزولې راخوزولې۔ زۀ دَ هغې په تماشه شوم نو اندېش صېب راته اووې پردو زنانؤ ته مۀ ګوره ، ما ورته نۀ کتل خو بيا هم په بې خيالۍ کښې به مې ورته پام شو خو چې کله اورسېدو نو څۀ ګورو چې دَ وړاندې سيټ نه خېبر اپريدے راکوز شو دې پورې مو اوخاندل ما ورته وې اندېش صېب دا هغه بې پردۍ زنانه ده خو دې کښې ناڅاپه خېبر اُووې دلته به چائے نۀ وي چې لږې مو څښکلې وې، دې سره مو نور اُوخاندل۔

خېبر اپريدي دَ لسم جماعت پورې سبق وئيلو نه وروستو ډسپنسر کورس کړے وو اؤ دَ جمرود په هسپتال کښې کمپوډر وو خو دَ وينې دَ ليدو په وجه به پرې ويره راتله نو دا نوکري ئې پريښې وه اؤ بيا دَ لواړګي په سکول کښې استاد شوے وو۔ هم دغلته نه دَ حمزه شينواري اؤ ناظر شينواري صېب محفلونو ته رسېدلے وو۔ خېبر اؤ خاطر اپريدے دَ ناظر شينواري داسې شاګردان وو چې دَ شعر وَ ادب په دُنيا کښې ئې لوے نومونه پيدا کړي دي۔خاطر اؤ خېبر دواړه دوستان اؤ په شعر وَ ادب کښې تر څۀ حده دَ يو بل رقيبان هم وو يو بل به ئې ډېري ټوقې کولې خاطر اپريدي کښې دَ رومانيت سره اولسي رنګ زيات وو اؤ دَ خېبر ايجنسۍ دَ مشهور ربابي اؤ مجلسي باغ ارم سره ئې ډېره راشه درشه وه ځکه نو هغۀ به دَ خاطر اپريدي غزلونه ډېر وئيل بلکه اکثرو له طرزونه باغ ارم جوړ کړي اؤ ډېر ئې اُولسي مجلسونو کښې وئيلي وو۔ لواړګي کښې چې به حمزه شينواري صېب کال په کال کومې مشاعرې کولې نو په هغې کښې به دَ سنجيده مشاعرې نه وروستو يوه مزاحيه مشاعره هم کيدله چې دَ هغې د پاره به باقاعده طرحه ايښودلې شوه اؤ شاعرانو به پرې في البديھ شعرونه وئيل يوکال ئې دا طرحه ايښې وه :

هاتهي دَ ماشي په وزر سور دے

نو ما خاطر اپريدي په کښې داسې وئيلي وو:

هاتهي دَ ماشي په  وزر  سور  دے

اخوا په خر باندې خېبر سور دے

بيا کله چې خېبر پاڅېدو نو دۀ داسې يو شعر اووې:

دا دَ  فال  ګر  سره  طوطي   وينمه

کۀ په اوږه باندې خاطر سوردے

دَ فال ګر خبرې سره راياد شول چې خېبر اپريدے په قيافه شناسۍ  او دَ لاسونو په کرښو تر ډېره حده پوهېدو۔ دَ کيرو پامسټري ئې لوستې وه اؤ وخت په وخت به ئې دَ هغۀ حوالې ورکولې۔ اسلام آباد کښې ورته يو ځل طاهر بونيري اؤ سعيد ګوهر صېب لاسونه ښودلي وو نو طاهر بونيري ته ئې وئيلي وو چي لاس کښې دې ډېر څۀ شته چې وخت په وخت به تاته در اورسي۔ سعيد ګوهرصېب ته ئې وئيلي وو چي ستا لاس هم ښۀ دے خو ورسره يو څۀ سختۍ مصيبتونه اؤ حادثې تړلي دي، اقبال حسېن افکار ته ئې وئيلي وو چې په هره معامله کښې پنځوس فيصده معلومات به تاته قدرتی وي اؤ پنځوس فيصده به تۀ په مطالعه اؤ مشاهده پوره کوې۔ دې کښې ورته يو بل شاعر اديب لاس وروړاندې کړو خدائے خبر چې څۀ چل پرې اوشو خو ناڅاپه خېبر اُووې لاس اخوا کړه مړه زۀ څۀ پيشه ور فال ګر نۀ يم چې په فټ پاتھ ناست وی اؤ ځان سره ئې دَ پروفېسر بورډ لګولے وي۔ دا به ئې هم وئيل پکار ده چې مونږه دَ يونيورسټو اؤ کالجونو پروفېسرانو ته پوهان يا بل څۀ مناسب نوم اخلو ځکه چې دَ پروفېسر نوم سره کله کله زما پام دَ فټ پاتھ پروفېسرته ګرځي۔ اؤ دا ځينې پروفېسران ښکاري هم داسې ته به وائي جوړې چا په ريشتيا دَ فټ پاتھ نه راپاڅولي دي دَ دوه دريو تنو نومونه به ئې هم دَ مثال د پاره اخستل۔ 

خېبر اؤ دَ هغۀ استاد ناظر شينوارے که څۀ هم عملي صوفيان نۀ وو خو دَ حمزه صېب سره تر ډېرې مودې دَ ناستې پاستې په وجه په تصوف تر ډېره حده پوهېدل اؤ تل به ئې دَ حمزه صېب سره دَ وجود اؤ شهود په باريکو خبرې کولې چې خاطر اپريدے به ئې دې بحثونو ته ډېر تنګېدو ولې چې هغه غريب ته آخره په دې فلسفه پوهه نۀ شو ، مراد شينواري صېب وئيل يو ځل زۀ دَ بهر نه حجرې ته تلم چې خاطر اپريدے دَ غرمې په وخت دَ حجرې نه دَ وتلو حال کښې په مخه راغلو ما ورته وې چرته ځې نو راته ئې اُووې لږ بهر ته راووتم چې سر مې تازه هوا اُووهي۔ دَ سحره راسې ناست يو يو بور او خشک مجلس شروع دے چې هيڅ په سر اؤ پښو ئې نۀ پوهېږم۔ ماورته وې حجره کښې څوک دي نو په طنزيه انداز کښې ئې راته اُووې يو وجود دے بل شهود دے، اؤ بل دې پلار دے ، زۀ چې حجرې ته ورغلم نو دَ حمزه بابا سره ناظر اؤ خېبر ناست وو، 

خېبر اپريدي دوه څلور شعرونه هم دَ تصوف پحقله ليکلي دي اؤ يو شعر خو پکښې داسې دے چې حمزه صېب نه به چا دَ هغه دَ خوښې دَ شعر تپوس اوکړو نو دَ خېبر دا شعر به ئې ورته وئيلو :

تا خو دا نۀ وې چې زۀ تا سره يم

ما خو دُنيا په بَله واړوله

خېبر دَ شاعر په توګه لوئے نوم اؤ منفرد مقام لري ، دَ خېبر شاعرۍ دَ هغه په ژوند تر ډېره حده شهرت موندلے وو اؤ ګڼو سندرغاړو ئې وخت په وخت کلامونه وئيلي وو چې دا وخت دَ هر چا په خُلۀ دي ۔ دَ هغه په شاعرۍ کښې دَ جمال دَ ښکلا سره سره ، پښتونولي، دَ خواري کښو مسئلې، دَ ژوند سختې راحتې اؤ دَ شرابو ذکر بيخي ډېر دے شاعر شراب وئيل به ورته مناسب وي خو دې سره سره ئې په شاعرۍ کښې دَ طبيعت مطابق ظرافت، طنز وَمزاح، شوخي اؤ مستي هم په غورځنګونو ده لکه چې وائي :

د دې ځاے نه دَ ګودر جونه ښکارېږي

دا مُلا چې اودريدلے دے په لار کښې

 

نمود ئې مدعا وه دَ خپل موج اؤ دَ شباب

دا نۀ چې رخت وو لږ قميص ئې تنګ کړے دے

 

کوؤ چې پټ پټانے دَ شباب دَ مئيو ډنډ کښې

آزادې خو به وي پکښې نوکارې شرابڼې

 

دې نه علاوه کله کله په شاعرۍ کښې قصداً ځينې پښتني رواجونه اؤ مقامي توري ځايوي چې دې سره ئې خوند يو په دوه زيات شي خو د دۀ دا قسمه شعرونه تشريح طلب وي 

داسې دَ چم په وړو زړۀ ئې سيزي

روغه ټيکاله په تنور ويشي

عام دستور دا وو چې دَ چم ګاونډ ښځو به يو ځائے په تنور ډوډۍ پخولې نو وړومبۍ ډوډۍ به ئې دَ رانړولو سره په ماشومانو ويشله۔ دغه شان په قبائيلي علاقو کښې خصوصًا اؤ عامو پښتنو علاقو کښې دا رواج وو چې جينکۍ به په ماشوم والي کښې وادۀ کولې شوې ، چې کله به يوې ماشومې روژې ونيولې نو هغه به دَ وادۀ جوګه ګڼلې شوه خېبر اپريدي لږ نور دَ ظرافت اؤ شوخۍ نه کار اخستے دے

لا خو تنکۍ ده خو څۀ راز دے پکښې

هسې   په   زور   په   ځان  روژې  اړوې

دا خبره هم مشهوره ده چې سپے څوک اوتړي نو هغه نور وران شي اؤ بيا خلق چيچي چې خېبر دا تجربه شعر کښې په ډېره ظريف انداز کښې بيان کړې ده :

ته چې ما دَ هغې سپے  بولې رقيبه

ګوره لا به په تړلو کښې خراب شم

نور داسې ډېر شعرونه دَ هغۀ دَ شاعرۍ نه وړاندې کيدلے شي چې خېبر دَ يو نامتو پښتون غزل ګو شاعر پحېث رامخې ته کوي۔که څوک د دۀ دَ کلام دَ دُنيا هرې ژبې ته ترجمه کوي نو ورسره به دا وضاحت ضروري وي چې دې شعر کښې دَ پښتنو فلاني رسم يا مخصوص دستور ته اشاره ده۔ دَ پښتو دَ خپل وخت په ښو غزل ګو شاعرانو کښې دَ خېبر نامه ضرور راځي ۔خو دۀ چې کوم پابند اؤ آزاد نظمونه، قطعې ، رباعيانې اؤ نور څۀ ليکلي دي نو هغه هم دَ اعلیٰ معيار دي، بلکه هر چرته ئې خپل معيار برقراره ساتلے دے ، اؤ بيا دَ هر څۀ نه زړۀ راښکونکے دَ هغۀ دَ وينا منفرد انداز وو چې هغې به اوريدونکي ډېر متاثره کول۔ مشاعره باز شاعر وو اؤ دَ خپل اعلیٰ کلام اؤ منفرد انداز په وجه به ئې اکثر مُشاعرې لوټلې۔ دَ شاعرۍ په حقله ئې ډېر تفصيلات ځکه نۀ بيانوم چې په دې حقله وخت په وخت ليکل شويدي چې پکښې د دۀ دَ فکروفن جائزې اخستے شويدي ملګري ماښام خټک پرې يو ورکوټے خو ګټور کتاب ليکلے دے البته دَ شخصيت دَ رنګارنګۍ پحقله ئې ډېر څۀ نشته نو کوشش کوم چې دۀ سره تړلې خبرې زياتې اوليکم۔ 

خېبر اپريدي راته خپله وئيل په پښتو شاعرانو کښې مې غني خان ډېر خوښ دے اؤ هغه به هم زما په ليدو ډېر خوشحالېدو ولې چې دَ دواړو ډېر عادتونه مشترک وو هغه ځان ته لېونے فلسفي وئيلو اؤ زۀ خو سکوټ لېونے وم نو هغه د اردو دانو خبرهخوب گذرے گی جو مل جائیں گے ديوانے دويوه شپه په تهکال کښې دَ شپې مشاعره وه غني خان هم راغلے وو کله چې مشاعره ختمه شوه نو دَ شپې مو خپلو کښې مجلس جوړ کړو۔ ډاکټرمحمد اعظم اعظم صېب ستار راواخستو اؤ مونږ ورسره غزلې اؤ سندرې وئيلې دې کښې اعظم صېب دَ خاطر اپريدي غزل شروع کړو مونږه هم ورسره ملګري شو ، غني خان هم په ترنم  کښې راسره شروع شو ۔

ستا منزل منزلونو کښې يمه

رسېدو  اُمېدونو  کښې  يمه

کله چې غزل ختم شو نو غني خان ماته مخ راواړولو اؤ ډېر په غُصّه کښې ئې راته اُووې زړې مې غواړي چې دَ خېبر ټول شاعران په پسه چاړۀ حلال کړم چې ستاسو نه دومره رنګين شاعر څنګه مړ شو که تاسو ورله علاج نشو کولے نو ماته به مو وئيلي وو ما به ورله څۀ غم کړے وو، دَ داسې شاعر بې وخته مرګ دَ قام د پاره لويه بدبختي وي غني خان راته داسې غصه وو لکه چې خاطر ما وژلے وي حالانکه هغه په ټي بي مرض مړ شوے وو۔

خېبر اپريدي ته دَ خپل شاعرانه مقام اِحساس وو ځکه کله چې به ما پېښور کښې وليدو نو دَ نوؤ شاعرانو نه به ئې اکثر ګيله کوله چې دوئ هسې شاعري شرموي۔ زړۀ مې غواړي چې څۀ پرې اوليکم اؤ دَ نمونې په طور پکښې دَ دوئ دَ کلام نمونې وړاندې کړم خو بيا به خلق وائي چې دَ خېبر غوندې شاعر دَ نوؤ زلمو دَ شاعرۍ خلاف دے۔ دې نه علاوه کله چې حمزه شينواري صېب وفات شو نو دَ هغې نه وروستو ئې دوه درې واره ماته ګپ ګپ کښې وئيلي وو تۀ دَ مراد شينواري صېب سره خبره اوکړه پکار ده چې دَ حمزه صېب پګړۍ ماته راپه سر کړے شي ، ځکه چې زۀ دَ هغې صحيح حقدار يم ولې چې دَ حمزه صېب نه پس ته زۀ په خېبر کښې دَ ټولو نه زيات شهرت لرم ماورته اووې ناظر صېب به پرې خفه شي ولې چې هغه دَ حمزه صېب مشر شاګرد اؤ خورئيے دے نو خېبر اُووې ساده سړيه ناظر استاد خو به په دې ډېر خوشحاله شي ولې چې زۀ دَ هغه شاګرد يم، بله دا چې زۀ خپله سکول کښې استاد پاتې شوے يم  نو هر کله چې زۀ خپل شاګرد په لويه څوکۍ اووينم نو داسې پرې خوشحالېږم لکه خپل ځوے عديل چې مې افسر لګېدلے وي۔

ريشتيا دَ حمزه شينواري صېب دَ وفات نه پس ته دَ خېبر اپريدي يوه دلچسپه واقعه  دا هم ده چې جمرود کښې ئې دَ يو ملک ځائے کښې دَ حمزه صېب په ياد کښې دَ يوې غونډې بندوبست کړے وو اؤ دې سلسله کښې ئې مراد شينواري صېب ته خېبر بازار کښې يو خط پريښے وو۔ دې کښې زۀ اؤ مراد شينواري صېب قصه خوانۍ کښې دَ ظريف هوټل کښې يو ځائے شو چاے مو څښکلې چې دې کښې مراد صېب ناڅاپه مانه تپوس اوکړو چې ستاسو کلو ته اوس هغه کوچيان درځې چې ګډې څروي ماورته وې اؤ ، نو بيا ئې رانه تپوس اوکړو دَ دوئ په ګډو غټه غټه وړۍ وي هغه به دې هم ليدلې وي۔ ما ورته په حيرانۍ کښې اووې اؤ ليدلي مې دي ، بيا ئې اووې دغه دَ ګډو وړۍ کښې دَ جهانونو دوړې وي چي کله باران اُوشي اؤ دغه ګډې لمدې شي نو ډېر خراب سوړ بوۍ ترې ځي اؤ داسې بوۍ دَ خېبر اپريدي نه هم ځي۔ ما اوخاندل نو راته ئې اووې خانده مه دَ افسوس مقام دا دے چې خېبر اپريدي ماته خط ليکلے دے اؤ دې سره ئې دَ جېب نه خط راوويستو وې هن دا اوګوره په خط کښې ورته ليکلي وومراد صېب دَ فلاني ملک صېب ځائے کښې به جمرود کښې ادبي تقريب وي۔ ته خامخا راشه، خو سحر چې راځې نو مخامخ لاس اووينځه هسې نه چې ناولے مخ راشې، اؤ ښکته ورسره ليکلے شوي وو خېبر اپرېدے ، مراد شينواري هم مشهور پروپېګنډه کوؤنکے وو، خېبر اپريدي پسې شروع شو، اګرچې اکثرې خبرې دَ ليکلو نۀ دي ، البته دا يوه خبره ئې دَ ليکلو ده چې وئيل ئې خېبر اپريدے دَ قصده داسې کارونه کوي چې خلقو ته دې لېونے ښکاره شي ، وې چې يوه زمانه به ئې قميص پرتوګ اغوستے وو، په سر به ئې پکول وو اؤ ټائي به ئې تړلې وه۔ پېښورکښې به مې ځاے په ځاے ليدلو خو ځان به مې پرې غلےکړو۔اؤدلته ښاريو کښې څوک په يو بل ډېر غم غرض هم نۀ کوي نو په دغه پوزيشن کښې يو ځل لواړګي ته راغلو چې هر چابه ليدلو نو ورپورې به ئې خاندل خو ما ځان کلک کړے وو نو ماسره هيڅ بې هيڅه په جنګ شو خو چې کله مې ورپورې خندا شروع کړه نو سم دم شو۔ 

څۀ موده به ئې دَ ريډيو پاکستان پېښور نهجواب رسانپروګرام کښې خلقو له دَ خطونو جوابونه ورکول۔ د دې پروګرام انداز مزاحيه غوندې وو يو ځل ورته چا خط ليکلے وو چې ما اېف اے پورې تعليم کړے دے ، دَ شاعرۍ اؤ ډرامو دَ فنکارۍ سره مې شوق دے نو که جواب رسان څۀ مشوره راکړي نو خېبر اپريدي ورته په جواب کښې اُووې مونږه پکښې کوم ټرکونه واخستل چې لا تۀ هم دې مېدان ته راتلل غواړې ، شاعري اؤ فنکاري خو خرمستي ده اؤ ځان له غربت اؤ محرومۍ په بيعه اخستل دي نوره ستا خوښه۔

دَ خېبر اپريدي متعلق زما رائې څو څو ځله بدله شوې ده کله به مې وئيل لېونے دے ځکه داسې کار به ئې اوکړو چې بيخي به پرې دَ يو سکوټ لېوني ګمان کېدلو لکه يو ځل ماته چا اووې چې خېبرنن سبا دَ بس په سر دَ جمرود نه پيښور ته راځي ما ورته وې ولې؟وې دا پته راته نشته خو ما څو څو ځله دَ بس په سر ليدلے دے خېر څو ورځې پس مې خېبر اوليدو نو تپوس مې ترې اوکړو نو راته ئې اووې چې اؤ دا خبره بالکل صحيح ده زۀ دَ بس په سرځم راځم ما ورته وې ولې نو راته ئې اووې چې ماله بس کښې دَ ناستو خلقو نه بُوي راځي اؤ دا ويره هم راسره مل وي چې هسې نه زکام راپورې شي ، ما ورته وې نو دَ بس په سر دې ګني زکام نۀ وهي په خندا کښې اُووې هر وخت مې ژمي کښې د دې دَ لاسه زکام وي خو څۀ اوکړم دَ عادت نه مجبور يم دغه شان خپله ئې يوه ورځ وئيل چې دَ بس پوړو پورې نښتے وُم چې دې کښې مې ذهن ته دَ غزل يوه مطلع راغله خو ليکلې مې نشوه ځکه بس روان وو اؤ ځان مې په دواړو لاسونو ټينګ کړے وو خو دې کښې ورپسې راباندې ناڅاپه دَ يو بل شعر آمد اُوشو۔ دې سره مې بې خيالۍ کښې يو لاس کاغذ پسې جېب ته لاړو اؤ چې کاغذ مې راواخيستو نو بيا مې بې اختياره بل لاس قلم ته اوږدولو چې درز شو دَ بس نه ښکته پرېوتم خوښه وه چې بس ډېر تېز نۀ وو ، لږ ډېر خوږ شوم خو لاس پښې مې دَ ماتېدو نه بچ شول ۔

يو ځل ئې خرګاډي والا سره خبره کړې وه چې زۀ به درله کرايه درکړم اؤ ته به مې خرګاډي کښې لواړګي ته بوځې۔ خرګاډي کښې ئې درۍ خوره کړې وه ورسره دَ يخو اوبو کولر هم وو اؤ ښه بې غمه پکښې روان وو۔خلقو به ورته په لاره کتل اؤ خندل دا خو ئې يو انداز شو ولې دې سره سره به ئې کله کله داسې دَ حکمت اؤ فلسفې نه ډکه خبره اوکړه چې دَ بنده عقل به ورته حېران پاتې شو لکه يو ځل راغلو لاس کښې ورسره وطني پټې دار خټکے وو، په ميز ئې کيښودو اؤ وئې وئيل دا وګوره کنه، قدرت په دې کښې څومره زبردست کمال کړے دے ، هره پټه ئې يو شان ده دې کښې څوک دَ بل سره زياتے نشي کولے ، دا دَ قدرت لخوا پخپله تقسيم شوے دے واقعي چې ما سوچ اوکړو نو زۀ هم ورته حيران شوم اؤ د ليوني په ځائے راته فلسفي ښکاره شو، اؤ اُومې منله چې دا خو ډېر دَ عقل اؤ حکمت خاوند دے خو چې بله لحظه به مې دَ هغه ناشولته واورېدله نو بيا مې اُووې چې دا روغ نۀ دے لکه دَ جمرود ملګرے شاعر اؤ اديب مقدر شاه مقدرؔ چې خېبر اپريديؔ سره نزدې پاتې شوے دے  راته وئيل چې يو ځل داسې دَ سپرلي موسم وو، زۀ اؤ سراج ګل پټو کښې ناست وو، پولې پټي شنۀ شوي وو، دغه موده کښې دَ خېبر کور زوړ کلي کښې وو چې دا کور دَ پټو نه لږ بره وو، مونږه اوليدل چې خېبر دَ کور نه راکوز شو اؤ په تادۍ کښې مونږ نه اخوا دَ پټو په پولو روان شو۔څۀ وخت تېر شو خو خېبر واپس رانغلو، مونږه ورپسې اخوا ته روان شو ځکه مونږ سره غم شو چې سړے څۀ بلا اُووهلو چې کله مو ورته آوازونه اوکړل نو په دويم غږ ئې جواب راکړو چې دلته يم خو چې مونږه اخوا ديخوا اوکتل نو خېبرنۀ وو۔ بيا ئې اووې بره اوګورئ چې بره مو اوکتل نو بيره کښې ناست وو وئيل ئې بيرو خوراک ته مې زړۀ شوے وو۔ مونږ ورته وئيل راکوز شه خو هغه اووې په دې نۀ پوهېږم چې څنګه ختلے يم اؤ څنګه به راکوزېږم، ملګري سراج ګل ورته اووې چې زۀ درته لاس پاټکے کوم په دې راکوز شه خو خېبر اووې چې داسې نۀ کوم اخوا شئ چې زۀ ځان برابر کړم اؤ درټوپ کړم مونږ ورته ډېر اووئيل خو هغه اونۀ منل اؤ چې راټوپ ئې کړو نو پښه ئې واوړېدله چې بيا مو په شا کور ته بُوتلو۔ اُوس څوک به اووائي چې دا دَ روغو خلقو کار دے۔ 

يوه بله دا قسمه واقعه ئې هم عجيبه ده چې دَ اولني پښتو عالمي کانفرنس په موقعه باچاخان تقرير کولو ګرمي وه چې ورسره په خېبر ساه ډوبي راغله نو پروفېسر ډاکټر اسلم تاثير صېب ته ئې ووئيل راځه چې ځو دلته خو ډېره ګرمي ده۔ ډاکټراسلم تاثير صېب ورته ووئيل چرته به ځو وې خو جم ته به ځو نو ، خېر دواړه راووتل اؤ رکشې والا سره ئې خبره اوکړه چې دَ جمرود پورې به څو روپۍ واخلې۔ رکشې والا ورته وې پنځوس روپۍ به اخلم۔ دواړه رکشه کښې کښيناستل خو چې کله تهکال ته اورسېدل نو رکشې والا ته ئې د اودرېدلو اُووې، پنځوس روپۍ ئې ورکړې اؤ دواړه ترې راکوز شول ، ډاکټر تاثير صېب ورته وئيل چې اوس به څۀ کوؤ نو خېبر اُووې بس راځه دلته هوا ښۀ غوندې ده بيا به ګورو۔ بيا دواړه دَ هغه ځائے نه پېدل کلي ته لاړل۔

پروفېسر اسلم تاثير صېب ته ئې نور هم ډېر دلچسپ واقعات ياد دي، وائي چې يوه ورځ دَ جم ټيډي بازار کښې زۀ د يو ډاکټر سره وم، دې کښې خېبر اپريدے راغلو دَ راتلو سره ئې ډاکټر ته اُووې چې ماته نيوروبيان ستن ولګوه اؤ دَ طاقت دوائي راته اوليکه۔

ډاکټر ورته اُووې د دې ضرورت نشته ته ښۀ سم دَم ئې په غصه کښې ئې اُووې تۀ ښۀ پوهېږې اؤ که اووۀ کسان چې ماته بئيلو بئيلو اووې اُووې چې خېبره رنګ دې زيړ شوے اؤ کمزورے شوے ئې، زۀ پوهه شوم چې چا ورسره ټوقه کړې ده هغه دَ کلي هلکان مې پېدا کړل نو هغوئ راته اُووې چې مونږ ورته صلاح کړې وه اؤ اووه واړه ورته جُدا جُدا لاره کښې ولاړ وو هر يو به ورته دا خبره کوله چې خېبره رنګ دې زيړ شوے اؤ کمزورے شوے ئې۔ 

دے وائي يو ځل ما اؤ اختيار دَ شاه ګودر دَ خېبر اپريدي سره وليدل اختيار ورته غزل ورکړو چې دې کښې راله اصلاح اوکړه نو خېبر اووئيل چې ته لږ دې ډاګه کښې سپيلني راغونډ کړه زۀ په غزل کښې درله اصلاح کوم هغه شروع شو اؤ يوه ګيډۍ سپيلني ئې راوړل، خېبر ورته وې هن غزل کښې اِصلاح اُوشوه خو په غزل کښې ئې اصلاح نۀ وه کړې۔

منظور چشتي دَ پروفېسر اسلم تاثير صېب مشر ورور اؤ نوموړے شاعر وو۔ دې نه علاوه دَ زبردست شخصيت خاوند وو اؤ لکه دَ خېبر اپريدي ئې ډېر دلچسپ واقعات مشهور دي ارمان دے چې څوک ئې اوليکي يوځل دے اؤ خېبر په بس کښې دَ جمرود نه پېښور ته راتلل، دواړه په يو سيټ کښې ناست وو خو په يو بل ئې غم غرض نۀ کولو خاموش ناست وو خو چې تا کال کښې يو ځاے بس جمپ اُووهلو نو خېبر منظورچشتي اوليدو نو ورته ئې اووې۔ منظوره دا ته ئې ماخو نۀ وې ليدلے منظور ورته اووې خېبر صېب ستړے مشې ته کله بس ته راوختې۔

کۀ څۀ هم دَ خېبر تعلق دَ ملکانو دَ کورنۍ سره وو خو خپله ئې دا حال وو چې هډو دَ جرګو په شُد بُد نۀ وو۔ يو ځل دَ دوئ دَ کلي يوه قامي جګړه وه نو دَ کلي ټولو خلقو زړو اؤ ځوانانو به جرګې کولې دې کښې يوه ورځ خېبر اپريدے حجرې ته راووتو اؤ په زوره ئې اُووې زما خبره واورئ ټول خلق ورته غوږ شول چې لوستے سړے اؤ شاعر اديب دے نو څۀ ښه خبره به اوکړي خو دۀ اُووې که ستاسو دا خيال وي چي په خېبر به دا معامله اوګټو نو زۀ پکښې نۀ يم دا مو خپل کار دے ، څۀ ورځې پس ته چې جګړه ختمه شوه اؤ روغه پکښې اوشوه نو خلق حجره کښې راغونډ شوي وو چې دې کښې خېبر اپريدے دوه ميله چرئيز ټوپک په لاس راووتو وې راځئ چې پرې ورځو چې دوئ ته هم پته اولګي۔ دې سره ټول خلق په خندا شو۔ دَ خېبر اپريدي سخر چې د دغه جرګې مشر وو اُووې اُوس راويښ شوې چې هر څۀ ختم شول اُوس ښۀ په آرام اودۀ شه۔

دَ خېبر اپريدي جادوبياني مشهوره وه چې دَ کوم پروګرام سټېج سيکټري به وو نو خلق به ورته نۀ تنګېدل دَ موقعې مناسبت سره به ئې خبرې، ټپې، متلونه، روايتي نقلونه اؤ شعرونه وئيل خو کله کله به دومره جوش کښې راغلو چې پکښې به خطا شو لکه يو ځل دَ لواړګي کالج کښې دَ باچاخان دَ کليزې په حواله يو پروګرام جوړ شوے وو، خېبر اپريدے ئې سټېج سيکټري وو نو دَ باچا خان دَ عظمت خبرې ئې شروع کړې تر ډېره لګيا وو خو دې کښې ئې ناڅاپه اُووې کله چې دا عظيم پښتون مشر وفات شو اؤ جنازه ئې کابل ته اوړلې شوه نو په دغه ورځ اِنسانان خو پرېږده چې اسمان هم خپلې اوښکې ټينګې نکړې شوې مسلسل باران وو اؤ پهواوره باندې لکه وريدلهحالانکه داسې وئيل پکار وو چې پهلکه باندې واوره ورېدله” (لکه دَغلته يو مشهور غر دے)دې سره ټول هال کښې خندا خوره شوه، خېبر اپريدي حېران حېران کتل چې دا خلق ولې خاندي دا خو دَ غم پروګرام دے دې کښې خېبر په سټېج ناستو کسانو کښې چاته نزدې شو وې دا څۀ چل دے دا خلق ولې خاندي نو هغه اُووې خېبر صېب تا اووې چې پهواوره باندې لکه ورېدلهدې سره خېبر په زوره اوخاندل چې د دۀ خندا پورې ټول هال کښې يوځل بيا په زوره خندا خوره شوه کله کله به ئې په مخ بنده ته داسې خبره کوله چې که هغه به ئې دَ طبيعت نه خبر نۀ وو نو يا به ورته لېونے ښکارېدلو اؤ يا به ورسره په جنګ کېدلو، د پيپلز پارټۍ دور حکومت کښې کله چې افضل خان لالاؔ دَ کشمير اؤ شمالي علاقه جاتو وفاقي وزير وو۔ خېبر اپريدے دَ هغۀ سره ملاقات له اسلام آباد ته تلے وو نو هلته ئې دَ شاعرانو اديبانو سره هم ملاقاتونه کړي وو۔ دَ پښتو نوموړے شاعر هاشم بابر صېب چې دغه وخت اسلام آباد کښې لوے افسر وو دۀ له ډوډۍ کړې وه۔ اقبال حسېن افکار ، طاهر بونيرے اؤ نور ځينې ليکوالان هم ورسره وو۔ دوئ چې دَ هغۀ کور ته ورغلل نو ورته اووئيلے شول چې بابر صېب چا سره ميټنګ کښې دے دوي ئې بل يو عاليشان ځاے ته بوتلل هلته ئې کښېنول اؤ شربت ئې ورله يوړو۔ بيا ترې نوکران لاړل۔ دوئ دَ شربت څښلو نه وروستو نسوار واچول۔خو ورسره غم شو چې دا به چرته توکو چا اُووې دَ بلبونو دې کټوؤ کښې به ئې اُوتوکو ، چاوې ګملو کښې توکل پکار وي اؤ چا وې په دې فرش غورزول غواړي ، ټولو هم په دې موضوع خبرې شروع کړې خو دَ توکلو څۀ مناسب ځاے ئې پېدا نکړے شو، دې کښې هاشم بابر صېب راغلو نو خېبر اپريدي ورته دَ ستړي مشي سره سم اُووې مړه دا ته لا څنګه پښتون ئې چې دَ نسوارو دَ توکلو بندوبست دې هم نۀ دے کړے ، دا دے ټول څومره په تکليف يو، هاشم بابر صېب په خندا شو اؤ زر ئې واش روم ته بُوتلو۔ بيا چې راغلو نو يوه کهړکۍ ئې خلاصه کړه اخوا لوئے چمن وو وې دې ته به نسوار غورزولي وو۔

خېبر اپريدے زبردست قام پرست وو اؤ دَ قام پرسته ټولو مشرانو سره ئې مينه لرله۔ په باچاخان، ولي خان اؤ نورو مشرانو ئې نظمونه ليکلي دي ، دَ ساز اؤ آواز سره ئې هم ډېره مينه ده ،دَ خېال محمد، احمدخان اؤ کشور سلطان آوازونه ئې ډېر خوښ وو، ريډيو به ئې هم ډېر په شوق اورېدلو۔

دَ طب په مېدان کښې به ئې هم دَ پوهې دعوه لرله۔ دَ ځينوبوټو پحقله به ئې وئيل چې دا ډېر مفيد دي ، اؤ زۀ څو داسې نسخې جوړولے شم چې ورسره دَ ځينو سختو مرضونو يقيني علاج کيدلے شي خو دَ ويرې ترې مونږ کله هم دَ نسخې غوښتنه نۀ وه کړې ګني نو کله کله به ورسره جېب کښې د ګېډې دَ مرضونو اؤ مردانه قوت ګولۍ هم پرتې وې۔ 

خېبر اپريدے ډېر حساس بلکه وسواسي بنده وو خصوصاً دَ لېونو سپو نه به سخت ويريدلو بلکه هسې به هم دَ سپو نه ويريدلو، که چرته چا به ورته اُووې چې بازار کښې مې سپے اوليدو چې نېغ روان وو نو دۀ به ترې زر تپوس کولو چې خُلۀ ئې بيرته وه اؤ که بنده ۔ اؤ دَ خلې نه ئې لاړې بهېدلې اؤ که نه ، کله کله به ورسره ملګرو دا ټوقه هم کوله چې لاس به ئې ورکړو نو ورته به ئې اووې دا لاس مې اوس په يو سپي اُووهلو۔ دې سره به ورته خېبر غصه شو چې بيا دې ماله ولې لاس راکولو سمدستي به دَ پېښور تودې خزانې ته مياګانو له دَ دم د پاره ورتلو اؤ په واپسۍ کښې به ترې ملګرو بخشو پل کښې ضرور کباب خوړل۔ 

کلي کښې حجره کښې يو سپے وو چې دَ خېبر اپريدي په ليدو به ئې ورته غپل نو خېبر به چې کله حجرې ته راتلو نو هغه له به ئې يوه ټکړه غوښه راوړله چې سپے په هغې شو او دے به ترې واوړېدلو۔

کله کله به ورسره ملګرو دا ټوقې هم کولې چې ښۀ خوراک به وو نو چرته يو ويښتۀ به ئې لاس کښې اُونيولو اؤ بيا ئې اُووې چې خدائے خبر دا ويښتۀ دَ څۀ دے۔ ماته خو دَ سپي ښکاري اؤ دې سره به خېبر اپريدي دَ ډوډۍ نه پاڅېدو که بيا به ورته چا ډېر اُووې چې ګپ مو لګولو خو خېبر به بيا ډوډۍ نۀ خوړله ، دا به ئې هم خپله وئيل چې دَ اوبو نه مې ويره کېږي ۔

که څۀ هم خېبر اپريدے په وجود نرے وو اؤ عام طور سره به ئې خوراک هم ډېر نۀ کولو خو دَ جوارو وګي ئې خوښ وو اؤ دا به ئې سم ډېر خوړل۔ پروفېسراسلم تاثير وائي چې يو ځل ئې زما په وړاندې 24 وګي خوړلي وو۔ پېښور ته چې به کله راغلو نو هم به ئې چې وګي اوليدل نو ضرور به ئې خوړل ، اؤ وئيل به ئې چې هله مې ارواح مړه شي چې دَ جوارو پټي ته لاړ شم اؤ دا تسلي مې اوشي چې هر څومره وګي زۀ غواړم نو موجود وي ما ورته يوه ورځ وې خېبر صېب څومره وګي به ته اُوخوړې شې نو اوئې وئيل دا پته راته نه لګي خو ډېر به اوخورم ۔

دَ ټولو پښتنو ليکوالو شاعرانو سره ئې راشه درشه لرله ، دَ حد نه زيات مېلمه دوست وو اؤ مېلمنو ته به ډېر خوشحالېدلو، دَ مراد شينواري، خاطر اپريدي، اتحاد اپريدي ، پروفېسر اسلم تاثير ، اباسين يوسفزي، اکرام الله ګران، فضل ربي قېس ، اؤ نورو ډېرو سره ئې خاص تعلقات وو اؤ دوئ ته ئې ډېرې دلچسپې خبرې اؤ واقعات ياد دي چې څۀ دَ ليکلو اؤ څۀ دَ ليکلو نۀ دي ، په موسمونو کښې دَ خېبر اپريدي دَ سپرلي موسم ډېر خوښ وو اؤ په دې دوران کښې به اکثر په دويمه درېمه ورځ پېښور يونيورسټۍ ته تلو دَ نارنجانو ګلونه به ئې ډېر خوښ وو، دَ دې بوي به پرې ښه لګېدو ، دَ نارنج دَ اونې لاندې به ئې څادر اوغوړولو او ونه به ئې اوڅنډله ، دَ ګلونو ډک څادر به ئې کور ته يوړو څه به ئې په بستره خوارۀ کړل اؤ څۀ به ئې دَ اوبو بالټي کښې اچول اؤ په دغه اوبو به ئې سحر بيا لامبل  هلکانو جينکو ته به ئې ليکچرونه کول۔ ماهم دوه درې ځله دَ نارنج دَ اونې لاندې ليدلے وو چې دَ جمال په رنګينو ئې هلکانو سره خبرې کولې ۔

دَ نوموړي شاعر رحمت شاه سائل صېب سره يو ځاے دَ کوئټې په چکر تلے وو اؤ داسې ئې يو بل خوښ شوي وو چې وخت په وخت به ئې دَ يو بل تپوس پوښتنه کوله۔ دَ رحمت شاه سائل صېب شاعري اؤ هغۀ ئې هم خوښ وو اؤ دَ سائل صېب په خېبر ايجنسۍ کښې دوه شاعران خوښ دي چې يو خاطر اپريدے اؤ بل خېبر اپريدے دے ، آوريدلي مې دي چې هم دَ دوئ په محبت کښې ئې يو نمسي له خاطر اؤ بل له خېبر نوم ايښے دے۔

خېبر نۀ صرف دَ خپلې خوښې په نورو شخصياتو نظمونه ليکلي دي بلکه دَ خپل ځان پحقله ئې هم تفصيلي نظم دَآوازپه نامه ليکلے دے ۔ دې نظم ته که منظومه خاکه اووائم نو بې ځايه به نۀ وي چې په دې کښې خېبر دَ خپل ځان پحقله ډېر په تفصيل سره ليکل کړي دي۔ خپلې ټولې خوبۍ اؤ خامۍ ئې پکښې بيان کړي دي په يو کم پنځوس شعرونو کښې دَ خپل ځان پحقله اکثرې ضروري خبرې کړي دي۔ اؤ دَ خاکې اکثر لوازمات پوره کوي۔ 

لنډه دا چې خېبر اپريدي لکه دَ هر انسان غوندې خوبۍ اؤ خامۍ لرلې دَ خوښې ناخوښې يو خپل معيار ئې وو۔ په لږ ژوند کښې ئې ډېره شاعري کړې ده چې اُوس دَ کليات په شکل کښې څۀ چاپ شوې اؤ څۀ ناچاپه پرته ده۔ نثر په مېدان کښې ئې هم دَ خېبر ايجنسۍ دَ شاعرانو تذکره ليکلې وه۔ اؤ دَ حمزه شينواري صېب دَ کتابغزونېدَ 65 غزلونو شرحه ئې ليکلې وه۔ يوه وړه غوندې مجموعه ئې دَ نعتونو هم دَرڼاپه نامه ليکلې وه۔ دَ 54 کلونو په عمر کښې وفات شوے دے خو په دې مختصر عمر کښې ئې نۀ صرف دا چې دَ مقدار په لحاظ ډېره شاعري کړې بلکه معيار ئې هم ډېر اُوچت وو۔ په مجموعي توګه دَ مينې ډک وو، هر چا ته به ئې مينه ورکوله اؤ په جواب کښې به ئې هم ترې مينه غوښتله۔ زما يقين دے چې په پښتو ادب کښې به خېبر اپريدے دَ خپلې جديدې اؤ رنګينې شاعرۍ سره سره دَ هغۀ دَ دلچسپ کردار په وجه تل ژوندے وي۔ ولې چې هغه دې مقام ته ډېر په خوارۍ، محنت اؤ شواخون رسېدلے وو خپله ئې هم وئيلي دي۔ 

دې مقام ته چې خېبر رارسېدلے

ډېر لويدلے پاڅېدلے دے په لارکښې

چې ريشتيا خبره وي نو دَ خېبر اپريدي دَ ژوند انداز ډېر غېر رسمي اؤ غېر سنجيده غوندې وو يواځې دَ شعروَادب مېدان کښې په سنجيدګۍ سره کار کړے دے اؤ په شاعرۍ داسې ورک مئين وو چې خپله مجسّم شاعر جوړ شوے وو ، په شاعرۍ کښې سم فنا شوے وو اؤ هم دا شعر وشاعري به هغه ژوندے ساتي۔

ګل محمد بېتاب پېښور 

        2020/1/15

-
بېرته شاته