(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اجمل خټک

[03.Sep.2020 - 14:41]

خال مې د کونډې په مخ وليد

پيغلې له ښائي چې څلور کيږدي خالونه

لیک : شبیر خان دوراني

اجمل خټک بابا چې کله د خپل تقرير مخکې دا ټپه وکړه زه ورسره په سټيج ولاړ ووم 

په دغه زمانه زمونږ ګوند د روسيا صدر ميخايل ګورباچوف ته د باچاخان امن ايوارډ ورکولو دستوره جوړه کړې وه دا باچاخان امن يوارډ مونږ ځکه ورکولو چې د روسيا صدر ميخايل ګورباچوف د افغانستان نه د روسي پوځونو د ويستلو اعلان کړې وو

پخوا لر و بر پښتانه دا رنګې نه وو چې ماسخوتن به په سوشل ميډيا نيغ په نيغه راغلو او د يو بل خور مور به ئی کنځل که پيښور د پښتنو زړه وو نو کابل ئې وجود وو

د لر و بر پښتانه لکه د نوک او ورې يو بل پسې پيوست وو که حکومتي پاليسۍ به د دواړو هېوادونو ترمنځ هر رنګې وي ولې د لر و بر پښتنو به کلکه ورورولي لره

په دغه زمانه به مونږ هر ماسخوتن د رهبرتحريک خان عبدالولي خان بابا په مشرۍ کې مشعل بردار جلوسونه ويستل ډول به مخکې غږېدو مونږ په لاسونو کې بل مشالونه نيولې وو او د کوزې پښتونخوا پښتنو پسې به کوڅه په کوڅه ګرځيدو

د هر کلي به خپل نمبر وو په اخر کې چې به مو د ټول کلي خلک راجمع کړل نو خان عبدالولي خان بابا به ورته خطاب وکړو چې په افغانستان کې دې در اندازي بنده شي 

د ولي خان بابا دا تاريخي لفظونه ياد خو هر چاته دي ولې ډيرو کمو خلکو ته به معلومه وي چې دا لفظونه خان عبدالولي خان بابا کله او په کومه موقعه ويلې وو

، 

تاسو چې د چا کور ته بمونه ورولې نو طمعه مه ساتئ چې د بمونو په بدله به هغوي ستاسو کورونو ته ګلونه راولي

 

خير زه په سيټج ولاړم ووم د اجمل خټک بابا په دا پټه مې ډير سوچ وکړو ولې مازغو مې ورباندې کار نه کولو ځکه چې دستورې سره دې ټپې سمون نه خوړلو او ماته معلومه وه چې اجمل خټک بابا بې ځايه ټپه نه کوي

د مثال په توګه د  افغانستان نه د روسيا پوځونو د وتلو مخکې اجمل خټک بابا دا ټپه کړې وه

 

څانګه به نن سبا کې ګل شي

ما ئې په سر کې سرې غوټۍ ليدلې دينه

 

خير د ايوارډ دستوره ختمه شوه ولې زما سوچ ختم نه شولو په دغه شپه تر سهار اذانونو مونږ په شاهي باغ کې وو د جنوبي پښتونخوا نه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران هم راغلي وو مياں افتخار حسين هلک وو عبدالرحيم مندوخیل هم تور ويښته لرل ږېره ئې له نه وه پريښودې

په هغه ورځ خو ما ارام وکړو او په سبا اوکوړي ته اجمل خټک بابا پسې لاړم بابا نورې خبرې کولې او ما ورته ويل بابا تاسو په جلسه کې دا ټپه

 

خال مې د کونډې په مخ وليد

پيغلې له ښائي چې څلور کيږدي خالونه

 

څه پورې کړې وه اجمل بابا په خندا شولو ويل شبير جانه صبر درنه نه کيدو ما ورته ويل بابا دوه ورځې وشوې سوچونه ورباندې کوم

اجمل بابا راته ويل شبير جانه خال ما مشرقي او مغربي جرمني ياد کړې وو او کونډه جرمن

پيغله مې پښتانه ياد کړې دي او څلور خالونه شمالي پښتونخوا چنوبي پښتونخوا قبايل او لوې افغانستان

شبير جانه چې ګوندې مشرقي او مغربي جرمن ځانته د زنې خال کړل مطلب تړون ئې ورسره وکړو

نو پیغلې لره نه دي پکار چې دا څلور ټوټې پښتانه ځانته د زنې خالونه کړي او خپل حسن سيوا کړي

د اجمل خټک بابا له وضاحت وروسته چې ما سوچ وکړو نو زمونږ د دغه جلسې يا دستورې يو کال اګاهو په يو کم نوي  1989 کې د مشرقي او مغربي جرمني تړون شوې وو او اجمل خټک بابا دغه خبره په زړه اغستې وه

په دا عکس يا انځور کې دا تنکې ستاسو دادا شبيردراني د اجمل خټک بابا په سنګ ولاړ دې

شبيردراني

-
بېرته شاته